(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

؛زه درباري تاریخدان نه یم

[12.Dec.2015 - 21:57]

لیک: شاهین بونیری

په داسې وطن کې چرته چې د ریاست ټول نظام په دروغو او بې ایمانۍ ولاړ وي هلته ریښتیا ویل ایمان غواړي، پوهه غواړي او د زمري هومره زړه غواړي. داسې خاوره چرته چې د نصاب کتابونه د فرضي کیسو او د میډیا چینلونه له دروغو او سینسیشنلزم نه ډک دي هلته د تاریخ سمولو خبره ګناه نه ده نو نور څه دي؟

ډاکټر سید وقارعلي شاه د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د تاریخ استاد دی، د دولسو کتابونو لیکوال دی، ریښتینی دی او پښتون دی.

ډاکټر صیب د کدوانو پاڼې نه دي ویلي بلکې د اکسفورډ غوندې پوهنتون نه يې د ډاکټرۍ سند ترلاسه کړی دی.

هرڅو که په پاکستان کې یو څوک د ریاست له جوړې شوې لارې اخوا دیخوا نشي تلی بیا هم نه د تاریخ مخه څوک نیولی شي او نه د ریښتیاو. د هندوکش په لمنو کې که یو خوا مست سپرلي راټوکېږي نو بل خوا ازاد او خپلواکه فکرونه هم رازرغونېږي. کیدای شي چې په یونان کې یوازې یو سقراط د خپلو ریښتیاو د سزا په توګه د زهرو پیاله په سر راړولي وي خو د پښتنو د خاورې انسانان خو څه بلکې ټول کاڼې بوټي شهیدان دي.

وخته دلته چې قدم ږدې نو په خیال ږده

د دې خاورې کاڼي بوټي شهیدان دي

د تیارې او رڼا جنګ ازلي دی، ریښتیا او درواغ پر یو ځای نشي پاتې کیدای اواور او اوبه د یو بل دښمنان دي.

د نومبر په ۲۵ مه نېټه ډاکټر سید وقار علي شاه په شاه عبدالطیف یونیورسټۍ خېرپور کې یو کانفرانس ته د خپلې مقالې (آډینټیټي کراسیز اینډ د ریسپانسبیلیټي آف پاکستاني هسټارینز) اورولو په وخت په دې خبره زور ورکړو چې باید پاکستاني تاریخدان خلک له تیارو راوباسي او ریښتیا ورته ووايي.

نوموړي زیاته کړه چې باید د باچاخان، عبدالصمدخان اڅکزي، جي ایم سید، ولي خان، بګت سنګ او پیر صبغت الله شاه غوندې روشنفکرانو او ازادۍ د تحریک نوموړو قهرمانانو ژوند ته هم کتنه وشي، کار پرې وشي او نوي کهول ته وښودل شي. ډاکټر صیب د کانفرانس ګډونوال په دې خبره پوهه کول غوښتل چې د تاریخ لار سمول غواړي.

 څو ورځې د پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر جاوید اشرف، ډاکټر سیدوقارعلي شاه خپل دفتر ته راوغوښتو او ورته يې وویل، چا ورته ویلي چې په دغه کانفرانس کې د پاکستان پر ضد خبرې شوې دي. ډاکټر صیب وايي ـــ ما ورته وخاندل ځکه چې په دغه کانفرانس کې وایس چانسلر پخپله هم ناست وو.

تر ملاقات درې ورځې وروستو وایس چانسلر، ډاکټر صیب ته فون وکړو، وارخطا وو، ویل يې پر ما ډېر فشار دی. هغه ویلي نشو خو غوښتل يې چې ډاکټر وقارعلي شاه د پوهنتون تر سیوري لاندې څېړنېزې ادارې د ډایریکټرۍ چوکۍ پرېږدي.

ډاکټر صیب هم پوهه شو او د یو بې باکه او ریښتیني پښتون په حیث يې ورته درې خبرې وکړی.

وړومبې دا چې یوازې ډایریکټري غواړې کنه د تاریخ څانګې د چیرمین (مشر) چوکۍ درته هم پرېږدم.

دویم دا چې زه درباري تاریخدان نه یم چې د دربار له خوا راجوړ شوې تاریخ به ښایم.

او دریم دا، هغه وخت تېر شوی دی چې موږ به له خلکو له پاکستان سره د وفادارۍ سرټیفیکېټ غواړو.

د نومبر په درېیمه نېټه وایس چانسلر ډاکټرجاوید اشرف د یو لیک له لارې ډاکټر وقارعلي شاه د تاریخ او کلتور د څیړنیزې قامي ادارې له مشرۍلیرې کړو او د لیرېکولو څه وجه يې هم ونه ښودله.

د مارګلې په لمن کې زور یو ځل بیا لمغړې وکړې، دروغو بیا یرغل وکړو خو د هندوکش په سر د یو لیوني دا خبره ټولو تللو او راتلونکو وختونو واورېده چې

؛زه درباري تاریخدان نه یم؛

- شاهین بونیری
بېرته شاته