(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشیدا دشعر موسیقي

[09.Jun.2016 - 09:41]

استاد ازمون

وړاند تر دې چې دشیدا دشعر موسیقي راوسپړو لومړی باید دشعر پر موسیقۍ باندې پوه شو.دشعر دموسیقۍ په باب ډول ډول نظرونه،فکرونه او پوهې وړاندې شوي دي.لومړی موسیقي پېژنو،موسیقي څه ته وایي؟

موسیقي دانسان له ژوند سره سمه رامنځته شوې ده،یو ډول موزون او آهنګین غږونه دي چې دانسان پر حواسو اغېز کوي،دانسان زړه او دبدن نور غړي په یو منظم حرکت راولي.په فولکلور کې دموسیقۍ دپیدایښت په باب زیاتې خبرې شوي دي،په ځینو مذاهبو کې موسیقي دمذهب یو بنسټیز رکن ګڼل شوی دی،په تېره بیا په بودیزم کې،همدارنګه چینایان هم موسیقۍ ته ځانګړی درنښت لري.
. موسېقي هغه فن دی چې د اهنګونو له امتزاج او اختلاط  سره په موزونه توګه ترکیب کېږي ، غوږونو ته نوازش ورکوي او ذوقونو ته په زړه پورې او جزابه ښکاري . یو بل څېړونکی بیا داسې وايي : یوشمېر څېړونکي د موسېقۍ کلمه ( سرباني ) بولي او وايي چې ( مو ) د هوا یا نسیم په مانا او ( سيقي ) د غوټۍ مفهوم څرګندوي ، ځکه نو هغه څوک چې نغمه غږوي او اهنګ منځته راولي ، نو ګواکې پر  هوا یا  پر نسیم غوټه وهي . په ځینو فرهنګونو کې د موسېقۍ مرکبه کلمه له یوناني فرهنګ څخه اخستل شوې ګڼي او هغه د سندرې ویلو او ساز غږولو فن یا هسې اهنګ چې خوښي یا خواشیني منځته راولي ، تعریفوي . 
یوشمېر نور پوهان دا فن یعنې موسېقي د سندرو یا نغمو علم بولي چې دولس مقامونه لري او بیا هر یو یې څلرویشت څانګې لري چې هره څانګه بیا له څو نغمو څخه جوړه شوې ، چې معربه شوې کلیمه ده ، خو اصل یې موسېقي ده چې یوناني کلیمه ده ، ځکه چې په یوناني ژبه کې ( موسېقور ) ساز او ( موسیقار ) سندرغاړي او یا سندرې جوړوونکي ته ویل کېده چې د موسېقي کلیمه هم ترې اخستل شوې ده . 
یوه ډله نور لیکوال چې پر موضوع ښه پوه دي ، داسې عقیده څرګندوي چې انسانان او موسیقي  دخوږ ژبو مرغانو له غږ څخه تقلید کړې او هغې ته یې د خیال رنګیني ورکړې ده ، لکه څنګه چې د موسيقار کلمه چې د یو مرغه نوم دی ، د یوه ساز نوم هم دی او په زیاترو قاموسونو کې موسېقار یوه دري کلیمه بلل شوې چې د سندرې ویلو او ساز د هغې الې په مانا راغلې چې ملنګان یې غږوي . سربېره پردې ، موسیقار هغه مرغه دی چې په مخوکه کې یې ډېر سوري موجود دي  چې رنګارنګ غږونه ترې راوځي ، او د موسېقۍ کلمه چې د هغې مخفف شکل دی ، هم ترې راوتلې ده. 
عبدالقادر مراغي له فارابي څخه په اقتباس سره د موسېقۍ په تشریح کې داسې ویلي دي : د موسېقۍ لفظ یو یوناني لفظ دی ، د لهن په مانا او د لهن د تعریف له مخې کولای شو ، هغه د مرتبو نغمو د مجموعې په توګه تعریف کړو ...
یوشمېر پخوانیو پوهانو موسېقي  د ریاضي د بېلابېلو اقسامو او شقوفو څخه یو قسم بللی او د ریاضي له څلورو شعبو څخه یوه شعبه موسېقي ګڼي او هغه داسې تعریفوي : 
موسېقي یو ریاضي او صنعتي علم دی چې د نفحاتو احوال د تالیف له حیثه او دهغه توافق او تنافر د زمانې احوال او هغې فاصلې څخه د نغمو په منځ کې راځي بحث کوي .
یو بل موسېقي پوه موسېقي داسې تعریفوي : 
موسېقي غنا  ده او غنا هغه لهن دی چې مولف او یو پر بل پرېوتی وي او لهن هغه نغمې دي چې مؤلفې او پرله پسې وي او نغمه هغه اوازونه دي چې موزونه وي ...
موسېقي هغه هېئت دی چې د حرکاتو او سکناتو د ترتیب او په عدد او مقدار کې د تناسب د نظام تابع وي چې نفس د دې هیئت له ادراک څخه مخصوص خوند اخلي چې هغه ت ذوق وايي او که موضوع یې د تورو حرکات او سکنات وي ، نو هغه ته شعر وايي ...
ځیني عقیده لري چې موسېقي د الوتونکو مرغانو له غږونو څخه منځته راغلې او انسانانو هغه تقلید کړې ده او په ورو ورو یې له اغېز او تاثر څخه په زړه پورې غږونه او اهنګونه منځته راغلي دي ...
پوهان وايي چې انسان ښکلي هنرونه له حیواناتو څخه په تقلید حاصل کړي دي او موسېقي یې د مرغانو له اواز څخه زده کړې ده ، دا خبره ډېره پرځای ده او موږ نن د چینایانو په موسېقۍ کې د مرغانو اوازونو ډېر ښکلي تقلیدونه لیدلی شو ،  له چینايي سندرغاړي سره چې سازونه ملګري وي ، نو سړی داسې خیال کوي  لکه په یو لوی ځنګل کې چې د مرغانو شخول وي .  عربان وايي چې حیوانات هم له موسېقۍ څخه خوند اخلي او اوښ په دې برخه کې یو حساس حیوان دی چې د زنګولي تر اواز لاندې په مزلونو نه ستړی کېږي .
هندوان وايي : ماران موسېقۍ ته په مستۍ راځي ، خو باید وویل شي څنګه چې موسېقي په لومړی سرکې مذهبي او عقیدوي جنبه درلوده ، ځکه نو په لومړي سر کې د موسېقۍ پیدايښت ارباب الانواعو ته منسوب ګڼل کېده . یونانیانو خپل یو رب النوع چې ( اپولین ) یا ( اپولون ) نومېده د موسېقۍ او هنر د رب النوع د خدایانو د کمان لرونکي د رڼا د خدای د پېش ګويۍ د خدای په توګه او نامه سره پرستش کاوه او ستاینه یې کوله .
وايي چې اپولین د ښکلي بدن پیاوړو او متناسبو غړو او هوارو سینې څښتن و چې په ښکلې څېره کې یې د ویښتو هیڅ نښه نه لیدل کېده ، د هغه تندی پراخ او زلفې یې بمبلې وې چې کله به یې ترشاه اچولې او کله به یې حلقې خوړلې ، د هغه صورت تقریباً هر کله لوڅ لغړ څرګندېده ، خو کله چې به اپولین د موسېقۍ د رب النوع په توګ تجلي کوله ، نو اوږدې او چین لرونکې جامې به یې پرځان او ګوتې په یې د چنګ په تارونو ايښودلې وې ...
اپلاتون په خپل کتاب جمهوریت کې د خپل استاد سقراط له قوله وايي: زما په ګومان د شعر او موسېقۍ په وسیلې د روح پالنه د تربیې یو عمده رکن دی او له هغه له دې کبله چې وزن او اهنګ د هغه لطافت سره چې لري یې پر روح ژوره اغېزه لري او له دې امله هر هغه څوک چې له دغه شان تربیې څخه پوره برخمن شوی وي ، هغه د لطیفې طبعې خاوند وي ، اپلاتون د اهنګ لپاره درې اجزا ټاکلي  : کلیمات ، اهنګ او وزن ...
د زبور په مقدس کتاب کې چې د مزامیرو مجموعه ده ، موسيقي وهلو او غږولو نسبت حضرت داود ته ورکړل شوی، ویل کېږي چې داود ډېر سحرناک اواز لرلو ، هسې چې کله به یې مزامیر لوستل نو د هوا مرغان به هم دده د غږ اورېدو ته پر زمکه کېناستل  ، همدا وجه ده چې د پښتو نومیالی ادیب خوشال خان خټک په اسلام کې د موسېقۍ د مشروعیت سبب هم همدا بولي ، نوموړی په خپل دستارنامه نومي کتاب کې چې په پښتو په زړه پوري نثر یې په ۱۰۷۶هـ ق  لیکلی دی، په دې باب داسې وايي : هغه به څرنګ سړی وي چې  په سرود یې حالت حاصل نه شي ، هغه چې پرې انکار کا ، هومره فکر خو دې وکا چې د داود پېغمبر سوت معجزه وه او که نه ، که سرود بد وای ، معجزه به د داود پېغبر نه وای ...
کومه افسانه چې د موسېقۍ د پیدایښت په باب په هندي کتابونو کې راغلې ده ، هغه هم پردې شاهدي وايي چې اریایان ځانته د موسېقۍ د جوړښت ماهران وو ، په دې افسانه کې وايي چې کله رام د سیتا په فراق کې اواره شو او مخ یې پر غرو او ځنګلونو ونیوه ، نو سرګردانه به ګرځېده .
یو وخت له یو ځنګله څخه تېرېده چې ګوري پورته له یوې ونې څخه بلې ونې ته بیزو ټوپ وهلو او غورځېدو په حال کې څیرې شوې ده ، ددې کولمې له یوې ونې څخه بلې ونې کې بندې دي او باد چې پرې لګېږي ، نو یو غمجن اواز ترې پورته کېږي ، دې اواز د رام د زړه سوز څو چنده کړ او وروسته یې دا کولمې را واخیستلې او هغه یې ددو لرګیو په سرو وتړلې ، بیا یې په ګوتو هغه وښورولې او اواز یې پورته کړ چې د موسېقۍ پیدایښت او په موسېقۍ کې د تار رواج له همدغه ځایه منځته راغی .
د هندوستان د موسېقۍ پوهان وايي دا دوم پړاو و چې دغه لرګی ، کوم چې تار پرې تړلی د تش کدو په سر پورې وتړلی شو ، نو تر دې وروسته د موسېقۍ پردې پیدا شوې چې لومړۍ پرده یې (رام کري ) یانې د رام کړنه نومېږي . داسې وايي چې تر دې وروسته نور راګونه پیدا شول  او د راګونو د پیدايښت په باب وايي چې رام به هرځای ته چې رسېده ، نو خپل جوړ کړی راګ به یې دهغه ځای په نامه یاداوه او په دې لړ کې یې شپږ دېرش راګونه جوړ کړل ، په دې افسانه کې وايی چې رام به دا راګونه په دوه حاله کې  جوړول ، هغه مهال چې به د سیتا په غم کې ډوب لاړ ، نو غمجن راګونه به یې جوړول او کله به یې هم د خوښۍ راګونه منځته راوستل)) 
په دغو معلوماتو او تعریفونو کې مو دا ولوستل چې موسېقي د کلمو او ژبنیو ترکیبونو یو اهنګین اوډون دی ، هغه غږونه چې د انسان له ستوني را وځي ، یوخاص رېتم لري . لکه څنګه چې مو په فولکلوري ادبیاتو کې ولوستل چې فولکلور د انسان له پیدایښت سره سم رامنځته شوی ، پرهمدې بنسټ دغه موزون او اهنګین غږونه هم د انسان له پیدايښت سره را روان دي او د ژوند په بېلابېلو زمانو او پړاوونو کې یې ځانته بېلابېلې بڼې خپلې کړي دي . په موزونو او اهنګینو غږونو کې د کلیمو ترکیب رامنځته شوی ، دغه اهنګونه له ستوني ، پزې ، ژبې او شونډو له بېلابېلو برخو  راوځي او د غږونو په ترکیب کې کلیمې زېږوي . نو موسېقي همدغه شکل دی . 
د موسېقۍ په تعریف او معلوماتو کې مو اسطوروي کیسې هم ولوستې ، په دغو اسطورو کې هم د فولکلور ځانګړنه نغښتې وه ، د وخت په تېرېدو سره د غږونو ګډ امتزاج ، بېلابېلې کلمې او ترکیبونه رامنځته کوي ، دغه کلیمې او ترکیبونه د نظم په مسرو اوړي . دغه اصل د انسان د ذهن او زړه له تارونو راپورته کېږي ، د زړه خبره د شعر خبره ده ، د مرغانو اوازونه ، د حیواناتو کړه وړه  دا هرڅه په طبیعت او چاپیریال پورې اړه لري ، دانسان په خټه کې هم د طبیعت خواږه نغښتي ، د طبیعت له ښکلا، سمسورتیا او اهنګوالو غږونو نه برخمن دی . دده اواز د زړه  اواز دی ، د زړه اواز یې د طبیعت له مناظرو او غږونو رنګ اخستی. نو که په اسرافیلي شپېلۍ کې ساه نغښتې او په پو کولو یې مړه رګونه را ژوندي کېږي ، نو دغه شپېلۍ له یوډل خوږو برخمنه ده چې په پوکي کې یې یو پیغام هم نغښتی دی . موږ داهم ولوستل چې په ځینو ټولنو کې موسېقي د مذهب پر بنسټونو ورګډېږي او هلته ورته د یو مقدس څیز په سترګه کتل کېږي . په پښتو کې هم ولسي ادب او موسېقي جوړه راغلي ، د ریګويدا سرودونه له ساز و سرود او نغمو سره راپیل شوي دي ، مذهبي تقدس یې لاره ، تر دې چې د ارباب الانواعو د خوښیو لپاره ویل کېدل ، زموږ د فولکلوري ادب څرکونه هم له همدغو سرودونو لګي . د ویدي سرودونو دویمه برخه هغه سندرې او سرودونه دي چې اریایانو به د قربانۍ پر وخت ویلې . همداسې پسې را وروسته د اویستا په مقدس کتاب کې چې د زردشت کتاب دی ، سرودونه او سندرې ځای شوي دي ، داهم د ګړني ادب یوه بېلګه ده ، ځکه په شفاهي توګه د خلکو ترمنځ موجود و ، دغه کتاب له میلاده شپږ پېړۍ وړاندې په یوې بلې اریايي ژبې ولیکل شو ، په دې کې د ګات لفظ (( چې وروسته بیا په ګاٍث او تر دې وروسته په ګاس بدل شو ، په پای کې هم په [ ګاه ] واوښت چې د موسېقۍ د پردې او مقام مانا لري ، د اویستا د سرودونو موجودیت په خپله د موسېقۍ له پرمختګ څخه په اویستايي عصر کې څرګندونه کولی شي ، دغه راز د اویستا ګاتونه زموږ په هېواد کې د موسېقۍ او د موسېقۍ د الاتو دشته والي او رواج څخه هم بحث کوي . 
سربېره پردې په اویستايي مدنیت هم موسېقي هغه شان چې خوشالوونکې او پاک فن بلل کېده ، بیا هم زیاتره د مذهب خدمت ته وقف وه او یوازې مذهبي سرودونه له موسېقۍ سره ویل کېدل ، سره ددې هم اویستايي عصر د موسېقۍ د پراختیا په برخه کې خاص ارزښت لري ...
ځیني یوناني لیکوالو کښلي دي چې د اریایانو پخواني حکمرانان چې به په دسترخوان باندې کېناستل ، نو د سازنده ګانو یوې ډلې به ورته سندرې ویلې او نڅاوې به یې کولې ، که څه هم تر دې وروسته زموږ په هېواد کې مذهبي موسېقي د سکندر تر یرغل پورې هسې په خپل حال وساتل شوه ، ددې ترڅنګه رزمي موسېقي او حماسي سندرې هم ورو ورو منځته راغلې ، په داسې حال کې چې دې موسېقۍ د ایران په هخامنشي او ساساني سلنطونو کې درباري بڼه وموندله او د حاکمه پرګنو خدمت ته وګومارل شوه
موسیقي پر حیواناتو هم یو ځانګړی اغېز ښندي،دځينو حیواناتو حرکتونه یوه منظمه موسیقي برابروي،په طبعیت کې بوټي،هوا او نور توکي یو له بله سره اړیکه په یو منظم حرکت ساتي.دبوټو کرکېله،شنه کېدل یا غوړېدل،سترېدل او فنا کېدل ،دغه ټول پړاونه دطبعیت له آب وهوا سره یو ګډو منظم امتزاج مومي.دهوا چلېدل او په هغه کې یو ځانګړی غږ دموسیقۍ دبرابرېدو لامل ګرځي.دطبعیت ټول توکي له انسان سره هم یوه منظمه اړیکه ساتي،انسان دطبعیت په غېږ کې داسې سترېږي چې دطبعیت ټول توکي یې په ذهن،زړه او دبدن پر نورو غړو باندې یو ځانګړی اغېز ښندي.دکال په څلور فصله کې دانسان فکري،ذهني او فزیکي حرکات له طبعیت سره تړلي دي نو کله چې پر اساسو ذهنونو دطبعیت دغه څپه لګېږي، حواس او ذوق راپاروي ،له دغې راپارېدنې یوه ځانګړې موسیقي زېږي.
 اوس راځو دشعر موسیقۍ ته،دشعر په باب مو ډول ډول تعریفات لوستي دي،دشعر په بنسټیزو توکو کې(فکر،خیال،عاطفه،آهنګ او احساس) درغښت لپاره یوشور شته ،دغه شور لفظونه سره په یو منظم حرکت پېیي.دلته دشعر او موسیقۍ ترمنځ تړاو رامنځته کېږي.دشعر موسیقي یو ترکیبي نوم جوړوي،دلته له موسیقۍ نه مو بحث هم یواځې او یواځې دشعر پر موسیقۍ دی.شعر هنر دی،هنر دانسان په ښکلاییز یا استیتیکي اړخ اغېز ښندي،دهنر سروکار له ذوق او ښکلا سره دی.علم یواځې دکلیمو په معنی پسې ګرځي خو هنر دکلیمې پر اصلي او مجازي معنی سربېره دکلیمو په کارولو او غږ پسې هم ګرځي.په یوه وینا یا کلام کې هنري ارزښتونه،لفظونه یا کلیمې په یو ځانګړي حرکت او شور سره یوبل ته غاړه ورکوي.لفظونه پر یوې ځانګړې موسیقۍ حرکت مومي،دغه حرکت پر زړه اغېز کوي،دزړه تارونه په حرکت راولي نو دلته دکلام یا دلفظونو موسیقي له ښکلا او ذوق سره تړلې ده.دکلیمې معنی او دکلیمې دتورو منظم حرکت یوه ځانګړې موسیقي برابروي نو پایله دا راوځي چې موسیقي دلفظونو ترمنځ دغږونو یو منسجم او آهنګین تړون دی.دغه تړون دیو فکر او احساس په لېږدونه کې پر مخامخ لوري یو ژور اغېزښندي،دهغه معنوي او ښکلاییز ذوق راپاروي.دکلیمو په جوړښت او تړښت کې فصاحت او بلاغت دوه مهم توکي دي،فصاحت دکلیمې معنی ښکاره کوي او بلاغت په انتها کې دکلیمې جوړښت څرګندوي.فصاحت او بلاغت یو له بله نه بېلېدونکي دي،دواړه دکلام په برابرولو کې یوه دنده ترسره کوي چې هم دکلیمې معنوي او هم یې لفظي جوړښت او کارونه په ډاګه کوي.
 خبره په لفظونو او کلیمو کې راغله ،دلفظونو یا کلیمو معنوي اغېز یوې خواته او دکلیمو یا لفظونو دتورو غږیز تړون بلې خواته،دواړه دکلام په برابرولو کې مهم عناصر دي.دکلیمو دغږونو دتورو منظم حرکت دکلیمو یا کلام معنی په اصلي بڼه وړاندې کوي خو که چېرته دکلیمې یا لفظونو توري نا موزون ولوستل شي نو معنی یې هم زیانمنېږي نو دکلیمو لوست دکلیمو دتورو په منظم آهنګ سره اصلي معنی وړاندې کوي.کلیمې له هغو غږونو څخه برابرېږي چې هغه دطبعیت په غېږ کې دغږونو له یو منظم آهنګین تړون نه رامنځته شوي وي.دشعر موسیقي هم دطبعیت په غېږ کې دطبعیت له منظم حرکت نه رامنځته کېږي.
ددې لپاره چې بحث ونه غځېږي نو راځئ چې دشعر دموسیقۍ دډولونو له لارې دغه موضوع نوره هم روښانه کړو؟
دنظم موسیقي پر دوو لویو برخو وېشلې شو.
۱-بهرنۍ موسیقي:
دشعر په بهرنۍ موسیقۍ کې عروض،قافیه او ردیف شامل دي.دلته دا هره برخه ځانته ځانګړی ځای لري.
الف- په عروضو کې دنظم سکښت او جوړښت مطالعه کېږي،عناصر یا توکي یې خج،سیلاب یاڅپه او نور بهرني عروضي جوړښتونه دي.څپه دنظم یا شعر وزن برابروي او خج دنظم آهنګ او رتم برابروي.آهنګ غاړه یا لحن دمنظمو برابرو زماني وقفو ترمنځ دهمغو ورته آوازونو تکرار دی که چېرته دیوې منظومې وینا توري یا غږونه یو له بله سره په څپیز او خجیز تول برابر نه وي نو دنظم له دایرې وځي .په پښتو کې یې اساسي شرط سیلاب تونیک یا څپیز خجیز جوړښټ دی نو دلته دنظم موسیقي هم دهمدغو غږونو له منظم تکرار او انسجامه رامنځته کېږي.
قافیه هم په قافیوال نظم کې دموسیقۍ دبرابرولو یو مهم عنصر دی،قافیه دنظم معنوي او لفظي موسیقي جوړوي،دقافیې آهنګینه برخه دنظم دلفظونو او غږونو یوه ټولوونکې او ترتیبوونکې ده چې ټول الفاظ او غږونه پر ده راټولېږي.په معنوي برخه کې بیا قافیه دبېلابېلو صنعتونو او تصویر جوړونې په برخه کې په ښکلاییز جوړښت سربېره مهمه برخه اخلي نو قافیه دلفظونو یا غږونو یو منظم ښکلاییز او معنوي ځنځیر برابروي.
ردیف دنظم دموسیقۍ په برخه کې دلفظونو دمعنی او تصویر جوړونې یو بشپړوونکی دی.په نظم کې دردیف خپل تکرار په خپله دکلام موسیقي جوړوي.
۲-داخلي موسیقي:
داخلي موسیقي دهم مخرجو یا ګاونډیو مخرجونو غږونو له منظم او نامنظم خو محسوس تکرار څخه پیدا کېږي.یعنې هغه غږونه چې مخرجونه یې یو وي یا نږدې وي ددوی تکرار پر اورېدونکي یا مخامخ لوري اغېز پرېباسي او دهغه حواس راپاروي چې بېلګې به یې وروسته وړاندې کړو.
دځینو لفظونو غږیز تړون او تکرار دکلام موسیقي برابروي لکه غر او غونډۍ،تنګ تروش،ړنګ بنګ، په دغو کلیمو کې غږیز توري تکرارېږي چې دغه تکرار دکلیمو ترمنځ همغږي رامنځته کوي.
بل هغه لفظونه چې هغه په وزن کې برابر وي،کور ګور،خور ورور،مور ترور.
ځیني کلیمې بیا دیوه توري یا غږ په زیاتېدو یا کمېدو سره لفظي همغږي یا موسیقي تړي،انعام عام،اندام ګل اندام، جنګ ننګ، تنګ پتنګ.
په داخلي برخه کې دغږونو پر منظم او منسجم تکرار سربېره لفظي او معنوي صنایع هم برخه اخلي،په دې برخه کې تجنیس،سجعه،مراعات النظیر،طباق،تنسیق الصفات،مدعالمثل،پراډاکس،حسن تعلیل،ایهام،سیاقه الاعداد،تشبه،استعاره او نورې برخه لري.
تجنیس او دتجنیس ډولونه دغږونو په برابرښت او تړون کې مهمه ونډه اخلي.سجع هم دآهنګین تړون له مخې دموسیقۍ دبرابرولو یو مهم عنصر دی.
دموسیقۍ دبرابرولو پر دغو توکو سربېره یو څه چې ډېر مهم دي هغه په لفظونو کې دواولونو خبره ده.دواول یوه دنده داده چې لفظ یا کلیمه په حرکت راولي،دلفظونو یا کلیمو دغه حرکت آهنګ زېږوي،آهنګ بیا د ورته غږونو تکرار دی او همدارنګه دغږونو تر شا یوه ځانګړې موزیکاله برخه ده چې کلیمې یا لفظونه په همدغه آهنګواله یا موزیکال جوړښت باندې برابروي.وزن او آهنګ دواړه داورېدونکي پر روان اغېز ښندي. 
دلفظونو په منظم تکرار یا موسیقیت کې تر بل هرڅه فکر یا پیغام ښه لېږدول کېږي،ځکه خو ځیني خلک هڅه کوي چې خپله مفکوره په منظومه بڼه وړاندې کړي.
دکلام دموسیقۍ یو ارزښت په دې کې دی چې دتخیل په پارونه وینا یا وینګ کې یو ځانګړی اغېز پیدا کوي،موږ تراژیدي او کومېډي یو له بله سره پر معنوي جوړښت سربېره دلفظي جوړښت او په ځانګړې توګه دکلام دموسیقیت له مخې ښه بېلولی شو.
تراژیدي یو ځانګړی موسیقیت لري چې وینګ یې هم پر اورېدونکي یو خاص تاثیر کوي .بل په موسیقیت کې دغږ جګوالی او ټیټوالی یا زیروبمي چې دآهنګ مهمې برخې دي،هم دکلام دموسیقۍ په برابرولو کې ونډه اخلي،دلفظونو تر شا یو پټ شور او حرکت وي، دغه حرکت  دلفظونو تر شا ځان راڅرګندوي چې هم دلفظ په ښکلا او هم یې په اغېزښندلو کې یو ځانګړی ځای لري،لکه موږ وایو ایکو،هنګ،ازانګې.که له لفظونو نه دغه برخې وویستل شي نوبیا په کلام کې هغه ځانګړی اغېز رنګ او خوند هم تت شوی وي.په کلیمو کې واولونه همدغه خاص صفتونه لري.
 دشیدا په منظوم کلام کې هم یو دشعر درنګ او ښایست برابرولو یو توکی هم دده دکلام موسیقي ده.شیدا هڅه کوي چې دشعر داخلي او بهرنۍ موسیقي دلفظونو په اوډون داسې برابره کړي چې معنوي او شکلاییز اړخ دواړه سره برابر وساتي.شیدا دیو لوستي شاعر په توګه راڅرګند شوی،دهندي شاعرۍ اغېز پرې پروت دی،پرهغه ځمکه یې دشعر ذهن غوړېدلی چې هلته موسیقۍ وده کړې،طبعیت یې هم ځانګړې موسیقي او رنګ لاره نو دده خپل شاعرانه مزاج او هم یې دچاپیریال مزاج دواړه په یو ګډ آهنګین مزي تړل شوي دي ځکه خو یې وینا هم یوه ځانګړې موسیقي لري،دهندي سبک په پېروۍ کې یې له کومو صنایعو او ځانګړنو چې کار اخیستی،هغه یې هم دشعر موسیقۍ ته رنګ ورکړی.
لومی به دشیدا دشعر دبهرنۍ موسیقۍ یو څو بېلګې چې دلفظونو منظم تکرار یې یو منسجم حرکت زېږولی، وړاندې کړو:
ما په شان دهزاره کړ ګریوان څیرې
شوم دتا په غم کې څیرې څیرې
(دشیدا دیوان ۲۷۸)
 په دې بیت کې دڅیرې کلیمې تکرار ددواړو مسرو ترمنځ دلفظونو یوه همغږي رامنځته کړې.همدارنګه د آ،ت،ش او یې غږونو منظم تکرار دکلام موسیقي برابره کړې .
بادیې زلفې پر رخسار خورې ورې کړې
که غنچې یې دګلزار خورې ورې کړې
تر غبار دې دجولان قربان قربان شم
که مې خاورې پر مزار خورې ورې کړې
(دیوان۲۸۱)
په دې بیتونو کې د ردیف (خورې ورې)منظم تکرار،دقافیې(رخسار،ګلزار او مزار) آهنګین جوړښت او همدارنګه داوږدې (ې) غږیز تکرار ددغه شعر موسیقي برابره کړې .
ګستاخي ده دشانې شوخي دباد هم
بې څه نه دي آشفته دنګار زلفې
(دیوان،۲۸۴)
په دې بیت کې د((ش)) او ((ي)) تکرار ګورو،دشانې شوخي دا یو متحرک انځور دی چې موسیقي یې د((ش)) توري رامنځته کړې،دشانې دشوخۍ ترکیب له ګستاخۍ او باد سره تړلی دی.دلته اوس باد او ګستاخي یوداسې محسوس حرکت دی چې په سترګو نه لیدل کېږي خو شانه بیا یوعیني تصویر لري،ګستاخي او شوخي دواړه دباد له امله رامنځته شوي،ګستاخي او شوخي دواړه یوه ګډه آهنیګنه برخه لري .په دې بیت کې دنګار زلفو سره دباد شوخي یا دباد په وسیله دزلفو خوځول دشانې ګستاخۍ سره تشبه شوی دی چې دلته همدا تشبه دشعر دموسیقۍ سبب ګرځېدلی دی.
ستا دعشق غم والم زما طعام دي
خط مې سپین لکه سهر و په شباب کې
تاپنجه زما په وینو آلوده کړه
دمرجان غوندې به سره وي په دریاب کې 
(دیوان ۲۹۶)
په لومړي بیت کې دغم والم ترمنځ آهنګین او معنوي تړون او همدارنګه د((م)) غږ تکرار په دویم بیت کې تا،زما او آ تکرار ددواړو مسرو ترمنځ موسیقي برابره کړې ده.
راښکاره یې دی کمر په نرۍ ملا کې
 که لیدلی مې دی موی په پیچ وتاب کې؟
(دیوان ۲۹۶)
دشیدا په دغه عارفانه تجاهل کې دلفظونو ترمنځ لفظي او معنوي نږدیوالي دکلام موسیقي برابره کړې ده،نرۍ ملا،موی،پیچ وتاب او کمر سره تناسب او نږدیوالی لري.پیچ وتاب لفظي موسیقي برابروي .
په غنچه یې دبلبل په شان ناره کړه
شیدا ولیده آدا ستا په نقاب کې
(دیوان ۲۹۶)
په دې بیت کې شاعر له بلبل سره تشبه شوی، په نقاب کې معشوقه یې له غنچې سره تشبه شوې .لومړۍ تشبه چې دشاعر او بلبل ترمنځ ده هغه بربنډه ده او ذهن ډېر نه بوختوي خو دویمه تشبه یو ذهني حرکت رامنځته کوي او ترلرې ځایه مو بیایي،دویمه تشبه پټه ده،دتشبه دغه څرګندوالی او پټوالی دکلام موسیقي جوړه کړې ده،دلفظونو تړون یې هم دتشبه ګانو درامنځته کېدو لامل ګرځېدلی،بلبل او ناره،غنچه ،آدا او نقاب هغه لفظونه دي چې یو له بله سره لفظي او معنوي موسیقي رامنځته کوي.
همیشه به شیدا!ځان په څه شان ژغورې
چې مدام دزلفو مار وي په تورتم کې؟
(دیوان۳۰۲)
په دې بیت کې د((ش،ه یعنې زور،ې)) غږیز تکرار دکلام موسیقیت جوړکړی.دغه لفظونه یو له بله سره تړلي دي.دزلفو مار یو تشبیهي اضافي ترکیب دی،له دغه ترکیب سره تورتم،ژغورل،شان،مدام او همیشه هغه لفظونه دي چې هم یې دکلام آهنګ برابر کړی او هم یې معنوي تړون.
ستا دمخ عرق شو بیا دګلاب څاڅکي
که مې ولید دلربا!دمهتاب څاڅکي؟
په دا هومره سوز د ،تل ګریانه شمه
ګوره نه لري چشمه دآفتاب څاڅکي
په چشمه به یې بدل دحیوان نه کړم
ستا دجام قطره شراب دکباب څاڅکي
(دیوان۳۰۸)
په دې غزل کې دقافیې او ردیف منظم او آهنګین ترکیب او ترتیب او همدارنګه دځینو لفظونو معنوي تړښت ورسره دکلام یوه منظمه موسیقي برابره کړې .مخ،عرق،دلربا،مهتاب،ګلاب،سوز،ګریانه،شمع،چشمه،آفتاب،شراب،کباب،جام او قطره هغه لفظونه دي چې معنوي تړښت یې شاعرانه وینا او موسیقي تړلې ده.

- استاد ازمون
بېرته شاته