(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دګوندونو مرامونه او فرعي موخې

[26.Oct.2015 - 10:15]

لیک: نورمحمد غفوري.    دوهمه برخه 

مخکې (په لومړۍ برخه کې) مو ولوستل چې د ګوند په ستراتیژیک مرام کې د اوږدې مودې له پاره په عامو جملو، مختصر ډول او په یوڅه مجرده بڼه د ګوند اساسي ستراتیژیکې غوښتنې، موخې او ارزشونه لیکل شوي وي او له هغو څخه ښکاري چې ګوند د کومو ټولنیزو طبقو او ګروپونو په ګټه کار کوي؟ د کومو اساسي ارزشونو دفاع او د کومو نورو په وړاندې دریږی؟ د اقتصاد، کلتور او سیاست په برخه کې د کومو قوانینو د جوړیدو ننګه او د کومو نورو مخنیوی کوي؟ داسې چې ګوندي مرام د تاریخ په جاده کې د ګوند د حرکت اساسي مسیر او تګ لوری ټاکي، خو په هغه کې د ټاکلي وخت او روځنیو مبرمو مسئلو له پاره د ځواب موندل او یا د واکمنۍ په مختلفو پوړونو کې د ګوندي اهدافو وضاحت په تیره بیا د عامو وګړو له پاره ستونزمن وي.
ددې له پاره چې هر وخت او په هر ځای کې د شرایطو سره سم د ګوندي مرام د تحقق په خاطر عملي ګامونه پورته کړای شي، لازمه ده چې وخت په وخت د ګوندی مرام محتوی او مضمون ولس ته تشریح شي، په معین وخت او ټاکلو عینی شرایطو کې د مرامي اهدافو او یا د هغو د یوې معینې برخې د عملي کولو له پاره مشخصې لارې او ټاکلي تدبیرونه او اقدامونه په ګوته شي. له دې کبله اړتیا ده چې ګوند یوازې د خپل اساسي مرام په چاپولو او ویشلو بسیا ونه کړي، بلکې د وخت او سیمې له اړتیا سره سم په عامه او معموله ژبه په لازمو فرصتونو کې د فرعي برنامو په طرحه، تدوین او ترویج کې اقدام وکړي.
معمولا د ګوند له پاره په لاندې ځایو او حالاتو کې د فرعي برنامو اړتیا شته:
1. انتخاباتي برنامه Wahlprogramm: د ګوند هغه سیاسی پروګرام دی چې د هېواد په کچه د جمهوري ریاست د انتخاباتو او یا پارلماني انتخاباتي دورې (د منځني وخت) له پاره جوړيږي. په دې برنامه کې په وضاحت سره لیکل کیږی چې ګوند د ولسمشرۍ په راتلونکو پنځو کالو او یا په راتلونکی تقنینی دوره کې څه غواړي، د څه له پاره يې غواړي او څنګه او په څه وخت کې یې غواړي؛ او خپل پلانونه د کومو امکاناتو او وسیلو په زور عملی کوي؟
انتخاباتی برنامه هغه وخت ښه جوړیدای شی چې ګوند د هیواد د سیاسی، اقتصادی او اجتماعی اوضاع په دقیق تحلیل لاس بری وي. د هیواد د تکامل تاریخي مرحله، د ټولنیزو طبقو او قشرونو ترمنځ اړیکې او د کمیت او کیفیت انډول دقیق وپیژنی. د نړۍ او سیمې اوضاع وڅیړلای شی او په هغو کې د خپل هیواد موقف او ملي ګټې مشخصې کړي.
انتخاباتي برنامه د انتخاباتو له شروع نه لږ مخکې تصویب او نشریږي او د انتخاباتي غوښتنو عمده لوری ټاکي. په حقیقت کې انتخاباتی برنامه درې غوره دندې لری:
الف: د انتخاباتي برنامې یوه غوره دنده داده چې هغه غوښتنې چې په ګوندي مرامنامه کې په یوڅه مجرده او عامه توګه د اوږدې مودې له پاره ځاي شوې، ځینې برخې یې د راتلونکې تقنینی دورې له پاره د عینی او ذهنی شرایطو له په نظر کې نیولو سره په مشرح او مشخص ډول عامه افکارو ته وړاندې کړی، د پلي کیدو له پاره یې ګام په ګام تدبیرونه، پلانونه او اقدامات هم په ګوته کړي او د هغو د تسلسل اود عملی امکاناتو په اړه د ولسونو قناعت تر لاسه کړي.
ب: د انتخاباتي برنامې دوهمه مبرمه دنده دا هم ده چې د انتخاباتی کمپاین په بهیر کې د ګوند د اعلان او اشتهار له پاره کار ورکړي. د انتخاباتي برنامې تر نشر وروسته هر څوک او ټول خلک پوهیږي چې که دې ګوند ته رایه ورکړي، په راتلونکې تقنینی دوره کې به کوم کارونه انجام کړي؟ د اعلان شوو موخو د پیژندنې پر بنسټ هر څوک او هر ټولنیز ګروپ پریکړه کوي چې دې ګوند ته رایه ورکړي او که څنګه؟ په انتخاباتی دوره کې د انتخاباتي برنامې په نه شتون کې د ولسونو پراخه کتلې د ګوند سیاسی موضع سمه نه شي پیژندلای.
ج: دریم داچې له نورو سیاسي ګوندونو او سازمانونو سره د ائتلافونو او ګډ کار د کولو امکانات څرګندوی او سیاسي پولې ټاکي. د داسې برنامې په موجودیت کې ګوند د ولسمشرۍ له پاره د انتخاباتو په مرحله کې د کاندیدانو په شخصی کرکتر پسې نه ځي، بلکې د هغوی په انتخاباتي منشورونو کې خپل سیاسی اهداف لټوي او له هغوی سره د خپلې انتخاباتی برنامې د محتویاتو د ګډون او ورته والي پر بنسټ د اعتبار وړ پریکړه، تفاهم او پروتوکولونه کوي. په دې حالت کې ګوند هغه چاته رایه نه ورکوي، چې بریا یې د خارجی او داخلی طرفدارانو په زور حتمي وي، بلکې له هغه کاندید حمایت کوي چې په ملي کچه د ګوند د طرحه شوو هدفونو له پاره په پوزیسیون او یا اپوزیسیون کې اغیزمن کار وکړي. همدا موضوع د پارلمان او په ټيټه کچه په نورو انتخاباتي پروسو کې هم په پام کې نیول کیږي.
د انتخاباتو په سیالۍ کې ټول ګډون کوونکي نه بریالی کیږي، خو هر ګوند د خپلو اهدافو د تشریح او تبلیغ له پاره له دې موقع څخه اعظمی ګټه اخلی. انتخاباتی برنامه ګوند ته امکان ورکوي چې د حوادثو په تحلیل فکر وکړي، په سیاسي ډګر کې مخکښ شی، د حوادثو په لکۍ پسې له تګ څخه ګوند وژغوري او د نورو د پېښو او تقلید پر ځای پخپله ابتکار وکړي او د سیاسي پېښو د اهمیت ټاکنه او لارښوونه په لاس کې ونیسي.  
ځينو ګوندونو د ولسمشریزو ټاکنو په تیرو دورو کې د کرزي او بیا غنی څخه په دې خاطر ملاتړ وکړ چې د دوی په نظر له هغه سره د زورورو خارجي ځواکونو او د «پاچا جوړوونکو» داخلی حلقو ملاتړ موجود او بریایې حتمی وه. د هغو ګوندونو د رهبرانو دا نظر وو، که دوی وغواړي او که نه، نو نوموړي کاندید ورباندې ولسمشر کیږی؛ نو دوی چې «سیاست کوی» باید له بریالی کاندید څخه دفاع وکړي او په مغلوب لوری کې ځانونه وا نه چوي!!! هغه متل دی چې (بختور یې پر بل ازمویی او کم بخټ پر خپل ځان)، دې رهبرانو د خارجي ملکونو له تجربو زده کړه ونه کړه او پر خپل ځان يې دا ناکامه تجربه او هغه هم وار وار و ازمویله. عملی تجربو وښوده چې دا یو غلط نظر دی او د نورو په کاندیدانو پسې منډې وهل نه ګوند ته ګټه رسوي، نه ولسمشر تر بریا وروسته ګوند ته اهمیت ورکوي او نه په دې طریقه حمایت په ملي کچه د ګوند د هدفونو د عملی کولو له پاره ضمانت کولای شي. که دې رهبرانو له کاندیدانو سره کومه پټه معامله نه وي کړې، نو په حقیقت کې یې ددې سترې غلطۍ په پایله کې ځانونه او د ګوند ټول غړي د «زورورو خارجي ځواکونو» او «داخلی کِنګ میکرانو» په بی معاشه مزدورانو بدل کړل. د داسې مرګونې غلطۍ د تکرار اساسي علت د ګوندي مشخصو برنامو نشتوالي، په پریکړو کې له ګوندي غړو سره د مشورې کمبود، د راتلونکو حوادثو او د هغو د مسیر پيژندلو د تحلیل د استعداد نه شتون، مخکې تر مخه د انتخاباتو له پاره د چمتووالي نه لرل او د مرامي هدفونو د غوره بللو پر ځای د قومي، محلي، شخصی او نورو علایقو لومړي توب او داسې نور بللای شو.
د انتخاباتو په ټولو مرحلو او پړاوونو کې دا مهمه ده چې ګوندونه خپل مرامونه ولری او مخکې له مخه پریکړه وکړي چې په یوازې ځان او یا له کوم بل ګوند یا نورو څو ګوندونو سره یوځای انتخاباتو ته ور وړاندې کیږي؟
که ګوند د ولسمشرۍ او یا پارلماني ټاکنو په بهیر کې په مستقله توګه او یوازې ځان د انتخاباتو سیالیو ته وردانګي، په هغه صورت کې خپله ټوله انتخاباتي برنامه هم د خپل اساسی مرام د محتوی په رڼا کې جوړوی؛ خو که ګوند له نورو سیاسی ګروپو او بل ګوند یا ګوندونو سره د انتخاباتو له پاره ائتلاف کوی، مجبور دی چې انعطاف وکړي، په انتخاباتي برنامه کې د ځینو خپلو مرامی غوښتنو څخه تیر شی او د نورو پارتنرانو او د ائتلاف د غړو د مرامونو له پاره ځای خالي کړي. په داسې حال کې د بریالیتوب نه وروسته هم لازمه ده چې په خپله وعده وفا وکړي، دوه اړخیز باور مات نکړي، د خپلو ځینو اهدافو د پلي کولو پرځای په انتخاباتي برنامه کې د ائتلاف د غړو د مرامونو د ځای پر ځای شوو موادو د عملی کولو له پاره کار وکړي. که ګوند په انتخاباتي کمپاین کې مستقل وړاندې شی، خو د انتخاباتو تر پای ته رسیدو وروسته د بل ګوند سره ائتلاف وکړي، هم باید د خپلې انتخاباتي برنامې د ځینو موادو پر ځای د مؤتلف ګوند د انتخاباتې برنامې د موادو له پاره ځای خالي کړي. په ائتلافي برنامه کې د هر ګوند د غوښتنو برخه معمولا په ولس کې د ګوند د رایو د فیصدي د تناسب او مسلکي ظرفیتونو له په نظر کې نیولو سره د دواړو لورو په توافق ټاکل کیږي.
د انتخاباتي برنامې په جوړولو کې د هغو محتوی، ظاهري بڼه او د نامه انتخاب مهم رول لوبوي چې د ملی او نړیوالو شرایطو، د ملت د روحي حالت او سیاسی وضعیت سره سمون ولري.
انتخاباتی برنامه د ګوندي اصولو سره سمه په ګوندي کنګره او یا هم په ملي ګوندي کنفرانس کې تصویبیږي او معمولا درې یا څلور میاشتې د انتخاباتو له نيټې تر مخه نشریږی، د ګوند غړو ته ویشل کیږي، خلکو ته رسیږي او په ویبسایټونو کې خپریږي.
د انتخاباتي برنامي د مهمو ټکو د توضیح او روښانتیا او د موجودو سوالونو د ځوابونو د ورکولو له پاره غونډې جوړیږی او د هغو د موادو پر اساس انتخاباتی کمپاین کیږي.
2. ولایتي او ولسوالي انتخاباتي برنامې: دا هم د ملي انتخاباتي برنامې په شان دي، خو د عمل جغرافیایی ساحه یې یوازې په یوه ولایت او یا یوه ځانګړې ولسوالۍ پورې محدودیږي او زمان یې هم د ولایتې او ولسوالي شوراګانو د تقنیني دورې د کلونو پر بنسټ ټاکل کیږي. په دې برنامو کې د ولایت او ولسوالیو په سطحه د ګوندي مرام د موادو دقیق او ګام پرګام پلی کیدل د ولایتي شورا او ولسوالي شوراګانو د ټاکلې انتخاباتی دورې له پاره خلکو ته وړاندې کیږی. د ولایت انتخاباتی برنامه معمولا د ولایتی ګوندي کنفرانس او د ولسوالۍ انتخاباتي برنامه د ولسوالۍ د ګوندي کنفرانس لخوا تصویبیږي.
دا څرګنده خبره ده چې ولایتي انتخاباتي برنامه د محتوی له لحاظه د ملي انتخاباتي برنامې یوه برخه او د ولسوالیو انتخاباتي برنامې د اړوندو ولایتونو د انتخاباتی برنامو جز وی، خو په ولایتی انتخاباتي برنامه کې د نوموړي ولایت په اړه د ملي انتخاباتي برنامي محتویات په کافي او لازمی اندازه توضیح او تشریح کیږي او د ولسوالۍ په انتخاباتی برنامه کې هم د اړوند ولایت په انتخاباتي برنامه کې د نوموړې ولسوالۍ په باره کې د ځاي پرځای شوو اهدافو پوره او مشرح وضاحت کیږی.
که ګوند په ملي او ګوندي سازمانونه په ولایتی او د ولسوالۍ په سطحه انتخاباتی برنامې ولري، د ولسمشرۍ د کاندید، د پارلمان د کاندیدانو او د ولایتی او ولسوالی شوراګانو له کاندیدانو سره په انتخاباتي کمپاین کې ډیره مرسته کوي. د ګوندیتوب ځوښا او شیره همداده چې ګوندیان د فعالیت په اړوندو سیمو او ساحو کې د ستونځو په پېژندلو، ښکارولو، تحلیل او حلولو کې له جمعی عقل څخه کار او ګټه اخلي او ګوندي رهبري باید د ګوند غړو ته دا شرایط چمتو کړي. که ګوند په دولتي واک کې نه وي، انتخاباتي برنامې ګوندیانو او خلکوته په ډاګه کوی چې د دولت له کومو کړو باید ننګه وشي او له کومو نورو سره یې باید مخالفت او مبارزه وشی. په حقیقت کې انتخاباتي برنامی او نور فرعی ګوندي پروګرامونه د دولت په وړاندې د بدیل (الترناتیفی) سیاست طرحې او مواد جوړوي.  
3. د عمل برنامه Aktionsprogramm: د عمل برنامه د ګوندي پروګرامونو یو ډول دی چې په ګوندي ستراتیژیک مرام کې د تعیین شوو اهدافو په لور ځانګړي فعالیتونه او خاص عملی ګامونه په غیږ کې نیسي. یا په بل عبارت سره: مرامي مشخصو، محدودو، ممکنو او پر عینی ضرورت ولاړو اهدافو ته د رسیدو له پاره په ټاکلي وخت کې مفصل او تشریحی پلان ته د عمل برنامه وايي.
د عمل په برنامه کې هم د انتخاباتي برنامې په شان ذکر شوي اهداف د ګوندی ستراتیژیک مرام په نسبت مفصل او اړونده موضوع په لازم تفصیل او تشریح سره لیکل کیږي. د عمل برنامه  د ګوندي سیاسی فعالیت له پاره د منځنۍ مودې (منځ مهاله) پلان دي.
د عمل برنامه هغه وخت هم د پام وړ ګرځي چې دوه یا څو ګوندونه سره ائتلاف او یا وحدت وکړي. که چیرې د وحدت پلویان د ستراتیژیک مرام د تصویب په اړه واک مشترکې کنګرې ته ورکړی، نو تر کنګرې پورې د عمل په برنامه کې د ځای پر ځای شوو هدفونو د پلي کولو له پاره یوځای فعالیت او کار کوي. که چیرې څو ګوندونو یو له بله سره ائتلاف کړی وي، فدراسیون یې رامنځته کړي وي او هر یو خپل مستقل سازمانی تشکیل، نوم او اساسنامه ساتي؛ خو د مشترکو فعالیتونو له پاره د عمل برنامه جوړوي چې ورپکې د هر ګوند د مرام څخه ځینې مواد پکښې ځای شوی وی. یا په بله جمله، د عمل په برنامه کې د ټولو ائتلافی ګوندونو د مرامونو مشترک ټکي ځای پر ځای کیږي. د ائتلافی ګوندونو د عمل برنامه کیدای شی د لږ او یا ډیر وخت د پاره وی.
دلته ارزي چې ذکر کړو چې ګوندونه کولای شی په ملي کچه او یا په ولایتي او ولسوالي کچه یو له بله سره ګډې موخې ولری او د هغو د عملي کولو له پاره د سیاست او دولتي واک په همدې سطحو کې ائتلافونه جوړ کړي. داسې هم کیدای شی چې په خاصو حالاتو کې د دوو ګوندونو ترمنځ په ملی کچه رقابت موجود او سیالي دوام ولري، خو په کوم ولایت یا ولسوالی کې د هغو د سازمانونو ترمنځ د مشترکو هدفونو د پلي کولو له پاره ائتلافونه را منځته شي؛ یا برعکس.
4. دمعینو مسئلو په اړه د ګوند د موضع څرګندول Positionspapieren: داسې هم پیښیږي چې ګوندونه د یوې یا څو مهمو مسئلو په اړه خپل نظر د یوې اعلامیې یا اطلاعیې په واسطه اعلان کړي. د ګوندي موضع د اعلان په پروګرام کې کیدای شی چې ګوند مثلا خپل مکمل اقتصادی پروګرام او یا تنها د مالیې د جګولو په اړه خپله موضع خلکو ته څرګنده کړي. همدا اوس چې دولت د هېواد د اقتصادي رکود په حالت کې په وړو او متوسطو شرکتونو او هغو کالیو مالېې جګوی چې د ټولنې عام وګړي ترې هره ورځ ګټه اخلي، کیدای شي چې ګوندونه یې په اړه خپلې موضع ګانې څرګندې کړي. همدا ډول ګوندونه کولای شی د سولې او جنګ په اړه، د دولتي ځمکو د غصب اوغاصبینو په اړه او یا ددې دریو واړو موضوعګانو په اړه خپله موضع څرګنده او له خلکو سره شریکه کړي.
د ګوندي موقف او موضع د اعلانولو له پاره په پرمختللو هیوادونو کې د لیکلو ځانګړی شکل منل شوی او رامنځته شوی دي.
 
5. تکتیکی پلانونه: د انتخاباتي او عملیاتي برنامو د ښه پلي کولو له پاره تاکتیکي پلانونو او روځنیو شعارونو ته هم اړتیاشته چې ګوندي رهبران یې باید تل او په جدي ډول په نظر کې ولرۍ. تکتیکي پلانونه د ټول ګوندي سازمان په فعالیت پورې تړلي، خو په عملي ډګر کې زیاتره د ګوندي لومړیو سازمانی کړیو او ګوندي غړو او مینه والو په کار او فعالیت کې ځان ښکاروي. تکتیکي پلان د ستراتیژیکو موخو د پلي کولو له پاره د گوندي مبارزې د مختلفو او ډیرو ممکنو لارو څخه په ټاکلو شرایطو کې د ښې، اقتصادي، بې جنجاله او لنډې لارې انتخابول دي. تکتیکي پلانونه د کمې مودې له پاره وي او کیدای شي چې زر زر بدل شي.    تکتیکی پلانونه ګوندي غړو ته ورښئی چې پخپلو ورځنیو فعالیتونو کې د مرامی موضوعاتو د تبلیغ او پلي کیدو په هکله څنګه چلند وکړي.
6. ورځني شعارونه: روځني شعارونه د ورځنیو مهمو مسئلو په اړه د ګوند د نظر مهم ټکي دی چې د ګوندي غړو د روځني فعالیت لوری معلوموی او د مبارزې د روحیې په غښتلتیا کې یې ښه رول لوبولی شي. ګوندي ورځني شعارونه د څو مجردو، عامو او انتزاعی جملو میخانیکی ټولګه نه وي، بلکې د ملت مخ ته پرتو ورځنیو غوره مسئلو په اړه د ګوندی مشخصو غوښتنو او موقف ښکارندوی وي. د ګوند روځني شعارونه او تکتیکي پلانونه یو له بله سره تړلي دي.
لکه څنګه چې د ګوند د بریا له پاره یوازې د ستراتیژیکو هدفونو ټاکل کافي نه دي، همدا ډول ګوند باید یوازې دروځنیو شعارونو په تعيین کې هم هومره ډوب نه شي چې خپل ستراتیژیک (اوږد مهاله) او منځمهاله مرامي اهداف ځنې هیرشي. ورځني تکتیکونه او شعارونه (لنډ مهاله پلانونه) د ګوندي ستراتیژیکو اهدافو د ښه پلي کیدو له پاره دی او اړینه ده چې د مبارزې په هره مرحله، هر وخت او هر پوړ کې د ستراتیژیکو، عملي برنامو او روځنیو تکتیکي پلانونو او شعارونو تر منځ دیالکتیکی اړیکې او لازم تناسب په پام کې ونیول شي.
په آخر کې باید ووایم چې په کوم وخت او کومو حالاتو کې د ګوندي مرامونوله کومو ډولو کار واخیستل شی، د وخت او حالاتو په اړتیا او د ګوند او ګوندي رهبرۍ په وړتیا پورې اړه لري. ګوندي مرام، انتخاباتي برنامي، د عمل برنامې او د موضوعاتو په اړه د ګوندي موقف روښانتیا د محتوی، د لیکلې بڼې او  حجم په پرتله یو له بله سره فرق لری چې د هغوی حرفوی او علمی لیکل او د بیلوونکو علامو څیړل بیل بحث غواړي.
ددې ډول ډول برنامو او تکتیکی پلانونو او روځنیو شعارونو د جوړولو د موضوع د تعقیب او ترتیب له پاره په ګوند کې یوې دایمي فعالې څانګې ته اړتیا ده چې د ګوند د علمی او مسلکی سیاسی پخو کادرونو څخه جوړه وي او له ټولو ولایتې سازمانونو او مهمو دولتی واحدونو سره اړیکې ولري. په داسې لوی کار کې کیدای شي چې د ګوندي غړو د مسلکي ماهرانو تر څنګ د نورو هغو مسلکي ماهرانو له پوهې څخه هم کار واخیستل شي چې د ګوند غړیتوب نه لري، خو له ګوندیانو سره یوځای کارکولو ته چمتو وي.  
(پای)
 

 

- نورمحمد غفوري
بېرته شاته