(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د یوه ناوړه دود د بیا

[27.Jun.2016 - 09:52]

د یوه ناوړه دود د بیا را ژوندي کیدو ویره

محمد نعمان دوست

د کوهي اوبه د ماشومې له غاړې پورته شوې وې، خو هغې پر خپل پلار باور نه و بایللی، همدا نارې یې وهلې: ای پلاره! ای پلاره!
 پلار د خپلې لور چیغې وانه وریدې، ترې روان شو او شیبه وروسته نجلۍ له نارو ولویده. لکه مړ کب د اوبو لپاسه یې دورې وهلې او کوچني لاسونه یې له حرکته وغورځیدل.
دا پلار په خپل لاس د خپلې لور د وژلو کیسه کوي، صحابه ناست دي  او د بشریت ستر ناجي حضرت محمد ص ورته ژاړي، دومره ژاړي چې ږیره یې په اوښکو لمدیږي.(*)
دا یواځې د دې پلار کیسه نه ده، هر پلار ورته کیسې لرلې او په لکونو نجونو برخلیک د دغه شان پلرونو لاسونو ته لویدلی و. 
ځینو عربانو به د زیږون په وخت د میرمنې څنګ ته کنده وکاږله، که لور به دنیا ته راغله نو سمدلاسه به یې هملته ښخه کړه او ځینو نورو به لږ صبر  وکړ او بیا به یې ځان سره په چل او فریب روانه کړه، مور به د خپلې لور وروستي دیدار ته لپه لپه اوښکې تویه کړې، پر ټنډه به یې ښکل کړه او د تل لپاره به یې رخصت کړه.
 ماشومې به له خپل پلاره د مینې تمه درلوده، خو هغه به د نفرت او بغض په مجسمه بدل شوی و، تنکۍ لور به یې ووژله او بیرته به خالي لاس کور ته راستون شو.
په عربو کې د وړو نجونو وژلو بیلابیل لاملونه لرل، ځینو به د دې لپاره وژلې چې پالنه یې ورته اقتصادي ضربه ښکاریده او نه یې غوښتل دغه ضربه وزغمي خو ځینو به د یوه جبر له مخې وژلې.
 جبر دا و چې هغه وخت قبیلوي جګړې وې، یوې قبیلې به پر بلې یرغل وکړ او بریالۍ ډلې به د خپل دښمن نران ووژل، ځوانې ښځې به یې وتښتولې،یا به یې د بدلمنې لپاره ځان سره ساتلې، د هغوی د عزتونو په لوټلو یې خپله وحشي غریزه خړوبوله او یا به یې په نورو پلورلې او هغوی به هم د جنسي هوسونو د وږو ځناورو پنجو ته ولویدې.
پلرونو له ښې ورځې خپلې نجونې نه وژلې. هغوی نه غوښتل لورګانې یې هره شیبه د یوه وحشي په منګولو کې ساه ورکړي، له دې یې غوره ګڼله چې یو ځل ساه ورکړي او د تل لپاره بې غمه شي.
عجیبه ده، هغه جهالت چې عربو کابو پنځلس پیړۍ وړاندې تجربه کړی و، زموږ ولس ورسره اوس مخامخیږي. په ځینو سیمو کې زموږ د خلکو حیاء په خطر کې ده، یرغل کوونکي میرمنې تښتوي او ځان سره یې بیايي.
زموږ خلک هر ډول مرګ ته حاضر دي، خو دې ډول تدریجي مرګونو ته نه دي حاضر. دا یې نه فرهنګ دی او نه د دې فرهنګ د زغملو وس لري.
اندیښنه داده چې د دغه شان ترینګلی حالت دوام د دې لامل نشي چې هماغه د جهالت د دورې ناوړه دود بیا را ژوندی شي. هسې نه پلرونه د خپلو ښځینه اولادونو د حیاء له ویرې هغوی په خپلو لاسونو ووژني. هسې نه هر پلار خپلې حسینې لوڼې ځان سره د مرګ صحرا ته روانې کړي، وې وژني او هغوی په وروستیو سلګیو کې ناري ووهي: ای پلاره! ای پلاره!
مخکې له دې چې له دغه شان حالت سره مخ شوو او مخکې له دې چې جبراً د خپلو لوڼو قاتلان شوو له  دغه حالته وتل په کار دي او له دغه حالته هغه وخت وتلی شو چې هر یو د بل درد په خپل بدن کې محسوس کړو.
 محمد نعمان دوست
ماخذ: تفهیم القران، شپږم ټوک
  (سرخط نننۍ ګڼه

- ژوندي کیدو ویره
بېرته شاته