(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبالیو‌‌‌‌‌‌ډ لوبغاړی امجد خان

[04.Oct.2016 - 20:25]

لیک: لطیف جان بابی

امــجــد ذکــريــا خــان ( نوومبر ۱۲ ، ۱۹۴۰ ــ  جؤلای ۲۷ ، ۱۹۹۲ ) د هيندؤستان د باليؤډ يو ډېر نامتؤ ــــ د پلار ؤ د نيکه څخه پهٔ خټهٔ پــښـتـؤن ــــ سېنئمايي پـېـرهٔ بازهٔ ( اياکټر ، اکټر ) او کـاربـه ( ډايريکټر ) ؤ . دهٔ د خپلي شل کلني سېنئمايي پـېـشـې پهٔ دوران کښي تر  ۱۳۰ لا پهٔ زياتؤ پيلمؤنؤ کښي کار کړئ دئ . امجد خان پهٔ هيندي پيلمؤنؤ کښي د يوهٔ اهــريــمــئــن ( شيطان ) او بدکارهٔ سړي پهٔ توگهٔ د کار پهٔ کولؤ سره نؤم وايستئ . د دغؤ پيلمؤنؤ څخهٔ ئـې د ۱۹۷۵ کال د شـولـې ( شعلې ) پهٔ پيلم کښي د ’’  گـئـبـئـر سـيـنـگ ‘‘ او د ۱۹۷۸ کال د مـؤکـئـدر / مقدر کا سيکـئـنـدٔر پهٔ پيلم کښي ئې د ’’ ديــلاور ‘‘ پهٔ توگهٔ د زبـردستهٔ کار کونــگ پهٔ نام دي . 

لیک: لطیف جان بابیامـجـد خان د پـښـتـؤنـخـوا د پــېــښـور د ښــهــر ( ښار ) د ادېـزو پهٔ يوه کؤچينۍ روســتــا ( قريه ، کلي ) کښي د نامتؤ پـېـرهٔ بازهٔ ، جــايــئـنـت ، پهٔ کور کښي زېږېدلئ دئ . دی دوه ورؤڼـهٔ لري ، چي يو ئې امتياز خان او بل ئې عنايت خان نؤمېږي ؛ چي دا عنايت خان ورور خؤ ئې پهٔ يوهٔ پيلم کښي لا هم کار کړئ دئ . امجد خان خپلي دانــښــتي زده کړي د مـمـبـئـيـي د ښـهـر د بـندرې د سئينټ ايانډړؤز پهٔ دبـيـرسـتـان ( های سکؤل ) کښي وکړلې . تر دې راورؤستهٔ دی و آړ . ډي . نياشئـنـئـل کاليج ته ولاړئ او هلتهٔ د دانــښــتــجـويــانــؤ ( محصلينؤ ) د ټولني د خوا د هـمـئـگــانـي ( عمومي ) مؤنشي پهٔ توگهٔ سرهٔ وټاکل سؤ . 
امجد خان پهٔ پيلمؤنؤ کښي تر کار کولؤ مخکښي د دريــځ ( سټېج ) پر سر پهٔ راايستلهٔ سوؤ نـاټـکـؤنـؤ ( ډرامو ، ډيرامو ) کښي خپلهٔ پـېـرهٔ بازي کولهٔ .لؤمړنی پيلم چي امجد خان کار پکښي وکئ ، هغهٔ پهٔ ( ۱۹۵۱ ) کښي د ’ نازنين ‘ پهٔ نامه يو پيلم ؤ . د دهٔ راتلؤنکئ پيلم ، چي پهٔ اؤوهٔ ــ لس کلني کښي ئې ډک کئ ، هغهٔ د ۱۹۵۷ کال د ’ اب ديلهي / ديلي دؤر نـئـهـي ‘ پيلم دئ . دی د خپل پلار ، جـايـئـنـت ، سرهٔ هم پهٔ يو څو پيلمؤنؤ کښي ، چي دلتهٔ او هلتهٔ ئې لږ څهٔ کار پکښي کړئ يـي ، راښکاره سؤ . دهٔ د ۱۹۶۰ مؤ کلؤنؤ پهٔ ورؤستيؤ کښي د کـيـی . آصف  سرهٔ د ’’ لـو اينډ گـاډ ‘‘ پهٔ نامه د يوهٔ پیلم پهٔ جوړولؤ او ډکولؤ کښي هم خپلهٔ همکاري وکړه . پهٔ دغهٔ پيلم کښي هم دی تنها د يوهٔ گړي دپارهٔ د پردې پر مخ راښکاره کېږي . پهٔ ۱۹۷۱ کښي د آسيپ / آصف تر مرگ ورؤسته د دغهٔ پيلم جوړونگ هم ولاړئ پر نيمايي پاتهٔ سؤ ؛ مگر و ۱۹۸۶ تهٔ ئې د ډکېدو کار و پای تهٔ ورسېدئ او و سېنئماؤ تهٔ د نندارې کولؤ دپارهٔ راوايستلهٔ سؤ . امجد خان پهٔ ۱۹۷۳ کښي د لؤمړي وار دپارهٔ ، د يوهٔ پاخهٔ سړي ( بالغ ) پهٔ توګهٔ ، د ’’ هيندؤستان کي کئسم / قسم ‘‘ پهٔ پيلم کښي راښکاره سؤ . 
پهٔ ۱۹۷۵ کښي د سليم خان د خوا ، چي د شولې / شعلې پيلم د ليکؤنکؤ څخه ؤ ، و امجد خان تهٔ پهٔ همدغهٔ  شولې / شعلې پيلم کښي د يوهٔ ډاکـؤ پهٔ توگهٔ   د کار کولؤ دپارهٔ يو پېشنيهات وسؤ . کلهٔ چي امجد خان پهٔ دغهٔ پيلم کښي د گئبئر سينگ پهٔ توگهٔ و کار کولؤ تهٔ ځيگر وټکاوهٔ ، نو و پیلم تهٔ د تياري نيولؤ پر پـار دی راولاړ سؤ د ابـهيشـئـپت چـئـمبال پهٔ نامه يو نـسـک ( کتاب ) ئې ، چي تارؤن کؤمار بئهادؤري ( د پېرهٔ بازي جئيابئهادؤري پلار ) ليکلئ ؤ ، دا ئې ولوستئ . د دې پيلم پهٔ راوتلؤ سرهٔ د امجد خان نؤم ولاړئ تر آسمانهٔ ورسېدئ او زياتهٔ ئې د خپلي هؤنري ( هنري ) پېشې و ها اوگ ( اوج ) تهٔ  ځان ورساوهٔ . د گـئـبـئـر سـيـنـگ پهٔ توگهٔ ، د سېنئما پر پرده باندي ، د امجد خان راښکاره کېدنهٔ د زياترهٔ کسانؤ د خوا د لؤمړي وار دپارهٔ ، د هيندي سېنئما پر پرده باندي ، د يوهٔ رشتيني او سؤچ ــ پؤچ اهـريـمـئـن ( شيطان ) سړي پهٔ توگهٔ د يو چا راښکاره کېدنهٔ بللهٔ کېږي . د دهٔ ها اپــيــژه ( خاص ) پيلمي کړهٔ وړهٔ او گـپـي ــ شـپـي ( ډايئلاگ ) ئې نو اوس بېخي د باليؤډ د پيلمي وراشـو ( اصطلاحاتؤ ) يوه بـؤنـداتـي ( بنيادي ) برخهٔ سوې دهٔ ، چي د پېښو پهٔ کولؤ سرهٔ  د خندا وړ خورا ډېر ناټکؤنهٔ ( ډرامې ) پر جوړ کړلهٔ سوي او پر راوتلي دي . 
د شولې پيلم ولاړئ ، دوندي پهٔ نام سؤ چي هيڅ هـنـد ( حد ) ؤ اندازه ئې نهٔ لرلهٔ . کهٔ څهٔ هم د شولې پهٔ پيلم کښي د اميتاب بچچن ، دهرمېندر او سئنجيو کؤمار غؤندي ډېرؤ غټؤ او نامتؤ پېرهٔ بازانؤ کار کړئ ؤ ــــ چي سئنجيو کؤمار خؤ ئې پهٔ همهاغهٔ کال د ښو پېرهٔ بازانؤ پهٔ ډلهٔ کښي د راغلي پېرهٔ بازهٔ پهٔ توگهٔ د پيلئمپېر / فيلمفېړ د بخښښت ( انعام )  گټلؤ دپارهٔ لا هم نؤمول سوئ ؤ ــــ مگر امجد خان پهٔ خپلؤ نورازهٔ ــ نورازهٔ پېرهٔ بازيؤ او خپلؤ بېرئـؤنکؤ او زړهٔ د چا څخهٔ کښؤنکؤ گپؤ ــ شپؤ ( ډايئلاگؤنؤ ) پهٔ کولؤ سرهٔ و ځان تهٔ د هر چا هـوښ کـئ ؛ داسي څوک نهٔ ؤ چي د سېنئما څخهٔ تر راوتلؤ ورؤستهٔ دي ئې د امجد خان نؤم او د دهٔ ستايني پر خولهٔ نهٔ يــي . د هاغهٔ راهيسي نو دادئ خورا ډېرهٔ زمانه تېرهٔ سوې دهٔ ، مگر د امجد خان ها پيلمي کړهٔ وړهٔ او گپي ــ شپي لا تر دغهٔ نن روځي پوري د خلگؤ پهٔ ياد دي ، مينهٔ ورسرهٔ لري ، او هيڅ ئې د يادهٔ نهٔ وزي . د شولې / شعلې پيلم تر راوتلؤ ورؤستهٔ امجد خان ، د گئبئر سينگ پهٔ نامه ، دوندي پهٔ نام سؤ چي جوړ پهٔ سوداگري ډنـډورو ( اعلانؤنؤ ) کښي راښکاره سؤ . د ’’ بـريـټـانـيا گلؤکوز بيسکيټ ‘‘ پهٔ نامه پر خوږو بيسکيټؤ باندي لا هم د ’’ د گـئـبـئـر د زړهٔ پــسـنــد / گـئـبـئـر کي اسـلي پـسـنـد ‘‘ ټاپه ووهلهٔ سوهٔ . دا نو ، چي رشتيا سي ، د هيندؤستان پهٔ تاريخ کښي لؤمړۍ پلا وهٔ چي د يوهٔ خورا نامتؤ خوراکي پيداوار د ښهٔ تئرا خرڅلاو پر پـار پر هغهٔ باندي د پيلمؤنؤ د يوهٔ اهـريـمـئـن او بدکارهٔ سړي سـيـتـره ( عکس ) د هغه د لاسليکهٔ سرهٔ يوځای اچولهٔ سوې وهٔ . 
د شولې پیلم تر ستر بري ورؤستهٔ امجد خان پهٔ ۱۹۷۰ يمؤ ، ۱۹۸۰ يمؤ او د  ۱۹۹۰ يمؤ کلؤنؤ پهٔ سر کښي بيا هم يو کوټهٔ هيندي پيلمؤنهٔ ډک کړل او پهٔ هغؤ کښي ئې د يوهٔ اهريمئن سړي و کار کولؤ تهٔ کش پسي ورکئ او زياتهٔ ئې پهٔ هيندي پيلمؤنؤ کښي د اجـيـت ځای ونياوهٔ ــــ هغهٔ اجـيـت چي هم ډېر پهٔ نام ؤ او هم بهٔ هر چا غؤښتل چي د هغهٔ پهٔ پيلم کښي کار ورسرهٔ وکي . امجد خان زياترهٔ پهٔ هغؤ پيلمؤنؤ کښي د يوه اهريمئن او بدورګهٔ سړي پهٔ توگهٔ کار وکئ ، چي اميتاب بچچن بهٔ پکښي اتــل ( هيرو ) يا ، ها زمؤږ د کندهاريانؤ پر چم ، د پیلم هلک ؤ . پهٔ ’ ايـنـکار ‘ پيلم کښي دهٔ داسي پېرهٔ بازۍ کړي وې ، چي پهٔ ليدو سرهٔ ئې څوک دغسي سم ــ دم ځني بېرېدئ . د ’ دېس پردېس ‘ ، ’ ناسټيک ‘ ، ’ سـئتې پې سـئته ‘ ، ’ دادا ‘ ، ’ چـئـمبال کي کـئسم / قسم ‘ ، ’ گـئنگا کي سوگند ‘ ، ’ هم کيسي سې کم نئهي ‘ او د ’ نـئـسـيـب / نصيب ‘ غؤندي پيلمؤنؤ کښي د ده پهٔ ليدو سرهٔ خلگ خورا سخت د دهٔ د پېرو او پېرهٔ بازيؤ تر اغېزې لاندي راغلل او دا ئې و ټولؤ تهٔ وروښوولهٔ چي امجد خان و چا تهٔ وايـي ! 
امجد خان پهٔ هغؤ پيلمؤنؤ کښي هم د خلگؤ زښـت زيات خوښ سؤ چي د هـمـئـگـانـي ( عمومي ) دود څخهٔ پهٔ چپهٔ بهٔ ئې نورازهٔ ــ نورازهٔ پـېـرې پکښي کړي وې . د دغسي پيلمؤنؤ څخهٔ ئې يو د  ’ شـئـتـرئـنـج کې کـهـيـلاړي ‘ ( ۱۹۷۷ ) پيلم دئ ، چي د پيلمي خــؤردهٔ گـيـرانـؤ ( منتقيدينؤ ، انتقاد کوؤنکؤ ) د خوا خورا  ټينگ و سـتـايلهٔ سؤ او ښهٔ پؤره تود هرکلی ئې وسؤ . پهٔ دغهٔ پيلم کښي ، چي پهٔ همداغهٔ نامه سرهٔ د مؤنشي پرېمچـئنـد د خوا د ليکلهٔ سوي يوهٔ ناول پر بـؤنـدات ( بنياد ) جوړ کړلهٔ سوئ ؤ او سـئـتـياجيت رای ئې د کـاربـه توب ( ډايريکشن ) کار پر غاړهٔ اخيستئ ؤ ، امجد خان د يوهٔ بېچاره او ناتؤوانهٔ پادشاه ، واجيد الي شاه / علي شاه ، پهٔ توگهٔ کار کړئ يـي . کلهٔ چي د دهٔ  د اووئــد و پادشاهي تهٔ د انگرېزي ختيځ هيندؤستان کمپنۍ / بړيټيش ايسټ اينډيـيـا کمپـئـنـي انگرېزي ايـسـتـېـمارگران ( استعمارگران ) سترگي پهٔ چپهٔ ورواړئـيـي ، نو داسي ځمکهٔ پر سؤر اور کي چي يو گړی ئې لا هم بيا و خپلي آرامي تهٔ نهٔ پرېږدي . دغهٔ يوازنی پيلم ؤ ، چي امجد خان يوه بئدئلهٔ پکښي دؤبله کړې ده . د ’ يـارانـه ‘ ( ۱۹۸۱ ) او ’ لاواريس / لاوارث ‘ ( ۱۹۸۱ ) غؤندي پهٔ ډېرؤ نورؤ پيلمؤنؤ کښي بيا امجد خان ــــ د يوهٔ نـېـک او ښهٔ سړي پهٔ توگهٔ ــــ پهٔ دا يوهٔ کښي د اميتاب بچچن د يوهٔ ټينگ آشنای او پهٔ دا بل يوهٔ کښي د هغهٔ د پلار پهٔ نخـش / رول کښي کار وکئ . د ’ اؤتـسـئـو ‘ ( ۱۹۸۴ ) پهٔ هـؤنـري ( هنري ) پيلم کښي دی د وئــتـسـئـيـانـا پهٔ توگهٔ ، چي د کـامـا سـؤتـرا ليکؤنکی ؤ ، کار کـئـيـي . پهٔ ۱۹۸۸ کښي د مـئـړچـئـنـټ ــ آيـوئـړي پهٔ ’ د پـئـړفـيـکـټ مـئـړډئـړ ‘ پیلم کښي ، چي پهٔ انگرېزي ژبهٔ ؤ ، پهٔ دغهٔ کښي د بـئـژه کارانؤ ( جنايت کارانؤ ) د سرغنه پهٔ توګهٔ د سېنئما پر پرده باندي راښکاره سؤ . امجد خان پهٔ پیلمؤنؤ کښي د يوهٔ داسي کـس پهٔ توگهٔ ، چي د خپلؤ پـېـرو او پـېـرهٔ بازيؤ پهٔ کولؤ سرهٔ بهٔ ئې خلگ خندول ، پهٔ دغؤ کښي هم تر هـيـڅـچـا نهٔ پاتهٔ او نهٔ پهٔ کمهٔ ؤ . د دغسي پـېـرو او پـېـرهٔ بازيـؤ ژوندۍ بـؤلـگـې ئې د ’ کـؤرباني / قرباني ( ۱۹۸۰ ) ، ’ لـو سټوري ، ’ هم سې نا جيتا کويـي ‘ او د ’ چـمـېـلـي کـي شادي ‘ ( ۱۹۸۶ ) غؤندي پيلمؤنؤ کښي ليدلای سؤ . پهٔ ۱۹۹۱ کښي دی يو وار بيا ، د گـئـبـئـر سينگ پهٔ توگهٔ ، د ’ رامـگـهـړ کې شولې ‘ پهٔ خـنـدنـي پیلم کښي راښکاره سؤ . دغهٔ پيلم د شولې پهٔ نامــتــؤ پيلم باندي د پـؤســــخـنـد او ډريــؤ وهــلؤ پر پار جوړ کړله سوئ ؤ ، چي د دېــو آنـئـنـد او اميتاب بچچن هـمـچـيـهـره پــېـرهٔ بــازانؤ هم کار پکښي کــړئ ؤ . 
امجد خان پهٔ ۱۹۸۰ يمؤ کلؤنؤ کښي د لږ څهٔ وخت دپاره د پيلمؤنؤ د کـاربـه توب ( ډآيريکشن ) و سخت کار تهٔ لاس ورواچاوهٔ . دهٔ پهٔ ۱۹۸۳ کښي د ’ چور پؤليس ‘ پهٔ نامه د يوهٔ پيلم او پهٔ ۱۹۸۵ کښي ئې بيا د ’ امير آدمي ، غريب آدمي ‘ پهٔ نامه د يوهٔ بل پيلم د کاربه توب کار پر غاړه واخيستئ . د ’ چور پؤليس ‘ پيلم ئې ، چي دهٔ پهٔ خپلهٔ هم کار پکښي کړئ ؤ ، بريالی راوختئ ؛ مگر د دا دوهم يوهٔ ئې پهٔ باکس ــ آپـيـس کښي چنداني خوند نهٔ ؤ ، بل لا دا يو ئې ناکامهٔ وبالهٔ سؤ . 
امجد خان د پـېـرهٔ بازانؤ د انـجـئـمـئـن رئـيـس هم ؤ . د پيلمي ورهـڼـي ( صنعت ) پهٔ گـيـهـان ( جهان ) کښي و دهٔ تهٔ پهٔ خورا لو او درنـه سترگـهٔ سرهٔ کتلهٔ کېدلهٔ . کلهٔ چي بهٔ د پيلمي پېرهٔ بازانؤ ، د پيلمؤنؤ د کـاربـه ؤ ( ډايريکټرانؤ ) او جوړئـؤنکؤ تر مـيـانـځ شخړي ــ مړي پېښي سولي ، نو دی بهٔ ؤ چي د هغؤ پهٔ ميانځ کښي بهٔ ورولوېدئ او يو گواښ بهٔ ئې تر مـيـانـځ ور وکـئ . کلهٔ چي ډيـمـپـئـل کـئـپـاډيـيـا پهٔ يوهٔ پيلم کښي د مور پهٔ توگهٔ و کار کولؤ تهٔ غاړه کښېښوولهٔ او ورؤستهٔ بيا د خپل دغهٔ کار د کولؤ څخهٔ پر شا سولهٔ ، نو د پيلمؤنؤ د انـجـئـمـئـن څهٔ جوړئـؤنکي چي ول ، هغؤ ټولؤ د دې سرهٔ خپل اړېــکــی وشلاوهٔ . مگر امجد خان را ولاړ سؤ او د پـېـرهٔ بازانؤ او د پيلمؤنؤ د جوړؤنکؤ د انـجـئـمـئـن پهٔ نمايندگـي ئې د دؤئ تر ميانځ روغهٔ ــ جوړهٔ ور وکړلهٔ . 
امجد خان پهٔ ۱۹۷۲ کښي د شـهـلا خـانـي سرهٔ وادهٔ وکئ او يو کال ورؤستهٔ د دؤئ يو زؤئ ، شاداب خان ، وزېږېدئ . دا د دؤئ لؤمړنی پــرئــزنــد ( اولاد ) ؤ ، چي پهٔ يو څو پيلمؤنؤ کښي ئې هم بيا کار وکـئ . همدا راز امجد خان يوه لؤر ، اهـلـم خانهٔ ، او د سـيـمـاب خان پهٔ نامه سرهٔ يو بل زؤئ هم لري . اهلم خاني پهٔ ۲۰۱۱ کښي د نـاټـکـؤنـؤ د يوهٔ ډېر نامتؤ پـېـرهٔ بازهٔ ، زئـپـر / ظفر کراچي والا ، سرهٔ وادهٔ وکئ . 
امجد خان پهٔ ۱۹۸۶ کښي د مـمـبـئـيـي څخهٔ و گــوا تهٔ پهٔ گــاړه ( موټر ) کښي رهـي ؤ ، چي پر لــو لارهٔ ( های وئــی ) باندي ئـې خورا بد ټـکـر وکـئ . پهٔ دغهٔ ټکر کښي هم د دهٔ پـؤښـتـۍ ماتي سولې او هم ئې پهٔ سـږي کښي سـؤری ور جوړ کئ . څنگهٔ چي دی ډېر بد زخـمـي سوئ ؤ ، نو د هغهٔ سرهٔ د څهٔ زمان دپارهٔ پهٔ کوما کښي ؤ ، چي د ښهٔ مرغهٔ ډېر ژر بيرتهٔ روغ ــ رمټ را پورتهٔ سؤ . مگر هغهٔ دارؤ ( دوا ) چي د جـئـراهـي ( جراحي ) چارؤ ( عمليات ) پهٔ تـرڅ کښي و دهٔ تهٔ ورکړلهٔ سوي ول ، د هغؤ سرهٔ دی روځ تر بلي ځلهٔ پر غځېدو ؤ ، پـنـډېـدئ ، او روغتيا ئـې هم تـلـهٔ ــــ روځ تر بلي پسي بـيـگــړاوېـدلـهٔ . د امجد خان همدغهٔ تر اؤل وتـلـي پنډېدل ول چي پای ئې پهٔ ۱۹۹۲ کښي د زړهٔ غـؤټـه پر راوستلهٔ او د زړهٔ د درېدو څخهٔ پهٔ ۵۲ کلني کښي مړ سؤ . امجد خان چي کــئــم ( کؤم ) پيلمؤنهٔ ډک کړي ول ، هغهٔ ئې تر مرگ ورؤستهٔ د ۱۹۹۶ کال تر پايهٔ پوري پهٔ سېنـئـماؤ کښي پهٔ پرلهٔ پسې توگهٔ راووتل . د امجد خان د ښخېدو دودچـاري ( مراسم ) د پالي هيل څخهٔ راونيسهٔ ، بيا پهٔ ختيځهٔ بـئـنـدره کښي د مـؤسـؤلـمـانانؤ ( مسلمانانؤ ) تر هديرې پوري نيولهٔ سوي ولې . 
د امجد خان پهٔ باره کښي د دا پورتنۍ ليکني د انگرېزي څخهٔ و پښتو تهٔ رااړونهٔ : غـرڅـنـی خـان بـابـی 
پهٔ مينهٔ او درنښت ، 
غـرڅـنـی خـان بـابـی 
۱۰ / ۱ / ۲۰۱۶

- لطیف جان بابي
بېرته شاته