(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اشر یا دخپلې خوښې کارونه

[26.Aug.2016 - 23:29]

لیک: سمیع الدین افغاني 
زمونږکلي اوبانډې. اتمه برخه اشر یا دخپلې خوښې کارونه
اشریا د خپلې خوښې کارونه په سیموکې د ویالوپه پاکولودویالود سر بندونو په جوړولو ، د شولود نهالونوپه کرلو ،د سرکونو اولویو لارو په جوړولواوهمدارنګه په کلیواوباندوکې دبامونوپه کاګلولو،دکروندې دمحصولاتوپه راټولولو،په مړي او ژوندي اوډیرنوروبرخوکې دسیمې داوسیدونکوپه شریکه همغږۍ په ټاکلي وخت اومعلوم پروګرام سرته رسیږي۰
دخپلې خوښې یو ځایي کارونه یااشر اکثرا د کلیواو بانډو د اوسیدونکو اویاهم کله ددولتي اورګانونوپه غوښتنه تر سره کیږي۰
په لغمان کې دچاردهي دسیمې لویه ویاله دبي بي حاحب د زیارت په ساحه کې دالیشنګ دسیند څخه سرچینه اخلي اود راه داریاسخي پله څخه ورسته د چاردهي د سیمې د ځمکو په خړاوبولو او په ورځینۍ چاروکې دخلکوپه ګټې اخستلوکې موهم اوحیاتي رول لري ۰
ددې اونورولویو ویالو داوبودعادلانه ویش په موخه هرکال دسیمې داوسیدونکو  له خوا نوی میراو یا د ویالې  مسؤل ټاکل  کیږي۰
ټاکل شوی میراو دنده لرې چې دویالې ،بندونواوسربندونو د جوړیدو اودهغو د فعالیت څخه تل با خبره وي اود اوبو عادلانه ویش په نظر کې وساتي که نه نو دبې خبره اوبې انصافه میراودکارپه نتیجه کې د کلو داوسیدونکودنفاق اوشخړو لامل ګرځي چې داشخړې اوستونزې کله بیا په مرګ،ژوبلې اودسرونوپه ماتیدو هم تمامیږي۰
په لغمان کې د ګرمیو په موسم کې دلوړوغرونو واورې ویلې کیږي او په همدې موسم کې کله چې دتودوخي درجه لوړه شي دابودنشتوالي له وجې تپې ، دښتې ، او دامانونه  وچ شي ، کله کله بیا په همدې موسم کې د دوامداره بارانونه اوګلۍ اوریدل دتالنده اوبریښنا سره یوځاي په خوړونواودښتوکې دسیلابونودراوتلو لامل ګرځي چې دا سیلابونه دمالې اوځانې تاوانونوترڅنګ دفصلونو اوکروندو د خرابیدو لامل هم ګرځي۰
دا خړ سیلابونه دسیندونواصلي مسیر ته تغیر ورکوي، لوې،لوې ونې اوکمرونه چپه کوي،کورونه اوڅاروي له ځانه سره په مخه  کوي ۰
څنګه چې د اسیلابونه د وچو دښتو اوشګلنو خوړونوڅخه راوځي په همدې وجې شګې،خاورې اوخاشاک له ځانه سره لیږدوي اوددې لامل ګرځي چې دسیلابونوپه مسیرکې پراته لوی،لوی سربندونه ویجاړ اوپه ویالوکې دخاورو اوخړواوبو په تیریدلو سره ویالې ډکې اوداوبوبهیرکم رنګه کړي،په همدې دلیل کلیوال هرکال د ویالو دپاکولو اوسربندونو د بیا رغونې په موخه دخپلې خوښې کارونه یا اشر ترسره کوي۰
کله چې دالیشنګ د سیند داوبو ذخیره یا دغرودڅوکو واورې دتودوخي دزیاتیدو له وجې اوبه شي ، دالیشنګ دسینداوبه چې دچاردهي دسیمې ځمکې خړوبوي هم لږې شي چې وروسته بیاپدې سیندکې دیوې ویالې په اندازه اوبه هم نه وي ،په همدې دلیل  ددې سیمې اوسیدونکي دخپل داړتیا وړاوبه دالینګار دسیند څخه چې دکال په هرموسم کې یې د اوبو پریماني ده راګرځوي ، هغه داسې چې دالینګار دسیند څخه یوه ویاله د همدې درې په استقامت پرتوغونډیواوتپود پاسه چې پخوا راښکل شوې اودچاردهي دسیمې په پیل کی دالیشنګ سیند سره وصله شوې ده ، دا ویاله هرکال پاکولو ته او ویجاړې برخې اوسربندونه یې بیا رغونې ته اړتیا لري،په همدې موخه دچاردهي دکلواوبانډواوسیدونکي د اشرونو یادخپلې خوښې کارونو په سرته رسولوسره دخپلوځمکواودسیمې دابو د کموالي ستونزه حلوي ۰
 
شفیع ماما یا دکلی نائي:
زمونږدکلی نائي محمد شفیع نومیده ،هغه به د کلي د مشرانو اوهلکانو د سر ویښتان  اصـلاح کول۰
دکلي هلکانودلنډوویښتانوسره دومره لیوالتیا نلرله خومشران دهلکانو د سردلویو ویښتانو طرفدار نه وه ،هلکان یې مجبورل چې دسرویښتان لنډ کړي خو سره لدې نائي به د هلکانو د سر ویښتان برابر او ښایسته جوړول ، هغه به نه هلکان او نه هم مشران خفه کول۰
شفیع ماما به دکلیو د اوسیدونکو او هلکانوخبرپه میاشت کې یو ځل اخيسته اودسرویښتان به یې ورته اصلاح کول چې په اوجوره کې به یې د فصلونو د لوګډ په موسم کې په کروندو ګرځیده او خپله برخه د لو شوي فصلونو صدرۍ یاګیډۍ ترلاسه کوله او وروسـته بیا د درمند  د تللو په وخت کې هم نائي ته برخه بیلیدله۰
  شفیع ماما یواځې زمونږ دکلي داوسیدونکونائي نه وه بلکه د چاردهي دسیمې دنورو کلیواوبانډو اوسیدونکـونائي هم وه چې دفصلونود لوګډ په موسم کې به دډیروغلو، دانو څخه برخه مندوه ،هغه به تل په کلو اوبانډوګرځیده اوپه سیمه کې به د ټولو پیښو څخه باخبره وه نوکله چې به په سیمه کې کومه دخوښي،مړي یا ژوندی خبره وه هغه دنده درلوده چې دکلواو بانډو اوسیدونکي پرې خبرکړي، همدارنګه په ښادیو کې هم د نائي رول ضروري وه،نائي به د واده بلنلیکونه په کلو او بانډو ویشل او ښادي ته رابلل شوو کورنی دوستان او عقارب به یې پرې خبرول ۰
همدارنګه نائي به په ودونوکې درابلل شوومیلمنولپاره خواړه برابرول چې په پخلي کې یې هم خاص مهارت درلود،په خاصه توګه درنګارنګ پلونو، قورمو اومزه دارې لغمانۍ شولې په پخولو کې یې ښه شهرت درلود۰
شفیع ماما  ډيرمتواضع ،خدمتګاره اوخواری کښه نائي وه چې په غم اوښادۍ کې به زمونږ دکلو ، بانډو او دسیمې د اوسیدونکو سره پوره مرستندوی د کار اومنډو رامنډو سړی وه ۰
 
د روژې مبارکه میاشت:
د کلې اوسیدونکوبه کله چې مازیګردکاراوکروندوڅخه کورته راستانه شول دمازیګرلمانځه وروسته به یې دروژه ماتې لپاره تیاري نیوله هغه داسې چې د کلي سپین ګیري،ځوانان اوهلکان ټول دروژه ماتې لپاره د کلي جومات ته راتلل،هغوبه دروژه ماتی برسیره اضافه خیرات يا نذر هم له ځانه سره راوړل ۰
 دجومات ومخې ته د ماښام دلـمانځه داذان څخه څو شیبې دمخه د کلي ماشومان راټوليدل ، کله چې به ملاصاحب دماښام د لمانځه اذان شروع کړد الله اکبردنارې سره سم به ماشومان دکلي په کوڅوکې دخپلو کورنو په لور په منډو شول او په لوړاواز به یې ویل : روژه ماته کړی دروژه ماتې اذان وشو۰چې په همدې توګه به ماشومانوکورنیو روژه دارانوته خبرورکاوه ترڅوهغوي په اطمینان سره خپله روژه ماته کړی ۰
د کلي اوسیدونکــي د ماسختن  د تراویح لمونځونو ته هرو مرو راتلل د تراویح لمونځ زمونږ له پاره ډیر په زړه پورې وه ،هلکان به حتمي لمانځه ته راتلل خو تعامل  دا وه چې هلکان به د لمانځه په وخت کې د جمعې  په ورستي  صف کې دریدل۰
هلکان به روژه نیولوته هوسیدل، دجومات ملا او دکلي سپین ګیروبه تشویقول اوویل به یې:په دې عمرکې روژه نیول ډیرثواب لري او خدای پاک یې تاسوته په دونیا او اخرت کې اجر درکوي  ۰

- افغاني
بېرته شاته