(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په نومونو کودتا

[27.Jul.2016 - 17:12]

لیک: محمد نعمان دوست

  یو وخت پیښور کې د مذهبي ډلو احساسات را وپاریدل، دوی دومره احساساتي شول چې اصلي کار ترې هیر شو او فرعي کار ته یې لاسونه بډ وهل.

خبره داسې وه چې دغو ډلو د فردوس سینما له نوم سره حساسیت وښود، خو په دغه سینما کې نندارې ته وړاندې کیدونکیو فلمونو په اړه یې بې تفاوتي اختیار کړه. د دوی قهر په دې راغلی و چې فردوس د جنت نوم دی او دغه مبارک نوم باید پر سینما کینښودل شي. نو پریکړه یې وکړه چې د فردوس سینما نوم دې (شبستان) شي!

د دې لپاره یې ډیر کمپاین وکړ، خو کله چې به د موټرو اډې ته لاړم نو همدا غږونه مې (باروبار) اوریدل: هشنغرۍ له (ته) ، فردوس له، صدر له…. هلئ شابئ را خیژئ!

له هیڅ کلینره مې د شبستان نوم وانه ورید. یو ځل مې له  یوه څخه ،چې د بس دروازه کې یې ځان ځوړند کړی و او د فردوس نوم یې بار بار اخیسته وپوښتل چې ولې فردوس ته شبستان نه وايي؟ هغه ښکته او پورته را وکتل او بیا یې ویل: د دوی هسې دماغ خراب دی.

 کوم نومونه چې یو ځل مشهور شي، د هغوی بدلول ناشوني وي. نوي  نوم ایښودونکي او یا غوره ده ووایم پر نومونو کودتا چیان هم په دې خبره پوهیږي خو خپل ضد نیولي وي؛ نه دا ضد نه دی، بلکې د هغو خلکو کار دی چې اسم ایښودای شي خو مسمی نشي رامنځ ته کولای.

د بیلګې په توګه: کله چې تنظیمونه د فاتحانو په توګه هیواد ته داخل شول نو د ځان ښودنې په فکر کې شول، دوی د داسې لارې په لټه کې شول چې مصرف ونلري، کړاو ونلري خو ځان ښودنه تر سره کړي. هماغه و چې  جوړو ودانیو باندې، چې له کلونو راهیسې یې خپل نومونه درلودل، نوي نومونه کیښودل او دا کار یې هم په خپلو کارنامو کې حساب کړ!

لکه د ننګرهار پوهنتون چې له لسیزو راهیسې یې خپل نوم درلود، په یوه شیبه کې یې د ننګرهار په اسلامي پوهنتون بدل کړ.

دوی پر ډیرو ودانیو نومونه کیښودل، خو یوه نوې ودانۍ یې هم اعمار نکړه.

همدارنګه استاد رباني چې په خپله واکمنۍ کې یې له نورو سیالو ډلو سره کابل کنډواله کړ، ورثه وو یې د ښاریانو له مخالفتونو او اعتراضیه مظاهرو سره سره،  د هغه نوم په یوه روغه ودانۍ کيښود او د کابل  د تعلیم او تربیې پوهنتون یې د هغه په نوم کړ. پر دې پوهنتون یې د داسې چا نوم کیښود چې د واکمنۍ په دوره کې یې ډیر بختور د دې پوهنتون له مخې ژوندي کور ته رسیدل.

سړی حیران شي چې دومره څوک د چا د نوم د ژوندي ساتلو شوقي وي، امکانات هم ولري نو ولې یې په نوم له سره نوې ودانۍ نه رغوي؟ ولې په رڼا ورځ پر پخوانیو نومونو کودتا کوي؟ او ….

دا ناوړه او بې خونده دود همداسې له کلونو راهیسې پالل کیږي او دا دی اوس یې یوه بله تازه نمونه وینو.

د دهمزنګ درې لاری ،چې له لسیزو راهیسې په همدې نوم دی او دلته له انګریزانو سره د غزا د یوه اتل  نایب سالار عبدالوکیل خان نورستاني په یاد تاریخي څلی هم ولاړ دی، د دهمزنګ د شهیدانو په نوم شو.

دا شهیدان هغه کسان وو چې د بریښنا په اړه یې د حکومت له یوې طرحې سره بار بار مخالفت کاوه، دوی د خپلو مشرانو لخوا دومره احساساتي شوي وو چې د امنیتي ګواښونو پروا یې ونکړه. هماغه و چې خونړۍ پیښه رامنځ ته شوه او په لسګونو کسان په خپلو وینو ولمبیدل.

دغه پیښه په خپل ذات کې یوه لویه انساني غمیزه ده. دردونکې پیښه ده، خو دا ټول غم او درد دا جواز نشي ورکولای چې د یوه ملکیت پر نوم دې کودتا وشي او د دوی نوم دې پرې ثبت شي.
ب
هغوی چې دغه شان مظاهرې رهبري کوي، پوره امکانات لري. په تیره شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې یې ښې ډيرې حلالې حرامې پیدا کړي دي. دوی کولای شي د کابل په یوه بله برخه کې یا همدې دهمزنګ درې لارې ته څیرمه د دوی په نوم یو څلی جوړ کړي. روغتیايي مرکز جوړ کړي. ښوونځی جوړ کړي او… د دوی یاد تازه وساتي. یا دې دولت همدغه کار وکړي له یوې خوا به د دغې پیښې د قربانیانو نوم ژوندی پاتې شي او له بلې خوا به د وطن په ابادۍ کې څه ور اضافه شي. پر نومونو کودتا یو بزدلانه عمل دی او بس.

- محمد نعمان دوست
بېرته شاته