(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد ډاکټر کبير ستوري ياد (د هغه د لومړني تلين په مناسبت)

[06.Apr.2007 - 14:48] د اپريل په څلورمه نېټه د جرمني د هورت په ښارګوټي کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګې غونډه جوړه شوه .د دغې غونډې په پيل کې ، د افغانستان د نوميالي ليکوال او عالم ارواښاد ډاکټر کبير ستوري د لومړني تلين په مناسبت ، هغوی ته دعا وشوه او په شخصيت او اثارو يې لنډې خبرې وشوې . همدغه ورځ د ارواښاد ستوري د لومړني تلين ورځ وه . د غونډې په نورو برخو کې د ټولنې په راتلونکو کارونو خبرې وشوې او د نوي او معاصر افغانستان د جوړېدو د 260 کليزې د لمانځلو پر پروګرام بحث وشو . -
بېرته شاته