(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ګوادر کاشغر مغربي روټ د ....

[11.Jan.2016 - 11:18]

د ګوادر کاشغر مغربي روټ د پښتون قومي وحدت لاره هواروي

لیک:حزب لله پښتون يار 
قامي وحدت د يو ملت د وګړو په منځ کښي د کلتوري، ټولنيز، سياسي او قامي يووالي بېداري او احساس دى.  قامي وحدت د دغه څيزينو څخه تړون لري چي د ملت پالني جذبات وي، ديوالي ژوندي احساسات وي، ټولنيز، اقتصادي، سياسي او کلتوري تړون وي، فکري او نفسياتي  خپلوالي وي.
د پښتنو يو پراخ وطن دى چي پکي د لوى انساني وسايل د موجوګى  سره ګټور جيوګرافيکل لوکېشن هم لري،  که پښتون قامي وحدت جوړشي نو هم دغه ملت به د خپلي نېکمرغى سره سم د انسانيت په پرمختګ کې هم ستر رول ولوبه وي.
هڅي خو د ملت ټوله زهني وسائل او جسماني قوت يو کولو لپاره او ټوټې ټوټي وطن برته ګنډلو  لپاره و ملت ته د يو  فکر ورکولو ضرورت وي خو په انساني تاريخ کي داسي هم ډير مثالونه شته چي تقسيم شوي اولسونه د خپل جغرافيائي اهميت او تړون له لاري د ­پېړيو وروسته سره يو شوي وي
د پښتون قومي وحدت چي بنيادي څيزونه دي هغه ټوله د مغربي روټ له لاري پوره کېدلى شي او  کاريډور پښتانه اقتصادي، ټولنيز، سياسي،کلتوري او په فکري توګه سره تړي.  د ګوادر کاشغر مغربي  لار چي د پښتونخوا په سيمو مانسهره، ډيره  اسماعيل خان، ژوب، کوټه او بيا د بلوڅو په علاقو تېريږي . او هم دغه منصوبه  پېښور، جلال اباد، کابل، کوټه، کندهار، بنو، میرانشاه  خوست، پاړه چنار، لوګر او د پښتون ټولې سیمې سره نښلوي.  ددې څخه که يو خوا ته  د پښتون و طن چي  په بېلا بيلو نومونه تقسيم شوى دى،  سره وبه نښلول شي او ټوله پښتون سيمي به يو بل ته لاري پېدا کړي موجوده بېلتون به ختم شي او بلي خوا ته چي د پښتون دويمه لويه ستونزه اقتصادي بدحالي د هم به د تجارتي مرکزونو له لاري له منځه ولاړه شي.
په عمومي توګه که مونږ روټ او کوريډور تر بحث لاندي راولو نو ددې تعريف داسي کولى شو چي په روټ او کوړيډور کي   شپږ بنیادي څيزونه وي چي  موټروې  د  موټرو ستر سړک لاره، دويم   ریل وې د ریل ګاړى لاره، دریم    فابریکې کیبلونه، څلورم پکې ازاد تجارتي مرکزونه او پنځم پکې صنعتي زونونه او شپږم پکې صنعتي او تجارتي مرکزونه  وي.  لدې سره پدې منصوبې  کښې د تېلو او دګېس پائپلائنونه، د بجلى پروجيکټونه،  د زراعت او ټيکنيکل ادارې هم شته.
اوس که دغه لاره جوړه شي نو يو خواته به زموږ د قومي وحدت هغه هدفونه هم لاس ته راوړل شي کوم چي زمونږ ملت پاله ګوندونو په تيره پېړى کې د سختي مبارزې باجود نکړو  تر لاسه،  بلخوا ته به  موټروې او  ريل پټړي د وطن پراخي لمني رالنډي کړي.   ازاد تجارتي مرکزونه، صنعتي زونونه او اقتصادي بازارونو له لاري  به دپښتون اقتصاد د پنجاب پر ځاى د پېشور، کوټي کندهار، او کابل سره وتړل شي.
 هم دغه رنګه که زمونږ د وطن بربادي نن د نړى په ګټه د سبا به د نړۍ څخه  سامانونه د سمندر له لارې د ګوادر بندرګاه ته راځي او له هغه ځایه به د دې روټ اود ګاډي په وسیله د چین د سینکیانګ تر کاشغره رسېږي او د سينټرل ايشيا د تګ راتګ او د تجارتي مرکزونه حب  به پښتون وطن وګرزي.   لدې سره به د پښتون وطن ابادي او پرمختګ  د نړى ضروت جوړ شي
خو د ملک واکمن سياست مداران غواړي چي  دا کوريډور ۶۵۳ کیلومټره اوږد کړي او پنجاب ته يوسي. د لاهورنه ، ملتان اېکسپرېس وې، کراچۍ پورې،بيا د کراچۍ نه کوسټل های وې (لویه لار) په لاره ګوادر ته وغزوي.  چي د پښتنو اقتصاد همېش لپاره د کابل پرځای د لاهور سره تړلی پاته شي. پدغه لوى جرم کي د پښتون زيات ليډرشپ د مجرمانو په صف کي ولاړ دى.  په تيرو ورځو کې چي د پښتون پر خاوره د کوريډور پرنامه نواز شريف پښتنو ته  کومه دهو که ورکړه   پدا عمل يې نواز شريف په ښائستو جملو وستا ئى.   هم پدغه غونډه کي د پنجاب لېډرشپ خپل د مفاداتو دومره خوندوره دفاع اونکړه  لکه څومره چي زمونږ ليډرشپ د پنجاب د مفاداتو دفاع وکړه.
  که دغه روټ  د پښتونخوا څخه واړول شي او په پنجاب تير شي  نو پښتانه به په معاشي، اقتصادي، او ټولنیزو سربیره د قامي وحدت په  لحاظ د استحصال  ښکار شي. د پښتون د کوره څخه به د جنګ لمن ټوله نشي او تل به د جنګ سرې سکروټي تازه وي.  بلي خواته تجارتي صنعتي او اقتصادي پرمختګون به په پنجاب کې روان وي.
زموږ د وطن پر اسمان د مرګونو د ورېځو يوه ستره وجه دا هم د  چي د وطن  ځلمى وجود د وختونو  څخه ټوټې ټو ټې دى.  د پرنګې د حکمرانى ښه طرېقه دا وه چي تقسيم يې کړه او بيا باچاهي پر اوکړه هم دغه فارموله بيا پنجاب د خپلو ګتو لپاره روانه وساتله.  خو اوس خپل وراثتي ليډرشپ که څه هم په خوله د وحدت نعرې وهي خو د تر لاسه کولو پر وخت يې خلو ته کولفونه لګولي وي
پښتون سياست مدارانو  تيره ټوله صدى د قومي وحدت لپاره هلي ځلي اوکړې خو د ناکامه حکمت عملى، بې وخته فېصلو او د قومي وحدت ګټلو په ورځ مجرمانه خاموشي اختياره ولو له اعمله  يې د وطن ځوان وجود نور هم ټکړې ټکړې کړى.   اوس چي زمونږ د وطن د جيوګرافيکل لوکيشن اهميت د پښتون سيري سيري وطن ګنډي، د وطن زړه او دماغ په يو وجود کي راولي او هم دغه د قومي وحدت علمبرداران د تيري پېړۍ په رنګه د رواني پېړۍ  ستره موقع له لاسه ورکولو لپاره په مکمله توګه په تايې کي دي
مونږ تيره پېړۍ هم د سياستوالو  د بې حکمتى، ناپوهى او د زاتي مفاداتو قرباني شو نن يوه پيړۍ وروسته هم له هغه   سياسي مرض څخه لاس او ګرېوان يو،  چي پنجاب مي د ستري اقتصادي ګټي څخه بې برخي کوي.  زمونږ د اوبو، ګېسو او نورو زير مو د قبضه کولو بعد يواري بيا مونږ د خپل جيوګرافيکل لوکېشن د ګټي نه هم بې برخې کوي او په سياستوالو کي ځيني خاموشه دي ، نور  د خپلو زاتي مفاداتو لپاره د پنجاب مرسته کوي اوچي څه پاته دي د هغو د سياسي اختلاف نه پنجاب ګټه پورته کوي.
 د قامي حقوقو  ګټلو او بائللود موجوده جنګ په مېدان کښې د پنجاب لويه حڅه داده چي پښتون لېډرشپ خاموشه کړي او بلخوا ته د پښتون د مقدمې د وکيلانو موجوده ضعيفي رويې او کمزوري دليلونه د جنګ د بېللو پيل دى

 

- حزب لله پښتون يار
بېرته شاته