(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غوايي لاندى

[01.May.2016 - 18:14]

لیک : نور محمد تره کی 

 لاس او پښې چاودې، مخ سپېره، شونډې وچې يو کوچنى پېټى غنم پر شا را اړولي او په ستمي د کور پر لور را روان دى. بشپړې نهه مياشتې يې خوارۍ کښلې او منتونه يې وړي دي تر څو چې د دوبي په آخر نوي منه غنم له بزګرۍ نه ورغلل. په دې کې يې نهه منه غنم ملا صاحب ته زکات ورکړل، درې منه يې پښ ته ورکړل او څلور منه هم رکبه (د فصلونو ساتونکي) ترېنه يووړل. شپېته منه يې هم د هغو دوو زرو افغانيو په سود کې ورکړل کومې چې ده د پلار د مرګ د خيرات او اسقاط لپاره د يوه سودخور نه په شپېته منه ګټه راوړې وې.
 په کور کې د ده ماينه او مور او څلور ماشومان د ده لاره څاري او ماشومان يې له کوره راوتلي او د هغې لارې خوا ته په ډېره اسره ګوري، پر کومه چې د دوى پلار اوس کور ته راځي او د رشې غنم راوړي.
 د ده مور او ماينې د سږکال د محصولاتو په شاوخوا کې خورا ښې خوږې قصې کولې او هيله يې وه چې ګوندې سږ به يو څو ورځې په نس ماړه شي.
 په دې وخت کې ماشومان يو په بل پسې د کور لوري ته راځغلي او نارې وهي چې “بابا راغى او غنم يې په شا دي”. بزګر هم پېټى په شا په کور ورننووت او پېټى يې د خونې له مخه کښېښود.
 د ده مور او ماينې يې په الوتو بڼو ترېنه د رشې احوال پوښته چې په دې وخت کې يو سړى ترازو او کاڼى په لاس په انګړ ورننووت او په کلک ږغ يې ورته وويل: “تا خو ويل چې پر راشه به غنم د پور په عوض کې درکوم او تا ټول غنم خپل کور ته راوړل! خان صاحب خورا په قهر وويل چې دا څلور پنځه مياشتي کېږي چې تا نه (کورغم) ورکړى او نه دې (سړي غم) ادا کړى دى. روپۍ خو نه لرې، ژر شه غنم راوتله”.
 مور يې چيغې کړې: “دا څو دانې چې ته يوسې! نو موږ به څه خورو؟”
 ده ورته وويل: “خاورې”.
 سمدلاسه يې انډى راووړ او ټول غنم يې ځني وتلل او په پاى کې يې لا نور هم پسې په قهر خوار بزګر ته وويل: “دوه منه خو لا نور هم درباندې پاته شول، هغه به څرنګه شي؟”
 خوار بزګر په داسې حال کې چې له خواشينۍ نه يې پر ستوني درد و، تش جوال يې وڅانډه او يوې خوا ته يې کښېښود، ماشومانو ژړل او په ژړا ژړا کې يې ويل: “موږ خو وږي يو، تاسې خو به يوه لپه نينې راکولې”.
 د ماشومانو انا دباندي ولاړه او يو څه شوتل يې په پلو کې راوړل او له مالګې سره يې له ماشومانو سره وخوړل، خو ماشومان په دې تر ډېرې مودې قانع نه شول او د ډوډۍ لپاره يې په ژړا پيل وکړ.
 خوار بزګر ته اوس د کلي ګاونډيانو پور هم نه ورکاوه، ځکه له يوې خوا د ده ګاونديانو هم دغه راز د نادارۍ تکليف درلود او د بلې خوا ده پر راشه باندې يو دوې کاسې اوړه چې ترېنه پور کړي وو هم بيرته نه وو ورکړي او خپل اعتبار يې بايللى و.
 وروسته له هغه چې ډېر فکر يې وکړ، له ځان سره يې فيصله وکړه چې د يووې غويى چې د ده وروستۍ او يوازينۍ دارايي ده او د هغه په مرسته يې د خلکو بزګري کوله د عيال قوت او لايموت لپاره حلال کړي او په خپله سترګې نهامې کړي. په دې خصوص کې يې د مور او ماينې رضايت هم واخيست او د يووې غويى يې حلال کړ چې د عيال د مني او ژمي نګولی شي، پخپله لوڅې پښې او بړانګه بړانګه کالي بلې منطقې ته د خوارۍ او مزدورۍ لپاره لاړ.
 ده په يوه توده منطقه کې شپږ مياشتې د خاورو او خټو مزدوري وکړه. ده ته يې د ورځي شپږ افغانۍ ورکولې چې درې افغانۍ يې په سپوره ډوډۍ خوړلې او درې افغانۍ يې د کور لپاره سپمولې.
 په پاى کې د ده ټوله ګټه څلور سوه اته شپېته افغانۍ شوه چې په درې سوه افغانۍ يې ځان ته پڼې او کوچنيانو ته يو يو کميس واخيستل. دى شپږ مياشتې له کوره خبر نه و او په بېړه او ښه زړه د کور لوري ته را روان شو.
 چې د کور په وره ورننوت لور او ماينې يې چيغې کړې. وروسته ورته څرګنده شوه چې مور او درې ماشومان يې د سکاروي په اثر په مني لا مړه شوي دي. يوه ګړۍ وروسته د کلي ملک وروغوښت او ورته يې وويل:
 “ستا د مور او ماشومانو کفنونه مې ورکړي دي، چې قيمت يې څلور سوه درې دېرش افغانۍ کېږي او هم مې ستا پر ځاى په دې شپږو مياشتو کې دوه سوه ديارلس افغانۍ کور غم او سړي غم پرې کړى دى. تا خو ځان نهام او خپلې مېلې دې کولې خو ټول غمونه دې پر موږ را ايله کړي وو. اوس دستي زما پور چې شپږ سوه شپږ څلوېشت افغانۍ کېږي راکړه!”
 ځکه چې ده دا ټول رقم پر يوه ځاى نه شو تاديه کولاى، نو محکمې ته يې کش کړ او بندي شو چې بيا د دې خوار او د ده د کاله احوال چا وا نه خيست.
 ١٣٣٠ ش کال – ١٩٥١ع کال

1st May, #LabourDay

- نور محمد تره کی
بېرته شاته