(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

استاد یارمحمد علیزی

[21.Oct.2015 - 17:45]

د افغانستان دموسیقۍ نامتو او وتلي هنرمند(فنکار)ښاغلی استاد یارمحمد علیزی

لیک: ظهور احمد ظهور
دپښتو ژبې دنامتو هنرمندانو(فنکارانو) دپیژندنې په لړکې داځل تاسو ته ښاغلی استاد یار محمد علیزی درپیژنم.استاد یار محمد علیزی دعلی محمد زوی دی چې د۱۹۵۷ زیږدیزکال دفبرورۍ دمیاشتې په ۲۳ نیټه دافغانستان په پلازمیینه (پایتخت) کابل کې زیږیدلی دی. لو مړنۍ زده کړې یې په کابل کې دمسعود سعد په لومړنی ښوونځي( پرائیمري سکول) او بیا دنادریې په لیسه (های سکول) کې سرته رسولي دي. استاد یارمحمد علیزی خپلې لوړې زده کړې دکابل پو هنتون دادبیاتو په پو هنځی کې پای ته رسولي دي .وروسته د۱۹۷۸ زیږدیږ کال په وروستیوکې یې د ننګرهار ولایت دښوونکو دروزنې په عالی مو سسې (دننګرهار په ټیچرټرینیګ کالج)کې یې داستاد په توګه دنده ترلاسه کړې ده او تر دوو کالو استادۍ وروسته په ۱۳۶۰لیږدیزکال دکورنیو چارو وزارت دپولیسو په اکیډ یمۍ کې دمیوزیک دآمر په توګه وټاکل شواو دافغانستان دراډیو – تلویزیون سره یې خپل هنري کارونه دسندرغاړې په توګه پیل کړل اودسندرو ویلو ترڅنګ يې دموسیقۍ دآلاتو سره دباجې (هارمونیم) سره ډیره مینه درلودله.کله چې په افغانستان کې کورنۍ وضعه خرابه شوه نو استاد علیزی څه موده دپښتونخوا مرکز پیښور ته او وروسته بیا ماسکو ته لاړ.

استاد علیزی اوس دهالینډ په هیواد کې اوسیږی او دخپلو هنري فعالیتونو تر څنګ دڅلورو ژبو (پښتو،دري،هالینډی او انګریزي) دژباړونکی(ترجمان) په توګه په رسمي ډول دنده سرته رسوي.

استاد علیزی په پښتو او دري ژبو ډیرې سندرې ویلي دي چې شمیر يې سلګونو ته رسیږي،خوزیاتره سندرې یې په پښتو دي چې ددغو سندرو،آډیو کسیټونه ،ویډیو کسیټونه ، ویډیوګانې او ،سی ډی ګانې بازارونو ته راوتلي دي. استاد علیزي دموسیقۍ په برخه کې دخپل هندي استاد ډاکټروسنت راو دیش پانډې نه زده کړې تر لاسه کړي دي.استاد ځینی هندي راګونه هم ویلي دي چې یو یې پکې درباري راګ دی.

استادعلیزی په ډیرو هیوادونو کې هنری کنسرتونه هم ورکړي دي چې په هغو هیوادونو کې چې ده کنسرتونه ورکړي دي کولای شودلاندنیو هیوادونو نو مونه واخلو:افغانستان،پاکستان،روسیه ،بیلا روس،اوکراین ، دچک جمهوریت، هنګري ،سویزرلینډ،اتریش،هالینډ، جرمني ،بلجیم،فرانس ،ډنمارک،سویډن،ناروي ،دانګلستان دلندن،برمنګهم اومانچستر په ښارونو ، دکاناډا دټورینټو په ښارکې اود امر یکې دمتحده ایالتونو دویرجینیا ،واشنګټن ،فلوریډا ،تینیسی اوناشویلی کې.

استاددموسیقۍ په برخه کې یو شمیر هیوادونو کې ځینې شاګردان هم روزلي دي چې دځینو شاګردانو نو مونه یې دادي:

• ایکاترینا دعراق دهیواد چې اوس په ماسکو کې استو ګنه لري او داستاد سره يې په ګډه ترسره کړي دي چې دوه ویډيو کسیټونه یې هم خپاره شوي دي.

• هندی هنرمنده شرون اوسر چې په سویډن کې استوګنه لري او داستاد سره یې هم ځینې پښتو سندرې په ګډه ویلي دي .

• یوه روسي شاګرده په هالینډ کې.

• یوه آذربایجاني شاګرده په هالینډ کې.

چې دنوموړو شاګردانو نه یې عراقي اوآذربایجاني ته دکلاسیکې نڅا لارې چارې هم ښودلي دی.

همداراز استاد علیزی د هما افغان،ګلالۍ ،خماري،ایکاترینا او هما مینې سره هم ګډې سندرې ویلي دي. استاد دخماری سره یو ګډ آیډیو کسیټ هم لری چې ۲۲ کاله وړاندې په پیښور کې ثبت شوی دی.همدارازیوبل آډیو کسیټ یې ۲۲ کلونه وړاندې په یوازینۍ توګه په پیښور کې ثبت شوی دی.

استاد علیزي دهالینډ به هیواد کې همدا اوس دځینوبهرنیو شاګردانو په روزنه بوخت دی چې یو یې نارینه او دوه یې ښځینه شګردانې دی.باید ووایو چې استاد واده کړی دی او ۳ ماشومان لري چې دده سره د ها لینډ په هیواد کې یوځای ژوند 
کوي.باید زیاته کړم چې د استاد علیزي سندرې په افغانستان پښتونخوااوپه اروپا کې دمیشته افغانانو کې مشهورې دي.

زما يو دوه شعرونه استاد يار محمد عليزي صيب ته پيرزؤ کؤم .. پۀ درناوي
چي درکړي درته خـــــدئي سيرت صورت دے
ځکه خلۀ کښي دي د شاتو شان خوږلت دے
خدايه عمر ورته نوح غـــــــــوندي عطا کـــــــړه
يار محـــــــــــمد پښتو له کړے ډير خدمت دے
ظهور

- ظهور
بېرته شاته