(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مشروط سړی،نه کامیاب نه ناکام

[12.Jul.2016 - 10:22]

مشروط سړی نه کامیاب او نه هم ناکام شو – ناټو کانفرانس

نظرمحمد مطمئن : لیکوال او شناند

په ۱۹۷۹ز. کال کې د وارسا تړون په افغانستان د جګړې ننګه کوله، په افغانستان کې يې بشپړ ۱۰ کلونه خپل عسکر وجنګول، مړه او ژوبل یې کړل، د خپلو عسکرو کورنۍ يې د غم پر ټغر کینولي، او نږدې ۱.۵ میلیونه افغانان يې شهیدان او نږدې ۲ میلیونه معیوب او په میلیونو افغانان یې بې کوره او مهاجر کړل.

په ۲۰۰۱ ز.کال اکټوبر میاشت کې امریکا د ناټو په سرمشري او ملګرتیا پر افغانستان جګړه پېل کړه، بشپړ ۱۵ کلونه د جګړې تیر شول، امریکايې عسکريې له افغانانو سره وجنګول، مړه او ژوبل یې کړل او د خپلو عسکرو کورنۍ يې د غم پر ټغر کینولي، نږدې دوه لکه افغانان يې ووژل، تر دي زیات يې ژول او کور پريښودلو ته مجبوره کړل، او د ګوانتانامو او باګرام بدنام زندانونه يې پر افغانانو ډک وو.

د امریکا په تاریخ کې اوږده جګړه، تر ۱۵ کلنۍ اوږدې جګړې وروسته به هم امریکا افغان امنیتي ځواکونو ته نغدي پیسي د هغوی د معاش او مصارفو لپاره ورکوي. هغه ناټو چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو او مصارفو کې يې د روڼتیا غوښتنه کوله، د غني په نږدې دوه کلنه موده کې لا هم فساد او اختلاس په خپل حال پاتې دی.

د جګړې دوام او لګښتونه

تر ۲۰۲۰ ز. کال پوري به افغان ځواکونه اټکل ۱۵ بیلیونه امریکايې ډالر لګښت ولري، چې ۱۰.۵ بیلیونه ډالر به امریکا ورکوي، پاتي به يې د ناټو نور هیوادونه ورکوي، تر څو افغان حکومت خپلو امنیتي ځواکونو ته پرې د موټرو او الوتکو روغنیات، وسلې او نظامي تجهیزات رانیسي چې د طالبانو سره جګړه وکړي.

په تیرو ۱۵ کلونو کې افغان حکومت په بیلیونو ډالر حیف میل کړل. امنیتي ځواکونو کې هم د پيسو د حیف او میل خورا لوی فساد شوی دی، خو داځل يې د تیر په څیر د ناټو غړو هیوادونو پوښتنه ونه کړه، او نه يې هم د خپلو پیسو د لګښت حساب وغوښت.

ناټو هیوادونو شک درلود چې یواځي د کاغذ پرمخ ۳۵۲۰۰۰ اردو او پولیس شته، ولي په عملي ډګر کې ډیر خیالي عسکر او پولیس هم راپور ورکول کیږي، چې ښه بېلګه يې په وروستیو وختونو کې د هلمند د خيالي پولیسو راپور ګڼلای شو.

تیر کال ناټو په ځینو معیارونو خبره کوله چې افغان حکومت یې باید پوره کړي، مګر هغه عملي نه بريښېدل، ځکه خو داځل وارسا کې ناټو د حساب ورکوني د روڼوالي پر معیارونو ټینګار ونه کي.

ناټو له افغان حکومت څخه غوښتي وو چې د اداري او مالي فساد په وړاندي جدي او عملي اقدام وکړي، ولي حکومت ونه توانیدی، دا ډول که نوي ژمنه شوې پیسې افغان حکومت ته ورکول کیږي، په دي اړه هم د کوم جدي اقدام غوښتنه داځل نه ده شوي، داځکه هرڅه نادیده ونیول شوه چې حکومت په بیړني (ایمرجنسي) حالت کې دی، د خپل پایښت اړوند مرستو ته اړتیا لري، نو ځکه د ناټو معیارونه جدي ونه نیول شوه، یواځي د هیلې تر حده وو چې د ناټو د روڼوالي او فساد سره د مبارزي معیارونه به عملي کیږي. شرط ونه ګڼل شوو.

اوباما په ۲۰۱۴ کال کي د امریکايې پوځیانو د شمیر کمولو وعده وکړه، مګر داځل يې له ناټو کانفرانس څخه لږ مخکې اوپه ناټو کانفرانس کې وویل چې ۸۴۰۰ امریکايې پوځیان به په افغانستان کې پاتې کیږي، اوباما امریکايې عسکرو ته د جګړي کولو او زیات واک کولو اعلان هم وار له مخه کړي وو، بلخوا بیا ناټو هیوادونو ژمنه وکړه چې ۶۰۰۰ پوځیان به په افغانستان کې د ۲۰۱۷ ز. کال تر پایه پوري ولري.

په ټولیز ډول د ځینو راپورونو پر اساس پنټاګون او د امریکا بهرنیو چارو وزاتونو له ۹/۱۱ وروسته په افغانستان کې ۷۸۳ بیلیونه ډالر مصرف کړي، دا مصارف د امریکايې عساکرو او ډیپلوماټو له خوا شوي، که دا لړۍ دوام پیداکړي نو تر ۲۰۲۰ ز. کال پوري به د امریکا پوځي لګښتونه په افغانستان کې اټکل ۱.۸ ټریلون ته ورسیږي.

ناټو کانفرانس کې د ګډ حکومت مشرانو دوې مهمې لاسته راوړنې درلودلي، تر ۲۰۲۰ ز. کال پوري يې د جګړې او خپلو امنیتي پوځیانو مصارف په امریکا او ناټو ورومنل، دا هغه څه دي چې د ګډ حکومت مشرانو ته نوي او تازه څاه ورکوي.

دا ډول د پاکستان اړوند غني د ناټو کانفرانس کې وویل چې پاکستان د سولې اړوند پر خپلو ژمنو وفا ونه کړه او په دي برخه کې مرسته نه کوي، هغه وویل چې له پاکستان پرته د سیمې ټول هیوادونه د افغانستان سولې اړوند همکاري کوي. د ګډ حکومت مشرانو وکولای شوو چې نړيوال د پاکستان پر دوه مخې لا شکمن کړي.

د افغان جګړې د ختمولو ستراتیژي نشتون

د امریکايې پوځیانو مشر په دي ګروه دی چې طالبان به په راتلونکي کې تر فشار لاندي وي، ځکه اوباما امریکايې پوځیانو ته زیات واکونه ورکړل او په جګړه کې به د افغان امنیتي کسانو سره یوځای برخه اخلي.

د افغان جګړې د ختمولو ستراتیژي باندي لاهم هیڅ لوري فکر نه دی کړی، امریکايې چارواکي پرې نه پوهیږي او نه هم وړاندیز شوی، نه هم ناټو همدې ټکي ته فکر کوي.

افغان چارواکي خو فکر کوي چې امریکا به يې ملاتړ کوي او د جګړې د ختمیدو اړوند کوم رغنده او ژور فکر نه لري، ځکه د ځینو يې په جګړه کې ګټې دي.

بلخوا بیا طالبان هم د افغان جګړې د ختمیدو اړوند کومه واضح تګلاره نه لري، او نه يې هم په دي اړه افغان ولس ته وضاحت ورکړی.

د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل ویلي چې د افغانستان د جګړې او شخړي څخه د وتلو له پاره ، د جګړې پرځای د سیاسي حل اړوند له طالبانو سره د سولې خبرې مهمې دي.

تر څو چې د جګړې د ختمیدو پر ستراتیژي کار ونه شي، د جګړې پر ځای سیاسي حل ته ښکېل جهتونه مخه نه کړي، د افغانستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي حالت به خرابي لورته روان وي.

غني مشروط که ناکام؟

افغان جګړه ګټونکي نه لري، جګړه به اوږديږي، او پکې قرباني به افغانان وي، د افغان ولس توقع وه چې غني به د جګړې پرځای د سولې لپاره ټینګه اراده ولري، ولي د ناټو کانفرانس له پریکړو ښکاري چې په سېمه کې جګړې ته لمن وهل کیږي او تر ۲۰۲۰ ز. کال پوري به جګړه د اوس په ډول روانه وي، بالاخره به همدا جګړه پر یوې بشپړي خپلمنځي افغان جګړې اوړي او افغانان به پکې وژل کیږي، بهرنیان به یې ننداره کوي.

ولسمشر غني وعده کړي وه که ۶ میاشتي کې د افغانستان حالات مثبت بدلون ونه موند، استعفا به ورکوي، نه داچې مثبت بلکې منفي تغیر يې د کرزي د وخت په پرتله زیات لیدل کیږي، د سولې پرځای دښمني، د امنیت پر ځای نا امني او اقتصادي ځوړتیا هم ورځ تر بلې زیاتیږي، مګر د غني خپله وعده او ژمنه هیره شوي.

غنی د ملي شورا له وکیلانو سره ژمنه وکړه که هر وزیر يې اهل نه وو، درې میاشتي وروسته به یې لیري کړي، له وزیرانو یې درې میاشتني کاري پلانونه وغوښتل، مګر نه کوم وزیر لیري شو، او نه هم د هغوی کاري پلان تطبیق شو، هر څه یواځي د ژمنو تر حده او د وزیرانو کاري پلانونه د کاغذ پرمخ همداسي پاتې شوو. تر دي چې غني ونه توانیدي د عطاء محمد نور له خوا معرفي شوی د پوهني نالایق وزیر لیري او یا خو تبدیل کړي.غني وعده کړي وه چې سرپرست والیان به لیري کړم، مګر لیدل کیږي چې ځینې سرپرست والیان ولسمشر ته ګوت څنډنې کوي.

بلاخره خپله ولسمشر د روان تعلیمي کال د پېل په ورځ وویل چې زه مشروط یم، د ولس سره مشروط، د ملي شورا سره مشروط، د پوهني او اقتصادي کارپوهانو سره مشروط، د سولې او جګړې په ډګر کې مشروط، د ناټو سره مشروط، ولي بیا هم دغه مشروط سړی نه کامیاب او نه هم ناکام شو، نه يې هم د استعفی جرائت وکړ.

ځوان نسل مو د بلې جګړې قرباني کیږي

غني، عبدالله او د ګډ حکومت چارواکي دي د څو شیبو له پاره فکر وکړي که فرض کړو افغانان هم د جاپانیانو په ډول د امریکا هرڅه ومني، له امریکا او ناټو سره له دښمنې څخه لاس واخلي، ګرده طالبان په کور ارام کښیني، آیا په ګران هیواد او سېمه کې به ارامي راشي؟ نه، هیڅکله هم نه، ځکه دلته دامریکا اهداف معلوم دي چې له افغانستان څخه چین، روسیه او منځنۍ اسیا تهدید کړي.

دلته به د داعش په نوم، دلته به د القاعده په نوم، دلته به د لښکرطیبه په نوم، د طالبانو څخه د جلاشوو ډلو په نوم، دلته به په بېلابېلو نومونو نورې ډلې راپیدا کوي تر څو جګړه دوام پیداکړي او سېمه ارامه نه شي، دامریکا او روسيې سیالي، د امریکا او چین سیالي، د هند او پاکستان سیالي ، د ایران او پاکستان سیالي ، د ایران او سعودي سیالي ، د ګردو د سیالۍ میدان به افغانستان وي، قربانیان به افغانان وي، د جګړو له امله ګټې به يې ګاونډیو او نړیوالو هیوادونو ته ځي.

لویدیځ او لویدیځ پلوه افغان چارواکي فکر کوي چې د طالبانو اړوند په ځوانانو کې نفرت د ټلویزونو د اعلاناتو او په ګردي میزونو کې پر طالبانو بد ویلو له امله زیاتیږي، سمه ده په ښارونو کې تر ډیره په ځوان نسل کې دا کار وشو، خو د لویدیځ او لویدیځ پلوو افغانانو بیا فکر نه دی چې برعکس په لیري پرتو او کلیوالو سېمو کې د لویدیځ پلوو او سیکولر ځوانانو اړوند نفرت مخ په زیاتیدو دی، نتیجه به داوي چې موږ یو بل ځوان نسل دواړو لورو ته د راتلونکو جګړو لپاره په لوی لاس عمدا چمتو کوو، بیا به طالب پلوه او لویدیځ پلوه افغان ځوانان خپلو منځو کې په جګړو بوخت وي.

غني او عبدالله د بایللي جګړې ګټلو تمه کوي

کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل مجاهدین کمزوري ځکه شول، چې ځینو يې ویل چې نور جګړه په کار نه ده، راځي له ډاکټر نجیب سره خبرو ته کښینو، او افغان وژنه بس کړو، مګر ځینو يې په جګړه اصرار کاوو، کله چې امریکا او ناټو د خپل پوځي ماموریت د ختم اعلان وکړ، اوباما د خپلو پوځیانو د ایستلو وعده وکړه، له دي سره سم په افغانانو کې همدا خبره راپورته شوه چې جګړه افغاني کیدو لورته روانه ده، او مخنیوی يې په هر ډول چې وي په کار ده، ولي داچې اوباما او د ناټو سرمنشي بیاځل افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو د رالیږلو اعلان کوي، نو طالبانو ته هم د جګړې د دوام پلمه او مورال ورکوي.

وايې که دنړي په رهبرانو او مشرانو کې ځینې يې لیونیانو ته ورته ځینې کارونه ونه کړي، نو دا دنیا به دومره په زړه پوري نه وای، بوش لیونتوب وکړ، ټوني بلیر لیونتوب وکړ، کرزي د قدرت او واک هوس وکړ، او غني لګیا دی لیونتوب کوي، په هیواد کې په جګړه اصرار کوي، د بهرنیو ځواکونو په شتون او ډیرښت خپل افغان ولس ننګوي.

غني او عبدالله د هغې بایللي جګړې د ګټلو تمه لري چې ۱۵ کلونه نږدې نیم میلیون بهرنیو او کورنیو پوځیانو مهار نه کړای شوای، امریکايې څلور ستوري والا جنرالان یو په بل پسې ناکام بیرته ستانه شول، جګړه یو طرفه نه شوه. نه خو طالب ورک شو، نه القاعده ورکه شوه او نه هم د افغان کورته سوله او امنیت راغی، او نه هم د ملکي کسانو مرګ ژوبله ودریده. او نه هم د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله په تیرو ۱۵ کلونو کې له یو کال مخکې نه کمه شوه، بلکې دغه تعداد هر کال وروسته زیاتیږي.

وړاندیز مې دادی چې افغان سیاستوال نور د جګړې پرځای د سولې لپاره هڅې وکړي، ولس له خپلمنځي افغاني جګړې څخه خوندي کړي، امریکا او ناټو ته نور بازي ورنه کړي، په فساد او اختلاس ککړ خلک نه حکومتي سیسټم جوړولای شي او نه هم جګړې ګټلای شي.

(ځیني معلومات د ټیم کریګ لیکنه واشنګټن پوسټ څخه را اخستل شوي)

 

- نه کامیاب,نه ناکام
بېرته شاته