(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تـورې دې لالا وهي

[21.Oct.2016 - 21:05]

تورې دې لالا وهي … نوڼـۍ دې عـبد الله وهي 1,2,3 برخه 

ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار.     21/10/2016=30 Tala 1395

نـنـتـوځ
« د خپلواکۍ او غلواکۍ جګړې د جنرال وزیري او مُـلا کاتب په کتابونو کې» په سرلیک  ما خپله لیکــنـه د ۲۰۱۶ زییز کال د جنورۍ په  ۱۵(۲۵ مرغومی ۱۳۹۴لمریز) افغان- جـــرمن آنلاین ته لیـږلې وه او هـلته په ګـړندي ډول خپره شوې وه. کاندید اکادمیسن اعظم سیستاني په ګړنــدي ډول پــه فـارسي وژباړله  او په افغان-جرمن آنلاین کې یې خپره کړه. ورپسې په  ګڼ شمیر نورو پښتو ویبـپاڼو کې هم خپره شوه. نږدې ۳۰۰ علاقمندانو ته مې د بریښنالیک له لارې هم ولیـږله. د دغـې لیکنې له لارې  ښایي ګڼ شمیر افغانان د خپلواکۍ او غـلواکۍ  په جګړو  کې د جنـرال یـارمحمـّد خان وزیـري  او غوڼــډ مشر محّمد ګل  مومند پــه ملت ساز رول خبر شوي وي؟  نهه(۹) میاشتې
وروسته ( جـمعه:۲۳ تله  ۱۳۹لمریز=۱۴ اکتوبر۲۰۱۶) په کابل کې د  ژغـورنې ( نــجـات) د پخـواني ویــجاړ شوي څـلي په ځای، ستـــرګه ورو شخصـیتونو د ګڼ شمیـر هیوادوالانو په ملاتړ د ژغـورنې د جګړې پـه درناوي کې د داسې څلي بنسټ کیښود چې د اورېـدا له مخې د دغې جګړې د درې(۳) وتلو شخصیتونو نومونه به پکې  ځلـیـږي: جنرال یارمحّمد خان وزیری، غوڼـډ مشر او لیکوال محّمد ګل خان مومـنـد، او سپه سالار محّمد  نادرخان.
ډاکترنبي مصداق لیکي چې دغویي د«کودتا په نهمه ورځ[۱۶غویی ۱۳۵۷= ۶مې۱۹۷۸]کارملیانو دا یاد څلې ...د شپې په تیاره کې داسې ړنګ کړ چې...هیڅ اثرات پاتی نه ول.»- [روهي ویبپاڼه:۱۹ اکتوبر ۲۰۱۶= ۲۸تله ۱۳۹۵لمریز]. ما ځیرکیار د ۱۹۷۶په شاوخوا کې په جرمني کې په جرمني ژبه یوه رساله په دې سرلیک لوستلې وه: «بَــَورنـبـیویګونګ اِن افګانیستان»(په افغانستان کې بزګري خوځښت). دغه لیکنه د جرمني د هغه مهال(۱۹۲۹) کمونیست ګوند له روسي ژبې نه ژباړلې وه. ښایي رایسنـر به لیکلې وه. دغه شوروي تاریخپوه «په افغانستان کې د فیوډلیزم پرمختګ» په سرلیک پڼـډ کتاب هم په روسي ژبه خپورکړی و.  د ۱۹۱۹ د اګیست په ۱۹(۲۸ زمری ۱۲۹۸)، ۲۷کلن امان الله خان د افغانستان خپلواکي اعلان کړه.  د دغه اعلان سره جوخت، د وزیرستان ولس د  ټـول (لـراو بـر) افغانستان د خپلواکۍ  لپاره پاڅون پیل کړ او د  تودې جګړې په ډګرکې یې د انګریزانو پوځ په ګوڼډو کړ. خوله بـدې مرغې  د بـریــالي غازي جرنیل[جنرال] یار محّمد خان وزیري په وینا،د خپلواکۍ ګټلـی ډګر  د «دریـم نـاولي  تـړون» خوراک شو[لومړی ناولی تړون د ګنـدمک و او دوهم  د  ډیورنــډ]. روغـه  به دا وي چې د وزیـرستان د بـریالۍ جبهې د خپلواکۍ ګـټونکو له ډلې نه لـږ تر لـږه د ۶۳ سرتیرو نومونه په یو نوي څلي کې خوندي شي(نومونه یې د  دې  لیکنې په پای کې ښودل شوي دي).
 
حبیب الله رفـیع  لیکـوال، شاعـر،  اوتاریخپـوه دی چې اوس په کابل کې د علومو اکاډیمۍ د تاریخ

په څانګه کې مصروفیت لري. څه د پاسه ۴۸ کالـونه وړاندې،  رفـیع په پـټ يـعـنې مستعـار نـوم («خپـلواک») د هغـه مهال د شاهي نظام په مات ګوډ دموکراتیک شرایطو کې په دې سرلیک یوه لیکنه په افغان ملت کې خپره کړې وه:« د خپلواکۍ د لارې یـو لوی مجاهـد جرنیل یار محمد خان»( افغان ملت اووه ورځنۍ ،۸۵ پرله پسې ګڼه: ۱۹ وږي ۱۳۴۷ لمریز=۱۰ سپتمبر ۱۹۶۸ زییز=۱۶ جمادی الثانی ۱۳۸۸). ما ته د رفیع د لیکنې  پاسنۍ فـوټو کوپي رارسیدلې وه او د هـغې له مخې مې لانــدې متـن ټا یپ کـړی دی:« دا یو ثابت او منلی شوی حقیقت دی چه د افغانستان ملي تایخ تر اوسه نه دی لیکل شوی او کومه کرښه چه چیرته شته هغه هم ضمنی ده، نو دا د افغان ملت تاریخي او اساسي وظیفه ده چه د ملیونو او ملی مجاهدینو  کارنامی خوندی کړی او وخت په وخت د ملت د تاریخ بابونه محفوظ وساتی، په همدی غرض دلته د هیواد د خپلواکۍ  د لاری د یوه لوی  مجاهد جرنیل یار محمد خان [وزیری] سـره تاسی معـرفی کوو.»[ دغه مهال «د کابـل فـاتح شاه ولـي خان» ژونـدی و، خو هغــه مهال لکـه چې د افغانستان مورخینو اود طبقاتي
 

 
او«ستمي» مبارزې مشرانو په «افغان ملت» اخبار کې د حبـیب الله رفیع پـښتو لیکـنه نه وه لـوستلې!؟ «افغان ملت» هغه خپـرونه وه چې د امتیاز خاونـد یې انجنیـر غــلام محّـمـد فـرهـاد و
او مسـول  مدیر یې قـدرت الله حـداد. د زیاتـو معلـوماتو لپاره زما(ځیـرکیار) راتلونکی کتاب ولـولئ: د نا پوهۍ تیارې او د پـرمختګ ډیوې د افغاني کلتور په چوکاټ کې له عبدالرحمن خان نه تر اشرف غني: ۱۸۸۰تر ۲۰۱۵
«بـریالي غـازي» او ولسي جـنرال یارمحّمد خان وزیری
دلـتـه د جنرال وزیري خاطرې درپیژنم چې په  ۳۵۰ + مخونو کې خپرې شوې دي: د افغانستان د خـپلواکۍ او نجـات تـاریـخ. ترتیـبـوونکی فـدامحّمـد نـومیـر. خپروونکی: د افغانستان د کلتوري خــدمـتـونو اداره: پیښــور، پښتــونخـوا. چاپځی: مـلت پـریس،لاهـور، ۱۳۷۹هـجري لمریـز=۲۰۰۰زییـز
د جنرال وزیري کتاب د  افغانستان د ملي تاریخ یو مهم د یـوان دی چــې له لـوســتلو نه یـې هـر سیــال افـغـان  خونــد او پـنـد اخـیستلی شـي. لیکـوال یې نه یـواځې جګـړن و،بلـکې ځما پـه انـد جګـړانـد (ســتـراتـیجیـست: جګړه پـوه، د جګــړې چار پــوه) و، خـبـرلـوڅ و او جـرګـه مـار و. دا شمـله وال او ولسي جګـړانـد د وزیـرسـتان له بې نـومه دفــاعـي او جهادي پـوهــنـتـون نـه د بـریالـیتـوب په جـګـه درجـه راوتـلـی و. د ا سـړی هغـه ستـر پـښتـون- افـغـا ن و چې د خپلـواکۍ او غـلواکۍ (بچه سقاوۍ) جګـړې یې لومړی پــه جـرګـو او بیا په جګړو ولاړې وې.
د هغه هـدیره او کاریـز دواړه په کندهار ښار کې د تاریخي عـینو مـینې  په خـوا کې پـراتـه دي. خـو افسوس چې د افـغـانستان متـرقـي او دیني مـورخینـو په خپلـو پـڼـډوتـاریخـونو کې د ولسي او جرګه مار جـنرال یـار محّمـد خان وزیـري نـوم او کارنامې نـه دې ذکـر کـړي، سـره لـه دې چې د جنرال یار محّمد خان پـه نـوم (لـه امان الله خانه تر محّمـد داود خانه) ګـڼ شمیـر  تحسیـن نامې او پادشاهي فـرمانـونه صادر شـوي وو. امکان لـري چې دغه تحسیـن نامې او فـرمانونه به په کابل ښار کې په ملي ارشیـف کې ساتــل شــوي وو او پـه لـیدلو به یـې کوم بـندیـزنه و لګـیـدلی؟ پـه ۱۰ سپتمبر۱۹۶۸(۱۹  وږي ۱۳۴۷ لمریز) کې  حبیب الله رفـیع په پټ (مستعار)نوم په «افغان ملت» اووه نیزه خپرونه کې په پوره احتیاط سره  « د خپلواکۍ د لاری یو لوی مجاهـد جرنیل یار محمد خان» معرفي کړ. ښایي نامتو مورخینو به «افغان ملت» اخبار نه لوست؟
                                                         
امان الله خان ته د ولس هـیلې زیاتې شوې 
[ امیــر حبیب الله خان نــیمه شپه/ د سهار ۲ بجې د ۱۹۱۹ د فــبرورۍ په ۲۰ په لغمان کې ووژل شــو او ورور یې نائب السلطنه ســردار نصرالله خان خپل ځان ســم دلاسه په جلال اباد کې امیر اعلان کړ. د امیر حبیب الله خـان دریم ځـوي امان الله خان (  ۱۹۶۰-۱۸۹۲)مخکې لــه دې چې امــیر شــوی وي د مـارچ په ۳ د هــند وایــسرا سردار چـیلمسفــورډ  تــه لیک ولیـږه: هـلته یې دیته ګوته ونیوله چې «غـاصب» (نائب السلطنه سردار نصرالله خان) لـه واکمنۍ نه لاس اخــیستلی دی او پـر ځای یې خلکــو دی (امان الله خان) ټاکلــی دی.  درې افغـان جنرالان د ډیورند د سـرحد په لــوري وخــوځـیدل: د ۱۹۱۹م د می په ۳ صالح محّمد خان ډکې ته ورسید، د می په ۵ عــبدالقدوس خان د قلات-غلزای/کندهار په لوری وخوځید او محّمد نادرخان د می په ۶ د پکتیا پـه خوست کې دیـره شو.  
د وزیرستان مشرانو شاه ولیخان ته ورزیاته کړه چې «د نیول شوو چوڼیواو مرکزونوساتنه به موږ کابلي پوځ ته سپارو او زموږ مجاهدین به په وړاندې ځي، تر څو چې فرنګیان د پنجاب او ملتان نه تیر کړي.»[یعنې د وزیرستان میـړنیانو د ټول افغانستان خپلواکي غوښتله،نه د غـوڅ شوي  افغانستان]. شاه ولیخان د جرګه ګۍ سره «هرڅه منلي وو.» د محّمد نادرخان پلان داو چې په افغانستان باندې د انګریزانو د تیري او پرمختـګ د مخنیوي لپاره د خوست، ځاځیو او اورګون درې جبهې مهمې وې. د محّمد نادرخان سره دا اندیـښنه وه چې د جګړې په پیل سره به انګریزان په افغانستان برید وکړي «لکه څنګه چې په ننګرهار او کندهار کې د افغانستان خاورې ته ننوتل.» لیکوال کاږي چې په پکتیا کې د نادرخان دغه درې جبهې د انګریـزي پـوځونو د مخنیوي لپاره وې، نه د بریـد لپاره.
 
د ټـل فـاتـح!  سپـه سالار محّمد نـادرخـان
 
ټـل د انګریزانو غټ پوځي مرکز و چې د پکـتیا لپاره یې غټ خطر لاره. غازیانو دغه ډیر مهـم عسکري مرکز د ۱۲۹۸ لمریز د جوزا په ۳ نیټه[۲۵ می ۱۹۱۹] له انګریزانو نه ونیو. «بیا په زړه سپیڅلو» غازیانو محّمد نادرخان ته بلنه ورکړه چې د فرنګیانو د ټـل «ستر نظامي مرکز په تشـریفاتي توګه فتح کړي او د ټـل د سوبـې  مراسم پرځای کړي. محّمد نادرخان چې تر هم هغه ګینټـو یې د ټوپک نه یوه ګولۍ هم د فرنګیانو په لور ویشتلې نه وه، د ټل پوځي مرکز یې په تشریفاتي توګه د تو پـونو د ګولیو په اور سره فتح کړ او بیا یې په ډیره بې انصافۍ او بې عدالتۍ سره د ټـل فـتح په خپل نوم سره ونوموله.» مخ ۷۶
 
«دریـم ناولـي تـړون» د ټـول افغانستان خـپلواکي شـڼـډه کـړه  
[دریم تړون (۸  اګست ۱۹۱۹) چې د  افغانستان د داخله وزیر علي احمد خان لوی ناب او د برتانوي هند د بهرنیو چارو د سکرتر همیلټن ګرانت په منځ کې رامنځته شوی و، لیکوال جنرال یې په لاندې دلیل کړولی دی :] د وزیرستان، کندر، ګومل او ژوب غـازیانو له فرنګي پوځونــو نــه، نـه یواځې هغه بـدل واخیست چې پــه ننګـرهار اوکنــدهــار کې یې افــغـان پــوځیانو تــه ماتې ورکړې وه، بلکې غلیم یې دیته اړکړ چې له امــان الله خان نــه د جنــګ د اور بـنــد(مــتارکې) هــیله وکړي. انګریزان په دې پـوهــیدل چې کـه جګــړه دوام وکــړي، د وزیـرستان، ګــومل، کـندر، او ژوب غـازیــان بــه پــه لــومــړي پـړاو کې انګــریــزان له ډیــره غــازیخان، ډیره اسماعیل خان ، بنـو او کـوهاټ نه وشـړي،  او ورپسې به د پنجاب او مـلتان د غـازیانـو ملاتـړ وکـړي
د خپلواکۍ په جګړه کې چې لـږوډیر دوه اونۍ دوام یې وکړ، «زموږ د سیمو تقریبا دوه زره» غـازیان شهـیدان شـول. خو «د خپلواکۍ د جګړې نه وروسته زموږ برخه لیک بیا هغه برخه لیک شو چې د اعلیحضرت امان الله خان د نیکه او د فرنګیانو د استازي ډیورنډ په ناولي تړون کې ټاکل شوی و او[موږ] یو ځل بیا د رودونـو وینو تویــولو نــه وروسته د ښمنانو ته لاستړلي وسپارل شو.» غازیان اریان وو چې ولې به امــان الله خان د مغـلـوب غـلیم ســره د اوربــنـد وړانـد یـز مــنلی وي؟!  د اوربند پیشنهاد «بې له دې چې زموږ مشرانو سره پکې سلا او مشوره وکړي» ومنل شو. د خپــلواکۍ په غــزا کې « زموږ سیمې بیا د متارکې په پـریکړو کې د افغاني او فـرنګي  هیئـتونو له خوا په فــرنګیانو پورې وتــړل شــوې او زمــوږمجاهــدینــو له نظــره دا دریــم نــاولی تـــړون و.»
 
دغــلواکۍ پـه ضد جګـړه په کلات کې پیل شوه  
 د امان الله خا ن له خوا داخـله وزیـر عـبدالحد خان مــایــار د ۱۳۰۸ لمریــز د  وري په  ۱۲ نیټـه
[۱اپریل ۱۹۲۹]، د شپــې په اووه بجو د دوو موټرو په پوځي بدرګه سره، له کندهار نه شاجــوی ته ورغی او هلته یې د جنرال وزیري  په میلمستون کې  ماخــوستن حاضرینوته د خپل راتګ هدف څرګند کړ او شخصا جنرال وزیري تـه یې یــو فـرمان تسلــیم کــړ چې امان الله خان لاسلــیک کـــړی و. داخله وزیر عبد الاحد خان مایار/وردګ  جنرال وزیري ته وویل چې د امان الله خان په استازولۍ دې  دغه[نور] فـرمانونه  د وزیرستان او پکتیا مشرانو تـه ورسـوي او د سقاو د مقابلې لپاره دې ځانونه غزني ته راورسوي. عبد الاحد خان  مایــار «دهـم هغه شــپې په یولسو بجــو» د شاجــوی له خلکو نه د کلات په لــور رخصت شــو.
لاندې انګریزي رسمي لاسوند(سند) د امان الله خان لپاره د جنرال یار محّمد خان وزیري ماموریت څـرګـندوي . نور ملونه د کتاب په پای کې خوندي شوي دي
No. 439-S
Copy to the Secretary of the Chief Commissioner, North-West Frontier Province, Peshawar, for information.
                                                                __________
COPY OF MEMORANDUM No. 107-S., DATED THE 20TH APRIL 1929 FROM THE POLITICAL AGENT, SOUTH WAZIRISTAN, TO THE RESIDENT IN WAZIRISTAN.
 
                          Reaction from Afghan reforms agitation in Waziristan.
                  In continuation of my telegram No. 171, dated the 17th April 1929
I send herewith translations of the various letters addressed by Mirza  Yar Mouhammad, Mirani, an Afghan official from Shahjui to Musa Khan, Abdullai, and Mahsud and Wazir maliks…. The facts of the case appear briefly to be as follows:
Ex-King Amanullah on his arrival at Shahjui is said to have publicly called for a volunteer to carry farmans to the Wana Wazirs and Mahsud maliks, the maliks of Khost and Urgun areas and the maliks of the Saifali, Mangal and Marani (Sherani) tribes as well as to the son of Babrak. The person undertaking the mission was promised a Wazirship.
By public acclamation Mirza Yar Muhammad (Marani)*,
 
*[له «مرانی»   نه مطلب «مـریاڼـی» دی، یانې  د مریاڼ د سیمې دی]-  ځیرکیار
ولـولۍ په انګــریزي ژبه کې د ډاکتر ببریګل وزیـر ۳ ملونه چې له بریټـیش لایبـرېـري (برتانوي کـتابتـون) نه یــې لاسته راوړي وو او د  ځیرکیار د   ذکرشـوي کتاب په پای کې خوندي شوي دي

 

بـې جـبه خانې او بـې خـزانې غـوڼـډ مــشـر

 یارمحّمد خان وزیری چې هغه مهال غـوڼـډمشر و، د امان الله خان په غوښتنه د وزیرستان په لـور پـیاده  ځانـله وخوځید(۱۵ حمل ۱۳۰۸لمریز) [۴ اپریل ۱۹۲۹] او ۷ ورځې وروسته(د حمل په ۲۲، ۱۳۰۸) [۱۱ اپریل ۱۹۲۹]یې د امان الله خان پیغامونه ورسول. د وزیرستان مشران په دې آند وو چې افغانستان او وزیرستان د خپلې بقا لپاره یو بل ته اړ دي. د  وزیرستان د  مشرانو په اتفاق، یارمحّمد خان وزیری د ژغورنې (نجات) د لښکر «جرنیل» [جنرال] وټاکل شو. د وزيــرستــان نږدې شـپـږ زره  لښکر اورګــون ته ورسید چې د بچه سقاو په ضد په غـزني کې وجنګــیـږي. خـو مخکې لـه دې چې غــزني تـه ورسـیـږي، خبـر شول چې هلـته د امــان الله خان کـنـدهاري لښکر ماتې خوړلې وه او بیرته کندهار ته ستون شوی و. د وزیرو لښـکر هم د ۱۳۰۸

پـاس سند د وزیرستان د مشرانو له خوا د جنرال یار محّمد خان وزیري کومانده او مشري تصـدیقـوي
 لمریز د ثور په ۴[۲۴ اپریل ۱۹۲۹] د وزیرستان برمل ته ستون شو.  محّمـدنـادرخان چې د ۱۳۰۷ لمریز د حـوت [مارچ ۱۹۲۹] په میاشت کې له فرانس نه پیښور ته راسـتــون شوی و، له هغه ځایه یې ځان پکتیا ته رسولی و. دوه وروڼه یې ( کرنیل شاه ولیخان او کرنیل شاه محمود خان) په پکتیا کې ورسره وو چې هلته ولس د بچه سقاو په ضد راټول کړي. په ننګرهار کې هم محّمد ګل مـومند او سردار محّمد هاشم خان دغه هدف ته د رسیدلو لپاره ملا تړلې وه. خـو د دوی ټـولو هڅو کومه نتیجه ورنکړه ځکه چې د ولس مشران د بچه سقاو پلویان وو.

د مسیدو او وزیر د لښکر بیا را غـوڼـډول
جنرال  وزیری  دې پایلې ته ورسید چې بیا دې د مسیدو او وزیرو لښکر راغـونـډ کړي او سقاوي دې پای ته ورسوي. «سپه سالار محّمد نادرخان او د هغه سره مل وروڼو د څلور میاشتو په مد ت کې څلــور سـوه افراد په درست جنوبي[اوسنی پکتیا او پکتیکا] کې هم نه وو په څنګ کې درولي‎»، او د سقاویانو د مخ په زیــاتیــدونکي  شمیـر له امله  له« یوې سیمې څخه بلې سیمې ته په مڼډه او فرارکې  وو.» جنرال وزیری په بـرمل کې د قومي مشرانو سره پریکړه وکړه او دا ځل د شـپـږنیم زره لښکر سره پکتیا ته ننوت، په دې پلان چې لومړی به د اورګون چوڼۍ وهي او بیا به د کابل په لوري خوځیـږي. د وزیرو او مسیدو لښکر  د ۱۳۰۸ لمریز د جوزا په لومړئ نیټه[۲۲ می ۱۹۲۹] اورګون ته ورسید او خپل کمپ یې د اورګون نظامي کلا(مــوڼـډې) ته نـږدې
وواهــه. سقاوي غوڼـډ مشر عبدالغیاث خان کوهدامنی او کڼـډک  مشر میرحسن خان چندولی ځانــونه د وزیـرو او مسیدو کمپ ته تسلیم کړل، او د وزیرستان مشرانو ورســره په غـیـږ ستړي مشي  وکړل او په عزت يې رخصت کړل.
نادرخان د ځاځیــو په علـیخــیلو کې اړولــي وو. جـنــرال یارمحّمد خان وزیری ورته لیک ولیـږه چې د امان الله خان د بیا راوستــلو لپاره ورســره د کابـل په لـوری وخـوځیـږي. خو جـواب یې «پــه څـټ را نغــی.»( مخونه ۲۱۶تر  ۲۲۵). جنرال وزیري شپـږنیم زره  تکړه سرتیري لرل، او وسله او خوراک یې په اورګون کې له موڼـډې کلا نه لاســته راوړي وو. خو نــادرخان او وروڼو یې نه سرتیري لرل، نه یې وسلې لرلې او نه یې پیسې لـرلې چـې د جــنګ سړي او وسلې پـرې راونیسي.  هغوی د ځاځیو په علیخیلو کې هم ارام نه وو ځکه چــې په خــوست او څـمکــنیـو کې د ســقاویــانو د ګـواښ ســره مخامــخ وو. پــــه دغـســې شرایطو کې نادرخان او وروڼه یې مجبور وو چې د لیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیری کومانــدې ته تن کښیـږدي. پـه دغه موسم کې پکتیا په داسې کوچیانو ډکه وه چې د سقاوۍ پلویان وو.
محّمـد نادرخان د لـوګر د کــولانګار د حــاجي نواب خان  او له پنجاب نه افغانستان ته  د راغـلي  الله نواز خان په لاس، د وزیرو او مسیدود لښکر کوماندان (جنرال یارمحّمد خان وزیري) ته داسې لیک ورولـیـږه: «عزیزانو! د وزیرو او مســودو[مسیدو] غــیورو مشرانو، ستاسې میـړانه او شجاعــت د خپلواکۍ په جګړه کې  راته څرګند شوي دي. نن بیا همغه د میـړانې اوغیرت ګيڼـټه ده. اعلیحضرت  غازي امان الله خان د یوه سارق او کـوتاه طـریق له لاسه خارج ته فــرار کړی دی. د هیواد هــره بر خه د بې اتفاقۍ په اور کې سوځیـږي. افغـاني ننــګ او غیــرت داتــقاضــا زمــوږ ټــولــو څخه کـوي : چې پــه اتــفاق او اتحاد سره وطن ته د روانې فتنې نه نجات ورکــړو. محمد نــادر»  - مخونه ۲۳۹-۲۳۸
 
د نـاهـیلي محّمد نادرخان سره ګـډه نـقـشه جوړول
د خــــوست او ځاځیـو په منځ کې څمکني میشت وو. هلته سقاویان د ملک میراکبر او مغل خان د مشرۍ لاندې برلاسي وو. خو بې له جنګه د لیکوال جنرال وزیري  پیغام ته تسلیم شول،ځــکه دوی دواړه د خــوستـي ســقاویــانو په کــلکه ماتې خبــر وو.  د ۱۳۴۸هـق د ربــیع الثانی په ۲۰[۲۵ سپتمبر ۱۹۲۹=۳ مــیزان ۱۳۰۸] د ژغــورنې لښکــر د ځاځــیو عــلیخیــلو تــه ورسیــد او هلـته ورتــه محّمــدنادرخان په «افــغاني جامه» کې له چاوڼۍ نه بهر راوتـلی و او د ټولو

 

پاس هغه لیک دی چې  سپه سالارمحّمد نادر خان په ځاځیو کې جنرال یار محّمد خان وزیري ته ورکړی و
 
مشرانو سره یې پـه غـیـږ روغـبـړ وکړ.  د ځاځــیو «غیرتي مشرانو»(حاجی جـانخان، سیدخان، سربلــندخان اولـیـپت خــان) د جــنرال یارمحّمد خان وزیري هیله ومنله چې: تـرهغه مهاله بــه دغــه مشـران او ولــس پـه وارســره « زمــوږ[ د وزیـرو، مسیدو، دوړو او تـڼـیو د لښکـر] ټـیکــله[ خواړه] بـرابـروی » او دغــو «میـړنیـو مشـرانـو پـه وریـنـه ټـڼـډه سـره زمـا[جنـرال وزیري] غــوښتنه ومـنلــه». د ماښام له لمانځه نه وروستـه، نادرخان خپل استوګنځای ته ستون شو، او د ماخوستن له لمانځه نـه وروسته یې جنګي مشـرانو ته بلنــه ور کړه چې جرګه ورسره وکړي. هغوی ورغلل، او پــه استوګنځای(چوڼۍ) کې محّمـد نـادرخان «زموږ دهـرکلي لپاره لاس پر نامه ولاړ و».  په دغــه غوڼـډه کې مشرانو «پوره درک کـړه» چې محّــمد نادرخان «څــومره ناهـیلی» [نــا  امـیــده] و.
د محّمد نـادرخان سره د امـان الله خان لپاره تـړون لاسلیک کول
د مشرانو په وکالت لـیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیـري چې د ژغـورنې د جګـړې کوماندان و، محّمـد نـادرخان ته داسې وویــل:«سـپاه سالار صاحب! دا نـنګـیالي او جنګیالي ...خاص د اعلی
حـضرت غازي امان الله خان د هغــه فـرمان په اعتبار راغـوڼـډ شوي دي چې د ۱۳۰۸د حمل په دولسمه نیټه[۱ اپـریل ۱۹۲۹] په شاجـوی کې مالــره وزیـر صاحب عــبدالا حـد خان [مایار] سپارلی و»(۲۵۷-۲۵۰مخونه).
له دې وینا وروســتـه، عـبــد الله خان  مداخــیل د مــلک زنــګـي خان مــداخـیل ورور وویل: «ســپاه سـالار صـاحب!...[لیکـوال جنرال  یارمحّمد وزیري او د ژغورنې د جګړې کوماندان]هغه څه بیان کړه چې موږمشرانو عــهد او پیــمان پــرې کـړی دی». غوڼډه په دې پریکړه پای ته ورسیده چې «سبا به جرګه کوو». سبا د ربــیع الـثــاني په ۲۱/ ۱۳۴۸هــق [۲۶ سپتمــبر ۱۹۲۹=۴ میزان ۱۳۰۸لمریز] په جــرګه کــې د ژغـــورنې د جګــړې مــشرانـو او محّمد نادرخان ۱۵ پـریکړې ومنلې چې دوه یــې دادي: (۱) د هـیواد په ژغورنې ورپسې دې واکمني امان الله خان ته  یا دې د ده د کورنۍ کوم بل غــړي تـه ور وسپارله شي؛ (۲) د امان الله خان تر راتـګ پورې به محّمد نادرخان د واکمنۍ کـفیل وي.
ورپسې محمد نادر خان «زموږ سره په قرآن لاسلیک وکړ چې د جــرګې ټــولــو پــریکړو... ته بــه غــاړه ږدي» . ،او د ځدراڼو او منګلو ۱۵۰ تنه جنګیالي د خــپلو مشرانو [زمرک خان ځدراڼ او زلمي خان منګل] سره په علی خیلو کې  «پاتي شول».
 
مـحّـمــد ګل مـومـنـد د غلواکۍ په جګړه کې او د انــیس پـــه کــتاب کې

Facebook.com/wazeermuhammadgulkhan.baba/
۶ نمره: وزیـر محّمـدګل مومند دی
علی احمد خان د امان الله خان د حکومت له ړنګیدلو وړاندې، مشرقي (اوسني ننګر هار) ته تللی و او هلته یې د امان الله خان د واکمنۍ په راپـرزیدلو سره د خپلې واکمنۍ اعلان وکړ. خو« دو نفـر از منصبداران مهم و با نفوذ مشرقی بود که علی احمدخان را از سلطنت طلبی میخواستند مانع آیند.»(محی الدین انیس، بحران و نجات). دلیل یې داو چې که سلطنت د ولس په رضا او اتفاق رامنځته نشي، کړکیچ  او کورنئ  جګړه به نور هـم و غځیـږي:  د مشرقي د قواو کوماندان محّـمد ګـل مومـند او کڼـډ ک مشر سـیـد حسن خان ورته وویل چې اوس د بیعت اخیستلو وخت نه دی، بلکې «لـومړی باید هیـواد نجات ومـومي.» خو علي احمد خان  د هغـوی دواړو سره لاس په ګریوان شو، او د خپلـو عسکري وسایلو سره د کابل په لـوري وخوځید. خو په لار کې ورته هاشم خیلو ماتې ورکړه او وسلې یې ورنه راغـوڼـډې کـړې. «ایـن حادثه  تا یک اندازه علی احمد خان را به خوف و مأ یوسیت انداخت.» د علی احمد خان د بې باکۍ لـه امـله د جلال آباد ښار ګـډ وډ شو. په مشرقي کې دوه ډلې رامنځته شوې:(۱) یوه   د سـقـاوي تـبلیغـاتو ډله وه، او پـه مقابل کې یـې (۲) ډله چې چورلیـز یې فـرقـه مشرمحّمد ګل مـومنـد اوکرنیل محّمد حسن خان جــوړکړی و د و لس د جوړجاړي او یووالي خلک وو. دوی دواړو به قـومونه جـرګې ته رابلل. شینوارو د علی احمد خان «هست و بود چور و تاراج نمودند، مخصوصاَ قصه شراب نوشی علی احمد خان مهمتریـن عــلت تنفـر اقـوام از ایـشان بود.» [علی احمد خان  د باچا امان الله خان ساڼـډو (باجه) و اود نیمګړې خپلواکۍ په تړون کې هم د برخې خاوند و]. انـیس کاږي چې په هـــیــواد کې جــنګـونــه روان دي او قـومــونـه هم مطمئن نه دي چې څـه ډول پـریکړه وکـړي . دغــه مهـال محّــمد نـــادرخان د پښتـونخوا له لارې جنـوبی( اوسنئ پکتیا او پکتیکا)  ته راننـوځي. ۱۰۲-۹۸مخونه 
دلته ما (ځیرکیار)ته انګریـز سیاسي مفکر تامیس هابس (۱۶۷۹-۱۵۸۸زییز) را په زړه شو چې په ۱۶۵۱کې یې په خپل کتاب« لیـویَـتـان» (غټ بحري ځناور= نهـنـګ) کې د انسانانو تریـخ ژونــد په طــبیعي حالت کې انځور کړی و. دغــه کتاب په انګــلستان کې د داخلي جـنګ پــه مهال(۱۶۵۱-۱۶۴۲) راوتلی و. دلته داخلي جنګ ته طبیعي حالت ویـل شوی دی چې په روانه ژبــه ورته ګـــډوډي هم ویلی شو. په طبـیعي حالت کې چې واکمن نه وي رامنځته شوی، «ژونـد سخت، وحشي او لڼـډ» وي او «ټـول د ټـولـو په ضد جنګـیـږي». دغه کـرغـیـړن حالت هغه مهـال پـای ته رسیـږي چې وګړي د طــبیعي حقـوقـو پــه بـیـه یـو تـړون (قـرار داد) رامـنځــته کـړي او ځـانونه یو واکمـن(سَورین) ته تسلــیم کـړي. په ساده ویــنا، « د ټــولو جنګ د ټـولـو په ضد» یعنې ( ګډ وډي ) د یوه کـلک مرکزي حکـومت لـه لارې له مـنځه تـللی شـي!
په جنوبي(پکتیا او پکتیکا) کې د ګردیـز خلک د نورو خلکو سره مخالف وو. ډزې ډوزې هـرې خوا روانې وې. خو هیڅوک نه پوهیدل چې څوک د څه لپاره او د چا په ضد جنګیـږي. بدګمانۍ ډیرې وې ، خاصتا د محّمد صدیق خان فرقه مشر په اکله. د غې وضعې  د سپه سالار نادرخان په نقشې چې د قومونو په یووالي راچاپیره وه  هم یو څه منفي اغیـز وکړ. منګلو او ځدراڼو ځانونه له اتحاد نه څڼډې ته کړل. ګردیـزیانو د ګردیز د ادارې لپاره عبد الغنی خان د لعل ګل ځوی د ملکي ادارې لپاره اوسید محّمدخان د نظامي ادارې لپاره غـوره کړل:مخونه ۱۲۳،۱۵۵تر ۱۵۷
د لمریـز ۱۳۰۸د وري/حمل په ۳۰(۱۹ اپریل ۱۹۲۹=۹ ذولقاعده  ۱۳۴۷)یوه مهمه تاریخي پیښه دا وه چې د مشرقي(ننګـرهار) له سیمې نه یو ۱۳۰ کسیـزه «وفـد»(جرګه،هیئت) د جنوبي قـومونو سره د مذاکرې لپاره راورسید. د دغه وفـد مشر «یا موکل عمومی اقـوام علاوه بر این نماینده ها، آقای محمد ګل خان مهمند بودند. سردار والا سپه سالار صاحب[ محّمد نادرخان] برای استـقـبال وفـد چـند قدمی بیرون قـلعه بر آمدند»، «شکـریهٔ ایـن استـقبال و ایرادیه ای را از طرف عموم مشرقی و نماینده های آنها، جناب محّمد ګل خان [مـومنـد] نمودند.» په شپه کې د مشرقي هیئت یوه «لایحه» (مرامنامه) چې د مشرقي د ولس مفکوره پکې منعکسه شوې وه، د جنوبی ولس سره  د مذاکرې لپاره شریکه کړه. په دغه لایحه کې د مشرقي د ولس دریځ خوندي شوی و، او په کې  د امان الله خان افـراطي کارونو، او نورو موضوعګانو ته  لکه د بچه سقاو عیبونو او د واکمنۍ غصب ته  ګوته نیول شوې وه. پـه دې پسې یې،  خپله «غوڅه پریکړه» څرګنده کړه چې «باید صورت ایـن نارضائی خود را بـا امضاآت عموم اهالی مشرقی و جنوبی برای بچه سقـو بفرستیم تا به موجب این اخطار، بایـد از سلطنت بر طرف شده مسئلـهٔ ‎ پادشاهی را برای انتخابات عمومی واګذارشود. اګر بلفعل این اخطار را قبول نکرد ما اقوام بالاتفاق هیچ استراحت وبه هیچ مشاغل حیاتی متوجه نخواهیم شد تا زمانیکه این شخص غاصب و سافـل را با عموم طرفـداران اصلی او به قصاص اصرار و تـباهی وطن که موجب شده اند،نرسانیم وچون هیچ حرکت اجماعی بدون از داشتن یک زعیم و قائد یا پیشوا به انجام رسیده نمیـتواند، از آنرو ما عموماَ زعامت و پیشوائی سردار سپه سالار صاحب[محّمد نادرخان] را که تا امروز در صحنهٔ وطن مظهر خیلی احساسات خیرخواهانه  و همیشه در اجراآت وعملیات خویش نمونهء بزرګ اعـتدال و دور اندیشی  بوده، تعهد می کنیم که فرداَ و کلاَ در زیر نـقـشه و هدایت شان بوده تا اینکه به مطالب خویش نائل بیائیم.» محی الدین انیس زیاتوي چې دغه پروګرام (مرامنامه) «ازطرف عموم کسانی که درین مجلس بودند که غالباَ از خوانین و کلان شوندګان جــنوبی هستــند به خیلی تأیــید  وتصـدیق تــلقـی شــد. ګویا این حسن تلقی نشان میداد که آمدن وفـد مشرقی برای فردا تاثیر خود را کماهـو حقه خواهد کرد.» نــور قــومــونه به چې راتلل(۱ثور ۱۳۰۸= ۲۱ اپریل ۱۹۲۹= ۱۱ ذولقاعده ۱۳۴۷ سپوږمیز) ، همغه د مشرقي پـریکړه به ور ته لوستل کیدله او «عموماَ» به هغوی منله او لاسلیک کوله.  د دغې پریکړې خبر زرمټـو او کټوازیانو ته چې سلیمانخیل وو  واستول شو. خو هغوی په دې ودریـدل چې امان الله خان دې له افــغــانستان نه ووځي، او ورپــسې که بـچه سقــاو د واکمنۍ وړتــیا ونــلري،بله لار دې ولټـوله شي[په  سلیمانخیلوکې حضرت مجددي ډیـر نفـوذ لاره]. انیس: ۱۵۹ تر ۱۶۱ مخونه
محی الدین انیس په خپل  «بحران و نجات» نومې کتاب کې بچه سقاو ته یو ځل «سقـو بچـه» ویلی دی(۹۱ مخ) او څو ځلې  یې «سـقـوزاده»: ۶۷تر ۶۹، ۲۲۳ او ۲۳۶ مخونه
*  Thomas Hobbes (1588-1679) English political philosopher

 

لیک: ‌ډاکتر رحمت ربي زیرکیار

داچې د سقاویانو روحیه ګړبیدلې وه، وروسته له جرګې په دوه بجو ټول لښکر له زرغون ښار نه د کابـل په لوري و خوځید. محّمدګل مومند موظف شو چې د احمدزیو کوچیانو او د رود د احمد زیو  سره دې د موسهي لـوګر له لارې د کابل په خوا وخوځیـږي او پاتی نور لښکر دې  د چاراسیاب له لارې کابـل ته ورنـنوځي. سردار شاه ولیحان د جرنیل(جنرال) غلام حیدرخان په کور کې دیره شو.  د ۱۳۰۸ د میزان په ۱۴[۶ اکتوبر ۱۹۲۹]، ولسي جنرال یارمحّمد وزیري د خپل لښکر سره د بچه سقاو په مقابل کې  د کابل په هسکو کې مورچلونه ووهل  او په هغه ورځ یې د سقاویانو سره جګړه پیل کړه او په لــږ وخت کې یې څـلور مورچلونه ورنه ونـیول .  کرنیل شاه ولیخان په چهلستون کې «دربار غـوړولــی و، سـپاه سـالار صاحب محّمدنـادرخان د ځاځـیو په علیخیلو کې زما[جرنیل یارمحّمد وزیري] د جنګیالیـو د ماتې او بــري » خـبر ته ستـرګې په لار و(۳۰۴-۲۹۲ مخونه). کـرنیل شاه ولیخان مخکې له دې چې د ژغـورنې (نجات) د لښکر مـورچـلـونو ته ورشي، د سقاوي سـور جرنـیل [جنرال] محّمد عمر خان سره یې لیـدلي وو. داچې  سور جنرال «څه ورته ویلی وو، د هغه څخه زه [یارمحّمد خان وزیری]ناخبره وم». سردارشاه ولیخان چې له چهلستون نه د منګلو د مشر (ځلمی خان منګل)، د ځدراڼو  د مشر (زمرک خان ځدراڼ) او د ځاځیو د مشر (ملک جانخان)   په بـدرګه د لیکـوال جنرال وزیري د لیدنې لپاره په اس سپور ورغلی و، «مـا او زما ملګرو ته د مایوسۍ او ناامیدۍ تلقیـن کاوه»(۳۰۷-۳۰۴ مخونه). جنرال یار محّمد خان وزیري ورته وویـل چې د ژغورنې د لښکر د مشرانو په پـریکړه به یـې خبر کړي

پـریکړه داسې شــوه چې د وزیرستان جنګیالي به ځانونه «نــن شپــه» د ارګ هـر لوري ته رسوي. د کومانـدې په  مرکز کې پخپله جنرال وزیري او ملګري یې  انګور خان ، دلبازخان، شیرمحّمد خان، شیرخان تـڼـی، ښادیـن خیل دوړ، ملک ګل خان،  او ملک ډنډ خان ناست وو. د ژغــورنې لښکر د سهــار په اووه بجو د کابل ښار مــرکز ته ننوت،درې ګيـڼـټې وروسته ارګ ته ورسید، بچه سقاو یې هلته محاصره کړ، او له ارګ نه بهـر د سقـاو ټولې مورچلــې یې ړنګې کړې وې. د ۱۳۰۸ لمریز د میزان په ۱۸[۱۰ اکتوبر ۱۹۲۹]، سـردار شــاه ولی خان په اس سپــور د خــپلوځاځــيو او  ګردیــزیـو پیره دارانو او یو شمیر قـومي مشـرانو ســره د کابـل ښار ته راورسید، او «موږ» ته یې د کابل د نیولو مبارکي راکړه، او دومره خـوښ و چې د ژغورنې د لښکر هر کوماندان او مشر به یې «په ږیـره او مخ بانـدې څو څو ځله ښکـولو.» یو چا ورته د ده دوه کلـن ځوي عـبدالـولي راوړ. د کابل ښار « ټــول مخــورین ټول په کــورونو کې وو او یو کس مو هم و نه لید چې موږ…ته د کابل د نیولو مبارکي ووایي.» «یــواځـې» د کابــل غـریــبـو خلکو نارې وهلې چې: «زنده باد فاتحین کابل…زنده باد غـازی امان الله خان». ۳۰۶ تر۳۱۴مخونه. د۱۳۰۸ د تلې په ۱۸[۱۰ اکتــوبر ۱۹۲۹]، سـردار شاه محمود خان د کابل له شـوربـازار نه پــه اس سپور د کابل د سیند په غــاړه د ژغـورنې د لښکر ساحې ته راورسید. «تـر حده زیات وارخطا و» او لیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیري ته یې وویل چې: «حالات ډیر خطر ناک دي. پردل سپه سالار د شپـږزره جنګي افرادو سره د خیرخانې د کـوتـل څخـه هـجـوم راوړی دی[او]د هغه په تعـقـیب نـور مسلح افـراد هـم د شمالي څـخه راروان دي….» جـنرال یارمحمّد خان وزیري ورغبرګه کړه چې: «جرنیل[جنرال] صاحب! غم او فکـر مه کـوه!» بچه سـقـاو د ژغـورنې د لښکر له خـوا په ارګ کې محاصره شـوی دی، او دهغــه دوه تــکړه جنرالان (پیـردل خان اوسور جرنیل [جنرال] ناصري) د ژغورنې د لښکر له خوا ځغلول شوي دي. جنرال وزیري، انګـور خان، بجان خان،عبدالله خان د ملک ډڼډ خان ورور، او شیر محّمد خان «دلښکر په مخکـې روان شـوو.» د ژغــورنې لښکـر د ده افغـانـان له لارې د کـلـوله پشــتې «پـه طرف د پـیــردل مـقابـلې تــه وخـوځــیـدو» او په بي بي مهــرو کې د پــیردل خان د سقــاوي لښکر ســره پــه جــګــړه اخــتـه شــــو. سقاوی سپه سالار پیردل خان له درې ګيڼــټې جګــړې وروسته د ژغــورنې د لښکر له خـوا ووژل شــو او پاتــي لښکر یې هرې خوا ته وتښتید. غالبو جنګیالیو، ماتې خوړلی سقاوي لښکر د قلعه حسیـن کــوټ او قــلعه مرادبـیګ پـورې دومره وځغـلاوه چې د خلکو کورونو ته یې پناه ویـوړه. د هغــې سیمې «پـاک لمنـو میـرمنو د جنګي فراریانو د امن او شفاعـت لپاره قرآنـونه  په لاسونو کې نیولي وو. د هغه افغاني بیبیانو په لیدلو سره ما خـپل جنګـیالي واپس د کابل په لـوري راروان کــړل». پــه کابل کې ارګ همغــه شان د محاصــرې لانــدې و

ولسي  جنرال یارمحّمد خان وزیري  تـه محّمد ګل خان مومند ، زمرک خان ځدراڼ، عـبدالغـني خـان ګردیـزی، مـولـوي الله نـوازخـان، شـاه محمود خان او شاه ولی خان د مبارکۍ لپاره راغـلل.« د ټولو څخه لومړی محّـمــدګل مـومـنــد چې د ډیـر حساس فکـر خاونـد و» او زمـرک خان ځـدراڼ( د غــیـرتي ببـرک خان ځدراڼ ځوی) د جنرال  یار محمّد خان وزیري نظر ومانه چې زر تـر زره دې پــه ارګ بـریــد وشي، مخکې له دې چې له کندهار، مشرقي ، جنوبي او شمالي نه سقاوي لښکــرې کابل تـه راورسیـږي او دوی د ناکامۍ سره مخامخ کړي. ورپسې نورو ټولو ومنله چې د ۱۳۰۸ لمــریز د تـلې (میزان) پـه شلمه[۱۲ اکتوبر ۱۹۲۹] دې سهار وختي د ارګ عــملیات پـیل شــي. شاه محمود خان او شاه ولیخان په «ظاهره څه اظهار نه کاوه» ځکه چې د کورنۍ غړي یې په ارګ کې بندیان وو. د پریکړې سره سـم  په ارګ باندې  د توپـونو برید وشو او له غـولي نه یې د اور لمبې او لـوګي جګ شول. ولولئ مخونه ۳۱۵ تر ۳۲۲.

د حضرت اغـاګـل مجـد دي په مشرۍ د بچه سقـاو د سـولې هـیئت

حـضرت اغــاګل مجددي چې د حضرت نورالمشایخ مجددي ورور و، بچه سقاو ته به یې« سلا او مشــورې ورکـولې». حضرت نورالمشایخ «ځانته سلطنت او پادشاهي غوښته او پر ځان باندې يې غــلجي ټبــرونــه راټــول کــړي وو»( ۳۴۳ مخ).  پـه ارګ باندې له برید نه څو ګيڼـټې وړاندې، د ۱۳۰۸لمریز د تلې د نولسمې[۱۱ اکتوبر ۱۹۲۹] د شپې نهه بجې وې چې حضرت اغاګل مجددي د دوه نـورو ملایانو او حکمران  سردار علیشاه خان سره یو ځای، د بچه سقاو او دهغه د خیلخانې د امن د غــوښتلـو په شفاهي هـیله د ژغورنې د لښکر مورچلونو ته له ارګ څخه په مـوټـر کـې چې سپـیــن بیرغ ورباندې رپـانده و راغـلل. مشرانو خپلمنځه جـرګه وکړه چې وزیـر محّمدګل مـومنـد، ســردار شاه ولی خان، او سردار شاه محمود خان هم پکې برخه لرله. لیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیري  خپله پریکړه حضرت اغاګل مجددي او د هغه ملګرو ته په ډاګه کړه چې «د ملت قاتل» بچه سقاو ته د امن او یا په  امـن د فــرار اجازه نـشي ورکولی. پریکړه دا وه چې د بچه سقاو نه به «قدرت په زور اخلو او هلته په ارګ کې به یې لاس تړلی نیسو….» سردار شاه ولی خان  «فــوراً د څو کلمو ویـلو اجازه» وغــوښته او پــه « ډیــره عاجــزانه وینا سره یې موږ ته »  داسې وویل چې: جنرال یارمحّمد خان وزیري «هغه څه وویل چې زموږ ټولو مشرانو د واحد زړه او فکر خبرې وې. اوس به موږ د حبیب الله سره په څه توګه جنګ وکړو. هغه[حبیب الله بچه سقاو] په ارګ ګې دی او زموږ د کورنۍ نارینه او ښځینه غــړي …یــې په ارګ کې یــرغمل کــړي دي. زموږ د لــوري په حبیب الله باندې فــشار، زموږ د کورنۍ د غــړو ژونــد په خطر کې اچــوي. ولې بیا هم د وطن د نجات په هیله تاسو د قوم مشرانو چې هــرڅه پــریکړه وکړه په هغه باندې زما او د شـاه محمـود موافـقه ده.» لیکوال جـنرال وزیری وایــي چې دواړه سـرداران وروڼــه «پــریـشانـه او ماڼـیجـن ښکــاریــده».

محّمدګل مومند چې یو «حکومتي او قـومي  هوښیار او ځیرک  شخصیت و او د جـرګې چاپیـریال یې ډیـر ښه څاره»، ټولو مشرانو ته وړاندیـز وکړ چې د حبیب الله د امن پریکړه دې دوه سردارانو وروڼـو (شاه ولی خان او شاه محمود خان) ته وسپـارله شي په دې دلیل چې د دوی ناموس د حبیب الله له خـوا یرغـمل شوی دی. محّمـد ګل مومـند چې د نامــوس او پـت خبرې ته ګوته ونیوله، ټولو مشـرانـو د هغــه وړانـد یــز ومانــه. سـردار شاه ولـیخان بـچه سـقاو تـه داسې ولیکل: «حبـیب الله وروره! ته د افــغانستان د حکــومت غـاصب یې او د افغانستان مظلوم ملت دې ټـوکر ټـوکر کړی دی، اوس تـه امـن غــواړې.  زمـوږ له لــوري څخه تــاتـه امـن دی او د خـپل ال و عـیال سره [د ارګ] د شمالي  دروازې له لارې نه کـوهدامــن ته ولاړ شه، په بیت المال او جبه خانه باندې لاس مــه وهــه». د شـپې لس بجې وې چه دغـه لیک حضرت اغـاګل مجددي او دوه ملایانو ته وسپارل شــو، خو د ژغـورنې د لښکـر د مشرانو جـرګې  سردار عا لیشاه خان د ځان سره وساته.  دا هغه  نمک حرام سردار و چې  په کند هار کې د والي  په حیث یې د هیواد د نجات په اتلانو د کندهار زندانونه ډک کړي وو- د کرنیل پایو خان ساه  په زندان کې وختله. په هغه شپه حضرت اغــا ګل مجــددي د خـپلو دوه ملګرو سره په خپل موټر کې  سپور شو او د ارګ په خوایې حرکت وکړ. څه کم یوه ګيڼټه وروسته د جرګې مشران خبر شول چې بچه سقاو د ارګ د شمالي  دروازې له لارې «فرار کړی دی. د دې خبر اوریدلو موږ ټول حیران او په سخته اندیښنه کې  واچولو….د شپـې په یولس بجـو ارګ ته د خپلو جنګیالــیو  سـره  داخل شوو.» او هلته «مو د چور او چپاول د مخنــیوي لپاره پیــرې او ګزمې مقرر کړې او په هغه تیاره شپه مو د حبیب الله د بندیخانې  څخه د ســپه سالار محّمد نادرخان، شاه ولی خان، شاه محمود خان، سر دار اسد الله خان،د  سردار علیشاه خان دکورنۍ غړي او د اعلیحضرت امان الله خان ورور راوویستل». پــه کابل کې به د ژغــورنې جنګیالیــو پــیرې او ګــزمې کــولې او مشــران بــه هــم په ګــزمـــو او پیــرو ګـرځیدل.  تر دغــه مهاله  محّمـد نادرخان په ځاځــیـو کې و، امان الله خـان له هــیواد نـه بهــر و او هیــواد ته بـیــرتــه راتــګ یـې زر نـاشـونـي و. خــو محــّمد نـادرخان د ژغـــورنې د جنــګــیالــیو د مشــرانــو ســره قــرآن مجــیــد لاسلــیک کـړی و چــې د بــري پــه صــورت کې بــه د«اعـلیحضرت غازي امان الله خــان یا د سراج دکــورنۍ کــوم بل غـړي ته تاج و تخـت سپاري»،  مخونه: ۳۲۴ تر ۳۲۹    

سیـــاســي لــوبــــــه

د ارګ له نـیولـو نه درې ورځې وروسته، محّــمد نــادرخان کابل تـه راغئ او د ژغورنې د لښکر هـر مشر یې پـه غــیـږ کې داسې «ټــینګ نیـوه» لکه د بیت الله حاجي چې «حجـر اسـود پــه غـیـږ کې نـیسي». هغــه د کابل د نیولو څلورمه شپه په  چهلستون ماڼۍ  کې تیره کړه. د ۱۳۰۷ لمریز د تــلـې(میزان) په ۲۳[۱۵ اکتوبــر ۱۹۲۹] «مــوږ قـومي مشران» او محّمدنادرخان له چهـلستــون

نــه د ارګ سلامخــانې ته ورسـیدلو. هلته د کابــل مخـور او سـرداران د سپه سالارمحمد مادرخان  هـرکلي تــه راغلي وو او د سفـارتـونو «یوشمیر غړي»هم لیدل کیدل. محّمدنادرخان حاضرینو ته په خپــله« لڼډه وینا» کې «خپل زحمتونه اوتـلاشونه بیـان کړل، د وطن د نجات ټـولې کارنامې يې په ځان او خــپلو وروڼــو پورې وتــړلې ….ولــې زموږ د خدمتونو او هڅو یې لـږ شانـته یادونه ونــه کړه…اود اعلیحـضرت غازي امان الله خان د بیا راوستو تـش وړاندیـز یې وکړ.» سم د لاسه د کابل « د مال او مقام وږو او تږو چاپلوسو افـرادو»  او «یوشمیـر»قـومي مشرانـواو د امان الله خان ورور( ســردار امـیـن جان[د نـادرخان خوری])، نادرخان ته بیعت وکړ. خو د وزیـرو، مسیدو، دوړو، ځدراڼو او تـڼیـو مشران غــلي پاتي شـول او له دې لارې یې نـادرخان پـوه کړ چې دوی ناراض دي. دغه مشران د غوڼډې پــه پــای سره له ارګ نه ووتل او په ښار کې یې خپلو مورچلونو ته ځانـونه ورسول. په سبا ورځ دوی  پــه جــرګـه وو، پــه پکــتیــا کې د ځــنګلـونو رئیس او د امـان الله خان کـلک پلـوي فـقیـر مـحّمد مـومـند، جـنـرال وزیري تــه وویـل:«یارمحّمـد خانـه! ما په ګــل غــوڼــډۍ کې ستـا تــرغـوږ رسـولې وه چې محّمـد نــادرخان دې تیــر نــه باسي، دتـیرې ورځې بـیعت ښـه سیاسي لـوبـه وه.» جـنرال یار محّمد خان وزیري ورغبـرګه کړه:« اوس هم د کابل اداره زما په لاس کې ده …هغــه شخص چې تا ســو د سلطنت د معـین  په توګه په ګل غوڼـډۍ کې راته په ګوته کړی و، تا ولید چې هغه ډارن لومړی فـرد و چې د محّمد نادر خان سره یې بیعت وکــړ. ما د هغه د خانــدان او د هغــه د ورور په خــاطر دا ټــولې وینې وبهـولې ، اوس به هم د وینو ویـالې جاري کـړم ولې کاشکې د خپـلواکۍ محصل را لـره نژدې وای.» د مشرانو د دغې غوڼډې راپـور کوم چا محّمــدنـــادرخان تــه رسولـی و. په سبا (۲۵میزان ۱۳۰۸) [۱۷ اکتوبر ۱۹۲۹]شاه محمودخان او محّمدګل خان مومند د وزیرو او مسیدو مشرانو ته ورغلل چې احوال یې واخلي او د محّمدنادرخان  «هیلـه» ورته ورسوي چې «نن ورځ [به]په ځانګـړې توګـه ستاسو سـره وګـوري». لیکــوال جنـرال یـارمحّمـد خان وزیری دغه بلنه ومنله او د شاه محمو خان او محّمدګل خان مومند سره یـوځای د ســردار فتــح خان کورته ورغــلل چې محّمدنادرخان پکې دیــره و

په دغه کور او لارو کې د ګــردیــزیــانو، ځاځـیـو او موسـی خیلــو د ســړیـو پــیــرې او ګـزمې وې. کــورتــه په ننــوتــلوسـره، محّمدنادرخان یې روغـبـړ تـه ور ووت، او داسې یې ورته وویل چې: «دافغانستان ملت او زه شخصا ستاسو قهـرمانانو مـدیـون یم. د وطن د نجات په لارکې ستاسو هریو خدمت به انشالله په دنــیا او دیــن کې ضایع نــه شي….زه نــن هـم په هغه عهد او پیمان ولاړیم چې موږ او تاسو په ځاځیــو کې وربانــدې دُعا کــړې وه.» له دې ویــنا نه وروستـه، الله نــوازخان، ځلمی خان منګل، عبدالغــني خان ګــردیزی او محّمد ګل خان [مومند] هم څه یادونې وکړې.» ورپسې لیکــوال جــنرال یار محّــمـد خا ن وزیــري  د وزیــرو او مسیـدو «د ټـولـو مشرانـو» په استازیتوب د امان الله خان بیا راوستلو ته ګوته ونیوله: «سپه سالار [محّمد نادرخان] صاحب! د الله په نصرت او د قـومي مشرانو پــه همت او میـړانــه کابل فتح شو، د حبیب الله [بچه سقاو] شر او فساد د هیواد د یـوې برخې څخه ټـول شــوی دی؛ په کنـدهار، مشـرقي اوشمالي کـې  اوس هـم د هغه پـلویـان فعال دي او بهانې لـټـوي. اوس مـوږ ټــولــو تــه پــه کار ده چې [د ځاځیو] د علی خــیلو په پیــمان بانــدې عمل وکـړو چې د نــورو ویــنــو تویــولـو جـلوګــیري پـه هــمدې کار ســره وشــي.» محّـمد نـادرخان ورغــبرګه کــړه: «….نـن زه[دځاځیو] دعلی خیلو پـر هغه عهد او پیمان ولاړ یـم…پــه وطــن کې د ارامۍ او امنــیت راوستــلو وروستـه ستاســو عـزیزانو هــره فـیصله زمـوږ د وروڼــو فــیصله ده….انـشا لله وتعـالی چې درست کــارونه بــه قـدم په قــدم درســت شي. د اعلیحضرت امــان الله خان ســره بــه مــوږ پـه تماس کې شـو چې خــپل وطـن تــه راستـون شي او دا کـار څـه وخت غــواړي.» ولولئ  مخــونه: ۳۳۰تر ۳۳۶

د مجـددی په ریاست د ارګ په سلام خانـه کې جــرګه راوبلــل شوه چې لاندینـیو اشخاصو پکې ګډون کړی و: حضرت نـورالمشایخ مجددی، محّمدنــادرخان، محّمــد هاشــم خان، شاه محــمود خان،  د وزیرو او مسیـدو دقـومــونو ۹۷ مشــرانو ،او د پکـتیا ولایت ۳۳ تنه مشرانو(علی خیـلو،ســلیمان خــیلو او انــدړو). ولــولئ   ۳۳۹ تــر ۳۴۲ مخـــونــه.

د  ژغورنې د جګړې په څلي څه لیکل شوي وو؟

«به یادګار فداکاریها و مجاهدات وطنخواهانه یګانه قاعد [قائد]معظم و نابغه بزرګ اعلیحضرت محّمدنادرشاه افغان که به استماع  فریاد وطن از ګوشه مملکت فرانس خود را برای نجات واستخلاص  وطن در سمت جنوبی رسانده و بعد از قیام به عزم استیصال  سارقان در طی اقدامات  هشت ماهه خود با دلیران جنوبی و بهجوم وزیرستان  ۱۶میزان  ۱۳۰۸هجری شمسی  مرکز سلطنت سنیه افغانیه را  فتح و تسخیر وبچه سقاو را به اراکین خاینش  از  صفحه افغانستان معدوم  نمود، این خاطره استوار و آبده ثابته بنیاد ګذاشته شود، تا  در  بادی النظار اهل بصیرت، شجاعت و علو همت این نجات دهنده وطن ثابت بوده، ملت افغان ین[این] خدمت عالیشان را  تقدیر و اینګونه ایثـار و فداکاری  را  درتامین سعادت حیات اجتماعی خویش تاسیس وتعقیب کند.» دا اقـتباس د ډاکتر نبی مصداق په لیکنه کې خوندي شوی دی. خو چینه یې نه ده ښودلې.

په دغه وینا کې باید د جنرال یارمحّمد خان وزیري، او د غوڼـډمشر او سیاسي شخصیت محّمد ګل مومنـد نومونه هم  خونـدي شوي وای! په دواړه جګړو کې وینه د  پښتون توی شوې ده، خو د ژغورنې د څلي وینا په فارسي لیکل شوې ده؟ ایا پښتو د افغانستان د پیژاند ژبه نه ده؟ ولې دربارخیل په هـر څه کې صفوي مزاجي نیغه نیغه کوي؟ د ژغورنې او د خپلواکۍ د جګړو څلي دې په پښتو واړول شي. په  تیرو نږدې ۲۵۰ کالونو کې، د افغانستان په دربارونو کې ټول ټال شپــږ کالونه او ۷ میاشتې پښتو کارول شوې وه: ۱۹ میاشې د نور محّمد تره کي او حفیظ  الله امین په مهال او پینځه کالونه د ملاعُمر اخوند په مهال! پاچا محّمد ظاهر شاه به یواځې د  ایران سفیر ته په پښتو بلنلیک استاوه، د دې لپاره چې خپله صفوي مزاجي پرې پټه کړي. دیته سړی سیاسي شیزوفـریني ویلی  شي. که پاچا محمد ظاهرشاه په خپله ۴۰ کلنه واکمنې کې هـر کال د لوي اختر او د خپلواکۍ د جشن  ویناګانې په پښتو اورولې واې، له پاس نه کښته(ټاپ ډَون) به د پاچا صدراعظمانو، وزیرانو، جنرالانو، والیانو…پوهاندانو،او معلمانو پښتو ویلای.

پـایـلـه

محّمدنـادر خان په یوه وینا کې ویلۍ وو: د کور جوړول په دې نه کیـږي چې د کور د بیخ په ځای دې د کور لوړ پـوړ لومړی جوړ شي: «امان الله خان هـڅـه وکړله چې د خـلکـو ذهـن د هغـوی د خـولـیـو  د بـدلـولـو له لارې واړوي.» یعنـې

“You can not build a nation anymore than you can build a house by starting at top.. Amnullah tried to change the house by starting at top. Amanullah tried to change the minds of people by changing their hats.”

د ارواښاد جنرال یار محّمد خان  وزیري مونه  ۴۸ کالونه وړاندې په ۱۳۴۷لمریز/ ۱۹۶۸ زیـیز کې

د نادرشاه بهرنئ سیاست په ناپـیـیلتوب ولاړ و. د دغه ډول سیاست ګټه دا وه چې افغانستان د کوم بل هیواد ګوډاګی نه دی. خو برتانیې د نادرخان حکومت ته په ۱۹۳۱ کې لس زره ټوپکونه، پینځه ملیون کالتوس، او نږدې یوسل اتیا زره پوڼـډه د مرستې په ډول ورکړل. مخکې له دې چې قدرت ته ورسیـږي، نادر خان د ریچارډ مکونکي سره لیدلي و چې پخوا په کابل کې د برتانیې  پـه سفارت کې قـونسل و او بیا د پښتونخـوا په کـُـرم ایجنسي کې د برتانیې سیاسي ایجنټ و. له دې امله ځینې خلک په دې عـقیده ووچې برتانویانو نادرخان ته امتیاز ورکړی و چې په خپل هیواد کې واکمن شي. خو نادرخان د دغه شک په مقابل کې داسې استد لال کاوه چې د ذکرشوو برتانوي مرستو سره شرایط نه دي تړل شوي او دغه ډول مرستې د امان الله خان سره هم شوې وې.

عـبدالغـفار خان (۱۹۸۸-۱۸۹۰) مشهور په «باچا خـان» او «فـخرافغان» په خپل ۷۸۸ مخیـز ژوند لیک کې د خپل پرځنګ (مبارزې) تنسته غـځولې ده. باچاخان په خټه محّمدزی پښتون/افغان وـ هغـسې محّمدزی چې افغاني (پـښتـو) پرې ګرانه وه! په ۱۹۲۰ کې  یې په کابل کې د امان الله خان سره ولیدل. « ډیرې خبرې مې ورسره وشوې، په خبرو خبرو کې» یې امان الله خان ته داسې وویل:« تا له ترکي درځي، فـارسي درځي او نورې ژبې هم درځي،خو خپله ژبه [پښتو] نه درځي». وعده یې ورسره وکړه چې زده کوي به یې.

په ۱۹۲۹ زییز  کې باچاخان خبر شو چې امان الله خان افغانستان پریښی او کویټې ته رسیدلی و. هڅه یې وکړه چې لیدنې ته یې کویټې ته ورشي، خو انګریزانو له نیمایې لارې نه ستون کړ او بیرته پښاورته راغی. بیا ډهلي او له هغه ځایه بمبۍ ته لاړ او هلته یې د امان الله خان سره ولیدل. «هلته یې ماسره پښتو کې خبـرې وکړې.» باچاخان د امان الله خان سره «افـغانستان ته د بیرته تــلــلو خبره وکړه، لیکـن هغه د افـغانستان نه مایـوسه شوی و…او د پښتـنو نه ډیـر مـوړ معــلومیده». باچا خان د سـقاوي ګډوډۍ په مهال، د افغانستان لپاره په پښتونخوا کې چـانــده یانې بسـپنه ( طبي مواد او نغـدې پیسې) راټــولې کــړې وې.  لـه امان الله خان نه یــې په بمبۍ کې د ملاقات په مهال  پوښتنه کړې وه چــې دغــه« حساب» (بسپنه) چا ته وروسپاري؟ «نـو پــه جواب کې ده راتــه ووې چې تاســو یـې نــادرخان ته ورکـړئ او د نــادر خان امــداد وکــړئ[.] ملاقات ختم شو ، په ډیر خـفګان ســره مونږ د یو بل نــه جــدا شــو.»

باچا خان پیښور ته راستون شو او بله ورځ خبر شو چې محمدنادر خان هم د خپلو وروڼــو سره پیښورته راغلی و. با چا خان او دهغه مشر ورور ډاکتر خانصیـب  د نـادر خان لیدلــو ته ورغـلل.  باچا خان په نادرخان شکمن شوی و چې نادر خان به د خپل هغه خوریي لپاره سلطنت ګټي چې [د سردار امین جان په نوم] دحبیب الله خان ځوی و. خو نادر خان پخپله باچاخان ته وویل:«ته به هم ژوندی یې او زه به هم ژوندی یم، که چیرې ما هغه بادشاه کـړ یا پخپله بادشاه شوم، نو ته راشه او مخ راله تورکړه او راته ووایه چې نادرشاه خپله وعده دې پوره نه کړه.».څو ورځې وروسته، هاشم خان  جلال اباد ته وخوځید او نا درخان او شاه ولیخان ځاځیو ته، او نادرخان له باچاخان نه «وعده واخیستله» چې سبا دې په ټل کې د نادرخان سره وویني. باچاخان سبا ټـل ته رسیـږي ، خو نادرخان« په مخه تللی و.» حکیم نومې یو سړی یې په موټـر کې ولید چې د نــادرخان د لیــدلو لپاره ځاځیو ته روان و. باچاخان ورته د نادرخان په نوم یــو لیک ورکــړ: « اوله وعده خو دې پوره نه کړی شوه، نو د بلې وعـدې به دې څه حال وي؟».

باچاخان چې له بمبۍ نه  پښتونخوا ته راستون شو، انجمن هلال احمـر (د ســرې میاشتې ټولنې) ته یې راپـور ورکړ. ډیـر خلکو چې نه یــې غــوښتل د نـادرخان سره مرسته وکــړي،  خپله چانده یې بیـرته واخیستله. «بیا هم موږ نادرخان لـه پنځــوس زره نغــدې روپـۍ او هغـه ټــول سامان …ورولیـږه.» باچاخان کاږي چې «د نادرخان تـار ما له راغی چې کابل فتح شو او چې خلک خبر شو چې کابل فتح شو نو یوقسم خوشحالي په خلکو راغله چې بــیان یـې کولی نــه شـم.» خو کله چې نادر خان خپله پاچاهي اعلان کړه، «په دې خبره باندې مونـږ ډیر  حیران شـو، ولې چې داسې کاریې وکړ چې زمونږ په خواب او خیال کې نه و، ځکه هغه خو» د بـاچـاخان عبدالغفار خان سره په پـیـښور کـې وعـده کړې وه چې پخپله به دی نه پاچا کیـږي.

ولولئ: عبدالغفارخان (باچا خان)، زمـا ژونـد او جـد وجـهد. خپرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني، چاپځی: دانش خپرندوی ټولنه- پیښـور،هجري۱۳۸۷لمریز=۲۰۰۸ زییز، مخونه: ۳۳۹تر۳۵۴

کـه انګــریــزانو خپلې ملي ګټــې پـه افغانستان کې د محّمد نــادرخان پــه واکمنۍ کې لــيدلې، شوروي روسیې/شوروي اتحاد خپلې ملي ګټې په افغانستان کې د امان الله خان پـه واکمنۍ کې لیدلې. په هغـو شرایطو کې  افغانستان د دواړو ځامنو کفایتونو ته اړتیا لـرله. که د غلواکۍ په مهال محّمد نادر خان  او وروڼه یې نه وای، چا به د «خادم دین رسول الله»( بچه سقـو) ځای نیولې وای؟ د دواړو(امان الله خان او محّمد نادرخان) په ګډ کار سره به افغانستان ډېـر پر مخ تللی وای!

د خپلواکۍ د جګړې د وزیرستان د سرتیرو د راتلونکي څـلي لیست 

جنرال  یــارمحّمد  خان  وزیری په خپل  کتاب کې د افغانستان د خپلواکۍ  د جګـړې  ۶۳ «اصلي  او رښتیني  قهرمان جرنیلان اوکرنیلان» راپیـژني چې باید راتلونکي افـغــان نسل ته یې نومــونه وښـودل شي: ۱-  انګور خان، ۲ـ شیرمحّمدخان، ۳ـ عبـدالله جان خان، ۴ـ سیـد خان، ۵ـ حـاجی  امیرخان، ۶ـ حاجی  ګل  خان  خونیخیل، ۷ـ قـاضي  صاحب شکي، ۸ ـ دلـباز خان،۹ ـ عــصمت  خان(د فرنګیانو  صوبد ار میجر)، ۱۰ـ جلات خان توچي خیل، ۱۱ـ زرمیــن، ۱۲ـ اسلـم خان، ۱۳ــ جرنیل  موسی  خان عبدلی، ۱۴ـ  شاه بران خان، ۱۵ـ سدو خان،۱۶ـ ملا فضل الـدین اخنــد مشهور په شهزاده صاحب(د ملا پونــده  اخند زوی)،  ۱۷ـ غازی مشوخان مریاڼـی (د فـرنګیانـو میجرصوبـدار)، ۱۸ـ  غازی اجمیر خان مندوخیل(د فـرنګیانو  میجر صوبدار)، ۱۹ـ غازي نعمت  خان خروټی،  ۲۰ـ  شیرجان خان خروټی،۲۱ـ   ملک سردار فتح خان سلیمانـخیـل، ۲۲ـ زرخان، ۲۳ـ زقوم  خان، ۲۴ـ نصیب  خان، ۲۵ـ ګل خان، ۲۶ـ ترانی  خان، ۲۷ـ  مـلا همـزالله اخـونـد(د وزیرو  په  ملا مشهور)، ۲۸ـ غازی قـایم خان، ۲۹ـ  ماما خان، ۳۰ـ مهربان خان تاجیخیل وزیر، ۳۱ـ ملا  شاه غازي، ۳۲ـ سردار ګلا خان، ۳۳ـ  سردار رحیم خان کاکړ، ۳۴ــ  قـایـم خان کاکـړ، ۳۵ـ شیرک خان کاکړ، ۳۶ـ سردار حسن خان  کاکړ، ۳۷ـ  قـاضی صاحب امیرشاه خان قــریش، ۳۸ـ زنګي خان ملاخیل وزیـر، ۳۹ـ ارسلاخان ملا خیل  وزیر،۴۰ـ  ملک دند خان ملاخیل وزیر، ۴۱ـ عبدالله  ملاخیل وزیر، ۴۲ـ نـورمحّمد خان پـیـپلی کابل خیل  وزیـر، ۴۳ـ اختي جــان خـان، ۴۴ــ سلیم  خان تاجیخیل وزیر، ۴۵ـ پایوخان جه خیل وزیـر، ۴۶ــ سلا شاه، ۴۷ـ ملک زقـیم شاه خان، ۴۸ـ اصل خان خوني خیل وزیـر، ۴۹ـ موسی خان شارني مسود، ۵۰ــ قــطب خان د پاچــا خان زوی، ۵۱ـ حیات خان، ۵۲ـ ملک هـفته خان ککه خیل وزیـر، ۵۳ـ  تـریــن خان تـوریخــیل اتمانزی وزیر، ۵۴ــ علی بت خان ملکي  جرنیل، ۵۵ـ اخترمحّمد خان منـدوخیل، ۵۶ـ مـشرف خــان، ۵۷ـ  نواب خان سلیمان خیل، ۵۸ـ نصرالله خان سلیمانخیل کوچی، ۵۹ـ عبدالله خان سلیمان خیل کوچی، ۶۰ـ  ملا خیرالدین مریاڼی، ۶۱ـ دولت خان مریاڼی کوچی، ۶۲ـ عبدالرحمن  مریاڼی، ۶۳ـ (زه ) یارمحّمـد مـریـاڼـی[د کتاب لیکـوال: جنرال یارمحّمد  خان وزیــری،د افــغـانـستــان د خپلواکۍ او نجات تاریخ. پیښور، پـښتونخـوا،۱۳۷۹لمریز/۲۰۰۰زییز، مخونه ۹۵ـ۹۷. [مـریاڼ د جنرال وزیري د سیمې نـوم و].

که لیکوال، شاعر او تاریخپوه حبیب الله رفیع په پټ نوم(خپلواک) د ۱۹۶۸م د  سپتمبر په ۱۰(۱۹ وږی ۱۳۴۷) د جنرال یار محّمد خان وزیري مرکه په افغان ملت کې نه وای خپره  کړی او هغه  یې د خپلواکۍ او غلواکۍ په اړه د کتاب لیکلو ته نه وای هڅولای، نن به موږ د دواړو جګړو په اړه کره معلومات نه لرلای او نه به پخپله د جنرال وزیري په خدمتونو خبر وای! زما وړاندیزز دا دی چې د  ښووانـد حبیب الله رفـیع نـوم دې هـم  په دغـه لیسست کې ونیـول  شـي.

زما ځیـرکیار په آند، تر دې ګړۍ د هـر هیواد عـزت د هغه په خپلواکۍ کې پروت  دی. ویښ ولس د هغه چا درناوی کوي چې پخپلو وینو او/یا کړاونو یې د خپل هیواد خپلواکي ساتلې وي او د خپلې ټولـنې کلتور، پرمختـګ او د وګـړو حقوقـو ته یې لار هـواره کړې وي. څـلي جوړول د دې تـومنه لري چې ژوندیان د تیـر وخت د  خاطـرو کـړکیچـن ډکون ته راوبلي، یایې کره/انتقادي فکر ته وهڅوي او پخوانۍ سرتیرتیاوې د اوسني وخت په سیاسي او ټولنیز ډکون  کې ولـټوي. ګوندې په  کابل ښار کې د پښتونستان واټ او د اوسني ارګ د ختیزې دړې په مخ کې د خپلواکۍ د جګړې د وزیرستان د اتـلانو په درناوي یوڅلی جوړشي او د پاس ذکر شوو میـړنیانو په نومونو ګلالی  شي! که افغانانو ته  خپل هیواد  ګران  وي، نو باید چې خپلو رښتینوسـرتیرو ته درناوي وکړي!

- نوڼۍ دې عبدالله
بېرته شاته