(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښځونی يا مخنث

[22.Apr.2016 - 08:44]

لیک: صفیه حلیم
د پښتنو په ټولنه کې نرښځی، ښځونک، ښځوکی او د هيجړا لقب د کرکې او ښکنځلو په توګه کارېږي. خو د انسان په تاريخ کې ډېرو نورو ټولنو کې هم د داسې کسانو نه کرکه او ويره کېده چې د ښځې او سړي دواړو خصوصيات يې لرل. روم او يونان کې داسې خلک به يې سيند ته واچول، په اسیايي ملکونو کې به دوی د نورو خدمت کوو او ترکيې کې په داسې خلکو د حرم ساتنه کېده چې تر اوسه هند کې د ادب نه ورته د “خواجه سرا” نوم اخيستل کېږي. د عربي “مخنث” په لاطيني کې “هرميفروډايټس” دی. په لرغوني يوناني داستانونو کې د “هرميز” او د “ايفروډايټس” زوی د ښځې او نر دواړو جنسي خصوصيات لرل. له هغې دا نوم اروپایي ژبو ته هم کډه وکړه.
nar khazaiد داسې انسانانو فزيکي جوړښت د مور په خيټه کې تعين شي. د هر انسان وجود د ايکس او وای کروموزوم په تناسب جوړېږي چې د نر يا د ښځې تعين کوي. د مخنث کسانو وجود کې د ايکس او د وای تناسب بې ډوله شي چې بيا ماشوم د تناسلي الې سره رحم هم لري.
دا ولې کېږي؟
يو وضاحت يې داسې دی چې په رحم کې هګۍ د يو سپرم پر ځای د دوو سپرمونو نه نطفه جوړه کړي چې هر يو يې ايکس او وای کروموزم لري. يو بل وضاحت يې دا دی چې د نطفې د ودې پر وخت د يو جنس ځينې غړي ناتوانه پاتې شي او بل يې توانمن شي.
دا يوه طبي پېښه او د مور يا د پلار پکې هيڅ رول نه وي. پوه کسان خپل مخنث ماشوم ته داسې ماحول جوړ کړي چې هغه د جينۍ يا د هلک په شان لوی شي. د طبي ساينس د پرمختګ سره د مخنث په فزيکي جوړښت هم تجربې شوي دي او د اپريشن (جراحي) د لارې ورته ډاکټران د هلک يا جينۍ په توګه د عادي ژوند چانس برابر کړي.
په هند کې د عقيدې له پلوه، داسې ماشومان ځانګړي ګڼلی شي او خلک هڅه کوي چې هغوی خوشاله وساتي. د مخنث يوه ځانګړتيا دا وي چې هغوی د ښځو او سړو دواړه جامې اغوندي. د دوی خبرې تګ او د لاسونو خوځښت ته خلک خاندي نو ځکه دوی زيات وخت د سندرغاړو او نڅاګرو سره مله شي او نورو خلکو نه ځان ليرې ساتي. د ټولنې له خوا د رټلو له ويرې مخنث په ډلو کې يو ځای ژوند کوي. په دوديزه توګه هند کې به داسې ډلو د ميلو او ودونو ښاديو کې د سندرو او ګډاګانو د لارې ځان ته نفقه پيدا کوله. هم هغه روايت تر اوسه جاري دی چې دوی د خپلې دلې يو ګورو(مشر) لري او هغه ته پتمن وي. د پښتنو ټولنه په ودونو کې د “ډمې کوچۍ” يا “لښتۍ” ګډا ته په بده سترګه نه ګوري خو پخپله دا کسان هم هغسې ترټلي وي لکه چې د موسيقۍ هنرمندان. دا چې ولې مخنث د ګډا او د سندرو لوري ته ځي نو دا هغه دوديز چلند دی چې په بل ځای کې خلک د دوی نه د نورو کارونو توقع نه لري. ځينې مخنث په ماشومتوب کې د مور پلار او يا د نورو خپلوانو د زور زياتي سره مخ شي ځکه د دوی چلند له نورو توپير لرې. کله کله جنسي کاروباريان د خپلو ګټو لپاره داسې ماشومان وتښتوي.
د ډېرو ملکونو په قانون کې مخنث د درېیم جنس په توګه منل شوي دي او دوی ته د تعليم او نور ښاري حقوق ورکړل شوي دي. په پاکستان کې ۲۰۰۹میلادي کې د مخنث د قانون منظور شو.
صفيه حليم
د خپريدو نيټه- ۱۴ اپريل ۲۰۱۶ م

 

- صفیه حلیم
بېرته شاته