(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تاریخي افغانستان د ولسونو په اړه

[16.Sep.2016 - 11:57]

د تاریخي افغانستان د ولسونو په اړه د استاد داوي درسونه

لیک:څېړنوال عبدالغفور لېوال

(سرحد وافغانستان ) دارواښاد استاد عبدالهادي داوي هغه په بڼه وړه ، خو په مانا ستره رساله ده ،چې دخپلواکۍ دجګړې په بهیر کې د ډیورند دکرغیړنې کرښې ورهاخوا ولسونو دمېړانې او سرښندنو یو دقیق او مستند پېښلید یې ګڼلای شو ، دارساله یوازې داستقلال په درېګونو محاذونو کې د کوزو افغانانو دګډون انځور نه، بلکې له اوسمهالي افغانستان سره دهغوی دحقوقي ، سیاسي ، فرهنګي او قومي ګډون یو په زړه پورې تحلیل هم وړاندې کوي . زه غواړم په دې لیکنه کې ددې رسالې پر درېیو ځانګړنو خبرې وکړم :

لومړۍ : راځئ وګورو ، چې استاد داوی له حقوقي ـ سیاسي پلوه ددغو ولسونو دبرخلیک په اړه څه نظرلري ؟
دوهمه : دارساله غواړي وښيي ، چې په لویو او برخلیک ټاکونکیو پېښو کې دکرښې دواړه غاړې ولسونه دخپل ګډ برخلیک په اړه له خپلو دودیزو ارزښتونو څخه کاراخلي او دا هغه توپاني اوبه دي چې دښکېلاک په هیڅ ډانګ نه شي بېلېدلای .

درېیمه او ترټولو مهمه خبره دنن ده، موږ نن هم دخپلې تاریخي جغرافیې پر سینه پروت دناسور له دې ټپه ځوریږو ، استاد داوی په خپله دې رساله کې دنن او سبا لپاره هم داسې درسونه لري ، چې پر دې ملي داعیې ولاړ افغان نسلونه یې دمشال په توګه ترخپلې مخې نیولی شي . خو تر دې مخکې درسالې لنډه پېژندنه :

سرحد وافغانستان دخپروونکي ( ښاغلي عبدالغفار داوي ) په یوه یادښت پيلیږي ، تر هغه وروسته دارواښاد استاد داوي لنډه سریزه راځي ، چې خپله رساله راپیژني او یادونه کوي ، چې دا رساله دخپلواکۍ دجګړې (۱۲۹۷ – ۱۲۹۸ کلونو ) پېښې رانغاړي ،چې دارواښاد داوي خپل مشاهدات ، دافغان لوریو رسمي یادښتونه او دانګریزانو خپلې لیکنې او دبریتانیا حکومت ته دهغوی راپورونه یې دسرچینو په توګه کارولي دي . دارساله یوپنځوس مخه لري ، چې داستقلال په درېګونو جبهو کې ترجبري کرښې ورهاخوا قومونو او قبایلو دحماسو او دافغاني جبهې دملاتړیو جګړې په کې څیړل شوې دي . رساله د۱۳۹۱ لمریز کال په مني کې د عبدالغفار داوی په اهتمام او لګښت په پینځه سوه ټوکه کې خپره شوې ده . که څه هم درسالې مهتمم یادونه نه ده کړې ، چې درسالې متن یې څنګه چاپ ته چمتو کړی دی، خو ښکاري چې دالیکنه دیوې منظمې رسالې په توګه دلیکوال له خوابشپړه شوې ده ، مانا داچې خواره واره یادښتونه نه دي ،چې په متن کې پخپله ارواښاد استاد داوي خپلې دې لیکنې ته دمقالې نوم ورکړی دی. په رساله کې په جبهو پورې اړوند تاریخي عکسونه هم شته چې دلیکوال له یادښتونو سره یوځای درسالې استنادي ارزښت زیاتوي . دخواشینۍ یوه خبره په کې دا ده چې درسالې پروفي ایډیت په دقت نه دی ترسره شوی او له قلمي یا اصل نسخې سره سمه نه ده پرتله شوې ، دیوشمېر ځایونو اشخاصواو قومونو په نومونو کې ګڼې تیروتنې ترسترګو کیږي ، چې هیله ده په بل چاپ کې دې نیمګړتیا ته پام وساتل شي.

خو اوس داستاد درې درسونه : 

داستاد داوي لومړی درس : استاد داوی دپاکستان له رامنځته کیدو سره ددیورندد کرښې موجودیت اورسمیت پا ی ته رسېدلی بولي او دتاریخي افغانستان د جغرافیا اوسیدونکي عملا ً سره یوځای ګڼي ، دی پخپله سریزه کې لیکي: ( …. ولی افغانان سرحد سایه های روی ګرداننده نبوده اند ، بلکه با مصداق یک روح دردوبدن میباشندو به روز های مشکل باماشریک وهمکار موثر بوده اند ، غرض ما از این مقاله نیزدرخصوص همین اشتراک عمل وهمراهي های بی نظیر آنها (مجملا ً) حرف زدن است وبرادری های عملی آنها را دراثبات کردن . شک نیست که بعدازبرامدن افواج فرنګی ازحدود افغان نشین وبه میدان آمدن ( پاکستان) احوال وشرایط عمومیه تفاوت نهایت زیاد پیدا کرده ومستقبل رانمی توان برماضی قیاس کرد ….) ر : ۲ م

استاد په ټوله رساله کې هرځل له ډیورند سره دخط اجباري قید خامخا لیکلی دی ،کله یې هغه منحوسه کرښه ګڼلې ده، په ټوله رساله کې یې دتاریخي افغانستان اوسیدونکو قومونو او قبایلو ته دافغانانو په نامه یادولو سره ښوولې ده چې له هویتي او حقوقي پلوه افغان ستر ملت په داسې استعماري او جبري کرښونه شي سره بېلیدلای . استاد داوی هغه مهال چې دصوبه سرحد یادونه کوي لیکي ، چې انګریزانو هغه مهال دې سیمې ته Administered Line یا Administrated Boundary ویل ، داښيي چې ان انګریزانو پخپله هم دې ته دمنل شوي سرحد په سترګه نه کتل بلکې دې ته یې اداري کرښه یا اداري برید ویل . په حقوقي ادبیاتو کې رسمي سرحد او اداري کرښه دزمکې او اسمان توپیر لري او دا هغو اوسمهالیو سیاسي حقوقي غلطیو ته مستند ځواب دی ، چې ډیورند درسمي پولې په نامه یادوي
داستاد داوي دوهم درس :

د تاریخي افغانستان له بدنه ددیورند په چاړه بېل شوي افغانان له خپلو ملي لښکرو او افغاني حکومت سره یوځای دانګریزانو په وړاندې جګړې ته راووتل ، دوی دهندوستان دازادۍ لپاره نه جنګیدل ، دپاکستان په نامه دکوم هېواد تخیل هم نه و موجود ، دوی ډیر ځوانان له لاسه ورکړل ، کلي او کورنه یې وسیځل شول ،انګریزانو یې پر بانډو تالان ګډ کړ ، په ډيره بیرحمۍ یې بمباران کړل ، په ( بلند خېلو) کې یې نه یوازې دا چې دکلي ټول اوسیدونکي په بمبار کې ووژل بلکې هغه زړې ښځې چې له ویرې په کاریزونو کې پټې شوې وې هم یوه یوه وموندله او ويې وژلې ، استاد داوی غواړي دا ځواکمن منطق زموږ مخې ته کیږدي ، چې داټول ولې پېښ شول ؟ یوازې د انګریزانو په وړاندې داستقلال په جګړه کې ګډون نه ، بلکې دغو ولسونو په ډیره تنده غوښتل چې دډیورند پرمنحوسه کرښه دخپلو وینو درود په بهولو سره هغه دخپل ملي تاریخ له تندي څخه وتوږي او دیوه لوی ، واحد او تاریخي افغانستان په سره یوځای کولو سره دقربانۍ تر ټولو لویه مظاهره وکړي . استاد داوی پر دې ټینګار کوي ، چې دتاریخي افغانستان دبیا یو کولو په دې مظاهره کې (دهغه وخت په اصطلاح یوازې د یاغیستان ) یعنې قبایلو یا ټرایبل بېلټ اوسیدونکي افغانان نه ، بلکې دانګریزانو په ژبه دصوبه سرحد،بلوچستان او ان هندوستان میشتي افغانان دخپل ملي حکومت ( یعنې اعلیحضرت امان الله شاه غازي ) او افغاني سپه سالارانو ترشا ودريدل او انګریزانو ته یې مرګوني ګوزارونه ورکړل . راځئ په دې اړه دارواښاد استادداوي یو مستند مثال ټکی په ټکی راواخلو:

( … خان یارمحمدخان غازي … که ریاست ارثی تمام ملک دین خېلها ، بلکه ازکل افریدي هارا خاندان اوداشت مکتوبی به نام پولیتیکل افسر ( مامورسیاسی) انګریزي ،که دران روزها صاحب زاده عبدالقیوم ( غفرالله تعالی) بود ، نوشت ودرآن بصراحت ذکر کرده بود که ؛ چون انګریزها دراین جنګ حق بجانب نیستند وهم چون من مسلمان وافغانم خطاب (خان بهادر) را که حکومت انګریز ی به من داده است پس رد میکنم واګر انګریز ها مطالبات استقلال افغانستان را تسلیم نکنند به غزا اشتراک کرده و مواصلات انګریزها را در دره خیبر محو ونابود می نمایم وچون توهم مسلمان وافغان هستی باید باقیام ملیه همدردی وبدرجه ء آخرین همراهي کرده وظیفه ایمانی ووجداني خودرا ایفا نمايي …)

داستاد داوي درېیم درس : دتاریخي افغانستان دیوکېدو ملي غوښتنه کوم شعار یا سلیقوي تمایل او تخیل نه دی، ان کومه دولتي پریکړه هم نه ده ، بلکې په سیمه کې دیوه ستر ولس تاریخي برخلیک دی ، چې په وړ شرایطو کې به یې په خپله ګډه ملي اراده او ویښ عمل سره راخپلوي . داپه تیره بیا دنن ورځې هغو سیاسي سربدالو او پریشانه پرتو ته ځواب دی ،چې ګومان کوي ، دډیورند جبري او کرکجنې کرښې ته درسمیت په وربښلو به یې اوسمهالې ستونزې له منځه ولاړې شي او په دې توګه به دیوه لوی ولس تاریخي برخلیک تر خځلولاندې ورک کړي ، راځئ وګورو په دې اړه پخپله استاد داوي دخپلې یادې رسالې دسریزې په پیل کې څه لیکلي:

( … امروز موضوع افغانان سرحد ورد زبان ودرد دل کل افراد ما ، وګرمي هرحلقه و هراجتماع است ولی بعضی ها دل زنی میکنند که بعضی افغان های سرحد اله ء دست اجانب ګردیده یا صرف به سایق های نفاستی حرکت میکنند . پس سعی ما برای آزادي وآباداني آنها در آخر بی ثمر وبېهوده خواهد شد ، آنها (( وحدت ملیه )) رانمی شناسند وضرورت واحتیاج ګردهم جمع شدن وکلمه ء واحده داشتن وانتباه عصری پیدا کردن را حس نکرده اند.

اګرچه سراینده ګان این نوحه انګشت شمارند ولی یک نفر هم که دریک محیط خلاف سیاست عمومیه ء ملت حرف بزند لکه ء بدنمایی است . البته این اشخاص تحت تاثیر مرجفین بیګانه ومخالف آمده اند ، یاخود درطرز تفکر پرغرابت شان نقصانی موجوداست. اګر به فرض محال افغانهای مذکور قدرآن را هم نمی دانند ما باید وظیفه ء خودرا نسبت به آنها بدانیم وسعی خودرا دریغ نکنیم ، چه علاوه برآنکه به خون وخاک ودین وزبان وثقافت ومقدرات شریک ماهستند ، دایماً برای افغانستان فداکاری ها کرده وتا امروز کرده می روند. بیشتر ازصدسال است که بین ما وقوای متجاوزه ء که بی لفافه روش خود تعمیلیه ( پرمخ ځو ) یعنې فاروردپالیسي نامیده بودند سینه سپر ساخته وجب به جب ، قدم به قدم حیات خودمدافع وطن وملت افغانستان را دایمي وظیفه ء یګانه خودقرارداده بودند ، پس برما حق دارند که برای خیرخواهي آنها برادروار کمر بسته کنیم واګر آنها خود جمع شده نمي توانند ما درجمع شدن آنها دور همدیګر سعی نماییم.

دلزنی بعضی افراد متردد ، که خوشبختانه اهمیت اجتماعی باموقعیت معتبری ندارند تایک اندازه بطور اساس الحزم سوء الظن درنظر کسانی اهمیت پیدا میکند که از حقیقت حالات بیخبر باشند ….)

هو دا ده داستاد داوی تاریخي وړاندوینه چې دډیورند درسمیت دډنډورې او په دې اړه له حقیقته ناخبره ګونګوسوپه اړه یې په ښکاره ټکیو کې لیکلې ده ، که موږ په ملي او افغاني روحیه ریښتیا هم داستاد داوي ، دهغه دهمزولیو ملي مبارزینو او خپلو فرهنګي ـ سیاسي مشرانو درناوی کوو، نو نه ښايي دهغوی له داسې ملي غوښتنو او لویو ارادوڅخه سترګې پټې کړو یایې پر خلاف ودریږو . زما په نظر د مشرانو او ملي مبارزینو یادول او لمانځل به ښه کاروي ،خو دهغوی ارمانونو او غوښتنو ته ځان رسول زموږ دنسلونو ملي فریضه او لوی مکلفیت دی .
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۲ مه / پرلپسي ۹۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ سنبله /۱۷/ ۱۳۹۵

- عبدالغفور لېوال
بېرته شاته