(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خبرونه

[20.Jun.2016 - 07:56]

څېړنوال عبدالغفور لېوال 

ګڼې رسنۍ زموږ له ذهنیتونو سره توره لوبه کوي. موږ د ولس په توګه خبرونه نه پېژنو، ځکه خو رسنۍ تورې خبرې، خپل سیاسي لیدلوري، وېرې او اوهام د «خبرونو» په نامه راباندې پلوري. هو پلوري یې ځکه چې  په بدل کې زموږ وخت، رواني سکون او راتلونکي ته هیلې راڅخه اخلي. 

تېره ورځ جلال‌اباد ته روان وو، ملګري راسره وو، پر لاره مو د سرو رومیو، او شنې ترکاري پر پراخو کروندو سترګې خوږې شوې چې د کابل د بهانده سیند دواړو غاړو ته پرتې وې، یوه ملګري وویل؛ څو ورځې کېږي چې تورخم بند دی، خو ترکاري ورځ تربلې ارزانېږي، دا خو د همدغو کروندو برکت دی او که نه اوس به دې قیمتونه لیدلي وو.

څو ورځې مخکې د کرنې وزارت خبر راکړ چې  په فراه کې د غنمو حاصلات سږ کال دوه چنده شوي دي. دوکاندار راته دشنو بادرنګو په ستاینه بوخت و، ویل یې؛ وا یې خله، دا پخواني بادرنګ نه دي چې له ایرانه به په یوه میاشت کې راتلل او کېز به شول، دا د فراه او نیمروز بادرنګ دي، په یوه ورځ کې تازه رارسېږي... دا څو کاله به مو پام وي چې د هلمند هیندواڼې راورسېږي، بیا د جلال‌اباد پیل شي او بیا نو څو میاشتې له کندوز، مزار او بغلانه راروانې وي، ټول کال بې هیندواڼو نه یو، یو ځل مې په نوي ډيلي کې مېوه اخیسته، د سرو انارو په یوه مې ګوته کېښوده چې بیه یې وپوښتم، هندو دوکاندار په غوسه راته وویل؛ لاس ترې لېرې کړه، دا دکندهار انار دي چې راخراب یې نه کړې...

دسلما بند به د هرات د انګورو او نورو حاصلاتو ګراف اسمان ته پورته کړي، پر فراه‌رود، هلمند سیند او کابل و کونړ چې بندونه جوړ شي، بیا به د ګاونډیو سپي سپي کېدل وګورئ! ... 
دا خبرونه چېرته دي؟ ولې هيڅوک ورته پام نه کوي؟ ولې هره ورځ جنازې شمارو، چاودنې یادوو او د ګاونډیو خوسا ارګمیو ته ناست یو؟ 

دا منم چې لا هم په جنګ کې یو، منم چې بدې پېښې ډېرې دي، دا هم نه شو هېرولای، چې ولس په لوږه او بې‌وسي کې دی، خو ښه خبرونه هم کم نه دي. 
څلوېښت کاله زموږ پر وړاندې د بېلابېلو لوریو رواني جګړه ښه په خرپ کې روانه وه، د دې جګړې یوه پایله دا شوه چې موږ ته یوازې بد او خونړي خبرونه «خبر» ښکاري او هغه خبرونه چې وینې نه ورڅخه رابهېږي، خبر یې نه ګڼو. 

دېرش مېلیونه وګړي یو، وطن مو درې سوه مېلیونه وګړیو ته ډوډۍ ورکولای شي، خو په دې شرط چې وګړي یې مثبت فکر وکړي، مثبت عمل وکړي او څوک یې د کار و تولید روحیه ور و نه وژني. له پاکستان او ایرانه که ټول کډوال راستانه شي، هم دا هېواد ورته ډوډۍ ورکولای شي. ښايي ځينې به وارخطا شي چې ګواکې موجود نفوس وزګاره او وږی دی، نه ګورې چې هره ورځ ځوانان لوېدیځ ته د تېښتې په لارو کې وژل کېږي، نو نور کډوال به څنګه زغمو؟ 

په تېرو پنځلسو کلونو کې مېلیونونه کډوال راستانه شول، د هیچا پر دسترخوان ډوډۍ کمه نه شوه، بلکې هغوی د نویو اقتصادي سرچینو په فعالولو وکړای شول، د ډوډۍ بودولو نوي امکانات ژوندي کړي. ګاونډیانو د خدای د رضا لپاره زموږ کډوال نه دي ساتلي، دوی د همدې کډوالو له لوږې، محرومیت او ذهني انحرافه ګټه پورته کوي او په ټوپکونو او باروتو سنبال یې رااستوي، که دوی بې‌ټوپکو راستانه شي، هماغومره امنیت او ثبات ټېنګیږي او د نویو اقتصادي سرچینو د فعالېدو امکانات ډېرېږي، بیا همدغه پنځه/شپږ میلیونه کړای شي لسو میلیونو ته ډوډۍ برابره کړي. پنځه مېلیونه د کار ځواک، که د ټوپک چلولو پر ځای د «هلمند یا فراه‌رود او بکوا»، «کوکچې یا امو او لیلې»، «کونړ او ګمبیري» او داسې نورو سیندونو په مرسته شاړې ودانې کړي، دومره تولید به څوک وخوړلای شي.  موږ یوازې مثبت ذهنیت، ارادې او پرځان باور ته اړتیا لرو چې «سم» خبرونه یې په موږ کې روزلای شي.

له تخصصي پلوه یې درته وایم چې خبرونه یوازې د جګړې او وژنو د پېښو راپور ورکول نه دي، د چارواکيو د لیدنو او کتنو لوکس تصویرونه نه دي. خبرونه یوازې دبدو پېښو غټول او د ښو پرمختګونو د پټولو هڅې نه دي. خبرونه د قومونو او ژبو تر منځ د جګړو چاغول نه دي. خبرونه د کمېسیونونو د جوړېدو یا ورانېدلو زېري نه دي، خبرونه پر ټاکنو د لانجو پړسول نه، خبرونه د دولتي مشرانو تر منځ اختلافات یا جوړ جاړی نه دی. خبرونه د کوم ښاغلي د لوکسې درېشي عکاسي او د کوم بل ښاغلي ګواښ او مرورتیا نه ده. خبرونه د تېرو جګړو لپاره د منطق او توجیه کولو دلایل شمارل او یو بل کافر یا مسلمان ګڼل نه دي. علمي ژورنالیزم یې راته وايي چې په خبرونو کې احساسات، ښکنځلې، ځان غټول او خپلو سیاسي اعمالو ته توجیهات لټول په دوه روپیو نه ارزي، خو زموږ، نږدې ټولې رسنۍ پر همدغو شالونګینو بوختې دي او پر موږ یې د خبرونو په نامه راپلوري. زه خواشینی یم چې یو ریښتینی خبر «په فراه کې د غنمو د تولید دوه چنده کېدل» یوازې د کرنې د وزارت تر پاڼې محدود پاتې شو او هیچا تر ولسه و نه رساوه، ځکه نه پکې وینې وې او نه چاودنې. 

خو د دې پر ځای په شمال یا لوېدیځ کې کوم ټوپکسالار ګوتڅنډنه کړې وه چې د چا پلار به یې له ولایته لېرې نه کړي، پوره درې ورځې ټولو رسنیو د هغه ښاغلي عکسونه، ځګنه خوله او موټي کړي لاسونه راښوول او خلک يې ورڅخه وېرول. 
ترهګري یوازې ځانچاودنه او بم‌اېښوونه  نه ده، تر ټولو لویه ترهګري دا ده چې په خبرونو کې خلک دومره وډارول شي چې د ژوند هیله و امید له لاسه ورکړي. که غواړئ چې د افغانستان د تباهي تصویر تر لاسه کړئ، کافي ده یو ځل دیوې رسنۍ یوه خبري سرویس ته کښېنئ. 

زه هيڅکله نه وایم چې دنیا ګل و ګلزار ده او هيڅ بد خبر نه‌شته، نه! موږ په جګړه کې یو، خو پوښتنه مې دا ده چې ښه خبرونه چېرته دي؟ 
زه ښايي تر نورو زیات په ولایتونو او کلیو ګرځم، هم مې کار داسې دی او هم مینه لرم چې دخپل هېواد بېلابېلې برخې بیا بیا وګورم چې له رسنیو لېرې د کلیو شنه بسترونه، کروندې، روانې اوبه او باغونه وګورم، تولید او حاصلات یې په خپل ذهن کې وسنجوم؛ نو تمه راته پیدا شي چې د ټولو ترخو خبرونو تر څنګ ګڼ هیله‌بښونکي خبرونه هم تولیدېدای شي، خو که څوک ورته پام راواړوي. 

ترهګر ولې په افغانستان کې بریالي دي؟ 
ځکه دوی خونړۍ پېښې د دې لپاره را منځ ته کوي چې خبرونه ورڅخه جوړ شي او دلته د بدو خبرونو د جوړولو استعداد تر بل هر ځایه ډېر دی، ترهګرو به دومره بده پېښه نه وي پنځولې، لکه تش په نامه خبریالان یې چې ورته پړسوي. دخبرونو په نامه د سیاسي ناندریو جوړول تر هر بل ځای دلته ښه په درز کې روان دي. خبرونو ان زموږ سیاسي کرکټرونه هم په بله لاره ور سیخ کړل، کلونه وړاندې د افغانستان د شنه انقلاب ملي اتل «ډاکټر عبدالوکیل» هیچا د خبرونو سرټکی نه کړ، هیچا پر هغه رسنیز راپورونه جوړ نه کړل، هیچا یې عکسونه پر خپلو لومړیو مخونو را و نه ځړول، د ده پر ځای د ټوپکوالو عکسونه پر تشنابونو، خځللوښیو «کثافت‌دانیو» او د ژوبڼ پر قفسونو راو ځړول شول، ټولو رسنیو د وژونکیو قاتلانو نومونه او تصویرونه خپاره کړل، پایله دا شوه چې ځوان نسل د شهرت او نوم ایستلو لپاره ټوپکونه راپورته کړل او په لوی لاس یې جګړې راپېښې کړې، ډاکټر عبدالوکیل هېر شو او نویو ځوانانو هيڅکله هڅه و نه کړه چې بل او بل ډاکټر عبدالوکیل شي، هر ځوان هڅه وکړه چې قوماندان، امير او بله توره بلا شي چې خلک يې وپېژني، مشهور شي، چا په څڼو پورې لاسي بمونه راوځړول، چا پایڅې تر زنګانه را پورته کړې او چا له هغو ټانکونو او الوتکو سره عکسونه واخیستل چې دغنیمت په نامه یې پر ګاونډیو پلورلي وو.

خبرونو د ویاړ معیارونه هم بدل کړل، خبرونو موږ تاوتریخجن، خشن او بد وروزلو.  خبرونو د شخصیت روزلو معیار منحرف کړ، خبرونو بې‌شخصیتي ته لاره هواره کړه، خبرونو له انسانانو ځناور جوړ کړل. 

که خبرونو ټوپکوالو او ترهګرو ته تبلیغات پرېښودل او د هغوی هڅونه یې هېره کړه، رومي بانجان، لېړوګان، هیندواڼې او مڼې یې سرټکي کړل، ډاکټر عبدالوکیل یې راژوندی کړ او مجید خان زابلی یې بېرته د سیاست ستوری کړ، هله به نوی نسل خپل موډل اتلان وپېژني او خبرونه به هم خپل ارزښت بیا مومي. د ترهګرو به خوله په خاورو ننوځي او ایله به موږ د یوې سمې ټولنې د راجوړولو جوګه شو. 
خبرونه وپېژنئ، خبرونه یوازې د پيسو ګټلو لپاره نه دي، خبرونه ملتونه هم راپورته کولای شي.

سرخط ورځپاڼه

- عبدالغفور لېوال
بېرته شاته