(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پنځم ستون

[07.Oct.2015 - 17:33]

لیک:څېړندوی عبدالغفور لېوال

په دې ورځو کې چې د هېواد یو شمېر سیمې د جګړو او خونړیو پېښو له نویو څپو سره لاس وګرېوان دي، د “پنځم ستون (ستون پنجم) ” خبره ډېره کېږي.

 دا پنځم ستون څه دی چې دومره لوی جنجال یې جوړ کړی دی؟ څنګه عمل کوي او څه غواړي؟ ډېرې پوښتنې یې په خلکو کې راپیدا کړې دي.

 موږ په دې لیکنه کې یوازې د همدې “پنځم ستون” د پېژندلو هڅه کوو او پر وروستیو پېښو ډېر کار و غرض نه لرو.

په عامه باور کې هره سطح (چت) پر څلورو ستنو ولاړ دی، که په منځ کې کومه اضافي ستنه راپیدا شي او له اړتیا بهر او مزاحمه وي، نو دې ته پنځمه ستن وایه شي.

د همدې تعبیر مجازي مفهوم په سیاسي ـ سټراټېژیکو ادبیاتو کې هغه پټ او اغېزمن ځواک ته کارول کېږي چې د یوه سیاسي سیسټم له دننه څخه د دښمن په ګټه عمل کوي، په ښکاره د سیسټم یوه برخه وي، خو په عمل کې د سیسټم د نړېدلو هڅه کوي.

په افغانستان کې ستونزه دلته ده چې هماغه لوري یا شخصیتونه چې دا مجازي مفهوم ډېر کاروي، پرته له دې چې پرې وپوهېږي، په خپله په همدې بلا، مانا “ستون پنجم” بدلېږي.

حکومتونه تل نیمګړتیاوې لري، د همدې لپاره سیاسي اپوزیشنونه د هغوی د اصلاح لپاره هڅه کوي، دا هڅه کله کله دومره جدي او ځواکمنه وي چې حکومت په قانوني توګه پای ته رسوي او اپوزیشن د خپلو ښه ترا طرحو او بهتره سیاستونو د عملي کولو په پار واک ته رسېږي.

دا لېږد هم ډېموکراټیک او سوله‌ییز وي، خو هر کله چې د سیاسي ادبیاتو له تعریف سره سم اپوزیشن نه وي او ډلې ډلګۍ د خپلو نامشروعو ګټو ترلاسه کولو لپاره د نظام د اصلاح نه، بلکې د راپرځولو هڅه کوي او د دې هڅو پایله هم د یوه پردي دښمن د وړاندې راتللو او پیاوړتیا لامل ګرځي، دا په حقیقت کې اپوزیشن یا سیاسي مخالف نه، بلکې هماغه “ستون پنجم” دی چې اوبه د دښمن پر ژرنده ورسموي او په پایله کې هم ځان تباه کوي، هم نظام.

هېواد له یوه ګواښمن ګاونډي دښمن سره لاس و ګرېوان دی، دښمن ګاونډی د ایډیولوژیکې وسلې په زور افغانان د افغانانو پر وړاندې جنګوي، حکومت چې نیمګړتیاوې به خامخا لري، خو لا هم یو نظام دی او د سیاسي ځواک تشه یې ډکه کړې ده، که د همدې نظام د معقولې اصلاح پر ځای د هغه د تخریب دسیسه وشي او د تخریب انګېزه یې هم د انحصارګرو ډلو ځواکمنتیا، ونډ اخیستل، جزیه غوښتل او په امتیاز کې د غلا غدۍ لپاره خپل خلک ورننه ایستل وي، نو همدغه ډلګۍ یا شخصیتونه په خپله “ستون پنجم” دي.

د “پنځم ستون (ستون پنجم)” بېلګه:

 په یوه ولایت کې ولایتي اداره هڅه کوي چې ځان ورو ورو ټینګ کړي، خو له پخوا څخه دلته خپل سري وسله وال شته، غلا غدۍ، ظلم تېري، زور زیاتي کوي، د خلکو ناموس ته ګواښ پېښوي، په ودونو کې د پیمخیو هلکانو د ګډولو پر سر شخړه کوي او دېرش څلوېښت کسان وژني، قومي شخړو ته لمن وهي، بچه‌بازي او قمار یې کار دی، که ولایتي اداره یا مرکز یې د انحلال هڅه وکړي، نو په حکومت کې موجود پلویان یې د انحلال مخه نیسي، بلکې لا ځان د سیمي امنیتي ځواک هم ګڼي، په ظاهره د امنیتي ځواک برخه ده، خو خلک یې له ظلم او زیاتي څخه دومره په تنګ دي چې د دوی له لاسه ولایتي اداره سقوط کوي، نو په حقیقت کې همدغه خپلسري وسله وال “ستون پنجم” دی.

اوسني حالات او “ستون پنجم

 د “ستون پنجم” شوقیان اوس هم شته، هر هغه سیاسي ځواک چې په تاوتریخوالي باور لري، د نظام اصلاح نه، بلکې د پردیو په ګټه راپرځول غواړي، په خپله هيڅ راز سیاسي اقتصادي اجنډا نه لري، ټوله هڅه یې د حکومت یرغمل کول، نامشروع ګټه، دخپلو ټوپکوالو مقرري، په ولایتونو کې د ناقانونه وسله والو ساتل، خپلسري وسله تونونه ساتل، د ځمکو غصب، سړي تښتونه او نور وي، په ډاډمنه توګه د خپلو جرایمو د ترسره کولو لپاره سیاسي ـ دولتي واک وځواک غواړي، همدغه ښاغلي دي  پنځم ستون

 له “ستون پنجم” څخه د خلاصون لار؛

حکومت ډېرې ستونزې لري، خو راپرځېدل یې هېواد تباهي ته بیايي. حکومت باید اصلاح شي. حتی په ډېموکراټیکه شېوه نوی شي، خو پردیو دښمنو ته راڅملول یې ملي خیانت دی. هره هغه مبارزه چې د حکومت د اصلاح لپاره، له هر ډول تشدد پرته په مدني، سیاسي ـ منطقي او علمي بڼه پر مخ ولاړه شي، دا معقول سیاسي مخالفت دی.

خو که د نامشروع ګټې، بې‌ځایه واک‌غوښتنې، د ملېشو او نامسووله وسله والو چاغولو ته چا هڅه کوله او له دې لارې یې نظام کمزوری کاوه چې بیا د ګاونډیو او نړیوالو دښمنانو په وسیله یې راپرځولو ته لاره هواره شي، په حقیت کې همدغه بلا “ستون پنجم” ده.

د خلکو شعور پر همدې توپیر روښانول او حقیقت ته یې پام اړول له “ستون پنجم” څخه د خلاصون لومړی ګام دی.

ولس باید خبر کړای شي؛ هر هغه سیاسي ـ پوځي جوړښت چې غواړي افغانستان په قومي کرښو ووېشي، د قوم، مذهب، سیمې، ژبې او تنظیم په ټیکه دارۍ یې سره بېل کړي او له دې نارو سورو څخه یوازې د ځان په ګټه کار واخلي، په دوی پسې تلل او ملاتړ نه دی په کار. که قومي ټېکه داران مو لکه شیطانان په تیږو وویشتل، نو “ستون پنجم” به مو له بنسټه رانړولی وي.

لواړ سیاسي اصطلاحات تر کارولو مخکې باید وپېژندل شي، هسې نه چې په ځان پورې مو خندلي وي.

 یوه لاره خو دا هم ده

- څېړندوی عبدالغفور لېوال
بېرته شاته