(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دردونکی سفر| راپورتاژ

[16.Apr.2016 - 17:22]

باز محمد عابد
د تېر کال خبره ده، په جلال اباد کې په کابل بانک باندې له وروستي بريد نه دوه ورځې وروسته راته ګران همکار ملګري شاه محمود شینواري ټيلفون وکړ، ویل يې ګريګ ته ځم او د هغو څلورو تنو قربانیانو د کورنيو له پاتې غړيو سره  د ازادۍ راډيو لپاره خبرې کوم او  ويډيوي ريپوټ پرې تیاروم.
دې خبرې سره مې ترې وپوښتل چې په ګريک کې دې د امنیتي وضعيت پوښتنه کړې، ویل يې هو، هيڅ خبره نه شته. خو ما بیا هم پرې تاکيد وکړ، چې که کوم بل ملګری درسره ځي ښه ده، کنه زه دې ملګرتیا کوم.
په دې  خبرې سره راته شینواری صیب په خپل تکلم کې راخوږ شو او راته يې کړه چې واله په تا خو زه ډېر ډاډه یم خو پوهيږم چې د کتاب پروف دې د لاس لاندې دي. ما وی زه هم نه غواړم چې تاسو د يوې ولسوالۍ دومره لرې پرتې سيمې ته یوازۍ لاړ شئ، چې نوم دې هم تازه اوریدلی وي. هغه ویلې چې ایمل مړوند ورته ویلي چې ملګرتیا يې کوي، خو راته يې کړه چې مجیب جان،[ چې د ډاکټر بشیر احمد پرهر، ښاد صاحب او جاوید غفور کشر ورور]  سره موټر شته، هغه هم راروان دی، راځه چې ګډ ورسره ولاړ شوو. ما هم خپل لپ ټاپ اوږې ته واچاوه او د شینواري صاحب د دفتر مخه مې ونيوله. له بي بي خوا ليسې نه  تر سلطانزي پلازې پورې په لاره هيڅ نه يم پوه شوی، دا چې زه او شینواری صاحب د نورو ډېرو خبریالانو سره يو ځای تر ډېره د پيښې په ځای کې پاتې شوي وو، او د بې ګناه انسانانو ټوټې ټوټې وجودونه مو لیدلي وو، يو ځل بیا هغه صحنه هو، به هو مخ ته ودريده چې شینواري صاحب ته مې ویل، دا په سلګونه جوړه چپلکې او شلېدلې او پيوندي پلاستيکې بوټان ګورې، دا ټول په دې ځای کې د غریبکارو ماشومانو د بې وسۍ او بې کسې تصویرونه دي، چې مور او پلار يې ورته په لاسونو کې د خرڅلاو لپاره پلاستيکي خلتې او یا هم د کباړ ټولو لپاره بوجۍ ورکړې وې. 
دا ټوله صحنه مې د ذهن په پرده د اينې په شان ښکاريدله. او ورسره مې د هغه ځوان خبرې هم مخې ته ودرېدې چې ويل يې زموږ د کورنۍ څلور تنه شهیدان شوي چې دوه تنو يې د حمل په ۲۱ نيټه ودونه کړي وو. د همدې غمځپلې کورنۍ له غړو سره شینواري صاحب ويډيوي مرکې په خاطر ګريک ته تلو. 
زه چې د هغه دفتر ورسېدم، له هوټل نه يې قابلي پلاو راغوښتې و، خو نه پوهيږم چې ولې يې راباندې د کندهار د يوې مشاعرې نه داسې يو ويډيوي شعر کتل غوښتل چې خپله خو يې ورته ژړلي وو، زه يې هم ورته ژړيدلی غوښتم. شعر په يوه ځانمرګي بريد کې د قربانيانو په ارمانو لیکل شوی و چې يو کندهاري ځوان چې خدای خبر نوم به يې څه وي، په ډېر جانانه انداز تمثیل کړی و. څو وارې يې غوني راځیږ کړ او هيله به مې ترې وکړه چې دا شعر بند کړه چې په ډوډۍ خوړلو يې پوه نه کړم، يو ځل خو يې بند کړ خو کله چې مې ډوډۍ په زوره زوره ورتمامه کړه نو شینواري صاحب بيا شعر چالان کړ او تر کومه ځایه چې مو وکتلو په رښتبا هم چې ډير دردونکي و او ډير ښه يې تمثیل کړی و. زما سترګې هم ورته راډکې شوې، خو ورسره جوخت مې خپل یو شعر ورته ووایه چې کابو اتلس کاله پخوا مې لیکلی و:
دومره بلد له حادثو سره یم
چې اوښکې هم چيرته په غم نه راځي
او ورته مې وويل چې دې شعر کې ما سخت درواغ ويلي دي او هغه دا چې له ماشومتوبه تر اوسه چې زه يوه معمولي عاطفي صحنه ووینم هغه که د غم وي او که د خوشالۍ نو سترګو ته مې اوښکې راځي، خو شینواري صاحب ويل چې دا خو ته خپله يو عاطفي انسان يې خو شعر د مانا له لحاظه ډېر اوچت دی.
 په همدې چرت کې وم چې د ملګري امجد شهزاد د يوه شعر مطلع رایاده شوه چې تازه يې د جلال اباد وروستۍ غميزې ته ليکلی و:
د خپلې بې وسۍ ځانله پېغور دی پکار
په سترګو کې د اوښکو په ځای اور دی پکار
په دې کې د مجیب جان ټیلفون راغلو چې دی د درمسال د ونو سيوري ته له موټر سره ولاړ دی. 
په دې وخت کې راحت ګل زیارمل هم ټيلفون وکړ، شینواري صاحب ورته ويل چې موږ په وتو يو، د خېوې ولسوالۍ ګريک کلي ته روان يو. هغه ويلې پينځه مینټه کې درسيږم، زما تر درتګه وار وکړئ چې د کوټي کلي نه لرم، څو چې موږ له مارکيټ نه راکيوتو، زیارمل صاحب هم راورسېډو، دعا مې ترینه وغوښته، هغه هم په په مستانه انداز په سر لاس راتېر کړ او ويې ويل، ورځئ! په رب مې سپارلۍ یئ. او چې ما ورکتل په هميشنۍ ډکه موسکا يې ونازولم، زه له مجیب سره په مخکې سيټ کې کېناستم ، شینواري صاحب وروسته کېناستو او د کريګ په لور مو سفر وکړ. له بهسودو لا نه وو وتلي چې شینواري صاحب چا ته ټیلفون وکړ او د قربانيانو د کورنيو د یو تن مشر نوم او ټیلفون نمبر يې ترینه واخیست. دا مشر کاکا حینف نومېدو. هغه سره مو خبرې وکړې، د لارې د امنیت ډاډ يې راکړ او ويې ويل چې د کامې د پله جنوبي څنډه کې چې کوم کچه سړک دی، دا نيغ ګريک ته رارسيدلی دی.
له دې وضاحت نه مخکې ما اسلم امید ته چې د خېوې ولسوالۍ د ځوانو د فلاحي او اصلاحي ټولنې مشر دی، ټيلفون کړی و او غوږ په اواز ناست و چې خېوې بازار ته ورسيدو، نو هغه به له ځانه سره اخلو او د قربانيانو کلي ته به راسره ځي، خو کله چې لاره بدله شوه، هغه ته مو احوال ورکړ. خو هغه بیا ټینګار کاوه چې خېوې ته ورشو او هغه هم له موږ سره ملګری شي.
يوه نیمه بجه وه چې د کامې پله جنوب لورته مو په کچه سرک د ګريک کلي مخه ونيوله. لږه شېبه چې مخکې ولاړو په يوې شنې او سمسورې سيمې مو سترګې ولګيدې، چې له يوې مخې په کې غنم کرل شوی وو، د دې منظرې ليدو خوند راکړ، جاوید جان موټر غاړې ته ودراوه او زما د موبايل په کامره يې عکس واخيست،  سره له دې چې موږ په لاره د دغې ړومبي کلي د نوم پوښتنه له خلکو نه وکړه، خو داسې اویستايي غوندې نومونه يې وو، د خلکو ژبه يې پشه يي وه، خو ټول په پښتو ژبه پوهيدل. تر هغې چې ګريک ته رسېدو، په لاره فکر کوم څلور کلي راغله چې  په يوه ځای کې مو زیارخان یاد له خپل کيمره مين سره هم مخې ته راغلل، دوی سره مو روغبړ وکړ، دوی هم دې غمځپلې کورنۍ ته ورغلي وو، او د ژوندون لپاره يې ورسره مرکې کړې وې. په لاره  يو کلی د کچړې په نوم مخې ته راغلو. د کچړې نوم ما د مشهور هنرمند او حاضر ځوابه کیسه ګوی، حضرت باز استاد له نوم سره جوخت  اوریدلی و. هغه ناوخته مهاجر شوی و. په داسې حال کې چې راشن پاس يې هم نه لرلو خو د مياشتې په سر کې چې د کچه ګړۍ خلکو په ترخونو کې بوجۍ نيولې او ډله ډله به کمانډرۍ ته د راشن لپاره تلل، نو دی هم تللی و او په کتار کې درېدلی و. هلته به پوليسو هر چا ته ويل چې پاس ښکاره کړه. د حضرت باز استاز نوبت چې رارسېدلی و نو پوليس ورته ویلي و چې بوډا پاس وښايه. حضرت باز ورته په ځواب کې ویلي وو چې پاس خو نه لرم که لاندې ګورې چې درته يې وښايم. 
په دې  خبره ورته پوليس په تنده لهجه ويلي وو چې ته خو ډېر کچه سړی يې.خو استاد ورته په ځواب کې ويلي وو چې کچه خو ځکه يم چې په وطن کې د کچړې يم او دلته په کچه ګړۍ کې اوسيږم او اوس د يوه کچه پوليس مخې ته ولاړ یم. 
ويل کيږي چې دا پوليس بیا د حضرت باز استاد اشنا شوی و او پاس يې هم ورته جوړ کړی و.
په کيسو کيسو کې ګريک ته ورسېدو. هلته يوې غټې کلا ته چې د دعا مراسم په کې تر سره کېدل، ننوتو. له روغبړ نه وروسته مو يوه مشر کاکا ته ځانونه وروپېژندل. دغه کاکا سره شینواري صاحب ټيلفونې اړيکې نیولې وې، موږ يې هم وپېژندو، ازادۍ او مشال راډيو يې دواړه اورېدلې، زموږ له غږونو سره اشنا وو، سره له دې چې د وير په ټغر ناست وو، خو زموږ لېدو او هغوی سره غمرازۍ ته ډېر زیات خوشاله شول. له مخې سره شینواري سره د قربانانيانو د کورنيو له غړيو سره ويډيوي مرکې پيل کړې، ما خو يې د اوريدو تحمل له لاسه هلته ورکړی و. 
حینف کاکا د هغو دوه ورونو د يوه خسر و چې تازه يې ودونه کړي وو. هغه راسره د خپل درد او د هغو ناویانو درد شریک کړو، چې لا يې هم لاسونه د واده د شپې په نکريزو سره وو. د هغوی د پرکالۍ او وخت پر وخت بيهوشۍ کيسې يې وکړې چې ډېرې دردونکي وې. د يوه بل قرباني شوي ځوان په اړه راته وويل شول چې پلار يې فالج وهلی او اته سره بچي ترې پاتې شول چې جینکې په کې ډیرې دي، يو زلموټي زوی يې په لسم کې سبق وايي. خو له دې وروسته به خپلو یتيمو ورونو خوېندو او کونډې مورته د نفقې پيدا کولو په خاطر مکتب پرېردي.
کله چې مو يوه، يوه پياله چای وڅښه، نو له کلا نه راووتو او د کورونو تر څنګ د سرک په غاړه هديرې ته ورغلو چې څلور واړه شهيدان يې څنګ په څنګ يو په بل پسې ښخ کړي وو.  د يوه پلار په قبر يې ګڼ شمير ماشومان ورټول وو او په ډکو سترګو يې د شینواري صاحب پوښتنې ځوابولې.
له دې خلکو سره مو ژمنې وکړې چې باز خیریه بنسټ چې د قربانیانو د کورنيو سره د مرستو غږ کړی، د دغو څلورو شهيدانو د وارثانو برخه به ضرور کوي.
څه باندې څلور بجې وې چې له ګريک نه مو د جلال اباد په لور حرکت راوکړ.
کله چې بهسودو ته راننوتو نو د کامې له اړخه په لومړي کلي ته مجیب جان موټر ورتاو کړ، ويل يې چې پرديس صاحب سره  په ټيلفون خبرې شوي، يو سر ورښکاره کوو او د هغو دوه کورنيو پته ترېنه اخلو چې په یاده پېښه کې شهيدان شوي وو. هلته چې ورغلو نو پرديس صاحب زه له شرر صیب سره په روغتون کې لیدلی وم، او سره پيژندلي مو وو، زموږ په ليدو پردیس صاحب ډېر خوشاله شو، له ده سره د چايو څښلو وروسته د قلعه جانان خان په لور راروان شو او د ګل اغا په نوم د يو تن شهيد شوي پلار ته مو دعا وکړه. او د ماښام بانګونه پیل شوي وو چې شینواري صاحب مو درمسال سره کوز کړو او زه په مخابراتو چوک کې له مجیب جان نه کيوتی وم او له زړه نه مې ورته دعا وکړه.
له محیب جان سره زما دا لومړی سفر و، الله دې په خوانۍ برکت کړي، دومره قدر يې زموږ کولو لکه خپلو  مشرانو ورونو سره چې په سفر وتي وي.
هغه وخت زه ميديو تيک کې اوسېدم، د شپې مې په ګريک کې د هغو څلورو تنو شهيدانو د وارثانو له خوا د هغوی د بې وسۍ ډول ډول کيسې اورېدلې وې او په هديره کې د هغو ماشومانو تصويرونه مې سترګو ته نيغ ولاړ وو، چې د خپلو پلرونو قبرونو ته يې د بې وسۍ اوښکې تویولې.
له سترګو مې خوب تښتېدلی و، سخت نا ارام وم، پريکړه مې وکړه چې د دغې پېښې د وارثانو له پاره به د باز خیریه بنسټ له لارې د مرستو د جلبولو اعلان کوم. په سبا مې د بنسټ له رضاکارو سره مشوره وکړه او د مرستو جلبولو اعلان مې وکړ. په يوه اوونۍ تر پينځه سوه زره روپو پورې راټولې شوې، د بنسټ د بورد له غړو سره مې مشوره وکړه چې پنځوس پنځوس زره روپۍ په ګريک کې هغو دوه کونډو خویندو ته وړم چې لا يې د واده په نکريزو لاسونه سره وو چې په سرو وینو لميدلي ميړونه يې وروستل. او پاتې څلور سوه زره روپۍ مې د ژوند خیريه ټولنې يو تن فعال غړي اکرام الله اکرام ته حواله کړې چې د څلويښتو کورنيو لپاره پرې د خوراکي توکو پيکجونه جوړ کړي. 
بله ورځ د اکرام الله اکرام، شریف الله ناصري او امین الله زهير په ملتيا ګريګ ته روان شوم او هماغه ځای ته مو ځانونه ورسول چې زه او شینواري صیب مرکو ته ورغلي وو. هلته مو د هغو دوه تنو شهیدانو پلار راوغوښت چې دوه ځوانې کونډې ورپاتې وې. د هغې کلا په بالاخانه کې ناست چې د کلي ملک او دوه تنه نور سپين ږيري هم راغلل، د همدې غمځپلې کورنۍ دوه تنه ماشومان هم په بالا خانه کې له موږ سره ناست وو، يو زلمکي چای راوړ. په دې دوران کې مې د هغه کونډو خویندو خسر ته وویل چې موږ مرسته راوړې، خو موږ غواړو دا مرسته ستاسو د ټولې کورنۍ لپاره نه ده، پنځوس زره به يوې خور ته او پنځوس زره به بلې خور ته ورکړئ.
کله چې دا خبره هغو دوه تنو ماشومانو واورېده، نو په يوه منډه له بالاخانې ښکته شول او د کور مخه يې ونيوله. او کله چې موږ له بالا خانې راښکته شوو، د سرک په سر نيږدې هديرې ته ورغلو، شهيدانو ته مو دعا وکړه، کله چې موږ خپل موټر ته ختلو،  نو په دې وخت کې زما نظر په غمځپلي کور ولګېدو چې د بلې په سر پنځه شيږ تنه سیاسرې خویندې راختلې وې، او لاسونه يې دعا ته لپه کړي وو. 
هملته مې سترګې راډکې کړې او له خپلو همسفر ملګرو نه مې په پرده کې ښې ډيرې اوښکې تويې کړې. تر دې چې ټیشو پيپر باندې مې اوښکې اوچولې، اکرام راته په مانا خيزه انداز راکتل خو ما ورته وويل چې سترګې مې حساسیت لري، کله کله هسې په هسې اوبه کوي.

- عابد
بېرته شاته