(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مـلـي ګـټــې: د یـو ژور بـحـث لپاره

[28.Oct.2015 - 23:26]

National Interests: For A Thorough DiscussionBy: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar
 ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار
[email protected]

د چاپ ټوول حقوق خوندي دي: ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۵=۲۷ تله ۱۳۹۴= ۵ محرم  ۱۴۳۷
پخوا به ملي ګټـو ته د  شهـزاده اراده ، سلطاني یا شاهي ګټې ویل کیدلې تر هغه مهاله چې ملي  دولـتـونه رامنځته شول او سیاسي پولې حتمي شولې. یعنې ملي ګټې نشته، خو دا چې ملي دولتونه رامنځته شوي وي، او ملي دولتونه سیاسي پولو ته اړتیا لري. برتانوي حقوقپوه او فیلسوف جیرومي بـینتم (۱۷۴۸ تر ۱۸۳۲)  ته د «بین المللي حقوقـو» پلاررویل کیـږي، په دې دلیل چې هغه د «بین المللي» (اینټـر نیشنل)او« ګـڼ کلتوري»(ملټایکـلچـرَل) ټکې راوویـستل.  د ملي ګټـو موضوع  د بین المللي چارو په  څیـړنه کې لـه اوږدې مودې راهیسې غټ رول لوبـولی دی او اوس مهال هم په بین المللي سیاسي- اقتصادي نظام کې زیات اهمیت لري. هانس یواخیم مارګینـتَـو (۱۹۰۴ تر ۱۹۸۰) په جرمني کې زیـږیدلی و او هلته یې د ډاکترۍ درجه او ورپسې يې په ژنیف کې د پـوهانـدۍ درجه (هابیلیټـیشن) لاسته راوړې. د جرمني په  پـوهـنتونونـو کې په تـدریس بوخت و. خو له ۱۹۳۳ راهیسې چې د ادولف هیټـلـر قـدرت مخ په زیـاتـیدلـو شـو،  مارګـینـتَـو په  ۱۹۳۷ کې امریکې ته کـډه وکـړه. هغه ویـلي  وو چې  د یو هـیواد ملي ګټې بایـد د خپـلو ظرفـیتـونو سـره متـناسـبې وي: وروسته لــه دوهـمې نــړۍ والې جګـړې د برتـانــیې او فرانــسې هڅې چې ځـانونه زبــرځواک وګڼي،د هـغــوی  د ظــرفـیتـونـو(اټـومي، هـوایي، بحري، ځمکـنــي او اقـتصادي)  سـره متناسب  نـه دي. د ملي ګټو په څنګ کې بین المللي  سازمانونه هم شته چې عملیات یې په ملي ګټو نه، بلکې په بیـن المللي ګټـو راڅرخي: لکه یـونیسکو، بین المللي سره میاشت، د بین الـدول جنګـونو د حل لپاره  د ژنیـف تـړونونه، د دریمې نـړۍ د پـرمختـګ لپاره نـړیـوال بـانـک. هریو مثال ښئ چې بین المللي سازمانونه دولتونه ټولنیز کوي ، یعنې دیته یې رابلي  چې نوي سیاسي  هـدفـونه  او ارزښتونه ومني: ولولۍ لاندې کتاب
Martha Finnemore, National Interests in Intenational Society. Cornell Press, 1996.
«پـولادي امیـر» عبدالرحمن خان (۱۸۸۰ تر ۱۹۰۱) لومړی واکمن و چې  د  کلک مرکزي ملي دولت جوړولو ته یې د ډیورنډ د توافـقنامې په بیه خوله ګوړې ګوړې کیدله. هغه په دې پوهیده چې کلک مرکزي ملي دولت باید سیاسي پولې ولري. خو په پټ ډول یې د لـر او بـرافغانستان دیني عالمان او قـومي مشران دیته هڅول چې لیکه و نه مني او د انګـریزانو سره دې په جګړه کې اخته وي او له دې لارې دې د تحمیل شوې لیکې واقعـیت ړنګ کړي.  د کوچـنیـو هیوادونو ملي ګټې لـږوډیـر ساده او محدودې وي. په مقابل کې د غـټـواوقـدرتمنـو هیوادونو ملي ګټې ډیرې او پـیچلې وې. افغانستان او پاکستان اسلامي هیوادونه ګڼل کیـږي. خو دواړه اسلامي ګاوڼـډیان د استعماري ډیورنـډ لاین په سر د یوبل سره ملي ټکـر لري. ملي ګـټې په کـلک ايډیالوجیک نظامونـو کې هـم شـته وي. د افغانستان طالبانو به د ۲۰۰۱ له اکتوبر راهیسې په خپلو اعلامیو کې عموما «اسلامي ګټې» لیکلې، خو په دې وروستو کې کله ناکله «اسلامي او ملي ګټې» کاروي. لاندې به په ۱۹۵۸کې  د یوې کوچنۍ موضوع په اړه د دوه کمونیست هیوادونو شوروي اتحاد او د چیـن د ولسي جمهوریت ټکـر راوسپـړم
 
د ماوتسیتونګ او د خـروسچـف د حکومتونو ټکر د ګډ ریډیو سټیشن په اړه
 
د جاپان اوچین په دوهمه جګړه کې (۱۹۴۵-۱۹۳۷)، شـوري اتحاد د چیـن سره ملاتړ وکړ. دغـه مهال په شوروي کې جوزیف سټالین واکمن و. د دوهمې نړۍ والې جګړې په پای کې ولسي چیـن  د ماوتسیتونګ په مشرۍ په ۱۹۴۹ کې رامنځته شو. جوزیـف سټالیـن او ماوتسیتـونګ دواړو پـه مارکسیزم – لینینیـزم عقیده لرله او د طبقاتي مبارزې پالـونکي وو. خو د دواړو کمونسیټي هیـوادوونـو ټکر په یـوه کوچنۍ ملي ګټـه د ماوتسیتونګ (۱۹۷۶-۱۹۴۵)اونیکیتا خـروسچـف (۱۹۶۶-۱۹۵۳) د واکمنۍ په مهـال راولاړ شـو. د دواړه کمونیستي هیوادونو تر منځ ټکر په ۱۹۵۸راپورته شو: شوروي اتحاد غوښتل چې د ولسي چین په خاوره کې د اوږد موج ریډیـو سـټیشن جوړکړي چې د دواړو هیوادونو په ګـډه اداره به چليـږي. ماوتسیتونګ ته دا پروژه د ملي حاکمیت موضوع ښکاریدله. نو وړانـدیـزیې وکړ چې شوروي به د دغې پروژې تمویل او تخنیکي مرستې په غاړه اخلي، اویواځې ولسي چین به دغه پروژه جوړوي او اداره کوي. ماوتسیتونګ د شوري اتحاد سفیـر (یودین) ته وویل:«په سیاسي لحاظ  نیم اینچ ناممکـن دی.... تاسې کولی شۍ چې ما نیشنلیسټ وګڼۍ .... که دغسې ووایـۍ ، زه به درته ووایم چې تاسې روسي نیشنلیزم د چیـن بحري غاړې ته ارت کړی دی.» یعنې
“…I will have to say that you have expanded Russian nationalism to the Chinese seacoast.”
د ملي ګتو د ژور بحث لپاره ولولۍ
Scott Burchill, The National Interest in International Relations Theory. Palgrave Macmillan (July 2005).
 
د ملي ګټو مفکوره له کومه راغله
ایـټالیـوي تاریخپوه، سیاستوال او فیلسوف نیکولو مَـکـیاویلي (۱۴۶۹تـر ۱۵۲۷)  ویلي وو  چې «مـاته له خپلې روح نـه خپل هیواد ډیر ګران دی.» هغه یو دولت غوښته چې په داخل کې ټینګـښت ولـري او د بهـر پـه مقابل کې له خپل شتـون نه دفاع وکړی شي. مکیـاویلي زیاتوي چې تاسې لوړې اخلاقي موخې (هـدفونه) لرلی شۍ ، خو بې له لازم قـدرت او ارادې نه چې استعمال یې کړئ، نتیجې ته به ونه رسیـږۍ. په دې ډول مکیاویلي د ملي ګټو د مفکورې زړی وکاره. د امریکې یو نامتو لیکوال جـریـډ ډایمنـډ و پـوښتـل شو چې د امریکې اوسني ولسمشر بارک اوباما  ( ۲۰۰۹ تر اوسه) ته به د کوم کتاب د لوستلـو سپارښتنه وکړي؟ هغه ورغبرګه کړه چې که نه یې وي لوستلی، د نیکـولـو مـاکــیـاویــلي «شهــزاده» نــومې کتاب  دې ولـولي چې لـه نـن نه نـږدې ۵۰۰ کـالــونـه وړانــدې یــې لــیکـلی و
پــه مکیـاویلي  بـانـدې د بیلا بیلو لــقبونو یا ټاپو پـیــرزویــنه شوې ده: څــوک یې «د قـدرت فـیلسوف» ګڼي ؛ چا ته «د فساد فــیلسوف» بــریښي (ټیچر آف اِیــول)؛ څوک ورته د « ریالیسټ او پـراګماټیسټ»( واقعي سیاستوال) په سترګه کسي؛ بل چاتـه «د سیاست» ګالـیلیـو ګالـیلـی (۱۵۶۴ تر ۱۶۴۲) بـریښي؛ یوځای بل ځای ورته د « سیاسي علومو موسس» ویل شوی دی؛ او د شلمې پیـړۍ انګـریز فیلسوف بِرتراند رسَـل د مکیاویلي «شهزاده» نومې کتاب «د تباه کارانو لاسي کتاب»( هـینډ بُک فـور ګـینګـسـټرز) ته راټـیټ کړی دی. ماکیاویلي په خپل دغه کتاب کې واکمنانو ته وایي چې «هـدف وسیله ټاکي». یعنې واکمن باید ځان په واقعي نړۍ کې وساتي، نه په خیالي نړۍ کې! په بله وینا، هـدف د قـدرت ساتنه ده، خو مهمه نه ده چې د قـدرت د ساتنې لپاره کومه طریقه/وسیله وکارول شي! پـه دې ډول، مکـیاویــلي په شپاړسمه زییزه پیـړۍ کې په ایټــالیه کې د بــیلابیلو لاس وهــنــو په مقابــل کې د ملي ګـټـو خــونــدي کولو  تــه د واکمـن (شهـزاده) پام راوګــرځاوه او د خپل کتاب سرلیک یې هم «شهزاده» غوره کړ
په مکیاویلي ورپسې، فرانسوي ژا بودا/ جیـن بودین(۱۵۳۰ تر ۱۵۹۶) لومړی مفکر و چې د  «واکمنۍ » یعنې حاکمیت موضوع یې راولاړه کړه. بـودیـن، دیـن ته درنـاوی کاوه  خـو د پاچا مطلـقیـت یې نشو هـضمولی. بودین په دې آند  و چې فـرنسویان دې د  مذهـبي تحمیل او جګړې په ځای، خپل هیواد ته زیاته پاملـرنه وکړي. ولولۍ      
J.U. Lewis, “Jean Bodin’s <Logic of  Sovereignty>”, Political Studies, 16, 2006,pp. 206-222; Bodin on Sovereignty (Parts of Cambridge Texts in the History of  Political Thought). Editor: Julian H. Franklin. 1992; Nicolai Rossin, Soveranität zwischen Macht und Recht: Prpbleme der Lehren Politischer Soveraniät in der frühen Neuzeiten am Beispiel von Machiavelli, Bodin und Hobbes. Hamburg: Kovac, 2003
د شـپاړسمې زییـزې پیـړۍ له وروستیو راهیسې د ۱۸ پیـړړۍ د پیل پورې، په اروپا کې مطلقـیت  (ابسولـوټـیزم) بر لاسی و. د ۱۶ پیـړۍ په وروستیـو کې دیني داخلي جګړه  د کاتـولیکانو او اعتراض  چیانو(پروټیسټانـټـز) په منځ کې راولاړه شوه
د اولسمې  زییزې پیـړۍ  په ورشو کې چې د منځنیو پیـړیو عالمګیره روحیه (یونیورسالیټي: یوه نړۍ واله کلیسا او یو نړۍ وال امپراتور) غړنده شوه، نو په بین المللي اړیکیو کې د قواو د انډولتوب او د دولت په داخلي چارو کې د قواو د ویش او مشروطیت یانې د کانسټیټوشنلیزم تـفکر راجوَت شو. د اروپا په غاړو کې انګلستان، فرانسې او هسپانیې په داسې حال کې چې  د نړۍ والي کلیسا (یـونیورسَل چرچ) یوه برخه یې جوړوله، د روم د مقدسې امپراتورۍ (۹۶۲تر  ۱۸۰۶) واکمني یې نه منله، او له دې امله د روم د مقدسې امپراتورۍ لپاره اسانه نه وه چې خپله عالمي ادعا په یو سیاسي عالمي تاړ(  نظام) کې منعکسه کړي. په روم کې قوي پاپ په واقعیت کې د روم د مقـد س امپراتور په پښې کې اغزی و. فرانسوي مفکر ولټیر (۱۶۹۴تر۱۷۷۸) دغه امپراتوري نه مقدسه ګڼله، نه رومي او نه امپراتوري. د اولسمې پیـړۍ د جرمن حقوقپوه سامویل پوفـنـدورف په اند، د روم سپیڅلې امپراتوري یو داسې شته والی و چې د بلاربتوب د شڼډولو(سقط جنین) او د یوه ِدیـو په منځ کې تصور کیدلې شوه. یانې یوه بلا وه چې نه وه زیـږیدلې. د روم مقدسه امپراتوري په دې معنی  رومي وه چې: (۱) د پخواني روم سلطه یې منعکسوله، او (۲) پـه دې مفهـوم سـپـیـڅلـې وه چې د پاپ د معـنوي امپـراتـورۍ امـیل یـې د خـپلې خـاوریـنې (سیکـولـر) امپراتورۍ په غاړه کې ځوړند کړی و
د ۱۷ پیـړۍ له پای نه د ۱۸ پیـړۍ تر پای په اروپا کې مفکرینو په معـقولیت او استدلال ټینګار وکـړ،  په دې ډول چې د اسـتـدلال (رِیزَن) لـه لارې انسـان حـقیـقـت ته رسـیـږي. عـیسوي (کاتولیک) روحانیـونو د روم (پاپ) اطاعت کاوه او د وګړي ازادي یې چې له استدلال نه کار واخلي روغه نه ګڼله. یعنې کلیسا د انسان د فکـر او عـقیدې په مینځ کې پـڼډه کرښه راکښلې وه. د کاتولیک کلیسا له خوا د پاپ اطاعت، په واقعیت کې د ملي حاکمیت سره ټکر و.  په هرڅه کې د کلیسا د مداخلو له امله عیسویت په ۱۶ پیـړۍ کې په دوه څانګو وویشل شو: پخواني کاتولیکان او نوي اعتراضچیان یعنې پروټیسټانټز. دغه پیښه په تاریخ کې د مذهبي «سمون» (اصلاح) په نامه یـا دیـږي. مذهبي بیلتون د فکر ازادي وهڅوله او د روم سپیڅلې امپراتوري یې ولړزوله. ورو په ورو د اعتدالي کاتولیکانواواعتراضچیانو(پروټیسټانټانو)له مینځه د «سیاسیونو» (پولیټـیکلز) ډلګۍ راووتلـه. د سیاسیونو په فکر، هیڅ ډول عـقیده دومره اهمیت نلري چې د پرله پیسې جګړې سبب وګرځي، هر ډزبند د نوې جګړې خوراک شي، او هـر ارتداد او بدعت (هِیریزي) د نوي جنګ پلمه شي. د سیاسیـونوپه عقیده انسان په دولت کې ژوند کوي ، نه په کلیسا کې، او له دې امله بایـد یو داسې مـدني نظام رامینځتـه شي چې په مذهـب کې د وګـړي په ازادۍ، د پاچا په اطاعت کولـو او په سوله ییـز ډول د خپل کار په اجرا کولو باندې ولاړ وي، یعنې د ګډوډۍ (انارشۍ) په ځای د سـلطنت موسسه روغه وګڼل شـوه
د فرانسې پاچا څلورم هـینرۍ (۱۵۸۹تر۱۶۱۰) چې کاتولیک و، پروټیسټانټ(اعتراضچي) شو، د خپل ژوند د ساتنې لپاره بیرته کاتولیک شو، او ورپسې بیرته پروټیسټانټ شو. څلورم هینري چې د دوهم ځل لپاره پروټیسټانټ شوی و، په زړه کې د سیاسیـونو پلوي و او فرانسه یې د سولې او ابادۍ په لوري وخوځوله. د څلورم هینري په  غوره (کمال مطلوب/آیـډیـل) فرانسه کې باید هـر فرانسوي ته «چرګ په کڼډولي» کې ورسـیـږي، یعنې د ښه ژوند خاوند وي. فـرانسوي سیاسي فـیلـسوف ژان بودیـن (۱۵۳۰تر۱۵۹۶) لومړی مفکرو چې د حاکمیت (سَـورنـټـي) نـوې نظر یې وړاندې کړ. د بودیـن په آنـد، بایـد په هـره ټـولنه کې یـو داسې کـلک قـدرت شتـه وي چې د نورو ټـولو لپاره قـوانیـن وضع کړي، که ممکـنه وي د نورو په تـوافـق، خو که حتمي وي په غـیر د هـغـوی لـه تـوافـق نـه. د ژان بودیـن فکر ته به د وسپنیز امیر عبدالرحمن خان خوله هم ګوړې ګوړې شوې وای، که پرې خبر شوی وای
د روم په سپیڅلې امپراتورۍ کې په ۱۶۰۰کې اعتراضچیان(پروټیسټانټز) د کاتولیکانو په کچه ګڼ شـوي وو. د روم مقدسه امپراتوري چې په لودیز کې د فرانسې له سرحده نیولې او په ختیـز کې د هنګري او پولڼډ پورې غځیدلې وه، بله څپیـړه د «دیـرش کلن جنګ» (۱۶۱۸تر۱۶۴۸) له لاسه وخوړله. دیرش کلن جنګ د جرمني په خاوره بلیده: (۱) دغه جنګ د جرمنیانو داخلي جنګ  و د مذهب (کاتولیک، پروټیسټانټز) په سر. (۲) دغه جنګ د جرمنیانو داخلي جنګ ود قـدرت د محدودولو لپاره (د روم سپیڅلي امپراتور د خپل قدرت بشپـړول غوښتل، او د جرمني شهزادګانو او نوابانو خپله خپلواکي). (۳) دغه جنګ بین المللي جنګ و د جرمنیانو په خاوره کې (فرانسې  د هابسبورګ سره ډغرې وهلې، هسپانيې د ډچ سره، ډنمارک او سويډن د سلوانیې په هغه خوا کې لاس په ګریوان وو، او ټولو  بهرنیو قدرتونو د جرمني په دننه کې د جرمـن جنګـسالارانو سره  لاسـونه یـو کړي وو‎!). په دې ډول، دیـرش کلن جنګ د جرمني په ټـوټه ټـوټه کیدلو چلیده، د جرمني د سیندونو (اُودر، اِیلبې، ویزر) په خولو کې بهرني قدرتونه پلن شوي وو، او د جنګ په لمبو کې د جرمني د نفوسو تقریباَ یو پر درې (۳۳٪) وګړي له مینځه تللي وو.[ دغه سیاسي لوبه د ۱۹۷۸ د اپریل له ۲۸ (۷ ثور ۱۳۵۷) راهیسې تر دې ګړۍ پورې د افغانستان په خاوره کې چلیـږي!] – ځیـرکیار
فرانسې چې د اوه لسمې (۱۷) پیـړۍ په پیل کې له اوږدو مذهبي شخړو نه ارمه شوې وه او شخصي جګړې او لښکرې یې شڼډې کړې وې، له واحد او قوي جرمني نه یې ترهه لرله. د روم د مقدسې امپراتورۍ د لړزیدلو سره د کلیسا د عالمګیرتیا نظریه ماته شوه. په دغسې وضع کې اروپایي دولتونو دیته اړتیا لرله چې د خپل ارتـداد د مشروعیت او د خپلو اړیکو د تنظیمولو لپاره کوم بل اصل ته مخ راواړوي.  دغه اصل د « ریزو دِ ایتا»* ( د دولت ګټې/ملي ګټې) په مفکوره کې غلی شوی دی چې د قواو د  اڼـډولتـوب په معـنا دی او د اوسنـۍ زمانـې په سیـاسي ژبـه کې  ورته « ملي ګټې» یا« د ملي حفاظت ګټې» (نیشنَل سیکیوریټي اِینټریسټـز) ویل کیـږي
*  raison d' état:  reason of state, state interests (national interests)
د فرانسې واکمنانو خپلې سیاسي ګټې په دې کې لیدلې چې د پاپ د عالمګیرکاتولیسیزم په ځای د مسلمانانو (عـثماني ترکانو) او د جرمني د پروټیسټنټانو سره په ډلو کې ودریـږي. فرانسوي کشیش ریشیلیـو چې په فـرانس کې لومړی وزیر شو (۱۶۲۴تر۱۶۴۲)، په اروپا کې یې د نوي دولتي نظام بنسټ کیښود – هغه ډول دولتي نظام چې خپلې ګټې (ملي ګټې) یې له بل هـر هـدف نه وړانـدې ګـڼـلې. کله چې کشیش ریشیلیو په زییز۱۶۲۴ کې د حکومت مشرشو، د روم سپیڅلی امپراتور (د هـابسبورګ** دوهم فـردیناند) په دې پسې اړم شوی و چې د مذهبي سمونـونو په ضد [**  د هابسبورګ سلطنت په مرکزي اروپا کې یوه ګڼ ملتي پاچاهي وه، له ۱۲۷۳تر۱۹۱۸]
فعالیت(کاونټـر – ریفورمیشن) پـرمخ بوځي او د کلیسا عـالم ګـیرتیا ته یـو ځل بـیا لار هـواره کـړي. د مذهبي اصلاحاتو په ضد عملیې کې په اروپا کې دیرش کلن جنګ(۱۶۱۸ تر ۱۶۴۸) پـیل
شوچې په لمبو کې یې د جرمني خاوره او وګړي وسوځیدل. کاردینال(غټ مولوي) ریشیلیو د خپل کاتولیک پاچا ( دیارلسم لویي) او د خپل دولت ګـټې یعنې د فـرانسې ګټې  د روم د سپـیڅلـې امپراتورۍ له ګټو نه لوړې ګڼلې. غټ مولوي او لومړی وزیر ریشیلیو په خپله سیاسي سپارښتنـه  (پولیټیکل سټیـټمـینټ)کې وایي چې د دولت په چارو کې «هغه څوک چې قدرت لري ډیر ځلې حق لري»، په دې ډول باید دولت د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره خپل قـدرت زیات کړي تر څو د نورو سره یې قـدرت اڼـډول شي او د نورو قـدرتونو خوراک ونه ګرځي. په اروپا کې چې هرڅومره د ملي (سیاسي) دولتونو بوزغلی کرل کیده، هغـومره د قدرت د اڼـډولتوب  او د ملي ګټـو د تامیـن مفکوره پخیـدله. دوهم فریدریک چې د« ستر فریدریک» په نوم هم شهرت لري او د پـروسـا/پرویسن (له جرمني تر غـربي روسیې) پاچا و (۱۷۴۰ تر ۱۷۸۶)، د شلیـزیـا سیمه له اتریش نه ونیوله (شلـیزیا/ شلیـزین سیمه په مرکزي اروپا کې پلـنه شوې وه چې اوس په غـټه کچـه په پولینډ، یـو څوبرخې یې په چیک جمهوریت او جرمني کې د اودر سیند په اوږدو کې غځیدلي دي). ستر فریدریک په خپل سیاسي تحلیل کې بین المللي اړیکې د سترنج د لوبې په شان مطرح کړل. دهغه په آند، انګلستان او فرانسه د یوبل غلیمان دي او له دې امله نوموړی کولی شي چې د خپل هدف لپاره کله د یوه او کله د بل سره ډله جوړه کړي. په عمل کې هم پروسا  یو ځل د فرانسې او بل ځل د انګلستان سره ټلوالې جوړې کړې او خپل موجودیت یې خونـدي کړ. په دې ډول دولتونه د خپل ژوند د تامین لپاره دیته اړ وو چې د قواو په اڼـډولتوب کې ځانونه وساتي او د دې مخه ونیسي چې یو ستر قـدرت په نورو ټـولو واکمن شي.[په ۱۹۹۱ کې چې شوروي اتحاد له مینځه لاړ او امریکا یواځینی زبرځواک پاتي شو، نا اڼـډولي را مینځته شوه او  دامریکې واکمنانو په ارت لاس د نړۍ په ډیرو ساحو کې عملیات کولی شول]. د سَـر ویلیم بلیکسټـون «د ملتونو قانون»(لا آف نیشنز) په ځای، برتانوي فیلسوف، حقوقپوه او د ټولـنیزو اصلاحاتو غـوښتوونکي جيـریمي بـینتَـم لومړي ځل د «بین المللي»(اِینټرنیشنَـل» ټکې راوویست او په ۱۷۸۹کې  خپورشو(  بین المللي حقوق). په ۱۸۰۱ کې  په فرانسوي ژبه کې هم ومنل شو
 
د ملي ګټـو عـملي بـیـلګې
په هندوستان کې  د برتانیې پـرمختګ، فرانسویان دیته وهڅول چې که تـزاري روسیه د ځان سره ډلګـرې کـړي. فـرانسوي واکمن جـنرال ناپـولیون بـوناپارت په ۱۸۰۷زییز کې د روسیې د تزار

لومړي الکسندر سره په نیمیـن سیند کې په جاله (کوچنۍ بیـړۍ ) کې ولیـدل او هغه ته یې د فـرانسـوي – روسـي ډلګرتیا او په هند باندې د انګریزانو په ضد د حملې وړاندیـز وکړ. روسانو د برتانویانوغونی زیـږ کړ. په ۳ کالونو کې ( ۱۸۶۵ تر ۱۸۶۸) روسیه  د تاشکـند، سمر کنـد او
بخارا پورې پـر مخ لاړه او د بـرتانوي او روسي استعمار په منځ کې د امپراتورۍ د دسیسو  «لویه لوبه» (ګریټ ګيم) پـیل شوه
د ښکیلاګرو او امپریالیستانو خوي داسې دی چې د خپلو ملي ګټو  د خوندي  کولو لپاره دنورو هیوادوونو ملي ګټې د پـښو لانـدې کوي. د انګلیستان دفاع په برتانوي هند کې پرته وه او د  روسانو په مقابل کې دبرتانوي هند دفاع په افغانستان کې! انګریـز ښکیلاک ګرو په ۱۹زییزه پیـړۍ کې لومړي د افغانستان د ژمي پلازمینه(پیښور) په ۱۸۳۵کې د رنجیت سینګ له لارې له افغانستان نه وشوکوله، اوپه ۱۸۷۹کې  د ګـنـدمک په تحمیل شوي او استعماري تړون کې د  کورم او پیشیـن درې، د سیبۍ سیمه، او د خیبر کڼډو د برتانې په اختیار کې ولویدل ، د افغانستان بهرنی او دفاعي سیاست د برتانوي هند په مشوره پورې وتړل شواو په دې ډول په نیمه مستعمره (تحت الحمایه) حالت واوښت.  نږدې ۱۴ کالونه وروسته، په۱۸۹۳ کې په نیمه مستعمره افغانستان د ډیورنډ غیرقانوني او ضد – بشري تړون وروتپل شو. په دې ډول انګریزانو بحر ته د افغانستان لاره غوڅه کړه او په ټـول هیواد کې یې راتلونکي اقتصادي پرمختګ ته غټ پاټک واچاوه. امیر عبدالرحمن خان(  ۱۸۰تر ۱۹۰۱) د انګریزانو د پیسو کڅووړه لیدلې وه، خو د ډیورند لیکې نقشه یې نه وه لیدلی! څلور کالونه وروسته د ۱۸۹۷په نیمایي کې، د ډیورنډ د رټلې کرښې په دواړو خواو کې پښتنو د استـعماري سیاست په ضد نـاڅاپـي پاڅون پیل کړ. دغـه ملي پاڅـون چـې  پـوره یـو کال وغځید، په وزیرستان کې پیل شو او په شمال کې چترال ته ورسید. د ملي پاڅـون د مخنیـوي لپاره انګریـزانو په زییز ۱۹۰۱ کې د کوزې خوا د پښتنو/افغانانو په سیمه کې «شمال غـربي سرحدي صوبه» (ایـالت) جـوړکړ. دغـه تـش نـوم (اسـم بـی مـسما) چـې د پـښتـون/افغـان د پیـژاند د ویجـاړولـو لـپاره راتـوږل شـوی و، ۱۰۹  کالـونه وروسـته پـه ۲۰۱۰ کې په خیبـر- پښتونخـوا واوښـت 
د لومړۍ نړۍ والې جګړې (۱۹۱۴ تر ۱۹۱۸) په وروستیو شیبو کې شوروي روسیې  او جرمني د ۱۹۱۸ د مارچ د په ۳ نیټه د «بریست لیتوسک» د سولې تړون لاس لیک کړ. دا هغه مهال و چې ولادیمیر لینین  د شوروي روسیې مشر و. لینین د حقوقـو بری لیک لاسته را وړی و، خو ډیره  پاملرنه یې سیاسي فعـالیت ته کـوله. لینن یو ناول ولوست چې روسي لیکوال نیکولای چیرنیـشیوسکي په ۱۸۶۳ کې لیکلی و.  د دغه ناول یو غټ لوبغاړی  رخمیتیو نومیده چې په پټ  سیاسي فعالیت کې لګیا و. رخمیتیو د لینین لپاره نمونه شو. لینین او د جرمني واکمنان په طبقاتي لحاظ د یـوبل غلیمان وو، خو د ملي ګټود خوندي کولو لپاره د یوبل همکارۍ ته اړوو. ولادیمیـر   لینین روسیې ته په غیر له لڼډو او پټـو سفـرونو نه، له ۱۹۰۰  تـر اپـریل ۱۹۱۷پورې په  اروپا کې اړولي وو. د ۱۹۱۷ پـه اپـریل کې جرمن حکومت د خپل هیواد له لارې روسیې ته د لینین او نورو بلشویکانو د تللو تابیا کړې وه او په محفـوظ ډول یـې د اورګاړي په مهـر- لاک شـوې ډبۍ کې سَنکټ پـیټــرسبــورګ تـه لیـږلي وو.  د هغـه مهال د جرمني حکـومت د بـلشـویکـانو سره  «په بـیلابــیلو شکلونـوپـرله پسې مالي مرسته » کړې وه چې خپل اخبار «پروډا د تبلیغاتو لپاره غښتلی کړي او د خپل ګوند نری اساس ارت کــړي.» لانــدې چــینې ولــولئ
R.R. Palmer Joel Colton, A History of  the Modern World. New York: Alfred Knopf, 1978, pp. 670-671: “A railway car full of Bolsheviks, carefully <sealed> to prevent infection [inspection?]  of  Germany, was thus hauled by a German train to the frontier, whence it passed on to St. Petersburg, or Petrograd, as the city was named during the war [1914 to 1918].”   Also, Reform-Theology.org writes: “ It was not until the Bolsheviks had received from us[German government] a steady flow of funds through various channels and under varying labels that they were in a position to be able to build up their main organ Pravda, to conduct energetic propaganda and appreciably to extend the originally narrow base of their party. Von Kühlmann, minister of foreign affairs, to the Kaiser [Wilhelm II], December 3, 1917. In April 1917 Lenin and a party of 32 Russian revolutionaries, mostly Bolsheviks, journeyed by train from Switzerland across Germany through Sweden to Petrograd, Russia.” [6 October 2015].
د بریست – لیتوفـسک تړون په ۷ ماده کې افغانستان او ایران  «ازاد او خپلواک  دولتونه» ګڼل شوي وو، او شوروي روسیې او جرمني ژمنه کړې وه چې د افغانستان او ایران د خاورې بشپـړتیا اواقتصادي استقلال ته  به په درنه سترګه کسي. د تړون ۷ ماده اعلانوي چې
“In view of the fact that Persia and Afghanistan are free and independent States, the contracting parties obligate themselves to respect the political and economic independence and the territorial integrity of these States” (J.W.Wheeler-Bennett, Brest-Litovsk: The Forgotten  Peace, March 1918. Paperback: Nabu Press,USA, 2014, pp. 379- 407.
د بریست – لیتوفـسک د تړون له لارې، د هغه مهال دشوروي روسیې(چې په ۱۹۲۲ کې شوروي اتحاد واوښتله) او د پانګه وال جرمني ملي ګټې په دې کې وې چې د خپل ګـډ غـلیـم (برتانیې) مخـه ونیسي. جرمن-امریکایي تاریخپوه لودویګ ادامیک کاږي چې په ذکرشوي تړون کې د افغانستان او ایران د  استقلال او د خاورې د بشپـړتیا ماده د جرمني له خوا  وړاندې شوې وه، او محمود طرزي  پرې په سراج الاخبار کې  خپله خوښي څرګـنده کـړې وه:« دغـه شـان اوس زمـوږ پخـوانـی استـقـلال دغـټـوقــدرتـونو لـه خـوا مـنل شـوی دی.» (سـراج الاخـبـار،نمـبـر۲۳، جـولای۱۰،۱۹۱۸: مخـونه ۱۵تـر ۱۶). دغه شان، په ۱۹۱۷ کې د  تزاري روسیې له مینځ تلل او په ځای یې د شوروي فـدرالي روسیې ودریدل دا معنی لرله چې په ۱۹۰۷ کې د انګریز او روسیې  تړون فسخ شوی و.  ولولۍ
Ludwig W. Adamec, Afghanistan’s Foreign Affairs to the Mid-Twnetieth Century: Rela-tions with the USSR, Germany, and Britain. Tucson, Arizona: The University of Arizona Press, 1974, p. 59
 
په ۱۹۰۷ کې  د روسیې پـه  پیټرسبورګ کې، برتانیې او روسیې په ایران او افغانستان کې د خپل نفوذ د ساحو تړون رامنځته کړ، چې که په دې ډول د جرمني نفوذ تم کړی شي. بې له دې چې د افغانستان امیر حبیب الله خان( ۱۹۰۱تر ۱۹۱۹) یې په دغه تړون خبر کړی وي. دوه کالونه وروسته امیر حبیب الله خـان  د دغه تـړون په اکله «کلک اعتراض» وښود او له لاسلیک کولو نه یې ځان وژغـوره. د لـومړئ نړۍ والې جګړې له پاې نه لږ وروسته امیر حبیب الله خان د خپل هیواد د ناپـیـیلتوب په بـدل کې د هغه مهال د برتانوي هند له وایسرا چیلمسفورډ نه داسې غوښتنه وکړه چې د خپل هیواد « له خپلواکۍ نه یې کمه نه وه». دغه وایسرا په لندن کې خپل حکومت ته په راپــورکې  لیکـلي وو: «تر کــومه حــده» چې دی  امیـر حبیــب الله خان «پـیــژني [د برتانیي] امپراتور یې  په څو لکو روپو یا د ایـران د شاه په څیر د لقـب په ورکولـو نشي قانع کولی.» ولولۍ زما ځیرکیار راتلونکې کتاب: د ناپوهۍ تیارې او د پرمختګ ډیوې د افغاني کلتور په چوکاټ کې له عبدالرحمن خان نه تر اشـرف غني احمدزی: ۱۸۸۰تر ۲۰۱۵
د خپلواکۍ غوښتنې  په اړه د امیر حبیب الله خان(۱۹۰۱تر ۱۹۱۹) هغه هڅې هم پام وړ دي چې د ۱۹۰۵ په تړون کې یې کړې دي. د برتانوي هند حکومت په دې ټینګار کاوه چې د امیر عبدالرحمن سره ډیورنډ تړون شخصي و او د هغه د ناستن (امیر حبیب الله) سره د بیامذاکرې وړو. د برتانوي هند حکومت هڅه وکړه چې که له امیر حبیب الله خان نه د مذاکرې له لارې امتیازات لاسته راوړې، لکه  داچې د پښتونخوا د سیمو په سیاست کې بــه لاس وهــنه نه کوي او د افـغانـستــان او بــرتانوي هــند پـه منځ کې د مومـندو پـوله (بورډر) به ټاکي. برتانــوي هــند امیر حبیب الله خان د «غټ» فشار لاندې ونیو: مالي مرستې یې پرې بندې کړې، او افغانستان ته د وسلې د راړلو مخه یې ونیوله. خو امیر حبیب الله «تسلیم نشو.» هغه د برتانوي هند د بهرنیو چارو وزیـر لویس ډین کابل ته راوغوښت. وروسته له درې میاشتو مذاکرو، «د افغانستان او د مربوطاتو خپلواک پاچا» (اِینـډیـپنـډیـنټ کینګ آف افغانستان اَنډ  ډیـپیـنډنسـیز) او لویس ډیـن  په کابل کې د ۱۹۰۵ د مارچ په ۲۱ تړون لاسلیک کړ. د تاریخ پــوهاند ادامــیک کاږي چې « دا د امیر[حبیب الله خان] لپاره یو ستر بری و»، ځکه چې برتانیه خپلو هدفونو ته ونه رسیدله: باقي مـالي مرستې یـې چـالان کـړې او ویې منل چې د افغانستان په داخـلې چـارو کې بـه لاس نه وهـي. دغه تړون د امیر امان الله خان په واکمنې کې له منځه لاړ. ولولئ
Ludwig W. Adamec, Historical Dictionary of Afghan Wars, Revolutions, and Insurgencies. Second Edition. Maryland: Scarcrow Press/Roman and Littlefield Publishing Group, 2005, p 60
ادامیک کاږي چي  امیر حبیب الله خان «واضحاَ» ځان د ۱۹۰۵ تړون په متن کې « د افغانستان د دولت او مربوطاتو خپلواک پاچا» معرفي کړی و: یعنې«پادشاه خود مختار مملکت افغانستان و حـدودات متعـلقـه آن»[ لـر افغانستان/پښتونستان] .
د لـومړئ نړیـوالې جګړې(۱۹۱۴تر۱۹۱۸) په پای ورپـسې، د ۱۹۱۹ په جـنورۍ کې پـه پاریس/ویرسای کې د سولې کانفرانس جوړشوی و چې غټ قـدرتونه پکې برتانیه، فرانسه، امریکا، او ایټالیه وو. د ۱۹۱۹ د فبرورۍ په دوهمه، امیر حبیب الله خان وایـسرا چلمسفـورډ(۱۹۱۶ تر ۱۹۲۱) ته ولیکل چې په ذکر شوي کانفرانس کې دې د افغــانستان «دایمي خـپلواکي» په لیکلي ډول پـه رسمیت وپـیـژنـدل شي. ولولئ ادامیک، ۱۹۷۴، مخ ۴۵
شاه شجاع (۱۸۰۳تر ۱۸۰۹؛ ۱۸۳۹تـر۱۸۴۲) په ۱۸۰۹ کې په هند باندې د فرانسې او روسیې  د ممکن یرغل په ضد د برتانیې سره ټلواله جوړه کړې وه. انګریز ښکیلاک ګـرولومړی پیښور په ۱۸۳۵کې د رنجـیـت سینګ له  لارې له افغـانستان نه وشوکاوه. ورپسې یې په ۱۸۷۹ کې د ګندمک د تړون له لارې افغانستان په نیمه مستعمره/تحت الحمایه  واړاوه: د افغانسـتان بهـرنی او  دفـاعي سیاست د انګـریزانو په غوښتنه او مشوره پـورې وتـړل شو. په ۱۸۹۳ کې انګریزانو ډیورنډ تړون په امیر عبدالرحمن خان(۱۸۸۰تر۱۹۰۱) وروتاپه. په ۱۹۰۱ کې انګریزانو په لَـر افغانستان کې «شمال غربي سرحدي صوبه»/ولایت جـوړ کـړ . دغه تـش نوم (اسم  بی مسما) یې د دې لپاره غوره کړی و چې د پښتون/افغان پیـژاند ته پاټک واچوي. د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره، انګریزانو د ۱۹۴۷ په اګست کې « د تاریخ معجزه» (پاکستان) راوویست چې د انګریزانو امانـتګر میراث خور و. انګریـز ښکیلاکـګرو بحـر تـه د افغانستان لار غـوڅه کـړه، او پـه دې ډول یې  په ټـول افغانستان کې د راتلونکي اقـتصادي او سیاسي پـرمختـګ  لپاره غـټ خـڼـډ راپیـدا کـړ. د نولسمې  پیـړۍ له پیـل راهیسې دغې استعماري عملیې، او امپـریالیستي دسیسې ( په ۱۹۴۷ کې د پاکستان راتوږل) د ټـول افغانستان ملي ګټـو(د خاورې بشپرتیااو د هیوادوالو نیکمرغۍ او امنیت) ته کلک زیان رسولی دی
د ۱۹۱۹ د اپریل په ۱۳(۲۳۱  ۱۲۹۸هجري لمریز) امان الله خان په عامه دربار کې د برتانوي استازي په مخ کې ځان خودمختار او افغانستان خپلواک اعلان کړل.  د وزیرستان ولس په دواړو جګړو (۱۹۱۹د خپلواکۍ جګړه؛ ۱۹۲۹ د غـلواکۍ/بچـه سقاوۍ جګړه) کې ټاکونکی رول لوبولی و. د وزیرستان نومیالی عسکري او ولسي شخصیت یـار محّمد خان وزیـری(۱۸۷۱تر۲۶اګست ۱۹۷۲) د خپلواکې په جګړه کې ولسي غـوڼـډ مشرو او د غلواکۍ (بچه سقاوۍ) په جګړه کې ولسي جنرال و. هـغـه امـان الله خـان تـه ګـران و. جنرال یار محّمد خام وزیری په خپل کتاب کې د خپلـواکې د جګـړې په اړه  داسې   لیکلـي دي: «زموږ د سیمو تقریبا دوه زره» غـازیان شهـیدان شـول. خو «د خپلواکۍ د جګړې نه وروسته زموږ برخه لیک بیا هغه برخه لیک شو چې د اعلیحضرت امان الله خان د نیکه او د فرنګیانو د استازي ډیـورنډ په ناولي تړون کې ټاکل شوی و او[موږ] یو ځل بیا د رودونـو وینو تویــولو نــه وروسته د ښمنانو ته لاستړلي وسپارل شو.» په داسې حال کې چې غــازیان د جګــړې په ډګر کې بــرلاسي وو او انګــریزان ځغــاستې او ماتې ته اړکــړل شوي وو، غازیان اریان وو چې ولې به امــان الله خان د مغـلـوب غـلیم ســره د اوربــنـد وړانـد یـز مــنلی وي؟!  د اوربند پیشنهاد «بې له دې چې زموږ مشرانو سره پکې سلا او مشوره وکړي» ومنل شو. د ۱۲۹۸لمــریز(۱۹۱۹ زییــز) د خپــلواکۍ په غــزا کې « زموږ سیمې بیا د متارکې په پـریکړو کې د افغاني او فـرنګي[انګـریز] هیئـتونو له خوا په فــرنګیانو پورې وتــړل شــوې او زمــوږمجاهــدینــو له نظــره دا دریــم نــاولی تـــړون و.» فرنګیان د تودې جګړې په مورچل کې « زموږ له لاسه مغـلوب شوي وو، او دې لره تیار وو چې د غالب قــوت ټــول شرایط  په ځان ومني....» زما ځیرکیار په آنـد، د  ټول افغانستان په وینو ګټلې خپلواکي د قـلم په نوکه پنچـر شوه. په ۱۹۱۹کې د خپلواکۍ د تړون له لارې ضمناَ دوه موضوع ګانې د پام وړ دي: د ۱۸۷۹په ګنـدومک تـړون کې د افغـانستـان تحـت الحـمایه حـالت بـلعـمل شـڼـډ شو، خو د ۱۸۹۳ په ډیـورنـد تـړون کې ملـت اوځـمکـه ویـشـونکی واقـعـیت د ۱۹۱۹ په نړون کې له پـامه لـویـدلی و. ۲۸ کالونه  وروسته چې په ۱۹۴۷ کې پاکستان د لویدیز د سیاست لپاره د یو ایجنټ او کومپرادور دولت په ډول راوتوږل شو، په بر (اوسني) افغانستان کې حکومت د لر افغانستان سیمه پـښتونستان و نـومـوله. مناسبه به دا وای چې اوسنی افغانستان «لویـدیـز افغانستان» اعلان شوی وای  او د پښتونستان په ځای د «ختیـزافغانستان»  نـوم غـوره  شوی وای. د ډیورند د رټلي تړون له لارې غـوڅ شوی افغانستان د خپلو عمـومي ملي ګټو(پخپله د دولت ځان ساتنې/سیلف پـریزرویشن، خپلواکۍ، عسکري امنیت، اقـتصادي هـوسایـنې، او د خاورې د بشپـړتیا) پـه خونـدي کولو کې بې وسه پـاتي شو
امیر امان الله خان ( له ۱۹۲۶  راهیسې پاچاامان الله خان) سم د لاسه اقدام وکړ چې نوی خپلواک شوی نیمایي افغانستان له بین المللي انزوا نه راوباسي او د نورو خپلواکو  هیوادونو سره یې  دپلوماتیک اړیکې ټینګ کړي. دپلوماتیک اړیکي ټـینګـول د دولت اعتبار غښتلی کوي، او دغه اعتبار په ملي ګټو کې شمیر کېـږي. برتانیې هڅه وکړه چې په نـړۍ کې  د خپـلواک نیمایي افغانستان د پیـژنـدګلوۍ  مخه ونـیسي. افغانستان مجبور و چې د ګاوڼډیو هیوادونو سره اړیکې ټـینګې کـړي. ایران،ترکیې  او شوروي فـدرالي روسیې( له  ۱۹۲۲ راهیسې شوروي اتحاد) د افغانستان په شان د برتانیې له لاس وهنو نه کرکه لرله. او له دې امله د افغانستان لپاره اسانه وه چې په ۱۹۲۱ کې د هغوی سره د دوستۍ تړونونه لاسلیک کړي. د افغانستان دپلوماتیکه ډلګۍ له مسکو نه اروپا او بیا امریکې ته رسمي سفر وکړ، تر څو له دې لارې د بین الدول تړونونو زمینه برابره کړي او په بین المللي سویه د افغانستان اتبار ټینګ کړي
نامتو امریکایي تاریخپوه چارلز اوستین بیرډ (۱۸۷۴تر ۱۹۴۸) په ۱۹۳۴ زییز کې د جورج هوارډ ایډوارد سمیت (۱۸۹۸تر۱۹۶۲)سره د ملي ګټو په اړه دا کتاب راوویست: د ملي ګټـې مفکوره: د امریکې د بهرني سیاست  یوه تحلیلي مطالعه. نیویارک ۱۹۳۴.  دلته سیمې (خاورې) او تجارت ته ګوته نیول شوې ده. بیرډ یو بل مهم کتاب هم لیکلی و: [د امریکې] د متحدو ایالتونو  د اساسي قانون یو اقتصادي تفسیر، ۱۹۱۳. یعنې په دغه اساسي قانون کې د موسسو پلرونو اقتصادي ښیګڼو ته پاملرنه شوې وه. د دواړو کتابونو اصل سرلیکونه داسې دي
Charles Austin Beard and George H.E. Smith, The Idea of National Interest: An Analytical Study in American foreign Policy(New York: Macmillan Company, 1934 (New edition: Greenwood Publishing: December 1977); Charles A. Beard, An Economic Interpretation of the United States Constitution. 1913(Dover Publications, 2004).
د برتانوي او روسي استعمار سره د افغانستان د ترخې تجربې له امله افغان واکمنان له ۱۹۱۹  راهیسې دې پایلې ته رسیدلي وو چې: (الف) د برتانیې او شوروي اتحاد له اختلافونو او کړکیچونو نه د افغانستان په ګټه کار واخلي، او (ب) د قـدرت د اڼـډولتوب لپاره د برتانیې او شوروي اتحاد د قدرت په مقابل کې  یو دریم قـدرت ته نږدې شي. انـډولوونکی  یعنې دریم قدرت باید یو داسې هیواد وي چې د استعمار منګولې یې افغانستان ته نه وي رارسیدلې، په افغانستان کې د ملي ټولنې د جوړیدلو سره غلیمي ونـلري، او د افغانستان له پولـو نه په لرې واټن کې پروت وي. ټولټـال د افغان واګیالانو (سیاستمدارانو) تحلیل داسې و چې  جرمني او امریکې ذکر شوي شرایط لرل او په تخنیکي او اقتصادي لحاظ یې هم د دې وس لاره چې د افغانستان په پرمختګ کې مرستندوی شي. د برتانیې د مخنیوي لپاره جرمني عملاَ د افغانستان د ملي سیاست سره  علاقه وښودله. خو د امریکې دریځ دا و چې افغانستان د دوه ګاوڼـډیو  قدرتونو(شوروي اتحاد او برتانیې) د نفوذ په انګړ کې پروت دی او د امریکې لپاره تجارتي ګټه نلري. کله چې دوهمې نړۍ والې جګړې زور ومیند، افغانستان هم د امریکې له خوا په رسمیت و پیژندل شو. په کـفکـاز(قـفقاز) کې  جـرمني قـواو پرمختګ وکړ. دغه پرمختګ د متحدینو مراوده د ایران په مینځ کې د خطر سره مخامخ کړه. او په دې ډول افغانستان ته اړتیا محسوسه شوه. ناشونی به نه وي چې امریکې د همدغې اړتیا له امله افغانستان د ۱۹۴۲ زییز د جولای په میاشت کې په رسمیت وپـیژانـد او په کابل کې یې دپلوماتیک دفـتر (لیګیـشن) پرانیست (لیګیشن له سفارت نه ټـیټ مقـام لـري). د سـړې جـګړې په هـلې ګـولې او ګـواښ کې، په افغانستان کې د امریکې دپلوماتیک دفتر  د ۱۹۴۸ زییز په جون کې د سفارت پـړوۍ ته جګ شو او ایلي پـالـمر چې له ۱۹۴۵ راهیسې په کابل کې و، د امریکې لومړی سفیر شو
په شوروي فدرالي روسیه کې ډیر زر داخلي جګړه(۱۹۱۸تر۱۹۲۱) پیل شوه. سره (بلشویکان یعنې کمونستان) او سپیـن (د انقلاب ضد روسان) د یوبل سره په کلکه جګړه کې نښتي وو. د سپـینو سره د پـانګه وال هیوادونو(امریکې، برتانیې، فرانسې...جاپان) مرسته روانه وه. ۱۴ بهرنیو هیوادونو د شوروي/ کمونیستې روسیې داخلي غلیمان په وسلو، پیسو او عسکرو سمبالول. مثلا شل زره امریکایي عسکرو په دغـه داخلي جګړه کې برخه لـرله، او له اووه(۷) ملیون زیات  کمونیست  او ضد کمونیست روسان د خاورې خوراک شول. جګړه د لینن پلویانو یعنې کمونیستانو په ۱۹۲۱ کې وګـټله.  ځینو هیوادونو د بلشویکانو/کمونستانو سره غلیمي لرله، ځینو غوښتل چې که په روسیه کې نوې مستعمرې رامنځته کړي، او نورو غوښتل چې روسي -  شوروي وسلې جـرمنیانو ته په لاس ورنـشي. خو کله چې داخلې جـنګ د کمونستانو په ګټه پای ته ورسید، ولادیمیـر لینین «د نوي اقتصاد سیاست» ته  پاملـرنه وکړه . دغه سیاست چې له ۱۹۲۱ تر  ۱۹۲۸وغځید، په پانګه وال دولتونو او تجـارتونو راڅرخـیده: «بې له دې  چې هـیڅ شې غـیـر دولـتي [ډینـشنـلایـزد] شي، د کارګرو دولت ځینې معـدنونه، ځنګلـونه، تـیلي کانـونه او داسې نـور، بهرنیو پانګه والانو ته په اجاره ورکوي، د دې لپاره چې له هغـوی نه زیات لوازم او ماشینونه لاسته راوړو. دا کار به موږ قادر کړي چې د شوروي غټ صنایع غښتلي شي.» ولولئ
V.I. Lenin, “Thesis for a Report on the Tactics of the Russian Communist Party. Collected Works, Vol. 32 (Moscow: Progress, 1969) quoted in Daniel S. Papp. Contemporary International Relations. New York and London: Macmillan Publishing Company, 1984, p. 191
د لویدیزو پانګوالانو یعني طبقاتي غلیمانو سره د لومړۍ کمونیستي واکمنۍ د موسس لینیـن سازش په واقعـیت کې د نـوي ۴ کلن شوروي اتحاد ملي ګټې تمثیلولې. د لینیـن «دنوي اقتصاد سیاست» هغـومره د شـورويانو د  کـور- کالـي- ډوډۍ د ګټلو لـپاره و لکه د هغـوی د عملي اقـتصاد د چـلونو(مهارتونو) د زده کولو لپاره چې و. اقتصاد د هر هیواد  د ملي ګټـو یوه کوټـلـې بـرخـه جوړوي. سټالین  د نوي اقتصاد سیاست، په ۱۹۲۹ کې لغوه کړ او په ځای یې ۵ – کلـن پلان راوویست. ولولۍ
Nicholas V. Riasanovsk and Mark D. Steinberg, A History of Russia. New York: Oxford University Press, 2005; Alec Nove, An Economic History of the USSR,1917-1991. London and New York: Penguin Books, 1992; Kendall E. Bailes, Technology and Society under Lenin and Stalin: Origins of the Soviet Technical Intelligentsia, 1914-1941. Princeton: Princeton University Press, 1978
د دوهمې نړۍ والې جګړې په مهال (۱۹۳۹تر ۱۹۴۵) د فاشیزم او نازیزم په ضد ټلواله کې څلور ستر قدرتونو (امریکا، برتانیې، فرانسې او شوروي اتحاد) خورا غټ رول لوبولې و.د دوهې نړۍ والې جګړي په وروستني پـړاو کې ولسمشر روزویلت د ۱۹۴۵په اپریل  له نړۍ سترګې پټې کړې او ځای یې مرستیال ولسمشر هیري ټـرومَن (۱۹۴۵تر ۱۹۵۳) ونیو( هغه په ۱۹۴۴ کې مرستیال ولسمشرشوی و). د ولسمشر ټـرومن په اراده د ۱۹۴۵ په اګست کې  د جاپان په دوه ښارونونو(هیروشیما او نګاساکي) اټـم بمونه وغـورځول شول،  نه یواځې د دې لپاره چې د جاپان د امپراتور پوځ ورسره په ګړندي ډول ماتې ومني، بلکي د جبهې اڼـډیوال شوروي اتحاد هم په غـوږ ووهي. دا عمل د ساړه جنګ پیل شو، او په نړۍ کې د کمونیزم او کپیټـلیزم تاوتریخوالي زور ومیند. په دې ډول د امریکې واکمنو کړیـو غوښتل چې ځان له بل سیال (شوروي اتحاد) نه هم خلاص کړي.  هیري ټـرومن چې له ۱۹۳۴ راهیسې لس کالونه سناټور و، په شوري اتحاد باندې د نازي جرمني د یرغل په اړه داسې ویلي وو: «که موږ وینو چې جرمني [جنګ] ګټي، موږ باید د روسیې سره مرسته وکړو، او که  روسیه یې ګټي  موږ باید د جرمني سره مرسته وکړو، او په دې ډول هغـوی پـریـږدو یـوبل دومره ډیر ووژنې چې ممکـن وي[ لیټ دیِم  کِیل اِیز میني اِیز پاسیبل].» ولولئ
The New York Times, 24 June 1941. Quoted in Daniel S. Papp, op.cit., p. 193
عملاَ همدغسې وشول: دوهمه نړیواله جګړه پوره شپـږ کالونه او یوه ورځ اوږده وه ( ۱ سپتمبر ۱۹۳۹تر ۲ سپتمبر ۱۹۴۵). دانیل پَپ چې د بین المللي اړیګو ډاکتري لري او له ۲۰۰۶ راهیسې د کینیسا دولتي پوهنتون رئیس دی، په خپل ذکر شوي کتاب کې د ولسمشر هیري ټرومَن د پورتني اقـتباس په اړه لیکي چې: د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال د امریکې او بـرتانیې عملیاتو د دوی د ستراتیجۍ په اړه د سټالین  اټکل روغ وښود: په قاروي يورپ، یعنې جرمني باندې یرغل  لومړی له ۱۹۴۲ نه ۱۹۴۳ته وځڼډید او ورپسې تر ۱۹۴۴، په داسې حال کې چې « شوروي اتحاد او جرمني د یو بل عسکر په وینوولـړل.»  ولولئ همدغه چینه. په دوهمه نړۍ واله جګړه کې د شورویانو بشري تلفات:  ۲۶،۶( شپـږویشت عشاریه شـپـږ) میلون وګړي وو چي آتـه عشاریه اووه (۸،۷) میلیون عسکر هم پکې شامل وو
د دوهمې نړیـوالې جګړې په مهال د امریکې  ملي ګټې په دې کې وې چې دواړه افراطي غـلیمان ( په جرمني کې د هـیټلر نازیزم او په شوروي اتحاد کې کمونیزم) پریـږدي چې یو بل ډیر وزپـي، او بیا د یـوه سـره پـه عسکري ملاتـړ کې ودریـږي. لویدیز متحدینو د لومړي ځل لپاره د ۱۹۴۴ د سپتمبر په ۱۱، په قاروي جرمني بـریـد وکړ، په داسې حال کې چې دوهمه نړیواله جګړه  پینځه کالونه وړاندې د ۱۹۳۹ د سپتمبر په لومړۍ نیټه پیل شوې وه. د شوروي اتحاد پوځ د ۱۹۴۴ د اکتوبر په ۲۳ په جرمني بـرید وکړ، د ۱۹۴۵ د اپریل په ۱۶ یې د هغه مهال د جرمني پـلازمېنه (د بـرلیـن ښار) محـاصره کړه، او یـوه اونۍ وروستـه (۲۳ اپـریل ۱۹۴۵) برلیـن ته ورننـوت. دوه ورځې وروسته (۲۵ اپریل ۱۹۴۵)،  د شوروي او امریکې عسکر د یو بل سره د «اِیلبې سیند» په غاړه کې مخامخ کیـږي، او په دې ډول جرمني بـالـعـمل په دوه برخو ویشل کیـږي. ۵ ورځې وروسته (د ۱۹۴۵ د اپـریل په ۳۰)، د شـوروي اتحاد عسکر د  ادولف هـیـټـلـر په زمکـې لانـدې ځـای را تـاویـږي. هـیټـلر په دغه نیټه ځان وواژه. د فـلسفې او ادبیاتو ډاکترجوزیف ګـوبَـل چـې د هـیټـلر د ډڼـډورو وزیـر و او هـیـټلـر ته ډیر منلی و، د خپل لارښود (فـیوهـرر) مړی یې د یو څو نـږدې دوستانو په مرسته راوویست او بهر یې په باغ کې کښیښود او هلته وسوځول شو. یوه ورځ وروسته (د مې په لـومړۍ نیټه)، ګـوبل لـومړی خپـلو شـپـږ مـاشومانـو ته زهر ورکړل. ورپـسې یې خپله میـرمن او بیـا ځان په تمانچـه وواژه. د ګـوبل یـاور مـړي و سوځـول. بله ورځ  د شوروي اتحـاد عسکرو د هغـوی نیم سـيځل شوې بـرخې ومــیـنـدلې  
په داسې حال کې چې شوروي اتحاد د اټم بمب د جوړولو پروژه د ۱۹۴۲ په فبرورۍ کې پیل کړې وه، د امریکې ولسمشر روزویلټ د امریکې د اټم بمب د جوړولو پروژه تقریباَ څلور میاشتې وروسته (۱۷ جـون ۱۹۴۲) تصـویب کړه. جرمن نژاده برتانوي کلاوس فـوښس/فـوکس د ۱۹۴۵ د فبروری په ۱۶، شوروي اتحاد د امریکې، برتانیي او کاناډا پـه ګډه اټـومي پـروژه خبر کـړی و. فـوښس/فوکس ( ۱۹۱۱ تر ۱۹۸۸) په جـرمني کې زیـږیدلی و او د یوه عیسوي مولـوي ځـوی و. پلار یې په لَیـپڅـیګ پوهنتون کې د الهیاتو(تیولوجی) پوهاند و او ځوی یې هلته محصل و. کلاوس فوښـس هلته د سوشل دموکراتیک ګوند د محصلینو له ټولنې نه په ۱۹۳۲ کې وویستل شو او ورپسې  د جرمن کمونیسټ ګـوند سـره غـبرګ شو. د ۱۹۳۳ په فـبـروۍ کې د جرمني د پارلمان سیب (تعمیر)ته چې چا اور واچاوه، فوښس به ځان پټ ساتلو او انګلستان ته وتښتید. هلته یې دفزیک ډاکترې لاسته راوړه او د مهمو ساینس پوهانو سره یې کار کاوه او بیا د برتانیي په اټومي پروژه کې هم مصروف شو. په ۱۹۴۴ کې یې د نیویارک په اټـومي پروژه کې هم کار کاوه. کلاوس فوښس به  د یوې لیکوالې جرمنۍ کمونیستې له لارې شوروي اتحاد ته د اټـم بـمب په اړه معـلومات ورکول. نوم یې اورزولا کوچیـنسکي ( روت ویـرنَر، یـا اورزولا هَـمبورګ) و. پټ نـوم یې «سونیـا» و او د شـوروي اتحـاد په عـسکري استـخباراتـو کې مـاموره وه.  اَویـریل هـریمـن چـې  په یوه پانګه واله امـریکایي کورنۍ کې زیـږیدلی و، د د دموکرات ګـوند غـړی و.  هـغـه له اکـتـوبر ۱۹۴۳ تـر جـنوری ۱۹۴۶،په شوروي اتحاد کې د امریکې سفیـر و. د دوهمې نړیوالې جګړې جګړې په پاې کې یې په برلین کې د امریکې کوماندان ته داسې ویلي وو: « د هیـټلـر خورا غـټ جنایـت» دا و چې «د ختیـز یـورپ دړه یې  اسیا ته بیرته کـړه.» مطلب یې شوروي اتحا د بـریښي. د اقـتباس لپاره ولولئ
Howard H. Quint, Dean Albertson and Milton Cantor, Main Probems in American History. 1987. 5th edition.  Dorsey Press, 1988, p. 325
پـه زییـز ۱۹۴۵ کې د دوهمې نړۍ والې جګړې په پای ته رسیـدلو سره، د قدرت په تنظیم کې بدلون راځي او د غوڅ شوي افغانستان واکمنان هم دیته اړکیـږي چې خپل بهرني سیاست ته د وخت د شرایطو په رڼا کې نوی نظر واچوي. د دوهمې نړۍ والې جګړې په پای کې پخوانی ستر قـدرت (برتانیه) را ټیـټیـږي او ځای یې نوي ستر قـدرت (امـریکا )ته پاتي کیـږي. هـم مهـال یـو بل  مـتضاد ستر قـدرت (شوروي اتحاد) ډګر ته را دانګي؛ د شوروي اتحاد په څنګ کې په اکتوبـر ۱۹۴۹کې، یـو نوی ملګری او ګڼ نفوسه ګاوڼډي هیواد (ولسي چین) خپلواکۍ ته رسیـږي چې په نري اټکل سره  به یې په دغه کال کې ۴۹۰ ملیون وګړي لرل (په ۱۹۵۳ کې یې نږدې  ۵۸۲ نیم ملیون نفوس لاره). د ۱۹۴۵  په جون کې د ۵۱ هیوادونو له خوا د ملګرو ملتونو سازمان جوړ شو چې نـوم یې د هغه مال د امریکې ولسمشر فـرانکلـین دیـلانـو روزویـلټ راویـستلی و او د لـومـړي ځل  لـپـاره د ‍۱۹۴۲ د جنـورۍ په لـومـړۍ نیټـه د ملګـرو مـلتـونـو پـه اعـلامیه کې کارول شوی و. افغانستان  چې په ملګرو ملتونو کې د ۱۹۴۶ د نومبر په ۲۶ غـړی شوی و، د یواځیني هیواد په څیر یې د  ۱۹۴۷د سپتمبر په ۳۰ د ملګرو ملتونو په عمومي غوڼـډه کې  د پښتونستان د کړکیـچ له امله د پاکستان د غړیتوب په ضد رای ورکړه .لـه  دوهمـې نړۍ والې جګړې وروسته، د ملګرو ملتونو موسسې د سولې د تامین لپاره خاپوړې کـولې. هم مهال د ملتونو د خودارادیت چغې په پخوانیو مستعمرو کې زور واخیست. نړۍ د «لویـدیـز» او «ختـیز» په ټکر کې  چې په یو سر کې یې  امریکا او په بل کې یې پخوانی شوروي اتحاد ولاړ و، ساه وباسي او د «دریمې نړۍ» احساس راټـوکیـږي، خو د  لویـدیز او ختیـز په مـینځ کې یـرغمل کیـږي. دریمه نړۍ پوځې او تخنیکي قدرت ته نه رسيـږي او یواځې د سیاسي شته والي (نـــاپیـیـلتـوب سیاست) بـڼه نیسي
امریکې او برتانیې د کمونیزم د مخنیوي لپاره په سهیلي لویدیزه اسیا کې اسلامي هیوادونه (پاکستان، ایران، ترکیه، عراق) په خپلو لویدیزو ډلګرتیاو کې وروټومبل. افغان واکمنانو خپلې ملي ګټې په دې کې لـیدلې چې د ډلګرتیاو په ځای د  سوله یـیزې همزیستۍ  او مثـبت ناپیـیلتوب سیاست وپالي، په افغانستان کې د ټکرمنو قدرتونو(امریکا او شوروي اتحاد) له سیالۍ نه ګټه واخلي، او د پـښتونستان له موضوع نه د تاریخي واقیعـیت، ملي مجبوریت،  او حقوقي اصل (د خودارادیت د حق) په رڼا کې دفاع وکړي، او د استعمار پټـې لـومې وشلـوي. هغه مهال د افغانستان بهـرنی سیاست په مجموع کې په دې استدلال ولاړ و: (الف) که د کمونستانو تنده د هند د بحر په تودو اوبو ماتيـږي، نو باید چې لومړی افغانستان او بیا پاکستان له کومي تیر کړي. یانې د کمونیزم په وړاندې دفاع په افغانستان کې اغیـزمنه ده، نه په پاکستان کې! له دې امله باید ډیـر پام یا لږ تر لږه مساوي پام  افغانستان ته وشي چې د پخـواني شوروي اتحـاد سـره یـې اوږده سیـاسـي پوله لرله. (ب) پاکستان ډیره ویره لـه هـنـدوستان نه لـرله، نـه له پخـواني شوروي اتحاد نـه. (پ) د ۱۹۴۷ د اګست په ۱۴ ، پاکستان د برتانیې په زور او دسیسو د اسلامي اډې په څیر راوتـوږل شو. له دینه نـږدې اته میاشتې وروسته (د ۱۹۴۸ د مې په ۱۴)، د اسرائیلو دولت  خلق شو. په دغه اکله څوګیڼټې وروسته د امریکې  ولسمشر هـیري تـرومَن(۱۹۴۵ تر ۱۹۵۳) وویل چـې : « دا حکومت اطلاع لري چې په فلسطین کې یو یهودي دولت اعلان شوی دی، او د  هغه ځای موقت حکومت هیله من شوی دی چې په رسمیت وپیـژندل شي. د امریکې د متحدو ایالتونو حکومت د اسرائیلو د نوي  دولت موقـت حکومت د بالعمل قـدرت [ډیفکـټـو اَوتاریټي] په حیث پـیـژني.» د افغان واکمنانو په فکر، د برتانیې په مټ د اسرائیلو د حکومت خلـق کـیدل او پـه ګـړنـدي ډول د امریکې  د حکومت له خوا د اسرائیلو د دولت او حکومت په رسمیت پیژندل هغه ترخه واقعـیتونه دي چې د نړۍ په تیـره پخپله د منځني ختیزمسلمانان یې په اسانۍ سره نشي زغملی، او له دې امله د کمونیزم په ضد د لویدیزې نړۍ او د اسلامي هیوادونو ډلګرتیاوې (بغـداد پَکټ، سـینـټـو، سـیاټـو) رښتونی بنسټ نـلـري. (ت) د افغانستان او د شوروي اتحاد د ۱۹۳۱ د تړون په بنسټ، دواړه اړخونه نشي کولی چې د یوبل په ضد د دریم هـیواد سره ډلګـرتیا وکړي. (ټ) کـه افغانستان د لویدیزوالوپه ډلګرتیاو کې ګډون وکړي، ناشونې به نه وي چې دغه عمل پخوانی شوروي اتحاد په افغانستان باندې بریـد ته وهـڅوي او د دغسې یرغل په اړوند کې افغانان ډاډه نه دي چې غربیان به د افغانستان د خاورې بشپـړتیا تضمین کړي
وړاندې مې په ولسي چین او شوروي اتحاد کې چې عین کمونیسټي ایډیالوجي یې لرله، د ملي ګټو په اړه  د هغوی ټکر  وښود. اوس به د کلکو غـلیمو ايډیالوجیو ټلواله را جَـوَته  کړم. دغه ټلواله د  شوروي کمونیستي واکمن سټالین او د جرمني د نازي – فاشیستي «لارښود»هـیټلـر په مینځ کې د ۱۹۳۹ زییز د اګیست په ۲۳(۳۱ ځمری ۱۳۱۸هجري لمریز) را منځته شوه چې عموماَ د هیټلـر- سټالین پَکټ په نوم یادیدله. هیټلر په جرمني کې د ۱۹۳۳ د جنورۍ په ۳۰، په قانوني ډول د جرمني په جمهوریت کې لـومړی وزیـر (صدرراعظم) شو (په پارلمان کې۴۴٪ د هیټلر نازیان د  ۵۲٪ نیشنلیستانو سره غبرګ شول.  له پارلمان نه کمونیسټي غړي ویستل شـوي وو). جاپان د ۱۹۳۷ د جولای په ۷،په چین یرغل وکړ او په ارام سمندر کې یې دوهمه نړیواله جګړه پیل کړه. هـیټلر د برتانیې په ضد سټالین ته مخ ورواړاوه. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فون ریـبـینتروف په مسکو کې د شوروي اتحاد د بهرنیو چارو د وزیر مولوتوف سره تړون لاسلیک کړ. هغه مهال سټالین د شوروي  عسکري قواو په غښتلتیا پسې ملاتړلې وه. هم مهال هیټلر غوښتل چې پولیـڼـډ ونیسي، بې له دې چې د بل چا مقاومت  او مرسته ورسره وي. په پټ ډول  دواړه خـواوې دې تـوافـق ته رسـیدلې وې چې ختیز یورپ به په یو ډول په خپل مینـځ کې ویـشي. د هـیټلر او ستالین د تړون لپاره «د شـر ټلواله» په سرلیک  لاندې کتاب ولولئ
Roger Moorhouse, The Devil’s Alliance: Hitler’s Pact with Stalin, 1939-1941. Basic Books, October 2014
خو د ۱۹۴۱ په جون کې د هـیټلر قواو په شوري یرغل وکړ، او په پایله کې  د ۱۹۳۹ تړون مات شو. فرانس او برتانیې د شوروي اتحاد سره دپلوماتیک تماسونه ونیول، او هـڅه یې وکړه چې د تجارتي او نورو تړونونو له لارې یې ځانته رانږدې کړي، او له دې لارې ادولف هـیټلـر وپوهوي چې شوروي اتحاد یې هم په ضد دی. هیـټلر په دې پوهیده چې که په پولیـڼډ برید وکړي، شوروي اتحاد به تماشچي پاتي نشي، ځکه په پوليڼډ باندې برید به د جرمني پوله شوروي اتحاد ته ورسوي. هیټلر په دې هم خبر و چې  فرانس او شوروي اتحاد څو کالونه وړاندې دفاعي ټـلـوالـه جـوړه کړې وه. د ۱۹۳۹ د سپتمبر په لومړۍ نیټه نازي جرمني په پولنډ یرغل وکړ او په یورپ کې یې دوهمه نړیواله جګړه پیل کړه. دوه ورځې وروسته، فرانس او برتانیه د جرمني په ضد جګړه اعلانوي، خو د ۱۹۳۹د سپتمبر په ۵، امریکا ناپیلتوب غوره ګڼي. د ۱۹۴۱ د دسمبر په ۷، جاپان د ارام سمندر په شمال کې د «هـوای » نومې مجمع الجزایر په «پَـرل هاربر» بندر کې د امریکې په بحري قـوه کلک بـرید کوي. یوه ورځ وروسته‎ (۸ دسمبر) امریکا او برتانیه د جاپان په ضد جنګ اعلانوي، او د دسمبر په ۱۱، هـیټلر د امریکې په ضد جنګ اعلانوي. دلته وینو چې هیوادونه په څه ډول په خپلو ملي ګټو پسې ګرځي
فـرنکلین دیلانو روزویلټ په امریکا کې درې دورې ولسمشر و(۱۹۳۳تر ۱۹۴۵). دغه مهال ادولف هـیټلرهم د جرمني صدراعظم او «لارښود» و.  روزویلټ لیکي چې: «په سیاست کې هـیڅ څه تـصادفاَ نه پیـښیـږي. که پیـښـیـږي،  ډاډه اوسئ چې دغه ډول به پلان شوی و.» لـه ۱۹۲۹ راهـیسې نړۍ وال اقـتصادي رکـود رامنځـته شـوی و، او د نـورې نړۍ په شان یې په امـریـکا هـم وزرې خپـرې کـړې وې: په امریکا کې د شپـیته میلیون کارګرانو نه ۱۵ ملیون کارګران بیکار وو، یعنې هر څلورم کارګرکارنه لاره.  نږدې هـر بانک تړل شوی و. د دوهمـې نـړیوالې جګړې په مهال (۱۹۳۹تر ۱۹۴۵)، په امریکا کې اقتصاد او عسکري صنایع پرمخ لاړل. روزویلټ ویلي وو چې په کال کې به پنځوس زره (۵۰۰۰۰) الوتکې جوړیـږي. تر۱۹۴۴ به امـریکې په کال کې شپـږنـوي زره (۹۶۰۰۰)الـوتکې جوړولې. د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې، امریکې نږدې ۳۵۰ (درې سوه پنځوس) بیلیون ډالرې ولګولې. دغه مبلغ دوه چنده د هغه مبلغ و چې د امریکې حکومت په خپل ټول تاریخ  کې تر دغه مهاله لګولی و. ناخالص ملي تولید له ۱۹۳۹ تر ۱۹۴۵، لـه دوه چنـده زیات شوی و. د ۱۹۳۹ په پای کې (پوره دوه کالونه وړاندې له دې چې امریکه په دوهمه نړیـواله جګړه کې برخه واخلي)، روزویلټ دې پریکړې ته ورسید چې په ملي دفاع کې پانګه واچوي. په ۱۹۳۷ کې عسکري د ملي بودجې لس سلنې (۱۰٪) جوړولې، خو په ۱۹۴۰ کې یې برخه ۱۷سلنو (۱۷٪) ته جګه شوه. ولسمشر روزویلټ د خپلو خلکو د تـقاعـد لپاره د «ټـولنیزې خاطرجمعۍ» (سوشل سیکیوریټي) بـیمـه راوویـسته او غـټـې اقـتصادې دولتي پروژې  یې رامنځته کړې وې. یعنې دوهمې نړیوالې جګړې د امریکې سره مرسته وکړه چې اقتصادي بحران شڼـډ کړي، خپله عسکري ټکنالوجې غښتلې کړي، او د نړۍ د زبرځواک مقام ته جګ شي
 
دولتونه  د انسانانو په تکل جوړشوي دي
 
د دولتونو د تاریخ په اوږدو کې،پخپله هغوی له خپل ځان نه بل لوړ مقام نه دی منلی. له همدې امله دولت هغه موجود دی چې خپلې ګټې پخپله تعریفوي، او پخپله ټاکي چې څنګه د خپلو ملي ګټو خاوند شي. په دې ډول د دولت ګټې  په ملي ګټو اوړي، او هغه طریقه چې څنګه خپلې ملي ګټې خوندي کړي «ملي پالیسي» (ملي تګلار) ورته ویل کیـږي. دولتونه د قدرت ممثـل دي، توپیر نـه لـري چې کپیټلیسټي، کمونیسټي، عیسوي، دموکراتیک، سوشل دموکراتیک، فـاشیستي...یا اسلامي وي. لـه بدې مرغې له همدې امله د ملي ګټو مفهوم هم په غټه کچه مبهم دی: په دولت کې څوک ملي ګټې ټاکي؟که حکومتونه په زور یا په سوله ییز ډول بدلیـږي، نو ملي ګټو ته څه پیښیـږي؟ په دولت کې کومه ډله یا ډلې د دولت دوست او غلیم تشخیصوي؟ د ملي ګټو او ملي پالیسۍ په اکله د چا نظر ملي دی او اهمیت لري؟ په ملي ګټو کې ورځنۍ ګټې مهمې دي که د اوږده ډګر ګټې؟ دغه ډول پوښتنو ته  روغ جواب ورکول د دولتونو د مشرانو په پـوهه، صداقـت، تجربه، د چارپوهانو سره په مشوره، د ملي تګلارې په لرلو ... او په مناسبه موقع کې د هغوی په زړه ورتیا او ابـتـکار پـورې اړه لـري
د امریکې د متحدو ایالتونو یو مفکر موسس ټامس جفرسن(۱۸۲۶-۱۷۴۳) چې په ۱۷۷۶ کې یې د «خپلواکۍ اعلامیه» لیکلې وه اود خپل ځوان هیواد دریم ولسمشر(۱۸۰۹-۱۸۰۱) و، فرانسویان پـرې ګـران وو او په خپل هیواد کې د قـوي مـرکـزي حکـومت په ضد و. خو د دې خبر په اوریدلو سـره چې فـرانسـوي واکمـن ناپـلیـون (۱۸۲۱-۱۷۶۹)غـواړي د امـریکې د خـاورې یـوه بـرخه ( نیـواورلینـز) ونیسي، جفرسن ورته په ډاګه کړه  چې امریکه دغه ډول اقدام «طبعاَ او معمولاَ غلیمي» ګڼي. جفرسن سم د لاسه د خپل مرکزي  حکومت قـدرت ارت کړ او نه یواځې  «نیواورلینـز» بلکې د لوئیزیانا ټوله سیمه یې  راونیوله. نهه کالونه وروسته، د فرانسې ملي ګټـو ناپلیون دیته وهڅاوه چې په روسیه برید وکړي. خو برید یې په غټه بَخوله (فاجعه) واوښت. د امریکې ولسمشر جیمي کارتر (۱۹۸۱-۱۹۷۷) د پخواني شوروي اتحاد سره په «سَلټ ۲» تړون کې(د ستراتجیک وسلو د محدودولو خبرې) د امریکې ملي ګټې خوندي کړې وې. خو ورپسې ولسمشر رانالډ ریګن(۱۹۸۹-۱۹۸۱) بل شان فکر لرلو: د پاکستان د نظارت لاندې یې د افغان مجاهدینو سره مالي او عسکري مرستې وکړې. د زبرځواک شوروي اتحاد  پوځ په ۱۹۸۹کې د حیـرتان له پُـل نه سرڅوړی وویستل شو او د المان «ډیورنـد لایـن» یعنې د برلین دیوال رانسکور شو. خو پخپله افغا ملت ته پکې لا تر اوسه په غیر له جنګ نه بل څه ونه رسیدل! د دغه عملیاتو په پایله کې، شوروي اتحاد رسماَ په ۱۹۹۱ کې رانسکور شو. د مصر ولسمشر انور سادات (۱۹۷۰تر۱۹۸۱) د اسرائـیلو سـره پـه رابـطه کې د مصر ملي ګټې لیـدلې. خو ځینې مصریانـو چې نـوموړی یـې وواژه، د دغـې مـفکـورې سـره ټکـر لاره
په افغانستان کې  په ۱۹۷۳(۱۳۵۲لمریز) لومړی ځل جمهوریت راغی، خو امریکې د نوي رژیم سره کومه ځانګړې علاقه څرګنده نکړه. پاکستان او ایران دواړه د امریکې ملګري وو، په افغانستان کې د جمهوري نظام په ضد وو، او په دې لټه کې وو چې د کودتا له لارې نوی جمهوري نظام رانسکور کړي.  هـمـمهال شـوروي اتحـاد د ایـران او خلیج  د هـیوادونو سره د محّمـد  داود خان د اقـتـصادي او تخـنیکي اړیکـو له را منځته کولو نه انـدیـښنه لرله ځکه چې دغه هیوادونه د امریکې په عسکري ټـلواله کې ولاړ وو. محّمد داود د شـوروي په بلنه د ۱۹۷۷ په اپـریل کې مسکـو ته سفروکړ( ۱۵-۱۲). شوروي واکمن لیئونید بـر یـژنف د سفر په دوهمه ورځ ولسمشمرمحّمد داود ته وویل چې د افغانستان په شمال کې د ناټـو د پکـټ د هیوادونـو چارپـوهـان په پـروژو لګیا دي او هلته د امپـریالیزم لپاره په جاسوسۍ اخته دي، نو بایـد چې له دغـو سیمو نه وویستـل شـي. ولسمشرمحّمد داودخان داسې ځواب ورکړ: څه چې د شـوروي مشر وویل، هیڅکـله د افغانـانـو لپاره د منـلو وړ نه ده. د افغانانو له نظره دغه وینا د افغانسـتان په داخلي چارو کې څـرګنده لاس وهـنه ده. ډاکتر محّمد حسن شرق وایي چې بریژنف ته د داودخان وینا یې په یاد ده:« موږ به هیڅکله تاسې ته اجازه در نکړو چې په موږ امر[ډیکته] وکړئ. دا چې بهرني چارپوهان په څه ډول او چیرې په کار واچوو، انحصاراَ او کاملاَ د افغانستان د دولت حق دی. که لازمـه وي افغانسـتان به فـقـیـر پاتـي شي، خو په خـپل عـمل او پـریکړه کې به خپله خپلواکي وساتي.»ـ دوکتور محّمدحسن شرق، تاسیس و تخریب اولین جمهوری افغانستان. چاپ سوم، کلیفورنیا: ۲۶ سرطان ۱۳۸۹ هجري لمریز= ۲۶ جولای ۲۰۱۰ ،مخ ۲۳۳
پاناګیوتیس دیمیتراکیس خپله ډاکتري د جنګ په مطالعاتو کې، لـه کینګ کالج لندن نه لاسته راوړې ده. د ډاکتر عزیز دا لڼډه او اغیزمنه لیکنه د یوناني تاریخپوه ډاکتر دیمیتراکیس په کتاب را څرخي چې په ۲۰۱۳ کې خپورشوی و: په افغانستان باندې له شـوروي یرغل نه (دسمبر ۱۹۷۹) راولاړه شوې جګړه، د ساړه جنګ  د کړکیچ یوه خورا وینې تویوونکې بیلګه وه. په ۱۹۸۹ کې د برلین د دیوال له رانسکوریدلو او په ۱۹۹۱ کې د شوروي اتحاد له منځه تللو نه وروسته، پخوا پټ ساتل شوي استخباراتي شواهد ورو په ورو د څیـړونکو د قلم نوکې ته راورسیدل. د دیمتراکیس په کتاب کې  د امریکې، برتانیې او شوروي اتحاد پټ تعـلقات او عملیات  را په ډاګه شول او  د سي. آې. أې. سره د ولسي چین د وسلو خرڅولو او د افغانستان د مجاهدینو د وسله وال کولو معاملې راو سپـړل شوې.  ولسي چین چې د شوري اتحاد سره یې ټکر لاره، د افغانستان د مجاهدینو په ملاتړ کې ودرید:  د ولسي چین په لویدیز کې میشت د «یـوغـور» مسلمانان به یې د واخان د کوتل له لارې افغانستان ته لیـږل

Panagiotis Dimitrakis, The Secret War in Afghanistan: The Soviet Unon, China and Anglo-American Intelligence in the Afghan War. I.B. Tauris, 2013
د غټو قـدرتونو ملي ګټې نه یواځې د  خپلوهیوادونو په دننه کې وي، بلکې په نورو هیوادونوکې هم تعـقیـبیـږي. په ۱۹۵۳ کې د  شوروي اتحاد مشر جوزیف سټالین هلته مړ شو او ځای یې نکیتا خروسچف ونیو (۱۹۶۴-۱۹۵۳). نوموړي د سټالـین په اندازه له زورزیاتـي نه ډډه وکړه.  پـه ۱۹۵۶کې د هنګري ولس دشوروي نظام په ضد پاڅون وکړ. د هغه مهال د امریکې ولسمشر جنرال آیـزینهاور(۱۹۵۳ تر۱۹۶۱) او نورو لیدیزوالو د هنګري د ولس پاڅون په  اخلاقي لحاظ مشروع وګاڼه. خو آیزنهاور پوهیده چې هـلته د شوروي اتحاد د  قدرت په مقابل کې نشي بریالی کیدلی اوله دې امله یې مداخله بې ګټې وګڼله.  په ۱۹۶۲ کې شوروي اتحاد په کیوبا کې چې نږدې ۹۰ مـیله (۱۴۵ کیلومتره) د امریکې له  سیاسي پولې نه لرې ده،خپل توغندي ځای په ځای کـړي وو. دې کار نړۍ له  سـړې جګړې نه تودې جګړې او د اټومې جګړې غاړې ته نږدې کړه. د امریکې ولسمشر جان کینیډی (جنوري ۱۹۶۱تر نومبر ۱۹۶۳) د جنګي بیـړیو له لارې د کوبا د محاصرې امر ورکړ. خو د ۱۹۶۲ د اکتوبر  په ۲۸، د شوروي اتحاد مشر نکیتا خروسچف له کیوبا نه د اتومي توغندیو د ویستلو امر ورکړ او بلمقابل امریکې هم په پټ ډوول ژمنه وکړه چې خپل مینځکوره(متوسط) اټومي توغندي به له ترکیې نه وباسي او په کیوبا به یرغل ونکړي. په دې ډول دغه خطرناک بحران په ۱۳ ورځو کې  پای ته ورسید. دواړو خواو دغه بحران د خپلو ملي ګټو لپاره رامنځته کړی و او پای ته یې ورساوه. ولولۍ
Graham T. Allison and Philip Zelikow,  Essence of Decision: Explaining Cuban Missile Crisis. New York: Longman, 1999; Michael Dobbs, One Minute to Midnight: Kennedy, Khrushchev, and Castro on the Brink of Nuclear War. Vintage; Reprint edition: June 20009; Aleksandr Fursenko and Timothy Naftali, One Hell of a Gamble: Khrushchev, Castro, and Kennedy, 1958-1964 The Secret History of the Cuban Missile Crisis. W.W. Norton and Company (Paperback: August 1998)
د فورسینکو او نافـتالي په کتاب کې د شوروي اتحاد د ارشیفـونو مواد کارول شوي دي. د ۲۰۱۵ په اګست کې د امریکې او کیوبا اړیکې  مخ په عادي کیدلو شوې 
په ۱۹۸۲ کې په فَـلکلڼـډ جـزیـروباندې د برتانیې او ارجنټایـن حقوقي تاوتریخوالی راولاړ شواو د ارجنټاین له خوا ونیول شوې. فلکلنډ له ګڼ شمیر جزیرو نه جوړ شوی دی. ارتوالی یې ۲۷۰۰ میل مربع  (۱۲۰۰۰کیلو میتر مـربع) دی او نفـوس یې په ۲۰۱۲ کې  نږدې درې زره (۲۹۳۲) تنه و. انګریزي ژبه پکې مروجه وه. د فلکلنډ په اړه بحران د برتانیې او ارجنټاین هیوادونو له خوا رامنځته شو. د دغه کړکیچ په مهال یې (۱۹۸۲)نفـوس ۱۸۰۰ اټکل شوی و، او ۷۵۰۰۰۰پسونه یې لـرل. برتانیې په فَـلکـلـنـډ جزیرو باندې د ارجـنټاین بـرید، د خپل اعتبار او ملي ګټـو سپکـاوی و ګاڼـه. د شپیته (۶۰) بیـړیـو رمه یې د ارجنټاین په ضد  ورخوشې کړه او مقابل اړخ ته یې ماتې ورکړه.( زه ځیرکیار د ۱۹۸۰په دسمبر کې امریکې ته کډوال شوی وم. د فـلکلیڼډ د جزیرو کړکیچ ماته د  برتانې له خوا په ۱۸۹۳ کې په افغانستا ورتپل شوې  ډیورنډ تړون را په زړه کړ). د فلکلنډ د جزیرو د کړکیچ په اړه په ۱۹۸۲ کې د لنددن ادعا دا وه چې دغه جزیرې په تیرو ۱۴۹ کالونو کې د برتانیې په پرله پسې تسلط کې پرتې وې. په قانون لحاظ د ا یوه اغیـزمنه ادعا وه. خو که تاریخ ته کتنه  وشي، نو بیا خو د فـلکـلیڼـډ جزیرې  له ۱۸۳۳ وړاندې د اوږدې مودې  لپاره د «ریو دیلاپلاته د متحدو ولایتونو» په ولکه کې وې چې وروسته د ارجنټااین، پراګوای، یوروګوای او د بـولیـویا یوه برخه شوې. په ۱۹۸۳ کې برتانیې یو قانون راوویست چې د فـلکلنډ د  جزیرو اوسیدونکې یې برتانوي هیواد والان (اتباع) اعـلان کـړل او په دې ډول یې خپل قـدرت او اعـتبار نـړۍ ته وښود. ولولۍ
Julius Goebel, The  Struggle for the Falkland Islands: A Study in Legal and Diplomatic History. Yale University Press, 1982; Max Hastings and Simon Jenkins, The  Battle  of  Falklands. W.W.  Norton & Company  1984.
 
راتلونکي شل کالونه به په ښایسته ښه کچه وښۍ چې جیوپالیټیکس (د جغرافیې او سیا ست اړیکمنتیا) او د سیاسي ملتونو (نیشن- سټیټس) ګڼیدل په څومره اندازه د جیو-ایکـنامیکـس ( د  جغرافیې او اقتصاد اړیکمنتیا) او د نړیوال کیدلو د عملیې سره تطابق کولی شي. په نسبي ډول دولتونه بدلیـږي، یعنې تلپاتي نه دي. د بیلګې په ډول  شوروي اتحاد/شوروي روسیه، په افغانستان کې  شاهي دولت/جمهوري دولت/ د خلکو دموکرتیک جمهوریت/ د افغانستان اسلامي امارت، او د امریکې له یـرغل راهیسې د افغانستان اسلامي جمهوریت. په شلمه پیړۍ کې د خپلواکو دولتونو شمیر ګڼ شو. لومړۍ نړیوالې جګړې د تزاري روسیې، اتریش- هنګري، او عثماني امپراتوریو کډې ور وتړلې.  دوهمې نړايووالې جګړې د لویدیزې اروپا د امپراتوریو زور اوبه کړ. نړۍ په ۱۹۴۵ کې ۶۴ خپلواک دولتونه لرل. ۳۵ کالونه وروسته په ۱۹۸۰ کې دغه شمیر ۱۶۵ ته جګ شو. په ۱۹۹۱ کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې  ۱۶۶دولتونو غړیتوب لاره. په  ۱۹۹۷ کې  یې شمیر ۱۸۵ ته جګ شو. په جولای ۲۰۱۱ کې ۱۹۵ دولتونه د ملګرو ملتونو د سازمان غړي وو. د ملګرو ملتون د اټکل له مخې  به په ۲۰۲۵ کې په نړۍ کې نـږدې پینځه سـوه(۵۰۰) خپلـواک دولتونه موجود وي. ولولۍ
Charles K. Kigley Jr. Eugene R. Wittkopf, World Politics. 7th ed. St. Martin’s/Wor, 1999. p. 373
دولتونه که رسماَ په اتحاد کې را غـوڼـډ شوي هم وي(لکه په اروپـایي  اتحـاد کې)، د بودجې په مذاکرو کې د ملي ګټو پام ساتي. ولولۍ
Mojmir Mrak and Vasja Rant, Financial Perspective 2007-2013: Domination of  National Interests[9 September 2015].
په بین المللي سیاست کې دولتونه لوبغاړي دي. خو په واقیعیت کې انسانان لوبغاړي دي ځکه چې د دولتونو پریکړې تنظیموي او په بین المللي چاپیریال کې عمل او عکس العمل ښئ. وګړي د ملي ګټو مفهوم تشخیصوي او تعریفوي، نه مجرد  موجود (دولت). په  ساده وینا، دولت یوې  لاسپیلې (دست کشې) ته ورته دی چې لاس (حکومت) پکې خوځیـږي. په اوسنۍ مخ په غټیدونکې  نوې نړۍ کې د بین الدول معاملو تنوع، پیچلتیا او حجم حکومتونه دېته اړ کوي چې له ټکنالوجۍ او چارپوهانو نه کار واخلي. بهرنی سیاست یوه ستراتیجي ده، یعنې د حکومت د پریکړه کوونکو د عملیاتو پلان شوی کورس دی چې د نورو هیوادونو یا بین المللي موسسو په چاپـیریال کې یې د خپلو ګټو (ملي ګټو) د خوندي کولو لپاره کاروي.  عموماَ غټ یا قـوي هیوادونه د دې غـټه تومـنه(ظرفیت) لري چې خپلې پلان شوې موخې (هدف )ته ورسیـږي
که یو دولت خپل بهرنی سیاست یواځې په خپلو ملي ګټو راڅرخوي او د نړۍ والو د اخلاقي ضوابطو خیال پکې نه ساتي، په سیاسي ادبیاتو کې ورته «واقعي» سیاست ویل کيـږي. دغه ډول واقعي سیاست د غوره (کمال مطلوب) بهرني سیاست سره په ټکر کې وي. د هیوادونو ملي ګټې په انتزاعي یا ارماني موخو راچاپیره وي لکه د ځان ساتنه/امنیت، ملي مفکـوره، د قـدرت تعـقـیب، خپلواکي، د خاورې بشپـړتیا، عسکري امنیت، اقتصادي سهولت، او اعتبار. دا چې یو هیواد ځانګړې ملي ګټه نلري، دغه تفکر یا مفهوم د زیات دقت له امله د جمعې (پلورَل) په شکل مناسب دی: ملي ګـټې! په دولتي نظام کې هـر دولـت په دې هـڅه کې دی چې خپلې ملي ګټې غـښتلې کـړي. کله چې د دولـتونـو ملي ګـټې هـمغـږې وي، مـوافـقې ته رسیـږي. خو که ملـي ګټې یـې د یـو بل  سره په ټکـر کې وي، سیالي، ویـره او کړکیـچ رامنځته کیـږي چې پـه خـپل وارسـره جګــړې تـه بـبوزی وهـي. ملګري ملتونه ، بین المللي سره میاشت، د ژنیـو تړونونه، او نړۍ وال بانک هغه موسسې دي چې یو ډول بین المللیت او بشر دوستي  پکې غلي شوي دي- په ځانګـړي ډول د دوهـمې نـړۍ والې جګړې لـه پـای (۱۹۴۵) راهـیسې
دولتونه د زور لوښي دي. د خپلې رامنځته کیدنې د تاریخ په اوږدو کې دولتونو ټـول ټال له خپل ځان نه بل لوړ مقام نه دی منلی. له دې امله دولت هغه موجود دی چې خپلې ګټې پخپله تعـریفوي او پخپـله ټـاکي چې څنګـه  د دغـو (ملي ګټو) خاونـد شي. په دې ډول، د دولت ګټې ملي ګټې کیـږي، او هغه لار یا طریقه چې یو دولت څنګه خپلې ملي ګټې خوندي کړي «ملي پالیسي» (ملي تـګـلاره) ورته ویل کـیـږي. دولتونه د قـدرت ممـثل دي، تـوپـيـر نـلـري چې کپـیټلیسټي(پـانګه وال)، کمونیسټي (اشتراکي)، عیسوي، دموکراتیک، سوشل دموکراتیک (ټولنپال ولسواک)...یا اسـلامي وي. له بدې مرغې له همدې امله د ملي ګټـو مفهوم هم په غټه کچه مبهم دی: په دولت کې څوک ملي ګټې ټاکي؟ که حکومتونه په زور یا په سوله ییز ډول بدلیـږي، نو ملي ګټو ته څه پیـښیـږي؟ په دولت کې ګومه ډله یا ډلې د دولت دوست یا غلیم تشخیصوي؟ د ملي ګټـو او ملي پـالیسۍ (تګ لارې) په اړه د چا نظـر ملي دی اواهـمیت لـري؟ په ملي ګـټو کې ورځنـۍ ګـټې مهمې دي که د اوږده  ډګـر ګټې؟ هـوښیار واکمنان سر بیره په خپلو رسمي چارپوهانو، له  غیر رسمي چارپـوهانو نه هم مشوره غواړي. د امریکې د متحدو ایـالتونو واکمنان ( په ۱۹۶۹ کې د ریچـارډ نیکـسن د ولسمشرۍ  له پـیل راهـیسې تـر اوسه پـورې)، ډیـر ځلې له جرمن- امریکایي هینري اَلفـریـد کیسینجـر او پـولـنډي – امریکایي  زبیګنیو کازیمیر بریـژینسکي نه  هم نـظـر غـواړي. برتانوي – امریکایي لیکوال او نـقاد کریستـوفـر هیتچـینس (۲۰۱۱-۱۹۴۹) په  ۲۰۰۱ کې په خپل کتاب کې هینري کیسنجـر  په ویټنام، بنګـلادیش، ختیز تیمور، چیلې او قبریس کې د جنګ په جنایتونو متهم کړی دی، ولولۍ
Christopher Hitchens, The Trial of Henry Kissinger (2001). Paperback: Twelve; reprint edition: April 2012
کیسینجر په پټ ډول د هغه مهال د لویدیز پاکستان (اوسني پاکستان) له لارې  د کمونیسټي  چیـن سره تماس نیولی و(۱۹۷۱) او هلته یې  د امریکې د هغه مهال د ولسمشر ریچاډ نیکسن (۱۹۶۹تر ۱۹۷۴)  د ملاقات زمینه برابره کړه. نیکسن په ۱۹۷۲ کې ولسي چین ته سفر وکړ او د ماوتسیتونګ سره یې هم ولیدل
 
« پـر چـم» او «ستمِ ملی» د امیر محّمد یعـقوب خان په رول کې
 
کله کله تاریخ تکراریـږي! لکه څنګه چې په ۱۹ پیـړۍ کې انګریز جنرال رابـرټـس د امیر محّمد یعـقـوب خان لپاره په افغانستان بـرید وکـړ او د ګـنـدومک په تـړون کې یې ښکیل کړ(می ۱۸۷۹)، همغـسې شورویانو څه کم سل (۱۰۰) کالونه وروسته (۶ جدی ۱۳۵۸= ۲۷ دسمبر ۱۹۷۹) د بـبـرک کارمل لپاره په افغانستان ورودانګل. په دواړو عسکري او سیاسي صحنو کې د افغانستان عـسکري او بـهـرنی سیاسـت په ترتـیب سـره د برتانـویانـو او شــورویـانو په مشوره پورې تـړل شـوی و.  یعنې دوه جریانونه «پرچـم» او «ستم ملي» بـالعمل د شوروي اتحاد لپاره د  امیـر محّمد یعـقـوب خان رول  لو بولی و
 په افغانستان کې پرچم او ستم ملي د شوروي اتحاد لپاره «پینځم غوڼـډ» و( د غلیم اړخ په د ننه کې اخلال او مخبرۍ ته پـینځم غوڼډ ویل کیـږي). شورویان په دې پوه شول چې افغان ملت له خپلې خپلواکۍ نه لاس نه اخلي. نو هغه وو چې د ستـم ملي فتنې ته یې پناه ویوړه. دغه فتنه د «جبهه ملی پدروطن» په نوم راتوږل شوې وه، خو څو ځلې یې په نوم کې بدلون راغی: جبهه ملی پدروطن په «جبهه ملی»، «کمیسیون مطالعه صلح»، او «جـبهه صلـح» واوښته خو کـومه ګـټه یې ونکـړه. بیایې روحانـیونو او دیني علماو ته مـخ ورواړاوه. خو دغه دسیسې چې بې اثره پاتی شوې، نو بیا یې په تـفرقه لاس پورې کړ. تر څو چې قـومونه او مذهبـونه یې نه وي را پارولي، د  پرچمي او ستمي «رفیقانو» لپاره ناشونې وه چې ارام خوب وکړي. د ملي یووالي او دیني یووالي  په ځای یې محلی خودمخـتارۍ ته پناه  ویـوړه. ډاکتر
نجیب او سلیمان لایـق د پښتنو استازولي کولـه. نجم الدین کاویانی او فـرید احمد مزدک د فارسی ژبو استازي وو. عبدالرشید دوستم «عضو کمیته مرکزی ح. د. خ. ا. برای ازبکها» ، او سلطان عـلی کـشتمـنـد د هـزاره ګـانو په ښیګـڼـه کې لګیا و. پـه دې ډول «طـبـقـه» په قـومـونـوکې شـړه شـوې وه. «رفـقـای موصوف» څـرګنـد رسمي تشکـیلات ( وزارت اقـوام و قـبائـل، وزارت امـور ملـیـتها و بعداَ  تشکیل حکومت های جداګانه برای ولایات شمال…» رامنځته کړل او په دې ډول یې ژبنیو،  سیمه یـزو، او مذهبي شخړو ته لار پرانیستله
د شرایطو د ګـړندي بـدلون له امله،  شـورویان او د هغـوی پرچمي  او ستـمي مریـدان په فکـري انـارشۍ اخته شـوي وو. شـورویانو به ورته ویل چې «ملیتونه د قـومونو او قبائلو پرمختـلی»  پـړاو دی او پښتانه په مـلـیـت کې نه شمیرل کیـږي. خو د «ملـیـتـونـو» تـوپیـر نه په ژبه ولاړ و، نه په نژاد او نه په جغـرافیایي موقـیعـیـت! د بیلګې په ډول:  پـشـیانو به چې پښـتو ویله، هغـوی به  یې مجبورول چې ځانونه پشیان ولیکي، نه پـښـتون. خو پـښتـنـو به چې پـښتـو هـیره کړې وه او فارسي به یې ویله، بـایـد ځانونه تاجک مـلیـت ته مـنـسـوب وګـڼي. فارسي ژبي ازبکـان او تـرکمنان باید ځانونه  ازبک او ترکمن مـلـیـت ته منسوب  وګڼي، نه د ژبې له مخې تاجک ملـیت تـه! ازبکانو او ترکمنانو غو ښتل چې په پښتو یا فارسي تعلیم وکړي، نه په  خپلوازبکي او ترکمني ژبـو. ډاکترمحّمد حسن شرق د هغه مهال د ښوونې او روزنې له وزیر نه پوښتنه کړې وه چې د دغه مشکل عـلت څه دی؟  هغه ورته وویل چې د ترکمني او ازبکي ژبو کتابونه د شوروي اتحاد په ترکمنستان کې چاپ شوي دي. پلرونه یې ویره لـري چې زوزات به یې شوروي کمونـسـتان شي: « از آنرو ګـفـتنـد ما از زبان مادری می ګـذریـم، اما از دین پـدری نه.»
پـه ۱۹۱۷ کې د لینن په مشرۍ په روسیه کې  بلشـویک/کمـونیستي نظام  د پخـوانی تـزاري نظـام ځای ونیو. د شوروي اتحاد د بهرنیــو استــخبارتود دریمې نړۍ د څــانګې د ارشــیف منتظـم  میتروخین لیکلی دي، کله چې بلشویک/کمیونیسټي واکمني په مرکزي اسیا کې بـرلاسې شـوه، ګـڼ شـمیـر(اووه نـیـم لـکـه = ۷۵۰۰۰۰) تــاجکـانـو، ازبـکـانـو، تـرکمـنانـو، او کـرغــیـزیـانـو افـغـانـستان ته پـناه ویـوړه(وسـیلي مـیتـروخـیـن، کې. جي. بي. پــــه افغـانستـان کـې. ۲۰۰۹). ځما  ځیرکیار په نـري اټکـل، د منځنئ اسـیا د اووه نـیم لکـه کـډوالانـو  پـه منـځ کې بـه لـږ تـر لـږه پنځـه ســوه (۵۰۰) کمـونـستان هـم ځـای په ځـای شـوي وو چې پـه راتـلـونکـی افـغـانـستان کې کمونیـستـان او مخبـران وروزي اود شوروی روسیې/شـوروي اتحاد په ګټه یې استعـمال اواسـتخدام کړي:دا د «پینځم غوڼډ»/ ستون پنجم ژوندی مثال دی
«در افغانستان ستم ملی، شعار تازه ی نیست که در تاریخ ادبیات  آن، برای بار اول با سـرازیر شدن تاجیک ها و ازبک های مهاجر به افغانستان (با هجوم کمونیست ها به کشور شان) از جانب بعضی از آنها که وابسته و یـا ګماشتـهٔ ستـون پنج شـوروی بـودنـد، میان درهـای بـسته زمـزمه میشـد، تا اینکه سال های بعـد سلاله آنها در بطن ح.د.خ. [حزب دمـوکراتیک خلق] لانه می کـنند و بـا اینکه رهبران ح.د.خ.  بنا بر تمایل شوروي مشوق و حامی ستمی هـا بودنـد، یکی دو نـفـر از بدخشی ها از دامن حزب می لغـزند و علناَ  پایه واساس جمعیت ستمی ها را که دشمنی با پشتون ها(طبقه حاکمه ستمکار) شعار آنها بود، می ګذارند.» شرق زیاتوي چې: «در آن روزها پخش مفکوره ای ستمی،آنـهم از بـدخشان و انشعاب آنها از ح.د.خ. سؤال بر انګـیـرشده بود. چرا که به زمامداری اخلاف سردارپایـنده خان، بالا ترین مقامات دولتی بعـد از خاندان سلطنتی متعلـق به بـدخشانی ها بود. زیرا خانم امیر عبد الرحمان خان[۱۹۰۱-۱۸۸۰]  مادر امیر حبیب الله خان شهید و مادرکلان اعلحیضرت امان الله خان از بـدخشان، و خـانـهٔ دوم محمد ظاهـرشاه [بادشـاه ۱۹۳۳ تر ۱۹۷۳] هـم بـدخشان شده بود. بناء بـدخشانی ها بـرخلاف اقـوام دیګر با ایـن خانـدان سـرجنګ نداشتـند و پشتون های فـراری هم در سرزمین بـدخشان کمـتر دیـده مـی شـد، ولـی بـاز هـم بدخشی ها ستمکـش و پشتون ها ستمګـر ګـفته می شد.»
د سلطنتي خاندان له اړتیا نه اضافه مقامونه به يې هـغه چاتـه ورسپارل چې د دربـار په رمـز بـه ښـه پوهـیدل، نه د ولس په اړتیاو. نورو فکټورونو ( قـوم، قـبیلې، لسان، سیمې، مذهب) د اشخاصو په  لوړو دولتي مقامونو کې د مقررولو لپاره ارزښت نه لاره. د مثال په ډول، « ښایي له  همدې امله به د بدخشان علی محّمد خان «یکی از دانسته ترین  وزرای افغانستان» و  چې د امان الله له پیر نه د محّمد ظاهر شاه د سلطنت د پای پورې پنځوس (۵۰) کاله د معارف، خارجه چارو او دربار وزیر او د صدراعظم مرستال و. که  یوې سیمې ته منسوب وزیـر د همغې سیمې د پرمختګ سبب کیدلی شوای، نو باید  چې بدخشان د افغانستان تر ټولو  سیمو پـرمختـللې سیمه وای. د بدخشان یو بل نیک شخصیت حافـظ نـورمحّمد خان نومیده چې « انسان  باخـدا و وطـن دوست بود و تقریباَ چهل سال سرمنشی د فتر پادشاه سابق محمد ظاهر بود.» [د ډاکتر شـرق سره زما ټـلفـوني مرکه: ۱۷ می ۲۰۱۵=۲۷ ثور ۱۳۹۴]- ځیرکیار
  د افغانستان د خلکو «بشپـړاکثریت»  په غیر له شاهي کورنۍ او کابل ښاریانو نه «از مزایـای علم ودانش و انکشاف کشور بی بهره مانده بودند.» ډاکتـرشـرق خپله ادعا په لاندې شمیـرنو غـښتلې کړې ده:« «به استـناد احصائیه مستند تا سال ۱۳۳۲ هجری شمسی [۱۹۵۳م] مجموعـاَ از فاکولته طب افغانستان ۱۷۲ نفر فارغ التحصیل شده بود که از آنجمله هـفـت نفـر (نور محّمد ځلمی از مزار شریف، نیک محّمد عـزیزی از هرات، عبد الله فراهی و محّمد حسن شرق از فـراه،  آدم درمل از قندهار، عبدالصمد دانش ازغزنی، محّمد نعیم ننګرهاری از ننګرهار) متعلق به سراسر افغانستان و متباقی کابل بودند. در فاکولته حقوق ؤ ادبیات و ساینس در همن سال ۷۵ فیصد کابلی و ۲۵ فیصد سهم  فرزندان همه ولایات کشور بود.» دغه «تحصیلي فـقـر»افغانانو ته ښئ چې د افغانستان ټول خلک «بدون تبعیض زیر ستم و بی توجوهی قرار داشتند، نه طبقه و یا قبیلهٔ خاصی، نه سمت مشخص، و نه طرف معینی.»
«مقابلتاَ تجزیه مناطق پشتون نشین توسط خط دیورند و سرکوبی بی رحمانه و تار و مار کردن  واسکان اجباری آنها در مناطق دور دست، چه در زمان امیر عبد الرحمن خان و چه به دوران زعامت این سلاله نکاتی مشهودی است که از قساوت و بیرحمی زمامدارن ګفته شده به پشتونها شهادت می دهـد. نه آنچه ستمی ها تبلیغ و ترویج میکنند....ترویج کلمه شمال و جنوب، تأسیس وزارت ملیت ها په «خلقی های سرتـنبه» اعتبار نشو کولی: « اما پل پای خلقی های مخالف خاد در تفرقه های قومی، نژادی، مذهبی، سمتی ولسانی میان کارمندان وزارت  امنیت دولتی، وزارت خارجه، وزارت اقوام و قبائل، وزارت ملیتها، جبهه ملی، شوراهای مرکزی ملیت ها که بعضا به تفرقه ها ذیدخل بودند دیده نمی شد.» په «غټ ګمان» سره، شورویانو په «سرتمبه خلکیان» د دې باور نه لاره چې «تا به اهداف دراز مدت شوروی در افغانستان آنها را  دررپهلوی رفقای خاد با خود داشته باشند.» ډاکتر شرق کاږي چې: «بګمان اغلب  تسلیح و تمویل اقوام به مقابل یکـدیګر، ائتلاف ح.د.خ.[حزب دمـوکراتـیک خلـق] باستمی ها از افتخارات فـرمانروایی داکتر نجیب الله ست. [حسن شرق زیاتوي چې] در جرګه وسیع مردم هزاره به کابل که برای خود مختاری هزاره جات دائر شده بود، اشتراک نـموده بـودم.... سلیمان لایق ضمن خطابهٔ غرای خویش موافقه دولت را به تأ سیس حکومت خود مختار مردم هزاره جات اعلان و خواهـش نمود تابـرادران هـزاره بـدخواهان طرح مـترقی یعـنی مجاهـدین را ازهـزاره جات اخراج نمایند.» ولولئ محّمد حسن شرق، تاسیس و تخریب اولین جمهوري افغانستان، چاپ سوم، سرطان ۱۳۸۹=۲۰۱۰، او د ځیرکیار راتلونکی کتاب: د ناپوهۍ تیارې او د پرمختګ ډیوې د افغاني کلتور په چوکاټ کې له عبد ارحمن خان نه تر اشرف غني احمدزي: ۱۸۸۰ تر ۲۰۱۵
 
د نړۍ د  زبرځواک امریکې ملي ګټې نن او سبا
 که یـو هیواد د یو انسان د وجود سره پر تله کړو، په اسانۍ سره به د ملي ګټو په ارزښت او طبقه بـندۍ پوه شو. که د یو انسان غوږ، پونده...کوچنۍ ګوته زخمي شي او درد کوي – هغـومره جدي موضوع نه ده لکه یو څوک چې تـنفس نشي کولی،  یا یې زړه غیر منظم حرکت کـوي
عموماَ دولتونه درې ډوله ملي ګټې لري: حیاتي، خورا مهمې او مهمې. دلته به د امریکې د متحدو ایالتونو ملي ګټې وښیم، په د ې دلیلونو: په ۱۹۹۱ کې زبرځواک شوروي اتحاد رسماَ ړنګ شو او امـریکا د نـړۍ یواځینی زبـرځـواک قـدرت پاتي شـو. امـریکا پـه شمـال او جـنـوب کې د کـانـاډا او مکـسیکـو، او په ختیز او لویدیز کې د اتلانتیک او ارام سمندر په منځ کې پلنه شوې ده، اوږدې پـولې لري، ډیر خلک هڅه کوي چې په قـانوني یا غیـر قانوني ډول پکې ژونـد وکړي، او ځینې پکې د نشه یـي توکموپه تجارت کې لـګـیا دي. په دې ډول د امریکې متحد ایالتونه د بلـقـوه امپراتورۍ په څیر په نړۍ کې اغیـز، ټلـوالې، عـسکري اډې ، ډلې ټـپـلې، غـټ استخـبارات ...او تجـارتي اړیکې پـالي،او له دې امله یي ملي ګـټې هم د نورو دولتونو سره تـوپـیـر لري.  د شوروي اتحاد له رانسکوریدلو وروسته، امریکه یو قطبه زبـرځواک شو. خو په تاریخ کې هیڅ یو قـطبه نظام تل ژوندی نه دی پاتي شوې: د روم امپراتوري، هسپانوي هاپـسبورګـ،، او برتانوي امپراتوري یې بیلګې دي! تر هغه مهاله چې د امریکې روانه امپراتوري (شایـد له ۲۰۲۰تر ۲۰۳۰) ړنګه شي، نن سبا یې غټه ستراتیجي په دې راڅرخي چې هیڅ ډول عسکري  زبرځواک زر رامنځته نشي! د تاریخ د پوهاند امریکایي چالمرس جانسن په وینا: «تر ۲۰۰۲، هر څه بــد ل شـول. د امریکـې متحـد ایـالـتونه نـور بهـرنی سـیاست نـلـري.» یعـنې په ځای یي عـسکـري راولاړه شـوې ده
Chalmers Johnson, The Sorrow of Empire (New York: Metropolitan Books, 2004, p. 22
 د امریکې متحد ایالتونه نن سبا درې ډوله ملي ګټې لري
(۱) د امریکې حیاتي ملي ګټې (وایټـل نیشنل اِینټریسټـز) هغه حالت او وضعیت ته ویل کیـږي چې د دغه هیواد د بقا لپاره په بشپـړ ډول حتمي وي، یعنې بقا او سلامت یې په یو خپلواک او مصون ملت کې تضمینوي، په لاندې ډول: (الف) پخپله د امریکې په زمکه او په بهر کې یې په عسکري قواو باندې د اټومي، بیولوجیکي او کمیاوي وسلـو  د بریدونو د خطر مخنیوی او کمول ؛ (ب)  د امریکې د ټلوالـو بقا تضمینول،او د امریکې سره د هغوی فعاله همکاري چې یو بین المللي اغیزمن نظام رامنځته شي؛ (پ) د امریکي په سرحدونو کې د غلیمو غټـو قدرتونو(میجر پاورز) او ناکامو دولتونو(فَـیلد  سـټیټز) د رامنځته کیدلو مخنیوی؛ (ت) د غټو نړیوالو نظامونو( تجارت، تمویلي بازارونو، د انرجي تهیه، او چاپیریال) د عملیاتو او استحکام تضمین؛ او(ټ) د امریکې د ملي ګټـو په خاطر د هغـو دولـتـونـو سره د اغـیـزمنو اړیکـو رامنځتـه کول چې ښــایـي ستراتیـجیک مخالـفیـن وګـرځي- لکه ولسي چیـن او فـيدرالي روسـیه .[ کیدلی شي چې هند ، برازیل او د اسلامي کنفرانس سازمان هم وروسته اهمیت پیدا کړي].
د ۲۰۰۹د جـنورۍ په ۲۰ نیټه بارک اوباما د امریکې ولسمشر شو او په دغه کال کې یې د خپلو عسکر شمیر په افغانستان کې زیات کړ. نـیکولای بَـرنس (د بین المللي سیاست او د دپلوماسۍ د عملیاتو پوهاند او د ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۸د امریکې د بهرنیو چارو په وزارت کې د  سیاسي چارو مرستیال وزیر) د اوباما د دغه عمل په اړه داسې ویـلي وو: «زه هم یو هیوادوال(تبعه) او مالـیه ورکوونکی یم، او زه  پوهیـږم چې زموږ په فکر موږ پکې  حیـاتي ملي ګټې  لرو. زه واقعاَ په دې آند یم چې د افغانستان سره زموږ دا ژمنه [چې دیرش زره عسکرورولـیـږو] زموږ لپاره زیاته مهمه ده، نسبت د عـراق جګړې ته.... په افغانستان کې زموږ ګټې زما په فکر زموږ لپاره زیـاتې حیـاتي دي، نسبت هغـو ته چې مــوږ[ د ولسمشر لـیندن جانسن په مهال۴۴ کالوننه وړانـدې، په ۱۹۶۵کې]  پـه ویټنام کې  لرلې». جانسن خپل اعتبار بایلود او په ۱۹۶۹ کې يې مخکې  له مخکې اعلان وکړ چې ځان ولسمشرۍ ته نه کانـدیـدوي
(۲) د امریکې فـوق العـاده مهـمې ملي ګـټې په لانـدې ډول دي:(الف)  هـر چیرې د اټـومي، بیولوجیک او کیمیاوي وسلو د استعمال د خطر را ټیټـول او مخنیوی؛ (ب)  د وګړیـز تخریب د وسلو د سیمه ییـز تکـثیـر مخنیوی؛ (پ) په سوله ییز ډول د کړکیچونو د حل لپاره د بین المللي مقرراتو او قوانینو  د سیستم منل او غښتلی کول؛ (ت)  په مهمو سیمو (لکه په فارس خلیج) کې د سیمه یـیـز  مشرتابه مخنیوی؛ (ټ) د امریکې د متحدینو او دوستانو د خیر او هوساینۍ  تقـویه او له بهـرني تيـري نه یې دفاع؛ (ث) په لویدیزه نیمه وچه کې د ولسواکۍ ، نیکمرغۍ او استحکام غښتلتیا؛ (ج) په مهمو جغرافیایي سیمو کې د غټو کړکیچونو مخنیوی، اداره، او ختمول– که څه هم په مناسب لګښت به سررته ورسیـږي؛(چ) په مهمو عسکري پورې مربوطو او ستراتیجیک ټکنالوجیو کې برلاستیا- په ځانګړي ډول په معلوماتي سیستمونو کې؛ (ح) د امریکې د متحدو ایالتونو په پولو کې د غټې او بې کنترولې کډوالـتیا مخنیوی؛ (خ) د ترهه ګرۍ (په تیره د د دولتي  حمایې ترهه ګري)،د بین المللی جنایتونو او د نشه یي توکمود تجارت مخنیوی؛ او (ځ)  دنسل/قوم وژنې مخـنیـوی. [اینډونیزیا وروسته له ولسي چین، هـیند، اود امریکې له متحدو ایالتونو نه څلورم ګڼ وګړی هیواد دی (۲۵۷ ملیون)، او په اسلامي نړۍ کې د وګړو له مخې تر ټولو ستر اسلامي هیواد هم دی. ولسي چین ته هم نږدې دی. له دې امله د امریکې لپاره په راتلونکې کې اقتصادي او ستراتجیک اهمیت لري.] - ځیرکیار
(۳) د امریکې مهمې ملي ګټې  په  دې ډول دي: (الف) په بهرنیو هیواونو کې د بشر په حقوقـو د ستر تجاوز سره مخالفت؛ (ب) په ستراتجیک لحاظ په مهو  دولتونو کې دې پلورالیزم (څوګړتیا)، ازادي او ولسواکي  تشویـق شي په دې شرط چې استحکام ته یې زیان ونه رسـیـږي؛ (پ) په ستراتجیک لحاظ په لـږ اهمیته جغرا فیایي سیمو کې دې (که ممکن وي په لږو لګښتونو) د کړکیچونو مخنیوی وشي یا دې پای ته ورسول شي؛ (ت) د ترهه ګرو سازمانونو له خوا د یرغمل شوو امریکایانو د ژوند او سلامتۍ  محافظت دې وشي؛ (ټ) د مَـړو او غـریبـو ملتونو تر منځ اقتصادي واټـن دې  راټیټ شي؛ (ث) په بهر کې د امریکې د پانګې د ملي کیدنې مخه دې ونیوله شي؛ (ج) د مهمو ستراتجیک صنایعـو او سکټورونو داخلي تولید دې غښتلی شي؛ (چ) د معلوماتو بین المللي ویش دې اغیزمن وساتل شي  د دې لپاره چې امریکایي ارزښتنونه د بهرنیو هیوادونو په کلتور مثبت اغیز واچوي؛ (ح) د چاپیریال د اوږد مهاله ساتنې لپاره دې بین المللي سیاست غښتلی شي، او (خ) د بین المللي سوداګرۍ او پانګه اچـونې له لارې دې د امریکې ټول ملي تولید(ګروس نیشنل پراډکټ) جګ شي
 
ملي ګټې په لـڼډ ډول
هـر هغه څه چې په یو هیواد کې د خپل دولت (حکـومت + خاوره+ هیـوادوال/اتـباع) قـدرت او په بـهـر کې د هغـه  اعـتبار او نفوذ غـښتلی کوي، ملي ګټې ورته ویلی شو. عسکري حفاظت د هـر دولت په ملي ګټو کې لومړی مقام لري ځکه چې تر دې دمه د بین المللي اړیکو د ساتنې په اوږدو کې زور غـټ رول لوبولی دی. په مسولیت غښتلی ملت کولی  شي چې د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو څارنه وکړي. د حکومت ملي سیاست هغه مهال اغیـزمن وي چې د ملت له خوایې ملاتړ وشي. حکومت چې په خپل ملت کې پردی شي، له تاریخ نه یې شاګرځ وکړي، او  له غوښتنو نه یې سترګې پټې کړي، د خپلې شپې د سبا کولو لپاره دیته اړکیـږي چې د خپل ملت په ضد نورو ته لاس وغـځـوي. اوسنی افغانستان (د ۲۰۰۱ له اکتوبر نه تر دې دمه) د دغه کرغیـړن حالت څرګنده بیلګه ده.  د خپل ملت پیـژندګلوي او ملاتـړ د حکومت اغیـزمنتوب  او مشروعـیت غـښتلی کـوي. خپلواک او هـدفـمن حکومت څرګنـدې ملي ګـټې لري او  په خـونـدي کـولو کې یـې هـڅانـد وي. لاسپوڅی حکومت د ملي ګټو ادعا کولی شي، خو ملي ګټې نـشي پاللی. د دوهمې نړیوالې جګړې له پای راهیسې، د امریکې واکمنانو  په دریمه نړۍ کې د خاینو واکمنانو سره ټـلواله  پالـلې ده او د ۲۰۰۱ له اکتوبر راهیسې څوارلس(۱۴) کالونه کیـږي چې د پښتون- افغان د پاڅون په ضد یې د خپلو نوو جنګي وسلو د استعمال له لارې خپله امپراتورانه او وحشي  تنده  لا تر دې دمه سړه کړې نه ده. د ۲۰۱۵  د اکتوبر په ۱۵، ولسمشر پروفیسر بارک اوباما په ډاګه کړه چې لږ تر  لږه د ۲۰۱۶ تر پای به خپله ۹۵۰۰ تنه عـسکري قـوه په افغانستان کې ساتي. هغه دغه پریکړه د امریکې « د ‎امنیتي ملي ګټو لپاره حیاتي» ګڼلې. دا د پښتون - افغان قـسمت دی چې د خپلې خپلواکۍ لپاره « په وینو کې مزل» وهي، يو قـدرت چې ووهـي بیا بل وهي، بیا بل وهي
د ۲۰۰۱ په اکتوبر کې چې د امریکې واکمنې ډلې (عسکري- اقتصادي- سیاسي ټلوالې) په افغانستان یرغل وکړ، یوې ایرانۍ خپرونې  دغو جنګي عملیاتو ته «لایتناهي امپریـالیزم» ووایه چې سړی ورته بشپـړ امپر یالیزم ویلی شي. د اُتریش نامتو اقتصاد پوه جوزیف شومپـیټر له نن نه ۹۶ کالونه وړاندې په ۱۹۱۹کې ، په خپله یوه لیکنه (« دا مپریالیزم ټولنپوهنه») کې د امپریالیزم فطرت ول په ول راسپـړلی دی: « په نړۍ کې یو داسې ګوټ نشته چې اِمپـریالیزم به پکې  خپلـو ګــټـوته ګواښ نه محسوسوي. که ګټې به د روم  نه وې، نو د روم د متحدینو خو به وې. که روم به متحدیـن نـلـرل، نو بیا خو به دېـته اړو  چې را و یې تـوږي. که به یې دغه ډول ګټې نـشـوای میندلی، نو بیا به یې پـلمه د ملي عـزت (نیشنَـل اَنر) په سپکاوي راتـاویـدله. جګړه  به تل د مشروعـیت په سینګار کې راتوږل کیدله. شریـرالـفکره ګاوڼډیانو به تل په روم بـریدونه کول، او روم به تل د ساه ویستلو د ځای لپاره په جګړه کې و. ټوله نړۍ له غـلیمانو ډکه وه، او دا د روم څرګنده وظیفه وه چې د هغوی یقیناَ متجاوز پـلا نونه و څاري.» ولولۍ: رحمت ربی زیـرکیار، د نوي سیاست الجبره: د امریکې د امپراتورۍ  لپاره فکرونه، ستراتیجۍ، پلانونه، عملیات، ډنـ‌ډورې او غولونې(۱۹۸۹تر ۲۰۰۵). دانش کتابتون، پیښورـ قصه خانې بازار، ۲۰۰۶( ویل کیـږي چې دانش کتابتون په کابل کې هم  مرکز لري). د شومپـیټـر دپورتنئ وینا په اړه، په نړۍ کې یو نامتو فیلسوف امریکایي پـوهاند نوام چامسکې د یو چا د پوښتنې په ځواب کې ویلي وو چې: که د شومپـیټـر په وینا کې د روم په ځای واشنګـټـن  وکارول شي، د امریکې د ولسمشر جورج ډبلیـو بوش ( ۲۰۰۰۱تر ۲۰۰۹) د ملي امنیت ستراتیجي به ترې راووځي
په افغانستان  کې د امریکې په جنګ کې په هره ګیڼټه کې د امریکې د ملت څلور(۴)میلـیـون ډالـرې لګیـږي[۱۸،اکتوبر۲۰۱۵ معلومات].  څوارلس کالـونه تیرشول، خو د کابل د فـاسـدې ادارې « د ملي یـووالـي» بې سره او دوه مخي حکومت د دې تومنه نـلري چې خپلې ملي ګټې خوندي کړي او لـږ تر لږه ځان وساتي!  د ۲۰۱۵ د سپتمبر په ۲۸، طالبانو د کندز ولایت پایتخت کندز ونیو. د افغانستان په شمال کې دغه سیمبولیک بري، د کابل د شلیدلې ادارې له پـرتوګ نه د «ملي وحدت» د دوه سري فساد پټکی جوړ کړ، او دغې په فساد کې اتلې ادارې په پـوره میـړانه د امریکې ولسمشر پـوهندوی بارک اوباما ته د مرستې لپاره ځولۍ ونیوله. د  اوباما هغه خوب پنچـر شو چې د ۲۰۱۶ په  پاې کې به یې  په افغانستان کې د امریکې تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې وي. په افغانستان کې اوسنۍ اداره چې د دولت څیرې پـیښې کوي،  نه سالـم او  مسلـط حکومت لري، نه ځمکنۍ بشپـړتیا لري، او نه یې ملت تابع دی! د همدغو واقـعـیتونو له مخې بارک اوباما مـجـبور شـو چې لـږ تر لـږه  د ۲۰۱۶ د پـای پـورې به خپلـه ۹۵۰۰ تنه عـسکري قوه په افغانستان کې ساتي( د اوباما پیر د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۲۰ پاي ته رسیـږي). نو څه باید وشي؟ سوله!  ځکه چې سوله د غلواکۍ د پنچرولو او د  جنګ خوړلي افغانستان لپاره نن سبا حیاتي ملي ګټه ده
د کابل د ادارې د سولې د اوسنۍ شورا غـړي څاربه معاشونه اخـلـي، او د سولې په راوستلو کې خپلې شخصي ګـټې نه ویني.  د سـولې ناپـیـیلې جـرګه دې جـوړه شي. په کـړکیـچ کې درې اړخـونه ( امریکه، د کابل  اداره، او پاڅون) دې لیکلې ژمنه وکړي چې د سولې د ناپـییلې جرګې پریکړې به په رسمیت پـیـژني. د دغې جرګې غړي باید هغه افغانان وي چې نه  اوس د کابل د ادارې او/یا د کوم بل یرغلګر دولت یا موسسې معـاش خور وي، یا یې پخوا د  هغوی د معاش خور یا داو طلب په څیـر کار کړی وي (توپیرر نـلري چې مخبر، ژباړن یا وزیـر به وي).  د سولې د ناپیـیلې جرګې د غړو د ژوند لګښت (امنیت، اوسیـدځای، خـوراک ، څـښاک، دارودرمل، دفـتـر  او  ... سفـر) باید د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفـرانس په غـاړه وي   ‎

- ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار
بېرته شاته