(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ظاهرشاه تاریخی تیروتنه

[14.Jul.2016 - 08:39]

زلمی پښتون

د ظاهرشاه یوه ستره تاریخی تیروتنه!
په ۲۰۰۲ کال کښی کله چی زه په ایتالیا کښی دیپلومات وم د جنرال سردار ولی سره می ډیری ښی اړیکی پیدا کړی وی. د کیسو په ترڅ کښی یوه ورځ راته یی وویل چی وروسته د نړیوالی دوهمی جګړی څخه د انګلستان دولت د اقتصادی له اړخه  دومره ناتوانه شوی وو چی د امریکی رئیس جمهور ته یی وویل چی مونږ نور هند نشو ساتلی مګر د امریکا دولت ورته وویل که چیری هند خوشی کړی د شوروی کمونستی رژیم راځی هند اشغالوی او تودو اوبو ته ځان رسوی. امریکا او انګلیس فیصله وکړه چی د افغانستان له پادشاه سره باید خبری وشی چی مونږ سره د سنتو په تړون کښی یو ځای شی او مونږ به په بدل کښی د احمد شاه بابا امپراطوری دوباره ورته احیا کړو. خو لنډه دا چی دری ځله د انګلیس استازی او د وخت صدراعظم کابل ته راغی مګر ظاهر شاه ورسره و نه منله او د افغانستان په بی پلوی یی تینګار وکړ. د اخر ځل لپاره د امریکه رئیس جمهور ایز هاور په خپله افغانستان ته راغی او د کابل هوای ډګر په فی ای پی کښی له پاچا سره وکتل او پاچاته یی وویل که ته زمونږ دا هیله ونه منی نو مونږ مجبور یو یو بل هیواد جوړ کړو او دا کار مونږ ته ستونز مند دی. که ته مونږ سره یو ځای شی دا پیسی به ستا په مرسته ولګو او هم به څلور میلونه مسلمانان هم له هند څخه ستا لویه خاوری ته راولیږو. خو ظاهر شاه بیا هم و نه منله. جنرال سردار ولی زیاته کړه چی سردار داود خان، زما پلار مارشال شاه ولی خان ، داکتر ظاهر او زیاتو خلکو غوشتل په پادشاه فشار راوړی ترڅو دا وړاندیز ومنی مګر ما او پادشاه دا وړاندیز و نه منل دا وه چی په ۱۹۴۷ کال کښی پاکستان جوړ شو. د کراچی بندر خو څه کوی له مونږ څخه یی پشتونستان او بلوچستان هم واخیست. جنرال ویل د امریکا هغه پیسی چی باید زمونږ په ابادی لګیدلی وای زمونږ په بد بختی ولګیدلی او دا مسله زمونږ د کورنی د نفاق سبب هم وګرځیدلو او بیطرفه هم پاتی نشولو ځکه مونږ روس ته احتیاج شولو

عزيز اميرج

- تاریخی تیروتنه
بېرته شاته