(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډیرو پرې ولیکل ؛ ماته...

[01.Apr.2016 - 08:18]

ډیرو پرې  ولیکل ؛ ماته به څه پاتې وي

نظرمحمد مطمئن   
             ریانه!  ته چې پیداشوې خلکو خندل تا ژړل
ته چې شهید شوې خلکو ژړل تا خندل
د ټویټر د لاري یوه بهرني راته ولیکل چې تاسي ولي هر وخت د جګړو خبرونه په خپل ټویټر ورکوئ، ومې ویل چې تاسي د افغانستان نوم اوریدلی؟ د افغانستان له نوم سره بلد یاست؟ دلته پرته له وژلو، جرمونو او ټکولو نور خبرونه په نشت حساب دي، دلته ډیر کم ښه خبرونه اوریدل کيږي.
درې ورځي وړاندي همهغسي یو بوږنونکي خبر،  د یو تنکي ځوان محصل د شهادت خبر، دهغه د زجر او شکنجې خبر، د هغه د مړ جسد د پیداکولو خبر مې پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړ.
بشیراحمد ریان مې نه وو لیدلی،  یو دوه ځله مو پر لیکه لنډې جملې یو بل ته وليکلي، هغه بااستعداده ځوان د راتلونکې له پاره لوی لوی امیدونه درلودل ، هغه فکر کاوو چې د خپل ولس د سوکالۍ او پوهاوي له پاره به فکري خدمت وکړي. کتابونه يې ولیکل، ويې ژباړل او لیکنې يې کولي.
د کورنۍ له ډیرو اقتصادي ستونزو سره سره دهغه کورنۍ خپلو لوړو زده کړو ته پري ايښې وو، د ځینو نورو پښتنو کورنیو د غړو په ډول يې دهغه څخه کار او مزدوري  ونه غوښته چې کورته پیسي ورپیداکړي.
بشیراحمد ریان د کندهار پوهنتون محصل وو، د دري ژبې ادبیات يې ویل، یو کال پاتې وو چې هغه به له پوهنتون څخه فارغ کیدی، ولي خپلې، د کورنۍ او ملګرو ګرده هیلې يې په اوبو لاهو شوې.
په دنده پسې هم ګرځیدی، که چیرته د خپلو زده کړو، د کتاب، قلم او کتابچې مصارف له دي لارې پوره کړي، په کندهار کې په ازاده او داسي دنده پسې چې د قلم او لیکو اړوند وي، هغه هڅه کوله.
بشیراحمد ریان  د چا قرباني شو؟ هغه سوال دی چې کله هم چا ورته اشاره ونه کړه. چا دهغه راپور د پوهنتون له انګړ څخه دولتي ادارو ته واستاوی چې دامحصل ددوی په اصلاح ترهګر دی.
بشیراحمد د ډیرو نورو مسلمانو ترهګرو په ډول داسي ترهګر وو، چې یواځي قلم، کتاب، زده کړي، علمي بحث او  سوله يې پېژندله، هغه ټوپک نه درلود، هغه د جنوب غرب د ځینو ځوانانو په ډول له ځان سره چاقو او سیلاوه نه ګرځوله، هغه له ځان سره انفجاري مواد نه ګرځول، هغه له ځان سره تیزاب نه ګرځول چې د نجونو پرمخونو يې وپاشي.
که خواله او ټولنیزې رسنۍ نه وای، بشیراحمد ریان به هم یو نوم ورکی شهید وو، دده په ډول نور د پوهنتون محصلین به هم تری تم شوې وي، او لا به هم تري تم شي.
یوه خبره چې پرې خوشاله یم، ښه ده چې د  پردیو په پیسو جوړشوې ځينو د مدني ټولنو ادارو يې په اړه هیڅ هم ونه ویل، ننګه يې ونه کړه، د هغه مرګ يې جرم ونه ګاڼه، او لا هم ګونګ دي، دا ډول ورته ځینو د ژورنالسټانو ټولنو او حرکتونو هم خوله چوپه نیولي.  زه خو يې د شهید کرامت ګڼم چې الله ج يې شهادت ورته همداسي پاک وساتی.
او له هغو مشرانو، لیکوالو او پرلیکه رسنیو چې د بشیراحمد ریان د مظلومانه شهادت اړوند يې د خپل وس او توان مطابق هر څه کړي، مننه ورڅخه په کار ده.
د بشیراحمد په مرګ او دده کورنۍ سره غمرازي طبعي او رښتوني ده، دهغه په قبر د ځینو مدني فعالانو پلاسټيکې ګلان ، الله ج نه خوښول، دهغه د کورنۍ سره دروغجنه خواخوږي او دهغه په مرګ د درواغو ساندي  الله ج ته منظور نه وي.
مشر ریان صاحب اړتیا نه لري چې د خپل زوی شهادت په یوه نمره ځمکه وپلوري،  حج ته د تللو پر وعده يې خراب کړي. هغوی پوهیږي چې د خپل زوي شهادت څه ډول همداسي سپیڅلی وساتي. 
که هرڅومره پرې خبرې وکړو، رسنۍ پرې راپورونه جوړ کړي، او بیا هم ځينې مدني حرکتونه د هغه د وژولو څیړنه وغواړي، دا به هم لکه د شهید روحاني  (هلمند) او شهید  امید (ترینکوټ) په ډول  همداسي بې پایلې او بې نتیجې وي.
په هیواد کې په سلګونو، زرګونو بې ګناه کسان ووژل شول او لاهم د وژنو لړۍ روانه ده، نه يې چا پوښتنه کړي او نه هم د پوښتنې کومه دروازه شته، د ظلم په دي تور  تم کې د عدالت او حقونو غوښتنه هغه څه دي چې په اوسنيو وختونو کې ماته ممکن نه ښکاري.
که بیا هم پلټنې وشي ، یا څوک پوښتنه وکړي، نو امریکايې جنایتکارو دلته خلکو ته داسي تاکتیکونه ښودلي چې هغوی په اسانی سره په فساد او غرب ته وفاداره قضايې محاکمو څخه برائت حاصل کوي.
په ډنډ غوري کې، په اندړو او ګیرو کې، په عزیزاباد او هسکه مینه کې، په  هلمند او میدان وردګوکې، کابل او کندهار کې کومه داسي بېلګه لرو چې د بې ګناه او مظلومو افغانانو په قصدي ډول قاتلانو څخه دي چا پوښتنه کړي وي؟
دلته ده چې د لویدیځ  چارواکي په همدې ډګر کې هم موږ ته خپله ناولي څیره ښيې، څوک چې ددوی د ګټو له پاره لیکنې او خبریالي کوي، هغوی ښه دي، د هغوی وژل جرم دی، د هغوی وینه ددوي په نزد قدر لري، او څوک چې د خپل افغان ولس له پاره لیکنې او خبریالي کوي، هغوی ترهګر دي، د هغوی وژل جرم نه دی، د هغوی وینه ددوی په نزد قدر نه لري، خو ديته يې پام نه دی، چې ددغه ټولي لیکوالو او خبریالانو وینه په نړۍ کې تر هر بل چا ډیره قدرمنه ده، او قدر يې زمو ږ خالق او رب ، الله ج کوي.
د بشیراحمد روح دي الله ارامه او خوشاله لري.

- نظرمحمد مطمئن
بېرته شاته