(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فخر افغان او د پښتنو اقتصادي خپلواکي

[22.Oct.2015 - 07:33]

لیک:محمد داود نیازی  
باچا خان، فخرِ افغان، فخرِ ايشياء، فخر هند، سرحدي ګاندي، سرتور بابا، لوړ بابا او رئيس الاحرار" د صبر،زغم،حوصلې،خواخوږۍ،مهربانۍ خاوند او د نه تاوتریخوالي  د مبارزې سر لاری تر ډېره بریده سیاسي ،کلتوري، ټولنیز شخصیت بلل کېږي او ډېرې  لیکنې  يې په سیاسي ،کلتوري او ټولنيزو ژوند تر سره  کېږي .  د فخر افغان  دنه تاوتریخوالي مبارزه يوازې په پورتنیو برخو کې  نه وه، د پورتنيو برخو تر څنګه  باچا خان په اقتصادي برخه کې هم  د خپل قوم لپاره ډېره مبارزه  تر سره کړې ده. فخر افغان په يو داسې وخت کې نړۍ ته سترګې غړولې وې چې پښتانه له يوې خوا د نړۍ  د زبر ځواک له خوا د زور او جبر لاندې ول، له بلې خوا  دې  زبر ځواک ، د خپلو غلامانو په وسيله په پښتنو کې داسې دودونه  رایج کړي ول چې دوي يې د خپل ژوند د پرمختګ لپاره نه پرېښودل. صنعت ،سوداګري او  کاروبار به يې بد ګڼلو،  صنعت ګرو ته به يې ډېره ناوړه  نومونه کارول چا ته به يې جولا، چاته ټټار، څوک  ډم، او څوک پښ  و ان تر دې  چې چا به  سوداګري  تر سره کوله نو هغه به يې پښتون نه باله، ښاري ژوندې يې نه خوښوو، په  ودونو، خیراتونو، میلمستیاوو، او د ځوانې په نامه  به يې په  لکونو پیسې مصرفولې.
دا ټول هغه څه ول چې پښتانه يې  ورځ تر بلې د غربت کندې ته ټیل وهل  په ټولنه کې يې طبقاتي  نظام حاکم  کړی و . په پښتنې ټولنه د ملکانو، ملایانو، نوابانو او خانانو راج چلیدو عام خلک ډېره بې وسه ول او په غربت کې ژوند تر سره کاوو، ډېری پښتانه په دوديزه کرنه بوخت ول، د اړتیا وړ عاید يې نشو تر لاسه کول. با چا خان د پورتنيو دودونو په خلاف هم ډېره مبارزه  وکړه  د طبقاتي نظام خلاف  و، په ټولنه کې د نوموړي په وړاندې نواب، خان، بزګر، موچي او عام سړى یو ډول وو د باچاخان په نېږدې ملګرو کې دوه خانان او دوه بزګران ول. با چا خان د پښتنو د پرمختګ لپاره له دود، کلتور او مذهب څخه کار اخیستلو تر څو داقوم پرمختګ وکړي .باچا خان پښتنو ته  د اقتصادي کړنو( سوداکرۍ، صنعت، هټوالي، کسبونو)  د تر سره کولو  توصیه کوله. او  په خپله سیمه کې د ګوړې یو ستر مارکېټ  هم رامنځته کړو، باچا خان له هند څخه د سپڼهې ماشینونه  خپلو خلکو ته ور پيژندل او په خپله به يې هم په دغه مشين  کار کولو او خلکو ته یې د خپل لاس جوړ شویو بوټانو او خامتا ټوکر د کارولو ویل  او ده په خپله هم له خپل صنعت څخه استفاده کوله یانې د خامتا کالي يې  اغوستل او څادر به يې هم د دغه خامتا څخه  جوړ و، څپلۍ يا بوټان  يې د خپلې سيمې ول. د خامتا او نورو ټوکرانو جوړول په چارسدې، مردان، بنو، سوات او نورو پښتنو سیمو کې دود شول، چې تر دا ننه هم د دغه سیمو سیمه ییزې ټوټې (خامتا) او په لاس جوړې شوې جامې ډېرې مشهورې دي. د صنعت  په ودې سره د پښتنو د بېوزلۍ ستونزه تر ډېره بریده حل شوه. د دې تر څنګ با چا خان هغه بې ځایه لګښتونه چې پښتنو تر سره کولو ډېر مخالفت کا وو او تل به يې هڅه کوله تر څو پښتانه له دې بې ځایه لګښتونو څخه وژغوري د باچا په اړه  خان امیر محمد خان وايي:  با چا خان د مردان جلسې ته راتلو زه لاړم د ډوډۍ دعوت مې ورکړو نو هغه راته وویل چې موږ شپږ کسان یو د جوارو ډوډۍ او ټېپر به خورو خو ما د ډېرو مېلمنو انتظام کړی وو با چا خان چې دیګونه او پلونه ولیدل نو ډوډۍ يې ونه خوړه  هغه وویل چې پښتانه غریبان دي پیسې به پوروي خو سیالۍ به تر سره کوي  زموږ دا کار د يوې ورځې نه دی زه تاسو ته دبې ځایه لګښتونو  اجازه نه درکوم. د دې تر څنګ ښا غلی اورنګ زیب کاس وايي ما چې په لومړی ځل له باچا خان سره په چارسده کې ولیدل او د  دوي په کور کې مې ډوډۍ وخوړله  ما چې کله ډوډۍ وخوړله  او موړ شوم لږ څه راڅخه په کاسه کې پاتې شول نو ماته يې وویل بچیه وخوره ما ورته ویل چې بس دی بابا نو دې راته په ځواب کې وویل چې بچیه نه بیا دې چې کله ډوډۍ خوړله دومره  ځانته اچوه  څومره چې خوړلې شی.
له پورتینو څرګندونو څخه داسې بريښې چې با چا خان يوازې د پښتنو سیاسي خپلواکۍ ته کار نه دی کړی بلکې ورسره اقتصادي خپلواکۍ ته هم ډېر کار کړی. هغه د انګریزو پر دې  پلان چې پر پښتنو يې نوابان، ملکان، ملایان او خانان  واکمن کړي  ډېره ښه پوهيدو ځکه د پورتیني پلان پر اساس په ټولنه کې طبقات رامنځته کېدل تر څو پښتانه يو د بل په وړاندې په دښمنې کې وساتي او خپل پلانونه پرې په اسانۍ سره عملي کړي. د دې تر څنګه د یو شمېر  غلامانو په وسیله د کسبګرو بد ګڼل تر څو پښتانه په اقتصادي لحاظ پرمختګ ونکړي خو دې ټولو توطیو ته باچا خان ډېر متوجې و هغه پوهيده چې اقتصادی خپلواکي په صنعتي پرمختګ، سوداګری پراختیا، او د کاروبار په پراختیا سره تر لاسه کېږي. نو ځکه باچا خان په دې اړه ډېرې هڅې تر سر ه کړې تر څو پښتانه د سیاسي خپلواکۍ تر څنګه اقتصادي خپلواکۍ هم تر لاسه کړي .
محمد داود نیازی
هندوستان، حیدراباد ،ترناکه

- محمد داود نیازی
بېرته شاته