(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د هيواد د ستر ملی شخصيت ، شاعر ، ليکوال ، او ساپوه ارواښاد ډاکتر کبير ستوری د لومړی تلين کليزه په کونړ کې د يوی غونډی په ترځ کې ولمانځل شوه.

[06.Apr.2007 - 20:31] د روان کال ۱۳۸۶ هـ ل کال د حمل د مياشتی په ( ۱۵ ) نېټه چې د اپريل د مياشتی د څلورمي نېټی سره سمون خوری د ملی او سياسی شخصیت ، شاعر ، لیکوال او څيړونکی ارواښاد ډاکتر کبير ستوری د لومړی تلين په مناسبت د کونړ میشتو فرهنګیانو په نوښنت دکونړ ولایت په مرکز اسعد اباد کې يوه لویه غونډه او مشاعره وشوه ، د غونډی ځانګړی ميلمانه د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کولتور ريس ښاغلی عبدالقیوم حکمیزی و ښاغلی محمد شفا مشفق ، د علومو د اکاډمۍ مرستيال ښاغلی عبدالقيوم مشواڼی ، ښاغلی شاه ولی سالارزی ، ښاغلی عبدالبصير ستوری ، ښاغلی محمد اکرام ماموند او ښاغلی عبدالنصیر ستوری ؤ ، غونډه د قاری ښاغلی عبدالهادی عاصم له خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه ، ورپسی د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور د وزير ښاغلی عبدالکریم خرم پیغام د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کولتور د ریس ښاغلی عبدالقیوم حکمیزی ، له خوا ولوستل شو ،د غونډی د سټیج چاری د پیاوړی ليکوال او شاعر ښاغلی ادريس غروال او علومو د اکاډمۍ غړی ښاغلی وجيه الله شپون پر مخ بيولی، همدارنګه د پیغامونو په لړ کې د عوامی نیشل پارټی مرکزی مشر ښاغلی محمد افضل خان « خان لالا » پیغام د ښاغلی ادریس غروال له خوا ،د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند پیغام ښاغلی شاولی سالارزی له خوا ،د پښتنو کولتوری ټولنی کولن ــ جرمنی پیغام ښاغلی اکرام ماموند له خوا ،د پښتون کور ( کولتوری مرکز ــ بن ) پیغام د استاد ښاغلی وجيه الله شپون له خوا ، د افغانستان د کولتوری ودی ټولنی پیغام د ښاغلی ادريس غروال له خوا ،د کونړ د ځوانانو کولتوری او فرهنګی ټولنی ( جرمنی ) پیغام د ښاغلی استاد شپون له خو ا، په مونشن ګلاډبخ کې افغانی کولتوری پیغام د ښاغلی عرفان الله کوټوال له خوا ، د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کولتور رياست پیغام ښاغلی حشمت قلم یار له خوا ،د شمشاد د تلويزون پیغام ، د شپون کولتوری ټولنی پيغام ښاغلی قاری عبدالهادی عاجم ولوستو، ،د مقالو په برخه کې چې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په هر اړخیز شخصيت ، علمی او پوهنيزو اثارو، شاعرۍ ، ژوند او مبارزه د ګڼ شمير ليکوالو او پوهانو له خوا مقالی واورول شوی او د ارواښاد ستوری په خدماتو يي رڼا واچوله چې نومونه يې په دی ډول دی د علومو د اکاډمۍ غړی ښاغلی وجيه الله شپون ، ښاغلی خيبر جبارزی ، ښاغلی محمدشعیب غروال ، نجیب الله کونړی ، ښاغلی عبدالحلیم همت، ښاغلی عرفان الله کوټوال ، ښاغلی رضوان شپون ، ښاغلی عبدالهادی عاصم او نور ... د غونډی په دوهمه برخه کې يوه آزاده مشاعره وشوه چې پکې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری ته د عقیدت پیرزوینی هم وړاندی شوی په مشاعره کې ښاغلی لطف الله خاموش ، ښاغلی محمد غیاث حقمل، ښاغلی شیر زمان صادق ، ښاغلی کاتب شاه کاتب ، ښاغلی شفیع الله تاند ، ښاغلی شوکت الله عابد ، ښاغلی محمداصف میاخیل ، ښاغلی محبیب الله قوروال ، ښاغلی بصیر الحق عادل ، ښاغلی ګلرنګ کوچوان، ښاغلی رنجش ، ښاغلی محمد قاسم فقیر یار ، ښاغلی عبدالحلیم همت ، ښاغلی عرفان الله کوټوال او نور ګن شمیر شاعرانو خپل شعرونه واورول چې د ناستو ګډون کونکو له خوا په تودو چککو بدرګه شول. د غونډی په ترڅ په متفقه ډول یو قراد داد هم منظور شو چې پکې د افغانستان د حکومت څخه غوښتنه شوی وه چې د کونړ ولایت یوه لیسه باید د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په نوم ونومول شی. د غونډی په پای کې د علمو د اکاډمی غړی عبدالقیوم مشواڼی خپله لنډه وینا وکړه او د داسی غونډو راجوړول او د خپلو ملی اتلانو یاد د غونډی د ګډون والو او منتظیمونو څخه ّ خوښنه ، مننه او کورودانۍ پای ته ورسیده
-
بېرته شاته