(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انارکلي څوک وه

[27.Nov.2015 - 11:54]

تاسو کې به زیاترو د(مغول اعظم) هندي فلم ضرور لیدلی وي .په دغه فلم کې دکپور دکورنۍ مشر پرتهوی راج داکبر پاچا رول،دلیپ کمار ( یوسف خان) داکبر دپاچادزوی شهزاده سلیم چې په وروسته کې په جهانګیر سره مشهورشو رول او هم دهند فلمي پښتنې ستورې مدهوبالا پکې دانارکلي رول لوبولی دی.

دانارکلي اصلي نوم نادره بیګم و چې دشرف النساء لقب یې درلود.داپه اصل کې د هندوستان دمغولي واکمن جلال الدین محمد اکبرددربار په حرم کې مینځه (کنیزه ) وه.
که څه هم ددغې کیسې یادونه دهندوستان دمغولي دورې په تاریخي کتابونو او له هغو نه په اکبر نامې او په توزک جهانګیري کې نه دی شوې ، خو ددغې کیسې یادونه دلومړي ځل لپاره په ۱۶۰۸ زیږدیز کال کې دیوانګریزي ګرځندوی (سیاح) ویلیم فیچ په جرنال کې راغلې ده . ددې کیسې اصلی لیکوال یو هندي لیکوال او مورخ عبدالحلیم شرر دی چې دهند داتهرپردیش دلکهنو اوسیدونکی و.
دانارکلي کیسه داسې ده چې دهند مغولي واکمن جلا ل الدین محمد اکبر دخپلې میرمنې مریم الزماني نه یو زوی درلود چې سلیم نومیده. اکبر په وړکتوب کې خپل زوی سلیم دپو ځي( فوجي ) تاکتیکونو دزده کولو لپاره سترو پو ځي جنرالانو ته ولیږه او شهزاده سلیم په دې برخه کې څوارلس کلونه زده کړې وکړې تر څو پو ځي تاکتیکونه یې زده کړل .ترڅوارلسو کلونو زده کړې وروسته اکبرپاچا دخپل زوی شهزاده سلیم په ویاړ یوه لویه میلمستیا او دساز اوسرود او نڅا یو لوی محفل جوړکړ.د اکبر د دربار د سازیانو ( مطربانو) او نورو نڅاګرو تر څنګ انارکلي هم په دې محفل کې نڅا کوله .
دانارکلي نڅا ، انداز او ښایست دشهزاده سلیم پام ځانته ورواړاوه او خپل زړه یې پرې بايلود او پرې مین شو. وروسته یې پلار اکبر دخپل زوی شهزاده سلیم دمینې په راز خبر شو او غو ښتل یې چې انارکلي شهزاده سلیم ته واده او دهندوستان ټولواکمنه
( ملکه ) ترې جوړه کړي ، خو وروسته اکبر پاچا دخپلې مور حمیده بانو په حساسیتونو پوه شو ، ځکه موريې نه غوښتل چې دهندوستان ټولواکمنه ( ملکه ) دې ددوی ددربار او حرم یوه مینځه وي .
دشهزاده سلیم او دانارکلي مینه نوره رسواشوه او اکبر انارکلي دلاهور په یوه خطرناکه زندان کې قید کړه ،خو د هغې سره دشهزاده سلیم دمینې برکت و چې دایې په زور له زندانه خوشې کړه او له ځانه سره یې په یوه پټ ځای کې وساتله .دا نارکلي پر سر دشهزاده سلیم او اکبر پاچآ اړیکي دومره خراب شول چې شهزاده سلیم دخپل پلار سره دجګړې اعلان وکړ .خو په دغه جګړه کې شهزاده سلیم ماتې وخوړله .اکبر پاچا خپل زوی سلیم ته دوه شرطونه وړاندې کړل چې یا به ورته انارکلي سپاري او یابه دمرګ سزا مني . انارکلي چې کله د دغه شرایطونه خبره شوه او دشهزاده سلیم مرګ یې نه شو زغملی نو پخپله داکبر پاچا دربار ته ورغله او ځان یې اکبر پاچاته تسلیم کړ.اکبر پاچا انارکلي ته وویل چې تا خو ژوندۍ نه پریږدمه خو مخکې تر دې چې تا ووژنمه خپل یو شرط ماته ووایه چې ویې منمه . انارکلي ورته وویل : چې یوازې یو شرط لرمه او هغه دا چې غواړم چې دیوې شپې لپاره دشهزاده سلیم سره واوسمه او دیو ې شپې لپاره د هندوستان ملکه شمه . اکبر پاچا دانار کلي داشرط ومانه او هغه دیوې شپې لپاره دهندوستان ملکه شوه .خو سبا سهار اکبرپاچا خپلو پوځیانو ته امر وکړ چې انار کلي ونیسي او ژوندۍ یې دخښتو دیوال ترې تاو کړ او په دې توګه انارکلي دخښتو په دیوال کې مړه شوه .ویل کیږي چې دانارکلي نه په هغه ځای کې دخښتو دیوال راتاو شوی وچیرې چې اوس دلاهور د ښار دانارکلي بازار دی .
په لاندینې لینک کې تاسو مدهوبالا دمغول اعظم په فلم کې دانارکلي په رول کې لیدلای شئ!

- ډاکټر لطیف یاد
بېرته شاته