(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډاکتر کبير ستوری « ژونــــد او مـــبــارزه » تر نوم لاندی کتاب له چاپ راووت

[02.Apr.2007 - 19:10] دغه کتاب په پښتو ژبه په ښکلى بڼه په (524 ) مخونو کې چې لر او بر پښتنو ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو ،قومى مشرانو ، هنرمندانو ، او عامو وګړو پکې خپل تاثرات ، مقالى او شعرنه ليکى او په پېښور کې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا خپور او دپښتو ژبی پیاوړى شاعر ، ليکوال ، افسانه ليکونکی ، او د کوهاټ د راديو مشر ښاغلى لايق ذاه لايق ترتيب کړی دی چې د چاپ چار ی ئې دانش خپروندویې ټولنې تخينکي څانګه ــ پېښور ، تر سره کړی له چاپه راووت چې پکې د ارواښاد ډاکتر کبير ستورى د سیاسی او ادبى اړیکو هلوځلو په اړوند پوره او په زړه پورى مالوت راټول شوى دی .دغه کتاب په څلور برخو ويشل شوی دی . ۱ ـــ ليكنو هېنداره ۲ ـــ قلم اوښکى ۳ ــــ د ستورى په نوم د غمرازۍ او خواخوږ ۍ پېغامونه ۴ ـــ پېروزينې ( شعرونه ) او په اخر د کتاب کې دارواښاد ډاکتر کبير ستوری تصويرونه شامل دی
-
بېرته شاته