(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قصه خوانۍ د ماتم او ..

[23.Apr.2016 - 15:49]

د قصه خوانۍ د ماتم او مزاحمت کيسه

خان زمان کاکړ

کيسه خوانۍ اوس د تراژيديو مرکز دی، له څو کلونو پکې د ورانيو دا روزګار روان دی، د خلکو د سر د بقاء په ننګ ولاړ بشير بلور هم دې بازار ته نژدې خپله وينه ورکړه.
ټول وطن قیصه خوانۍ ده
اوس د پښتنو د لروبر وطن هره کوڅه کيسه خوانه ده، ټول وطن کيسه خوانۍ ده، زموږ ټول وطن يې د ترهګرو په واک کې ورکړی دی، د پښتونخوا اوسني واکمنان د ترهګرو زړه ساتي، د ترهګرو انډيوالي کوي.
د روان کال د اپرېل پر ۲۳مه چي د کيسه خوانۍ د شهيدانو ۸۳م تلين و نو له ما يوه ملګري وپوښتل چي زموږ قامي سياست ولې اوس دې ورځې ته هغسې ارزښت نه ورکوي لکه چي وړاندې به يې ورکاوه، دا ورځ په هغه پخواني درناوي نه لمانځي؟
ما په ځواب کې ورته وويل چي دا ځکه چي اوس د پښتنو په وطن کې هره ورځ ۲۳م اپرېل دی او هره کوڅه کيسه خوانه ده، دا اوس د ورځني ژوند کيسه ګرځېدلې، هره کيسه د بابړې، ټکر او هاتي خېلو غوندې ده، په هره لار هر پښتون داسې روان دی لکه چي وايي، "مرګيه مه راځه درځمه".

- خان زمان کاکړ
بېرته شاته