(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارگ کې له عامه ذهنیت سره لوبه

[17.Oct.2016 - 10:08]

لیک :ډاکټر فیض محمد ځلاند
عامه ذهنیت (Public Opinion) د هیوادونو د سیاسي لیدلوري په ټاکلو کې ډیر ځواکمن کردار لوبوي. د ولسواکو حکومتونو لیدلوری د عامه ذهنیت په مټ ټاکلی کیږي. عامه ذهنیت دی چې ناکاره، په فساد ککړ حکومتونه له وخته د مخه د واک له گدۍ څخه را کوزوي او پر ځای یې مخکې له وخته ټاکنو ته زمینه برابروي. عامه ذهنیت دې چې د خپلو وژنو او فساد پوښتنه کوي، ولسي مبارزه کوي، مفسد چارواکي محکمې ته را کاږي او د هیواد په پرمختگ او سوکالۍ کې د یو بیداره ملت په توگه دنده ترسره کوي.

د عامه ذهنیت په وړاندې نړیوالې رسنۍ، کورنۍ رسنۍ او دارنگه د حکومتونو ځانگړې ادارې په کلکه مبارزه کوي تر څو خپله کاري اجندا، فساد، جگړه او ناامنې پټه کړي. ولس بوخت وساتي او پرینږدې چې په هیواد کې ثبات او سیاسي ټیکاو ته لاره هواره شي. د ملي وحدت د حکومت په رامنځته کیدا سره د عامه ذهنیت سره د لوبې د پاره خواله رسنیو د پروپاگند ټیمونه، د رسنیو سانسور، د گڼو سیاسي بحثونو د مبصرینو تورلیست ته اچول، د سیاسي بحثونو په بیه اخیستل او په لویه کې د حکومت په مالي مرسته د اخباررونو، سوداگریزو اعلاناتو او دغونډو د جوړیدو کار ته لستوڼې را بډ وهل شول. د غني ټیم چې ځانگړې سیاسي جوړښت لکه د عبدالله د ډلې په څیر ( د جمعیت اسلامي د سیاسي ډلې ) ځواکمنتیا له ځانه سره نه لري، کوښښ کوي د مدني ټولنو په خیټه کې، د نویو ټوکیدلو سیاسي ډلو یا گوندونو په مټ او بلاخره د اخیستل شویو رسنیو ( تصویري او چاپي) په واسطه غواړې عامه ذهینت د ځان په گټه استعمال کړي.

عامه ذهنیت د حکومتونو د مشروعیت په اړه مهمې پوښتنې راولاړوي، کله چې حکومتونه د عامه خدماتو د وړاندې کولو وړتیا له لاسه ورکوي، د ماکس ویبر او لیپزت له نظره مشروعیت یې تر سوال لاندې راځي، نو ځکه داسې کمزوري حکومتونه د عامه ذهنیت د مغشوشولو، د هغوی د بوخت ساتلو او د هغوی له ذهنیت څخه د ځان په گټه د استفادې کوښښ کوي.

د ملي وحدت حکومت خپل دوه کلن ناکام مزل د همداسې چالبازیو او مکاریو سره پوره کړ. د حزب اسلامي سره یې د سولې تړون په لوی لاس د خپل کاري دورې (د ملي وحدت د حکومت د دوه کلنې دورې د تکمیل) پای ته وساتله، تر څو یې د مشروعیت په وړاندې غږونه ټپ او تت شي.

د کندوز له سقوط، د هلند له جگړې، د فراه له گډوډیو، د ترینکوټ له کاواکۍ سره هم همداسې سلوک اختیار شو، کله چې حکومت په ذکر شویو سیمو کې د طالب په وړاندې شکست وخوړ، د جگړې په لیکه کې کمزوری شو، نو د سیاسي مشورې، د هیواد د کړکیچنو حالاتو څخه د وتلو او په لویه کې د سولې او جگړې د بحث تر نامه لاندې یې سیاسي مخورو ته په ارگ کې میلمستیا جوړه کړه.

قاضي امین وقاد صیب له رسنیو سره مرکه درلوده چې بلاخره د ناستې پایله څه او د بحث اصلي موضوعات کوم وو، وقاد صیب یې په ځواب کې وویل چې د ډاکتر غني لخوا را بلل شوي ناسته وه، چې ځانگړې اجندا یې نه درلوده او په عمومي توگه د روانو حالاتو په اړه بحث وشو، د دې ناستو د دوام غوښتنه یې مشروطه په ځانگړې اجندا پورې کړه او دارنگه یې د پایلو په اړه تاکید درلوده چې باید ورته ناستې د ځانگړې موخې، یا ستونزې د حل دپاره را وبللی شي.

په دې میلمستیا کې گڼې مهمې خبرې تر سترگو کیږي، لومړی ځل دی چې ډاکتر غني له ډاکتر عبدالله څخه یواځې د غونډې د مشرتابه په څوکۍ کیني، خو بیا هم ډاکتر عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی یو د بل په وړاندې (مخامخ) په چوکیو کیني. بحث تقریبا له شپیتو څخه د زیاتو کسانو ترمنځ ترسره کیږي، خو د بحث ښکارنده داسې وې چې هر کس وخت لرې خپل نظر د روانو حالاتو په اړه وړاندې کړي، دا چې افغانستان، له غربته، بیکارۍ، بیسوادۍ، مخدره توکو د کرکیلې، قاچاق، د بهرنیانو شتون، د بې پیلوټه الوتکو بمبار، له امریکا سره د ستراتیژيک تړون په سر لانجه، د طالبانو د جگړې د تودیدا، د داعش له پراخیدا او گڼو نورو مسلو سره مخامخ دی، په دې دومره گڼو ستونزو کې د بحث د پاره یوه هم نه ټاکل کیږي، بلکې یو عمومي بحث لکه څنگه چې په هر افغان کور کې هره شپه ترسره کیږي، داسې یو ازاد بحث ته زمینه برابریږي.

د بحث په پای کې عکسونه اخیستل کیږي، د مشرانو د راتگ ویډیو رسنیو ته ورکول کیږي، اصلا د دې بحث څخه موخه د روانو ستونزو د پاره د حل لار نه، د مشورې او د نظر غوښتلو کومه اجنډا نه وه، بلکې د ملي وحدت د حکومت د مشروعیت د جوتولو کوښښ و، چې بریالی شو. غني او عبدالله د سیاسي چال په واسطه نړۍ ته ( په افغانستان کې میشتو سفارتونو) ته وښودله چې د ملي وحدت حکومت مشروعیت لري، په وړاندې یې سیاسي مخالفتونه نه شته، کرزي صیب، سیاف صیب، احدي صیب او دارنگه ټولو هغوی کسانو چې دړکې کولي چې د ملي وحدت حکومت د خپل دوه کلن سفر د پای ته رسیدو وروسته قانوني او سیاسي مشروعیت نه لري او باید لویه جرگه (دودیزه)  یا مخکې له وخته ټاکنې دې راوغوښتلی شي، د هغوی سترگو ته یې شگې ورووشیندلي او بس.

د هلند جگړه، د کندوز سقوط، د فراه د سقوط شونتیا، د اورزگان محاصره ، د طالب د جگړه مورال او د داعش د پراخیدا طرحه په بریالیتوب سره په مخ روانه ده، له تیرو دوه وروځو راهیسې هیڅ کومه داسې معجزه نه ده ترسره شوي چې د ارگ د مشورتي ناستې پایله دې په گوته شي، پرته له دې چې د رسنیو له لارې ډنډوره له عامه ذهنیت سره لوبې وکړي چې گواکې د د ملي وحدت د سهامي شرکت د گډونوالو (د غني د ټیم او عبدالله د ډلې) ترمنځ پراخ توافق نظر او همغږې موجوده ده او دوی هر وخت کولی شي په گڼو موضوعاتو نور سیاسیون په ځان رامات کړي چې د دوی د ناکام حکومت له دوام سره به ورته ناستې پیاوړې مرسته وکړي؟ 

- ذهنیت سره لوبه
بېرته شاته