(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ملت ګوند داحدي اوپوپل انحراف

[20.Dec.2015 - 22:10]

د (افغان ملت ګوند) له ارمانونو او لارې څخه د احدي او پوپل انحراف

لیک: ع. ش: شینواری
 زه د افغان ملت ګوند یو پخوانی غړی یم، پرون ددغه ګوند د داخلي ستونزو او کشمکشونو په اړه له رسنیو خبر شوم، باور وکړی چې له شرمه خولې راباندې راماتې شوې، ځکه یو داسې ګوند چې د اکثره ملي مترقي ځوانانو سترګې همدوی ته وي، له څه ذلت او بد حالت سره مخ شوی دی. ماته ددغه ګوند په چوکاټ کې د سلګونو هغو پاکو او سپیڅلو افغان ملتیانو څيرې یو په یو مخې ته ودریدې چې ددغه ګوند ارمانونو لپاره یې لوږې، تندې، زندانونه او بلا مشقتونه قبول کړل، خو د هغې له اهدافو او مرامونو یو انچ شاته نشول، خو نن دا ګوند د دوی د یو څو نا اهله مشرانو له لاسه هیڅ لاسته راوړنه او سیاسي حیثیت نه لري. ټول ګوند ته یو څو د راجستر کتابونه او څه فرنیچر ور پاتي دي چې پر هغې هم د دې ګوند پخواني منشي او اوسني رییس چې اصلا د هغه ټاکنه د ګوند له اساسنامې سره سمه نه ده چاپه غورځولې ده او دا هر څه یې په پټه د ګوند له اصلي دفتره تښتولي او ټول پخواني کارکوونکي او غړي یې په سپیره میدان پرايښي دي، د ګوند منشي په ستانه ګل شیرزاد د دفتر د ماتلو او د وسایلو د تښتولو په تور عریضه کړې او خبره تر پولیسو رسیدلې ده.
دا چې دا ګوند ولي دومره بدبخت شو، په دې ما ډېر وخت خوله بنده کړې وه، خو اوس ددې وخت راغلی چې یو څه ولیکم او دا پوښتنه چې ولي داسې یو تاریخي ګوند له دومره بد حالت سره مخ شوی دی، ددې پوښتنې ځوابول په یوې وړه لیکنه کې ممکن نه دي، خو هغه څه چې ماته معلوم دي په اول سر کې ددې ګوند مشر احدي او دویم قدم کې یې مرستیال جیلاني پوپل لومړي درجه ملامت دي. ورپسې یو څو بیسواده او کم سواده سیاسي معامله ګر چې کله به یې د احدي او کله د پوپل لکۍ نیولې وه او د ګوند په سر په ټولو مردارو معاملو کې ورسره شریک دي.
(افغان ملت) د افغانستان د یو تاریخي ګوند او د ملي مترقي افکارو او نظریاتو د یو مرکز په توګه د ظاهر شاه د ډیموکراسۍ په لسیزه کې سر راپورته کړ، چې د هغې زمانې د لسګونو ګوندونو له ډلې یوازینی ګوند دی چې لا هم په پخواني نوم او نشان فعالیت کوي او په ډېرو لرې لرې سیمو او کلیو کې ژمن پلویان لري. نورو ګوندونو ځکه نومونه بدل کړل چې ډېرې خرابې کارنامې یې درلودې او دا ګوند او مفکوره لا هم په ولسونو کې خپل جذابیت لري. هغه وخت چې کله افغانستان ته کمونستي او اخواني نظریات راننوتل یو شمېر مطرح ملي شخصیتونه لکه قیام الدین خادم، غلام محمد فرهاد، فدامحمد فدايي او نور سره راټول شول چې ددغو دوو پردیو ایډيالوژيو په مقابل کې یو ملي سنګر جوړ کړي. دې ګوند هڅه وکړه چې د پردیو ایډیالوژیو په ځای خلک د افغاني ناسونالیزم پر محور راټول کړي. افغانیت، اسلام او ډیموکراسي ددغه ګوند اساسي ارزښتونه ول، ټولنپاله ډیموکراسي او د ملي اقتصاد تقویه یې د کړنلارې مهم ټکي وو، خو د ثور له کودتا وروسته د کمونستي رژیم له راتلو سره د افغان ملت زیات مشران د پلچرخي زندان ته ولیږل شول چې ځیني یې تر ننه تري تم دي. هغه وخت کې په ننګرهار او مزار کې د لومړي ځل لپاره ددغه ګوند لخوا د وخت د رژیم خلاف پوځي قیام وشو، چې له هغې وروسته دا ګوند د استعمار پر وړاندې د ملي مقاومت سنګرونه جوړ کړل او جهاد یې پيل کړ، خو د حزب اسلامي او پاکستان ته وفادارو ځواکونو له خوا ددوی دا مقاومت وځپل شو، ځکه حزب اسلامي او نورو جهادي ډلو جهاد او مقاومت خپل انحصاري حق ګاڼه او دوی یې د دویم نمبر کمونستانو په پلمه د جهاد له صحنې لري کړل. د مهاجرت په کلونو کې یې ډېر شمېر غړي د ای اس ای په فرمایش د مولوي خالص او ګلبدین لخوا ترور شول، خو کله چې ددې ګوند قیادت له محمد امین واکمن نه انوارالحق احدي ته وسپارل شو دغه ګوند کې یوه نوې سا را پیدا شوه او فعالیت یې ګړندی شو. خو کله چې د کرزي حکومت راغلو او د ګوند مرکز کابل ته را انتقال شو، احدي د بانک رییس او د مالیې وزیر شو، نو ګوند او ګوندي ارزښتونو ته یې شا کړه او ځیني افغان ملتیان یې ګمرکونو کې وګمارل چې د ګوند په سرد احدي پر سیاسي معاملو خوله بنده وساتي، دا سلسله همداسې روانه وه چې د ګوند درېیمه ګنګره وشوه او په دغه کنګره کې احدي یو ځل بیا د ګوند رییس او جلاني پوپل یې مرستیال وټاکل شو، د احدي او پوپل ترمنځ چې کوم سلیقه يي اختلاف موجود و، له دغې کنګرې وروسته اوج ته ورسید او خبره تر مطبوعاتي بیانونو ورسیده. که به احدي کرزي ته لنډ شو، پوپل به یې ګوند کې پر ضد خلک را پارول او که به پوپل کرزي ته نږدې شو نو همدا کار به احدي کولو، ګوند د همدې دوو کسانو په انحصاري ملکیت بدل شو او ټولو هغو ارزښتونو او ارمانونو ته یې شا کړه چې دا ګوند پرې جوړ شوی و. احدي، جیلاني پوپل، ستانه ګل شیرزاد، فاروق میړنی، سید هاشم پولاد او یو څو کسه نور ددې ګوند له ادرسه د پریمانه شتمنیو او دولتي موقفونو خاوندان شول. کېدای شي هر ډول خیانت وبخښل شي، خو له یو ارمان، یوې لارې او فکر سره خیانت هیڅکله د بخښلو نه دی، له بده مرغه دوی د افغان ملت د لارې د سلګونو شهیدانو، د زرګونو زندانیانو، د زرګونو ملي مترقي فکر لرونکو له ارمان سره دغه خیانت وکړ، دوی د ګوند اساسي کرښې پرېښودې او د مافیايي سیاستونو په سمندر ورګډ شول او خپل ټول ګوندي ارزښتونه یې په دغه سمندر کې لاهو کړل. دوی نه یوازې دا چې له خپل ګوند او غړو سره خیانت وکړ، بلکې د پښتنو په منځ کې د یو بل دې ته ورته ملي مترقي جریان مخه هم ډپ کړه. د ګوند په دننه کې له ډېر پخوا څخه د دغو انحصارګرو پر ضد د نارضایتۍ حرکت روان و، ځوان نسل او یو شمېر پخوانيو ګوندیانو شپه ورځ هڅه کوله چې دا ګوند ددغو ښامارانو له منګولو بچ کړي او په ډیموکراټیکه توګه یې رهبرۍ کې تغییر راشي، خو دوی هر وخت ددغسې اصلاحي حرکتونو مخه نیولې، چې له امله یې په سلګونو او زرګونو افغان ملتیانو دا ګوند پرېښود او لاړل، خو د افغان ملت نظریه او فکر لا هم ورسره دی، دوی ددي په ځای چې خپل دغه نظریاتي پاخه ملګري له ځان سره وساتي له ځانه لري کړل، د احدي او پوپل ترمنځ اختلاف تر دې حده ورسید چې احدي د ګوند د اساس نامې خلاف کنګره جوړه او بیا یې مشري ستانه ګل شیرزاد ته وسپارله، شیرزاد د هالنډ تابعیت لري، د هالنډ د قانون سره سم یو کس په عین زمان کې دوه تابعیته نشي لرلی یعني له یوه به تیریږي، نن همدا هالنډی د احدي په فرمایش ددې ګوند مشري کوي. د شیرزاد په راتګ سره نارضایتي بیخي اوج ته ورسیده، جیلاني پوپل هم له دې ګوند له ادرسه ځان د مالیې وزارت له معینته نیولې د محلي ارګانونو تر ریاسته ورسولو، خو د ګوندي نظم او انسجام لپاره یې هیڅ هم ونه کړل او نن ټول ګوند ته ددې دواړو مشرانو پر اهلیت، صداقت او د افغان ملت ارمانونو ته په وفاداري شکمن دي. ددې دوو رهبرانو د ناکامو، خامو او مقطعي سیاستونو له امله اوس ډېری افغان ملتیان له شرمه چاته نشي ویلی چې افغان ملتی دی. 
د ګوند د زړې اساس نامې په اساس په ګوند کې د سیاسي کرښو د ټاکلو، نوي مشرانو د ټاکلو او د وخت سره سم د سیاستونو تعین د کنګرې یا لویې غونډې له خوا ممکن دی، خو دلته برعکس هیڅ یو تغییر د اساسنامې له مخې نه دی راغلی، دوی نه یوازې دا چې د ګوند نه ناوړه استفاده کړې ده او د پریمانه شتمنیو خاوندان شوي دي، بلکې د ګوند له اساسي ارزښتونو یې هم په خپلسري ډول انحرافات کړي دي. لکه
ـ افغان ملت یو سوسیال ډیموکراټ ګوند و، چې د لومړي ځل لپاره عدلیې وزارت کې په همدې نوم (افغان ټولنپال ولسواک ګوند) په نامه راجستر شوی دی، خو دوی په خپلو نشراتو، خپلو ویناوو او سیاستونو کې دا ټکی له خپل قاموسه ویستی دی.
ـ دا ګوند په ملي اقتصادي تیوریانو باور لري، خو عملا ددې ګوند مشر د مالیې وزیر په توګه ټولې خصوصي تصدۍ لیلام کړي او حتا د کرنې بانک یې هم لغو کړ او د امریکې له راتګ سره یې د لبرال اقتصاد اجنډا پر مخ یوړه.
ـ په ګوند کې د حق العضویت او حق الشمول میکانیزم له منځه یوړل شو او تر څو دا ګوند له مالي پلوه یوازې پر احدي او یا پوپل متکي شي، له دې سره په کلیو او د کار په سیمو کې خود جوشه سیاسي حوزې وتړل شوې. 
ـ په مرامنامه کې په خپل سر ګوتي وهل شوي او ډېر هغه ټکي ورنه ویستل شوي دي چې پخوا پرې توافق شوی و، خو دوی دا ټکي بې له دې چې کومه کنګره را وغواړي له مرامنامې حذف کړي دي. لکه د پښتو ژبې د ملي توب او د حنفي فقې موضوع ددې ګوند له مرامنامې ویستل شوې ده. او دې ته ورته نور تغییرات هم په خپل سر راوړل شوي دي.
ـ د ګوند د اساسنامې سره سم چې هر پنځه کاله بعد باید کنګره دایره او نوی مشرتابه ورته وټاکل شي، دوی دا کنګره یا نه ده کړې او که کړې یې هم ده، نو د ټول افغانستان په سطحه د تشکیلاتو متوازنه نمایندګي په کې نه ده شوې او اکثریت ناراضه خلک ورته نه دي راغوښتل شوي، بلکې کنګره کې د ګمرکونو مامورین راټول شوي و.
ـ دې ګوند د اساسنامې سره سم تیرو لسو کالو کې د عالي شورا غړو غونډه نه ده کړې او که په هر سیاسي ایتلاف او سیاسي معاملې ور ګډ شوي دي، نو له ګوندیانو پوښتنه نه ده شوې. دلته د ګوند بل ارزښت چې ګوندي ډیموکراسي ده تر پښو لاندې شوې ده.
لنډه دا چې دغو مشرانو د ګوند سره داسې چلند کړی دی لکه چا چې دنده ورسپارلي وي دا ملي سنګر همداسې بدنام او له کار او فعالیته وغورځوي، په دې کار کې پوپل او احدي دواړه کامیاب دي او دا ګوند یې د مرګ کندې ته ور ټیل وهلی دی.
دا هغه مهم ټکي و، چې ما یاد کړل، که تاسو چیرته دا پوښتنه کوی چې د ګوند داخلي مسایل باید دباندې راونه ویستل شي، دا پوښتنه له اساسه غلطه په دې ده چې افغان ملت لکه حزب اسلامي او جمعیت اسلامي یو فرد محوره ګوند نه دی، دا یو ولسي او ډیموکرات ګوند دی چې باید د ګوند د اخلي پریکړو نه یوازې ګوندیان باید خبر اوسي بلکې د هغې خواخوږي او نور خلک هم حق لري چې په اړه یې معلومات ولري چې ګوند کې دننه څه تیریږي او څه روان دي.
ګوند خو دغو خلکو چې پاس ورنه یادونه وشوه لخوا انحصار کړی شوی دی، خو دا مفکوره څوک نشي انحصارولی، اوس د افغان ملت خواخوږي، پخواني غړي، اوسني فعال غړي او ټول مترقي جریانونه مسوولیت لري چې یا دا ملي سنګر له دغه مافیايي کړیو آزاد کړي او بیرته یې لکه د پخوا په څیر ملي ارمانونو په لور سوق کړي او یا دې ددې بدیل یو بل ګوند باندې کار وکړي چې د افغانستان په اوسنۍ سیاسي فضا کې د یو ملي مترقي ګوند تشه ډکه شي.

- ع. ش: شینواری
بېرته شاته