(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتني مشرتابه (ليډرشېپ) يو بل ارمانلی

[15.Nov.2015 - 11:41]

((افضل خان لا لا)) هم پسې ولاړ

«زه دا حق نه لرم چې افغانستان ته خپل کور ووايم»؟

لیک: پوهاند دوکتور م.ا. زيار

 

 

که څوک يې مني، يا نه مني، پښتني ټولنه لا هغسې د خپل ټولنيز پرمختيايي بهير په ټبر ني پړاو کې ښکېل پاتې ده او له دې لامله يې له يوه ټولمنلي ((ولسمشره)) رغېدای نه شي- له بده مرغه زموږ رسنوالو دغه نومَونه(ترم) د ډلمشر يا هېوادمشر پرځای د (جمهور رئيس) لپاره ځانگړی کړی او په دې توگه يې پر نورو گڼو ((مشهور غلطو)) دا هم ور سر باري کړی دی.

سم له لاسه به له دې تېر شو چې د نوې يا زړې ټولنپوهنې پر بنسټ دټوليز، يا پښتني مشرتابه (ليډرشېپ) ځانگړتياوې او آرونه او آړونه (اصول و شرايط) وڅېړو، بلکې پر همدې به بس راوړو چې تر پاچاخان راروسته زموږ ټبرنۍ ټولنه بې سرو بې سرواښي شوې ده. داهم څه هېښنده خبره نه وه چې په لروبرکې د ډېرو سترگې ارواښاد وليخان ته ور او ښتې، ځکه نه يوازې داچې د مشر ورور غني خان له گوښه کېدا سره د خپل نو ميالي پلار يوازېنی سياسي پليونی پاتې شوی، بلکې لوړې سياسي پوهې، مبارزې، قلمي پياوړتيا او ژبورتيا يې هم د ځايناستۍ وړاندوينه کوله.

خو د يوې داسې وړاندوينې خرخشنتيايې هغه مهال ده پخپله په غړولو سترگو وليده چې څنگه يې د مېرمن نسيمې له بدماش اعظم هوتي ورور او ورځچاري گوندي سکرټري اجمل خټک، هغه درسته سياسي پاتوړې د پنجابي سياست د دام و دانې ښکارکړه.

داهم ډېرو ته ښه ترا جوته وه چې د پاچا خان پرخلاف خپله ((خانخاني)) په ټوله مانا ټينگه و ترينگه وساتله او د دې پر ځای چې د پښتني مشرتابه ټولمنلی آر و آړ (اصل و شرط) د پرځايکړې لپاره د هغه په څېر پر کلو بانډو، کوډلو اوجونگړو وگرځي او پرگنو ته هغه تاريخي ارما نونه وروپوهوي او ور سره شريک کاندې، خپله مشري يې پرې له خاني در يځه ورتپله او دا يې خپله ميراثي رښته (ميراثي حق) انگېره، پرگنې په هر ډول، چې که مخور استازي يې ((ولي باغ )) د وراتللو او لاس ښکلولو وياړ ترلاسه کړای شي. همدا خبره وه چې د هغه رښتيني پښتون ليډر له مړينې سره سم له سمونې يې په هماغه تازه ټولټاکنو کې پارټۍ پر ايالتي او فدرالي دواړو کچو پارلماني څوکۍ تر لاسه کړې او يوځل يې بيا غښتلی اپوزېشن په برخه شو. خو په ورپسې ټولټاکنوکې يې چې د پاچا خان ياد نور غړنده شوی وو، هماغو تاريخي دښنو((مياملا)) داسې ملاورماته کړه چې د مشرتابه هغه ټولې هيلې اسرې يې پر اباسين ورلاهو کړي.

په دې توگه دشيخ ملي بابا نمسي اود دُرملې خان غيرتي بچي خان محمد افضل خان لپاره په لروبر کې هيلې اسرې را وټوکېدلې. په دې دک و دليل چې د پاچا خان په روزلو نيا لگيو کې تر وليخانه پر لالا خان د هرچا زړه ډېرې اوبه څښلې، ځکه په وگړپالنه د پرگنو په راخپلونه کې يې په ټوله ماناد پاچا خان پر پله پل اېښی وو. په تېره له هغې راهيسې يې چې تر کلونو کلونو رو سته ، (د ډاکتر ځير کيار په نومَونه) ، له بل منلي (واگيالي) لطيف اپريدي او څو نورو پرمختللوځوانو وا گياليو سره د National Progressive Party) په نامه گوند جوړکړ . هرگوره، کله چې يوخوا هغه جلا رغولی گو ندد انقلابي په نورو ټکو، د پاړکيزې (طبقاتي) مبارزې لوری پسې واخېست او بلخوا، وليخان له زندانه ازاد شو او د گوند نوم يې له دېمو کراتيک ستاينوم ورسرباري کولو سره((نشنل دېموکراتيک عوامي پارتي)) ته راواړاوه، نو بيرته ورستون شو. ځکه ده ((قامي يووالی)) د پښتنو د هر راز ټولنيز پرمختگ او پرمختيا لپاره لومړنی آر و آړ اواړين بنسټ باله.

همدا لامل وو، په اويايمو کلونو کې چې د افضل خان بنگښ((ماوېستي)) ډلې مزدوران او بز گران ور وپارول، هماغسې يې ورسره وډزول، لکه څنگه يې چې اووه کاله وړاندې له ((پاکستا ني طالبانو)) سره ووهل او يو ځل يې بيا هماغه بېوزله پرگنې پر ځان راماتې کړې او وپاسللې!

زه پرخپل وار دا په ځانگړو خوږو يادونوکې شمېرم چې په پاچا خان او څه ناڅه وليخان پسې مې له افضل خان لا لا سره ۴۲ کلنه پېژندگلوي درلودلې؛ پيلامه يې هم ټيک د ۱۹۷۳ ز. کال له پسرلي وله راپيل شوې وه چې د ولس او گوند له لارې ورته لومړی ځل د کرنې او فرهنگ دوه غبرگ وزارتونه سپارل شوي ول.

هغه شپې ورځې چې دايوبخان تر اوږدې مارشلا روسته د ذوالفقار بوټو له سروزيرۍ سره په لومړيو قانوني ټولټاکنو کې ملي عوامي گوند ډېری ايالتي څوکۍ گټلې وې او د مفتي محمود په مشرۍ له جميعت العلمای اسلام سره په ټلواله کې يې ډېری وزارتونه هم ترلاسه کړي ول. ما له هماغې کابو نه په گټه اخېستنه چې د وليخان په مشرۍ د څو

وزيرانو او پارلماني غړيو يو پلاوی کابل ته په پاچاخان پسې راغلی وو ، تر تور خمه ورسره په بدرگه کې ورگډ شوم او د شاهي نظام روستني افغان سروزير(موسی شفيق) د استا زي صداقت صاحب په مرسته هغې چکلې ته غلی وختم چې پاچاخان پکې خپل رېبلي جوار رابار کړي ول . بايزي خان تر ما وار له مخه هلته   د احمد خان کاکا تر شا ځان غلی کړی وو او په دې راز موږ درېواړو له پاچاخان سره په روستي تاريخي مارش (لاريون) کې تر شاهي باغه گډون وکړ.

پر۱۹۹۲ / ۱۳۷۰ ل. پسرلي چې پاکستان په پېښور ((گورنر هوس)) کې د شور بازار حضرت وراره صبعت الله مجددي دمجاهدينو د ((لومړي اسلامي جمهور رئيس)) په توگه پر افغانستان راوتپه ، د روښاندانو په ډله کې زه هم دپېښور کډوالۍ ته اړوتم. هلته مې په شاهين ټاون کې له پخوانو کډوالوخپلوانو سره واړول او مېرمن او لور مې هم له کوَټې راورسېدې. زه د کرايي کور په لټه کې وم، چې گران دوست او سياسي سټې لطيف اپر ېدي لا وار له مخه يوه گوندي کارندوی(سادات) په همغه چم گاونډ کې را گومارلی وو اوپه پچه گۍ روډکې يې تر ډاکټر الياس اپريدي ورسولو.

په دې توگه مې له خان لا لا سره هم سم له سمونې   راشه درشه او انډيولي له سره راتانده شوه. هر ځل به چې پرې ورپېښ شوم، يا به يې راسره د افغانستان ورځ تر ورځې زياتېد ونکې بخولې او ناخوالې ژړلې او يا به يې خپله تازه ليکنه زما تر(کره) کتنې تېروله. په هغه لړ کې يې ((پښتون قامي وحدت)) رسالې لپاره له ځان سره ان تر اسلام اباده ملگری کړم او په (مينېسټر کالونۍ) کې مې همدومره ورسمه کړه چې د ليکلار او ليکدود له پلوه زموږ د برنيو لپاره هم د لوستنې جوگه شي.

د برابرۍ (تصادف) له مخې هماغه شپه د برتانيې په کمېشنرۍ کې د واکمن پيپل کورني وزير((نصيراله بابر)) له يوې جهادي ډلې سره د ((طالبانو)) پروژه پاسوله. افضل خان زما تر غوږه همدومره تېره کړه: ((بيا يې افغان خلاف يوه نوې توطيه روانه کړې ده)).

څو اوونۍ دوې پس چې طالبان تر کندهاره رسېدلي ول او د پاکستان د تېلو لومړۍ جوپه يې تر اسلام ابده سهي سلامته رسولې وه، خان لا لا راپسې د يوې ليکنې د کتنې لپاره خپل وراره ايوب خان پېښور پوهنتون ته راواستاوه. خو داځل ورسره ډېر پاتې نه شوم او دی هم تيار پېښورته د کومې غونډې لپاره راروان وو او په گاډي کې ورسره راسپور شوم. داشرارو پرهغې نوې ډلې مو سره دوه پردوه دخبرو اترو لړۍ راونښلوله. راته يې وويل، توطيه دې وليدله، ما ورغبرگه کړه:

افغانان د مخينيو اشرارو له خپلمنځي جنگ جگړو چې کابل يې د۶۴ زرو بېگناهو انسانانو له مړو سره پر هديره بدل کړ، پر دوی يې شکر و اېست او بيا که رښتياهم دبوډا پاچا لپاره لاره هواروي، لکه څنگه يې چې زوم (جنرال عبدالولي) او اکازوی(محمود غازي) هم تر پېښوره رارسېدلي، نو ټول چوپه خوله ډېری (خاموش اکثريت) سم له لاسه پر ښه شگوم نيولي دي!

هغه راغبرگه کړه: ايا پاکستان په دې نيمه پېړۍ کې کله داسې کوم کار کړی چې هغه دې دافغانستان او بيا دلروبرو پښتنو په گټه پرېوتی وي؟

د ملکنډ تر غاښي زما او د ده پوښتنې او غبرگونې و غځېدې ، او په پای کې مې په همدې پارسي متل ځان ځنې خلاص کړ: ((گوندې تر پخوانو کفن کشانو، اوسني دا يوڅه ښه وي))!

خان لالا ، له دې سره سره چې د پښتني تاريخ د مسخولو په تړاو له اولاف کېرو غوندې ليکوالو سر ټکولی او پر دې هم پوره پوهېده چې له نورو ډېری پاکستانيانو سره د پښتنو يوازېنی توپير تاريخي اکروکر (هويت) دی او د يووالی (وحدت) ربړه (مسأله) يې دهمدغه ځانگړي تاريخي وکر پر بنسټ رامخته کړې ده. خو دخپل تېزس ((قامي وحدت)) ولولو داسې پسې اخېستی وو چې تاريخ ته نه، بلکې خپل دغه تېزس ته لومړيتوب ورکړي، لکه چې ليکي:

((په اوسنيو ليکوالو کې عبدا لحی حبيبي، بها درشاه ظفر، قيام ا لدين خادم ، کوثر غورياخېل او ډاکتر مجاور احمد زيار پښتانه اريا گڼي او بيا په اريايانو کې ساکان … زموږ اصلي موضوع د پښتنو قامي مسأله په گوته کول دي او د تاريخ په حواله په پښتون ځوان نسل کې د خپلې قامي مسألې ادراک پيدا کول دي، او د پښتنو پوهانو، ليکوالو، مؤرخينو او سياست دانانو پام دې مسألې ته راگرځول دي…))!

رښتيا رښتيا هم افضل خان لالا د لرو برو د يووالي په تړاو د ژوند تر روستۍ سلگۍ پورې پرخپل روښانه دريځ ټينگ و ترينگ پاتې شو. همدغه سپين سپېڅلی دريځ يې له ازادو ولسي جرگو او گوندي غونډو نيولې ، تر ايالتي او فدرالي پارلماني او ان وزارتي ناستو کې په زغرده ډاگيزاوه او هره نيوکه اوگواښ به يې په پوره سړه سينه او پياوړي سياسي منطق ورغبرگول. پارلمانونو او وزارتونو ته هم له چارواکو سره په کوم ځانگړي سازښت او جوړجاړي نه، بلکې له پارلماني سېستم سره سم خپل ولسي زور اوگرانښت لاره وراواروله.

هغه په ټوله پاکزړۍ او رښتينولۍ د پاچا خان ((لابه يو کېږو- لا به ورکېږو)) شعار د نوې ټولنپوهنې په رڼا کې په بېلابېلو بڼو شنلی او د هغه عملي لارې يې پر گوته کړې دی چې دلته يې يو لنډيز له ((پښتون قامي وحدت)) کتابگوټي څخه راخلو:

- تر هغه چې پښتون قوم نه وي يو شوی، د دي قوم مشکلات او محروميتونه نه شي ختمېدلی؛

- د تاريخ پاڼې پر دې گواهي ورکوي، هرکله چې په يوه فطري جغرافيايي وحدت کې له بهره گوتې ووهل شي، يا د دغه جغرافيايي وحدت پولې برېدونه له فطري هغو پرته په بله طريقه جوړ شي، نو شخړې پيدا شي؛

- پر۱۸۹۳ کال انگرېزانو موږله خپله اصلی کورافغانستان نه بهرکړو، پر يوه برخه يې د«افغا نستان» نوم پرېښود او دا نوری دری توکړې يې ځنی را وشلولی او داسی نوی نومونه يې پرې کښېښودل چی له هغه زاړه نوم سره يې هېڅ تړاو (رابطه) نه وه، ځکه هغوی غوښتل چی داجـذبه پاتی نه شی اوخـتمه شی. نو ((نېشنلېزم)) د همدغو کشالو عکس ا لعمل ته وايي، ورسره لوی لوی جنگونه بخولې او ناخوالې را ټوکېږي؛ خو چې د پېړيو پېړيو له کولتوري گډون او يوون (وحدت ) نه کوم قام رامنځته شي، نو يې رواني (جذباتي) تړون له خپلې جغرافيايي يوموټيوالي سره دومره تړلی او پېيلی او ټينگ و ترينگ وي چې د ساتنې او خوندينې لپاره يې له هېڅ راز سرښندنې ځان نه سپموي…

.… ماد پـارلمان په لومړنۍ وينا کې (صوبی) ته ((پښتونخـوا)) وويله، نودقومی اسېمبلي سپيکر(وياند) چی هغه په خپله ترين پښتون ،دايوب خان زوی گوهرايوب وو، زه منع کړم، او ويې ويل چی په پاکستان کی دپښتونخوا په نوم هېڅ ځای نشته… (ځيرکيار: په دعوت ووبپاڼه کې د آصف وردگ له مرکې نه)

د دې پېښې لامل له ارواښاد افضل خان (۲۵ مخ) پخپله راڅرگند کړی چې ولې يې د قبا يلي چارو وزارت د ((شمالي کوهستانونو)) پر هغه ور بدل کړ:

((زه چې پر ۱۹۹۳ کال د رياستي امورو او د قبايلو وزير و ټاکل شوم، نو ما يو بيان ورکړ چې قبايلو له به د بالغ رائي حق ورکول کېږي. د صوبې په اسېمبلۍ کې به ورله ونډه ور کول کېږي… او ټولو ته به د اېف سي آر (جزايي قانون) خلاف د اپيل حق ورکول کېږي…))

خان لالا هره ازاده او رسمي وينا، ليکنه وگړپالنه ، په نورو ټکو، گړدې هلې ځلې د لرو برو پښتنو د وبله پوهاوي او يووالي پر آره او بنسټيزه موخه راڅرخېدلې!

گوندې له ځان سره وړي نيمگړي ارمانونه يې يو مهال گلونه و سپړي او گېډۍ گېډۍ

پر مزار کتار کتار شي!

د خان افضل خان لا لا سپېڅلې پښتني اروا دې ښاده وي!

اکسفورډ، ۱۴-۱۱-۲۰۱۵

- پوهاند دوکتور م.ا. زيار
بېرته شاته