(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ترکیې اخوانیان

[18.Jul.2016 - 21:31]

عبدالستار سعادت

یوه جمعیتي ملګري مې راته کیسه کوله؛ د جهاد په دوران کې استاد رباني ترکیې ته واستولم چې د هغه ځای اخوانیانو سره وګورم او له هغه هېواده مرستې راټولې کړم. هلته چې ورسېدم، د اوسېدو ځای مې برابر شو؛ پټ بهر ووتلم. یوې ټکسي کې سپور شوم او له ډرېور نه مې غوښتنه وکړه چې ما داسې ځای ته بوځه چې ښکلې نجونې ولري (مانا؛‌ هغه خاص ځای وي). ډرېور یوه ځای ته وروستم او راته یې وویل چې همدا ځای دی؛ ورشه! څومره ښکلې چې وغواړې دلته شته او په کوم عمر دې چې خوښېږي، دلته یې موندلی شې. د ټکسي ډرېور مې خوښ شو او ترې ومې غوښتل چې همدلته راته منتظر پاتې شي. لاړم، مخ مې تور کړ او بېرته راغلم. ټوله ورځ مې هغه سره چکر وواهه. د هغې ورځې په سبا راته د ترکیې اخوانیانو یوه غونډه جوړه کړې وه او ټولو مشرانو یې پکې ګډون کاوه. ما، د استاد رباني پیغام هم هلته اوراوه او د افغانستان د جهاد په اړه مې هم معلومات ورکول. سبا سهار ټاکلي آدرس ته ورغلم، ښه لویه غونډه یې رابللې وه. کله چې غونډه پیل شوه؛ رنګ مې والوت. هغه کس چې د ستېج چارې په مخ بېولې، هماغه د ټکسي ډرېور و. 
-------
پرون مې د ترکي نجونو یو تصویر خپور کړ او په هغه مې یوه لنډه تبصره وکړه.‌ هغوی مې چې په موخه پوه شول، سمه تبصره یې وکړه او هغوی چې پوه نه شول، زه یې د اردوغان دښمن وبللم او د ترکانو په سپکاوي یې تورن کړم. 
زما ملګرو! اردوغان او د ترکیې اخوانیان هوښیار او با تدبیره خلک دي. هغوی څه باندې یوه لسیزه حکومتولۍ کې خپل هېواد ته ستر کارونه وکړل. اردوغان یو باتدبیره سیاستوال دی چې د معاصرې نړۍ په پینځو سترو رهبرانو کې یې نوم یادېږي. د ترکیې ملت چې د خپل پوځ په وړاندې خپله ولسواکي په کومه بڼه وساتله، د بشریت په تاریخ کې یې یو نوی باب پرانېست او هر ترک باید وویاړي. د ترکیې کودتاچیانو هم یو جالب ریکارد ټینګ کړ؛ هغوی سره وسلې په لاس وې، خلکو یې مخ او سرونه په وینو ولړل، خو؛ هغوی یې د خپلو ټوپکونو ګولۍ، د خپلو وطنوالو په سینو کې سړې نه کړې (په شاوخوا ۲۰۰ کسانو کې چې په کودتا کې وژل شوي، نږدې ۱۲۰ تنه یې خپله کودتاچیان دي چې د ترکیې د نفوس په پام کې نیولو سره، کم تلفات یې بللی شو). هېڅوک نه شي کولای چې د اردوغان په رهبرۍ او د ترکیې ملت په ستروالي سترګې پټې کړي. 
خو؛ زما د خپل وطن ړندو او کڼو ته غوسه راځي.
په څو شېبو کې مو محجوبه فرخنده ووژله او په تکبیرونو مو په اور کې لولپه کړه؛ رخشانه مو تر ډبرو لاندې کړه؛ 
هغه فرخنده چې که په ترکیه کې وای، د حجاب لپاره به یې تقدس لرلای او هغه رخشانه چې د ترکیې په هېواد کې د محجوبو ښځو په قطار کې راتله.
مونږ په خپل هېواد کې داسې سخت دریځه یو او د بل هېواد په اړه مو بیا نظر بل ډول وي. 
تاسې کې کمو کسانو ترکیه لیدلې؛ یوازې مو د اردوغان تصویرونه لیدلي، د هغه حکومتولي مو نه ده لیدلې، خو؛ زه ورغلی یم او هر څه مې له نږدې لیدلي دي. تر اوسه پورې چې د بل هېواد لوړ پوړي چارواکي ورځي (هغوی چې لږ مهم وي) د مصطفی کمال آتاترک مزار ته یې بیایي او په هغه مېلمه باندې، د آتاترک مجسمې ته ګلان او ځانګړی درناوی وړاندې کوي.  
که ستاسې په هېواد کې د امان الله خان مجسمه جوړه شي او هلته ورته ځانګړي تشریفات او د بت پرستۍ حد ته نږدې درناوی وشي، خپل نظام ته به څه ووایاست؟! دا تاسې نه وئ چې امان الله خان حتی په ننګرهار کې، د تورو خاورو لاندې درنه خلاص نه شو؟!
د افغانستان د مجاهدینو نه څوک ورځي؛ یو اخوانی یې په خپلې ټکسي کې (فاحشه خانې) ته بیايي او بیا سبا ورته ستره غونډه جوړوي؛ د هغه په لیدو یې حتی وچلي کې ګونځې هم نه راخي؛ که تاسې د هغو په ځای وای، هغه شېبه مو د هغه په مخ لاړې تو کولې او له مجلس نه مو شاړه. زمونږه او د ترکیې د اخوانیانو تر مینځ، زمکه او اسمان فاصله ده. داسې نه ده چې مونږ تر هغو په عقل کې غوره یو؛ هغوی تر مونږ پراخ نظري او هوښیار دي. د ترکیې یو افراطی اخوانی، د افغانستان تر یوه سیکولر، لېبراله، زیات په فردي آزادیو معتقد دی.  
د ترکیې اخوانیان د خپل ملت ارزښتونو باندې باور لري او درناوی یې کوي. هغوی خپل قامتونه د کمال آتاترک مجسمې ته ځکه قاتوي چې لا د ترکیې ملت کې هغه د پلار په نامه یادېږي. 
زه د پوځ د کودتا په ناکامۍ د زړه له تله خوشاله شوم او هر ځای کې چې ولسواکي ژغورل کېږي او غیردیموکراتیکې وسیلې له کاره لوېږي، پرې خوشالېږم؛ خو، خپل هېواد ته هم همداسې هیله لرم. زه چې د ترکیې مخ لوڅې ښځې په سریالونو کې ګورم ، د هنر او ښکلا ستاینه یې کوم؛ د خپل هېواد ښځو ته هم باید لس برابره درناوی وکړم. ځکه چې زمونږ ښځې په ټوله اسلامي نړۍ کې، د هر هېواد تر ښځو محجوبې او سپېڅلې دي. 
که د بل هېواد هغه نظام نه ننګه کوم چې شراب پلورل او څښل په کې د واټونو په سر روا وي، نو؛ بیا خپل نظام لس برابره شرعي او اسلامي بولم؛ انتحار او انفجار یې په مقابل کې روا نه ګڼم.‌
زه مو د ترکانو په اړه د نظر د پراخوالي نه ننګه کوم او هیله مې دا ده چې همداسې واوسئ، خو؛ همدا سترګې باید خپل وطن ته هم راواړوئ.
دلته د طالب ننګه کوئ، د نظام نسکورول روا ګنئ، خو؛ په ترکیه کې د نظام د حفظ لپاره ټوله شپه ویښ پاتې کېږي او د اخوانیانو د نظام د حفظ لپاره دعا کوئ. دلته که د کومې ښځې له سره ټیکری وښویده او تصویر یې ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، چیغې شروع کړئ چې افغانستان کې اسلام ختم شو؛ هلته د ترکیې په واټونو کې د نیمه بربنډو ښځو ګرځېدل روا ګڼئ او یو خاص ارادت وروړاندې کوئ.‌ زه وایم د هغه نظام نه ننګه وکړئ، د هغو ښځو (ترکۍ مېرمنو) درناوی وکړئ چې واقعاْ هم د درناوي وړ دي؛ مګر د خپل وطن ښځې هم یوازې د سر د څو تاره وېښتو په لوڅېدو، په فاحشه توب مه تورنوئ او دومره کوچنۍ خبر، د اسلام په زنکدن مه تعبیروئ!!!
هغه کسان چې ما پېژني، پوهېږي چې زه خپله یو اخوانی یم او په یوې اخوانۍ کورنۍ کې زېږېدلی یم؛ تر تاسې مې اردوغان زیات خوښېږي. مګر؛‌ اوس لږ تر لږه په دې پوهېږم چې کله ترکیې ته ځم، زما د پاسپورت په پاڼو رانه ویزه غواړي؛ حتی د خدای کور (حج) ته چې ځم، د سعودي سفارت نه باید رسمي ویزه واخلم. په دې پوه شوی یم چې د زمکې په مخ کرښې راکش دي او زه چې څومره ښه مسلمان شم، په هغو کرښو کې را ایسار کس یم.
عبدالستار سعادت

- سعادت
بېرته شاته