(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زموږ د زده کړو او کار تړاو

[30.Aug.2016 - 14:57]

لیک: عبدالغفور لیوال
د بیا ویښتیا یا ( رنسانس ) دورې یوه ځانګړنه دا وه، چې علوم او تخنیک د انساني ژوند د شرایطو د ښېګڼې په انډول مهم ګڼل کېدل. په دې دوره کې  الاهیاتو او کلیسايي علومو خپل ځای تخنیک او ساینس ته پرېښوده. ټولنیزې پوهنې هم د بشري ټولنو د اړیکو د تنظیمولو او یا د انسانانو داروايي  هوسایینې لپاره نوې تیورۍ رامنځته کړې.
 ازمېښتوال  Pragmatists) ) فېلاسوفان مهم ګڼل کېدل او په هره برخه کې تجربې پیل شوې، فزیک، بیولوژي، طب، کیمیا او نورو علومو وده وکړه. نجوم ( ستور پېژندنه) د دې پرځای چې د خلکو د تقدیر پېژندنې، بخت و قسمت په اساطیري بحثونو پسې ولاړ شي، د زمکې د خوځښت او د لمر پر شاوخوا د راڅرخېدو مسئلې ته ځانګړی شو.کوپېرنیک او ګالیلو د جلادانو ترساتور لاندې هم دا حقیقت روښانه کړ، چې زمکه پرلمر راڅرخي.  ددغو بدلونونو بنسټ پر دې تفکر ولاړ و، چې : د پوهې او علومو د زده کړې  غرض او هدف باید دا وي، چې د انسان ژوند ښه کړای شي. 
 د ازمېښتوالو فېلاسوفانو او پوهانو ټولنیز دریځ دومره لوړ شو، چې انګریز (فرانسېس بېکن ) پرلپسې لوړې دولتي څوکۍ ورخپلې کړې، تر دې چې په ۱۶۱۸  زیږدي کال کې تر صدارت پورې ورسېد. بېکن د دولتي کار او تر کورناستي ( تقاعد) وروسته هم په خپلو علمي تجربو پسې و، ددغه نامتو فېلاسوف او پوه د مرګ حکایت په زړه پورې دی، وايي:  په ۱۶۲۶ ز . کې  له لندن څخه هایګېت ته پر اس سپور روان و، ژمي او واورې یې پام ورواړاوه، ناڅاپه یې په زړه کې وګرځېدل، چې په کنګل او یخه هوا کې به غوښه څومره خوندي پاتې کیږي؟ هماغلته له اسه راکوز شو، له یوه ګرځنده پلورونکي څخه یې چرګ واخیست ، ویې واژه او په واوره کې یې کېښوده، خو هماغلته یې د ناروغۍ احساس وکړ،   بېکن یې د ناروغۍ له امله د ( لرد) ماڼۍ ته ولېږداوه او پر کټ پرېوت. دغه نامتو پوه د ژوند په وروستیو شېبو کې پر یوه کاغذ ولیکل : ( تجربه  په بریا بشپړه شوه ) او په دې توګه ومړ. 
په دغو پېړیو کې د سیاسي علومو، حقوقو، جغرافیې او ان تاریخ  لیدلوری دې خوا ته وګرځېده، چې څنګه له استبداد او بې عدالتۍ پاکه ټولنه رامنځته کېدلای شي؟  په اقتصادي مناسباتو کې د پرمختګونو تګلوری همدا و، چې  د کاریګرو او خواریکښو انسانانو د ژوند او رښتو خوندي ساتل تضمین شي. 
په حقیقت کې  ټولنیزې پوهنې د طبیعي او طبیعي هغه د ټولنیزو پوهنو د مرستې او بشپړتیا لپاره وکارول شوې، په ښوونځیو او پوهنځیو کې دهغو پوهنو خوا ته تمایل ډېر و ، چې په ورځني ژوند کې په کارېدلې، پوهنه د کار او کار د پوهنې لپاره سره ملګري شول. 
زموږ د ټولنې یوه لویه ستونزه دا ده، چې زموږ زده کړه د ( سند اخیستلو) لپاره ده، نه په عملي ژوند کې له هغې څخه د ګټې اخیستنې لپاره .  د دې ستونزې د جرړو موندلو لپاره باید دغه پوښتنې ځوا ب کړلای شو: 
• ایا زموږ د زده کړو او عملي ژوند ترمنځ تړوا سنجول شوی او منطقي دی ؟ 
• ایا موږ د خپلو اړتیاوو پربنسټ د زده کړو څرنګوالی او څومره والی ټاکلی؟ 
• ایا موږ د بیا ویښتیا د زمانې په څېر دې لومړیتوب ته  ساتلی، چې زده کړې مو باید په انساني ژوند کې مثبت بدلون راولي؟ 
• موږ د ښوونې او روزنې په کومه زمانه کې یو؟ 
موږ  وایو : افغانستان یو کرنیز هېواد دی.  د دې پربنسټ څومره د کرنې متخصصین لرو؟ دغه متخصصین څومره په کروندو، فارمونو او کرنیزو چارو کې بوخت دي؟ 
موږ وایو : افغانستان د نړۍ تر ټولو بډایې کاڼي زېرمې لري، چې   شاوخوا درېیو یا شپږو ټریلیونو ډالرو ارزښت لري، نو پر دې بنسټ د کانونو او کاني علومو څومره متخصصین لرو؟ 
ایا په دومره ډېرو کانونو کې به د افغاني متخصصینو شمېر کافي وي؟ چې له استخراجه را نیولې تر افغاني پروسس ، بازارموندنې او پلور پورې ټولې چارې پخپله بشپړې کړای شي؟ 
موږ وایو : افغانستان تر ټولو ښه ترانزیتي موقعیت لري، چې درې بشري حوزې ( منځنۍ اسیا، منځنی ختیځ او جنوبي اسیا) سره نښلوي. نو د ترانزیت، لویو لارو، وسپنې پټلیو، پلونو جوړولو، ترانسپورت او ګمرکي چارو څومره متخصصین لرو، ایا دوی به د افغانستان دغه بالقوه شونتیاوې بالفعله کار او هڅو ته راولېږدولای شي؟ 
ددې په وړاندې افغانستان یوې کوشنۍ دیپلوماتیکې دستګاه او کوشني سیاسي سیستم ته  اړدی ، اوس نو موږ څومره دیپلوماتان ، د نړیوالو اړیکو فارغان او سیاستوالو ته اړتیا لرو؟ 
شمېرنې ښيي، چې هېندوستان، ایران، تورکیې، روسيې ، امریکا او اروپا ته تللیو افغان محصلینو، اتیا سلنه نړیوالې اړیکې، سیاستپوهنه او دیپلوماسي لوستلې ده، په تېرو څوارلسو کلونو کې د دوی شمېره لږ ترلږه تر لسو زرو اوړي. اوس نو لس زره دیپلوماتان د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په کوم ځای کې ځایولای شو؟  ديپلوماسي ډېره مهمه ده  (زه هرې زده کړې ته درناوی لرم ) ، خو که نیمايي نفوس دیپلومات او سیاستپوه شي، نو د بامیانو د کچالو په کروندو کې به څه وکړلای شي؟ 
زه شاهد یم، چې په اداري برخه کې پینځم بست خالي شي او مامور یې باید وارده او صادره وکړي،نو د سیالۍ لپاره یې همدا اوس لا څلور پینځه د سیاسي علومو ماسټران، تر څلویښتو لېسانسه ګان او په سلګونو بکلوریا( دولسم پاسان ) نوملیکنه کوي. 
خو  د حاجي ګک وسپنې کان د استخراج، پروسس، لېږد اوپلور لپاره تر یوه عادي لابرانت پورې باید لوستي له چین، روسیې یا هېندوستان څخه راشي. 
ستونزه یوازې دا نه ده، چې زموږ  د لومړنیو، منځنیو او لوړو زده کړو نصاب  او منځپانګه زموږ له اړتیا وو سره سمون نه لري، ستونزه تر دې ژوره ده، موږ لا د دې ټولنیز شعور نه دی را خپل کړی، چې خپلې ورځنۍ ستونزې، اړتیاوې، نیمګړتیاوې او محرومیتونه د زده کړو په مرسته له منځه وایستلای شو. 
ټولو پوهنیزو او روزنیزو څانګو ته په درناوي : 
که افغانستان  د کرنې ترڅنګ د مالدارۍ او څاروي روزنې یو مهم اقتصادي بنسټ لري، نو  موږ په ټولنه کې د وترنرۍ فارغانو ته په کومه سترګه ګورو؟ 
په کانکور کې ولې د حقوقو تر دریځه د کرنې دریځ ټیټ ګڼل کیږي؟  پر حقوقو د زیاتې سیالۍ او سرماتوونې  لامل خو به دا نه وي، چې قاضي او څارنوال له عادي معاش ورهاخوا تورې پیسې هم ګټلای شي؟ ایا حقوقو ته ورتلونکي زده کوونکي خو به له هماغې لومړۍ ورځې څخه ددغو تورو پيسو لپاره دغې څانګې ته ځان نه ورکشوي؟ 
ولې په افغانستان کې د روغتیا ( طب ) څانګې تر ټولو ډېر شوقیان لري؟  ایا افغانستان تر نورو ټولنو ډېر ناروغان لري ؟ که د ډاکترانو مارکیټ ښه  دی ؟ ایا د ډاکترانو ښه مارکیټ او لوړ کارو بار د ټولنیزې بدمرغۍ نښه نه ده؟ ایا دا په دې مانا نه ده، چې موږ یوه ناروغه ټولنه یو؟ 
ولې د هرې ( اینجیوNGO) کارکوونکي ته اینجینیر صاحب وایو؟ د دې لپاره چې اینجینیري یې لوستلې ده یا د دې لپاره چې لوړ معاش اخلي؟ 
د ساینس او زمکپوهنې تر پوهنځیو ولې د ژورنالیزم او سیاسي علومو شوقیان ډېر دي؟ ځوانانو لیدل، چې په باد راوړیو پیسو د مرخېړیو په څېر رسنۍ راشنې کېدلې او ژورنالیستانو ته یې ډالري معاش ورکاوه،خو د ساینس او زمکپوهنې فارغانو ته به کلونه کلونه چا په پینځم بست کې ماموریت نه ورکاوه.  هیچا دا پوښتنه نه وه کړې، چې افغانستان کانپوهنې او یا هم په تولیدي کارځایونو کې دکیمیا یوه متخصص ته زیاته اړتیا لري، که په زرګونو ژورنالیستانو ته، چې په پردیو پیسو داسې تربیونونه او دریځونه وچلوي، چې له هغو څخه افغانان یو بل وښکنځي . 
زموږ په ملي سیاست کې ( تولید) ته ځای نه شته، ځکه خو د هغو څانګو شوقیان کم دي، چې په ملي تولید کې په کاریږي. 
ښوونکی ولې ترټولو خوار پوړ ګڼل کیږي؟ ولې یو مهال چا خپله لور و خور ښوونکي ته نه ورکوله ؟  ایا د ټولنې بچیانو ته،  تر ښوونې او روزنې شریف مسلک شته ؟ 
په ملي سیاست کې د نورو بیاکتنو ترڅنګ زموږ د پوهنې او لوړو زده کړو سیاست باید له سره وکتل شي. موږ باید دا شعور عام کړو، چې زده کړه یوازې د لېسانس، ماسترۍ  یا تر دې لوړو اسنادو اخیستل او بیا پرې مقرري نه ده، بلکې زده کړه د دې لپاره ښه ده،چې د ټولنې اړتیا او احتیاج ته ځواب ووایي. په بله ژبه ؛ له دې ستونزې څخه د وتلو لاره دا ده، چې زده کړې   مقررۍ او کارګومارنې ته  د ځان رسولو په پار نه ، بلکې زده کړ ې دې د تولیدي او خدماتي اقتصادي سکتورونو د څومره والي تابع شي. 
د کار، خدماتو او تولید ترمنځ دې پرې شوې او ماته شوې کړۍ روغه شي، دا په دې مانا چې باید وسنجول شي، چې اوبه څنګه پر شاړه زمکه ورسمې شي، بیا کوم کرنیز توکي پرې وکرل شي، بیا څنګه بازار ته په خپل وخت ورسول شي، صادرات یې په کومو لارو ترسره شي، د ساتنې لپاره یې کومې لارې چارې بشپړې شي، د دې ټولې پروسې مدیریت څنګه وشي؟  پرهمدې بنسټ څومره د اوبو، خاورې او کرنیزو تخنیکونو ماهران، اینجینیران او بیا دکرنې متخصصان، د سوداګرۍ ماهران او د ترانسپورت و ترانزیت فارغان، د مارکیټ موندنې پوهان او مدیران په کار دي؟ 
بېشکه چې هېڅ پوهنیزه څانګه بې ضرورته او اضافي نه ده، ټولو څانګو ته اړتیا شته، خو په هرڅه کې تناسب، د اړتیا او وړتیا انډول او د ټولنې لومړیتوبونه په پام کې ساتل د معقول سیاست نښې دي. 
یوځل مې له هېندوستاني لوري سره پر دې خبرې کولې، چې ولې زموږ محصلان   طب، اینجینیري، کرنې، وترنرۍ او نورو پوهنیزو څانګو ته نه منئ، چې ټول په پولیټیکل ساینس، دیپلوماسۍ یا نړیوالو اړیکو کې روزئ؟ 
راته یې وویل: ستاسو زده کوونکي یوازې په ماته ګوډه انګریزي پوهیږي، نه یې کیمیا زده، نه فزیک، نه په ریاضي پوهیږي، نه په هندسه او نه هم په نورو اړینو پوهنو، نو موږ دوی یوازې په همدغو څانګو کې منلای شو. راپه یاد شو، چې موږ په ښوونځیو کې د ساینسي مضامینو ښه ښوونکي نه لرو، ځکه یې نه لرو ، چې په قدر یې نه پوهیږو، معاش یې کم دی او د پوهنې سیستم مو کمزوری دی، د دې باطلې لړۍ او کړۍ لکۍ تر هغه ځایه رسیږي، چې موږ د ټولنې احتیاج په پام کې نه دی ساتلای. 
د ویښتیا، روښانتیا او بدلون یو بنسټي لومړیتوب همدا دی، چې د تولید، ټولنیز پرمختګ، اقتصادي ودې او پرخپلو پښو درېدلو د شعور په رڼا کې د خپلو زده کړو او کار ترمنځ منطقي تړون ته پام واړوو.

 

 

زمونږکلي اوبانډې
لیک: سمیع الدین افغاني 
اتمه برخه
اشر یا دخپلې خوښې کارونه
اشریا د خپلې خوښې کارونه په سیموکې د ویالوپه پاکولودویالود سر بندونو په جوړولو ، د شولود نهالونوپه کرلو ،د سرکونو اولویو لارو په جوړولواوهمدارنګه په کلیواوباندوکې دبامونوپه کاګلولو،دکروندې دمحصولاتوپه راټولولو،په مړي او ژوندي اوډیرنوروبرخوکې دسیمې داوسیدونکوپه شریکه همغږۍ په ټاکلي وخت اومعلوم پروګرام سرته رسیږي۰
دخپلې خوښې یو ځایي کارونه یااشر اکثرا د کلیواو بانډو د اوسیدونکو اویاهم کله ددولتي اورګانونوپه غوښتنه تر سره کیږي۰
په لغمان کې دچاردهي دسیمې لویه ویاله دبي بي حاحب د زیارت په ساحه کې دالیشنګ دسیند څخه سرچینه اخلي اود راه داریاسخي پله څخه ورسته د چاردهي د سیمې د ځمکو په خړاوبولو او په ورځینۍ چاروکې دخلکوپه ګټې اخستلوکې موهم اوحیاتي رول لري ۰
ددې اونورولویو ویالو داوبودعادلانه ویش په موخه هرکال دسیمې داوسیدونکو  له خوا نوی میراو یا د ویالې  مسؤل ټاکل  کیږي۰
ټاکل شوی میراو دنده لرې چې دویالې ،بندونواوسربندونو د جوړیدو اودهغو د فعالیت څخه تل با خبره وي اود اوبو عادلانه ویش په نظر کې وساتي که نه نو دبې خبره اوبې انصافه میراودکارپه نتیجه کې د کلو داوسیدونکودنفاق اوشخړو لامل ګرځي چې داشخړې اوستونزې کله بیا په مرګ،ژوبلې اودسرونوپه ماتیدو هم تمامیږي۰
په لغمان کې د ګرمیو په موسم کې دلوړوغرونو واورې ویلې کیږي او په همدې موسم کې کله چې دتودوخي درجه لوړه شي دابودنشتوالي له وجې تپې ، دښتې ، او دامانونه  وچ شي ، کله کله بیا په همدې موسم کې د دوامداره بارانونه اوګلۍ اوریدل دتالنده اوبریښنا سره یوځاي په خوړونواودښتوکې دسیلابونودراوتلو لامل ګرځي چې دا سیلابونه دمالې اوځانې تاوانونوترڅنګ دفصلونو اوکروندو د خرابیدو لامل هم ګرځي۰
دا خړ سیلابونه دسیندونواصلي مسیر ته تغیر ورکوي، لوې،لوې ونې اوکمرونه چپه کوي،کورونه اوڅاروي له ځانه سره په مخه  کوي ۰
څنګه چې د اسیلابونه د وچو دښتو اوشګلنو خوړونوڅخه راوځي په همدې وجې شګې،خاورې اوخاشاک له ځانه سره لیږدوي اوددې لامل ګرځي چې دسیلابونوپه مسیرکې پراته لوی،لوی سربندونه ویجاړ اوپه ویالوکې دخاورو اوخړواوبو په تیریدلو سره ویالې ډکې اوداوبوبهیرکم رنګه کړي،په همدې دلیل کلیوال هرکال د ویالو دپاکولو اوسربندونو د بیا رغونې په موخه دخپلې خوښې کارونه یا اشر ترسره کوي۰
کله چې دالیشنګ د سیند داوبو ذخیره یا دغرودڅوکو واورې دتودوخي دزیاتیدو له وجې اوبه شي ، دالیشنګ دسینداوبه چې دچاردهي دسیمې ځمکې خړوبوي هم لږې شي چې وروسته بیاپدې سیندکې دیوې ویالې په اندازه اوبه هم نه وي ،په همدې دلیل  ددې سیمې اوسیدونکي دخپل داړتیا وړاوبه دالینګار دسیند څخه چې دکال په هرموسم کې یې د اوبو پریماني ده راګرځوي ، هغه داسې چې دالینګار دسیند څخه یوه ویاله د همدې درې په استقامت پرتوغونډیواوتپود پاسه چې پخوا راښکل شوې اودچاردهي دسیمې په پیل کی دالیشنګ سیند سره وصله شوې ده ، دا ویاله هرکال پاکولو ته او ویجاړې برخې اوسربندونه یې بیا رغونې ته اړتیا لري،په همدې موخه دچاردهي دکلواوبانډواوسیدونکي د اشرونو یادخپلې خوښې کارونو په سرته رسولوسره دخپلوځمکواودسیمې دابو د کموالي ستونزه حلوي ۰
 
شفیع ماما یا دکلی نائي:
زمونږدکلی نائي محمد شفیع نومیده ،هغه به د کلي د مشرانو اوهلکانو د سر ویښتان  اصـلاح کول۰
دکلي هلکانودلنډوویښتانوسره دومره لیوالتیا نلرله خومشران دهلکانو د سردلویو ویښتانو طرفدار نه وه ،هلکان یې مجبورل چې دسرویښتان لنډ کړي خو سره لدې نائي به د هلکانو د سر ویښتان برابر او ښایسته جوړول ، هغه به نه هلکان او نه هم مشران خفه کول۰
شفیع ماما به دکلیو د اوسیدونکو او هلکانوخبرپه میاشت کې یو ځل اخيسته اودسرویښتان به یې ورته اصلاح کول چې په اوجوره کې به یې د فصلونو د لوګډ په موسم کې په کروندو ګرځیده او خپله برخه د لو شوي فصلونو صدرۍ یاګیډۍ ترلاسه کوله او وروسـته بیا د درمند  د تللو په وخت کې هم نائي ته برخه بیلیدله۰
  شفیع ماما یواځې زمونږ دکلي داوسیدونکونائي نه وه بلکه د چاردهي دسیمې دنورو کلیواوبانډو اوسیدونکـونائي هم وه چې دفصلونود لوګډ په موسم کې به دډیروغلو، دانو څخه برخه مندوه ،هغه به تل په کلو اوبانډوګرځیده اوپه سیمه کې به د ټولو پیښو څخه باخبره وه نوکله چې به په سیمه کې کومه دخوښي،مړي یا ژوندی خبره وه هغه دنده درلوده چې دکلواو بانډو اوسیدونکي پرې خبرکړي، همدارنګه په ښادیو کې هم د نائي رول ضروري وه،نائي به د واده بلنلیکونه په کلو او بانډو ویشل او ښادي ته رابلل شوو کورنی دوستان او عقارب به یې پرې خبرول ۰
همدارنګه نائي به په ودونوکې درابلل شوومیلمنولپاره خواړه برابرول چې په پخلي کې یې هم خاص مهارت درلود،په خاصه توګه درنګارنګ پلونو، قورمو اومزه دارې لغمانۍ شولې په پخولو کې یې ښه شهرت درلود۰
شفیع ماما  ډيرمتواضع ،خدمتګاره اوخواری کښه نائي وه چې په غم اوښادۍ کې به زمونږ دکلو ، بانډو او دسیمې د اوسیدونکو سره پوره مرستندوی د کار اومنډو رامنډو سړی وه ۰
 
د روژې مبارکه میاشت:
د کلې اوسیدونکوبه کله چې مازیګردکاراوکروندوڅخه کورته راستانه شول دمازیګرلمانځه وروسته به یې دروژه ماتې لپاره تیاري نیوله هغه داسې چې د کلي سپین ګیري،ځوانان اوهلکان ټول دروژه ماتې لپاره د کلي جومات ته راتلل،هغوبه دروژه ماتی برسیره اضافه خیرات يا نذر هم له ځانه سره راوړل ۰
 دجومات ومخې ته د ماښام دلـمانځه داذان څخه څو شیبې دمخه د کلي ماشومان راټوليدل ، کله چې به ملاصاحب دماښام د لمانځه اذان شروع کړد الله اکبردنارې سره سم به ماشومان دکلي په کوڅوکې دخپلو کورنو په لور په منډو شول او په لوړاواز به یې ویل : روژه ماته کړی دروژه ماتې اذان وشو۰چې په همدې توګه به ماشومانوکورنیو روژه دارانوته خبرورکاوه ترڅوهغوي په اطمینان سره خپله روژه ماته کړی ۰
د کلي اوسیدونکــي د ماسختن  د تراویح لمونځونو ته هرو مرو راتلل د تراویح لمونځ زمونږ له پاره ډیر په زړه پورې وه ،هلکان به حتمي لمانځه ته راتلل خو تعامل  دا وه چې هلکان به د لمانځه په وخت کې د جمعې  په ورستي  صف کې دریدل۰
هلکان به روژه نیولوته هوسیدل، دجومات ملا او دکلي سپین ګیروبه تشویقول اوویل به یې:په دې عمرکې روژه نیول ډیرثواب لري او خدای پاک یې تاسوته په دونیا او اخرت کې اجر درکوي  

- عبدالغفور لیوال
بېرته شاته