(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځانګړې مرکه – طنز

[30.Sep.2015 - 16:48]

محمد نعمان دوست

خبریال: وکیل صېب، له هر څه وړاندې مننه کوم چې زما بلنه دې ومنله او مرکې ته حاضر شوې.

مننه پرېږده، یو کار به مې کوې!

کوم کار؟

یو نفر به مې ګمرک کې مقرر کړې!

زه او ګمرک کې مقررول؟ خبریال څوک مقررولای شي؟

هاهاها، ډېر وبخښه خبریال صېب، ما وېل که وزیر سره ناست یم.

د خپل کمپاین شعارونه در یاد دي؟

هاها، تا نه دي اورېدلي چې درواغجن حافظه نه لري؟

نو ستاسې شعارونه دروغ ول؟ دروغ ګناه نه ده؟

ګر ضرورت بود، روا باشد.

تاسې پسې یوه ډله شخصي ساتونکي ګرځي، کتار موټر درپسې روان وي، مېلمستونونو کې مو ګڼه ګوڼه وي، ستاسې معاش دومره لګښتونو ته کفایت کوي؟

نو دلته چا یوازې په معاش ګوزاره کړې؟ دا قاضیان، څارنوالان، جنرالان او… چې قصرونه جوړوي، دا په معاش جوړېږي؟

نو ستاسې د درامد بله ذریعه؟

دلته ذریعې ډېرې دي، یوازې مبتکر مغز غواړي او زموږ مغزونه په دې برخه کې فوق العاده کار کوي. د همدې لپاره خو خپل مغز په نورو مسایلو نه مصرفوو.

ګوره، دا د طبیعت قانون دی چې یو له بله تغذیه کېږي. لکه: غرڅه واښه خوري، پړانګ او زمریان غرڅه خوري او… وزیران د ملت وینه زبېښي او موږ د وزیرانو، دا زموږ برکت دی کنه ځینې وزیران به له ډېرې وینې زبېښلو چاودلي وای.

موږ مقرریانې هم کوو، ټوله ورځ په وزارتونو ګرځو. دا نه وینې چې د پارلمان له نیمايي زیاتې څوکۍ تل خالي وي؟ نو پر موږ څه جبر دی چې په دې مصروف وخت کې مفتو کې څوک مقرر کړو؟

تاسې د وزیرانو خبره وکړه. څو ځلې داسې شوي چې وزیر مو په بې کفایتۍ تورن کړی، هغه مو لېرې کړی، خو بیا مو هماغه جناب، په ډېرو رایو بېرته وزیر کړی، وزیر څنګه دومره ژر کفایت پیدا کړی؟ څنګه یې یو ناڅاپه مغز کې تغیر راغلی؟

هاها، زموږ یې له مغز سره کار نه شته، موږ خو یې جېب ته ګورو. دلته چې څوک ښه مغز لري، څه یې کړي؟

رښتیا، څه ضرور ده چې په دې غریب وطن کې له وسله‌والو ډک موټرونه درپسې تعقیبي روان وي؟

ګوره، دا داسې بد بخت ولس دی چې یوازې زورورو ته درناوی لري. هغوی ته درناوی لري چې ډېر یې وژلي او یا یې وژلای شي. معلم بې‌چاره چې یوازې ګرځي چا یې احترام کړی؟ په مرګ ناروغ وي، خو څوک یې پوښتنې ته نه ځي او زموږ حجرو کې د خلکو ځای نه وي.

 قومي مشران دلته ناست وي، ملکان دلته ناست وي، ملایان دلته ناست وي، هاها او کله کله خو تاسې ژورنالیسټان هم را خوشې یئ.

تاسې پر امریکا مرګ وایئ، د جهاد او مقاومت خبرې هم کوئ، خو بیا معاشونه د همدوی اخلئ؟

نو د بیان ازادي خو یوازې ستاسې خبریالانو حق نه دی، موږ هم ترې استفاده کوو. او بل دا چې موږ پښتو او دري شعارونه ورکوو، هغه کفار په دې ژبو نه پوهېږي.

زما ساده باده خبریاله! ټولې معاملې همداسې روانې دي. هغوی چې د ازادۍ شعارونه ورکوي تر ټولو زیات غلامان دي.

په نورو څه سخته ده چې د خدای د رضا لپاره چاته وسلې او مهمات ورکړي؟ خصوصا هغه ملکونه چې خپلو خلکو ته ډوډۍ نه شي ورکولای.

 ایا ثواب د وژلو او ورانولو د وسیلو په وېش کې دی؟ دا لړۍ له پخوا روانه ده او همداسې به جاري وي.

وګورئ جهادي تنظیمي مشرانو به امریکايي اور کوټ پر تن وو، ډالر به یې جېب کې وو، تنظیم به یې د امریکا په مرستو چلېده، خو شعارونه به یې د امریکا پر ضد وو.

دې معامله کې خلقیان او پرچمیان ښه وو، حرام نمکي یې نه کوله، په ښکاره به یې غونډو کې ویل: اتکاء ما به جماهیر بزرګ شوروی است! او چا خو به پر لینن درود وایه.

اوازې دي چې د پارلمان ځینې غړي ایران او پاکستان ته کار کوي؟

کاش یوازې اوازه وای. زموږ د وطن مور ډېره بد نصیبه ده.

تاسې ژورنالیسټان هم نورو ته کار کوئ. قومي او ژبني تعصبونو ته لمن وهل، د نورو فرهنګ او اصطلاحات دودول او… ایا دا د وطن په ګټه دي؟

 همدا اوس په ښکاره راډیوګانې او ټلوېزیونونه دا کار نه کوي؟ خپه کېږه مه، تاسې تر موږ هم ډېر سپین سترګي یئ. موږ که کوم خیانت کوو پټ یې کوو، خو تاسې یې برالا کوئ. اما تاسې ژورنالیسټان خپل ځانونه نه وینئ، یوازې موږ پسې مو راخیستې.

ښه، تر ټولو بدبخت خلک څوک دي؟

پښتانه

ولې؟

خپل خلک یې هم وژني او نور خلک یې هم وژني. راځه حساب وکړو، څومره پښتانه چې د پښتنو له لاسه وژل شوي او وژل کېږي، دومره کوم بل قوم وژلي؟

که د سیاست ډګر ته راشو هلته هم د دوی نصیب خوار دی. په رایو یې یو څوک ولسمشر شي، هغه مرستیالان وټاکي او بیا دا مرستیالان خپلې سیمې او ژبې لپاره کار کوي. دوی ته ګوري هم نه. نو دا بدبختي نه ده څه ده؟

ښه اوس به راشو ستاسې ذوقي مسایلو ته. په خوراکونو کې دې څه خوښېږي؟

د وزیرانو مېلمستیا او هغه هم، هغه وخت چې وزیر د اعتماد رایې لپاره راځي. هغه ډوډۍ ډېره خوندوره وي، هلته پاکټونه هم وېشل کېږي.

د څه شي پاکټونه؟

دا محرم دي.

کوم رنګ خوښوې؟

سور

ولې؟ کمونیسټ پلوه یې؟

استغفر الله. نه، ما جهاد او مقاومت کړی.

نو، سور رنګ؟

هو، دا رنګ د جګړې دی، د وینو تویولو دی او تر څو چې جګړه روانه وي، قانون ګونګی وي. ډېره ګټه تر لاسه کېږي.

تر ټولو جالبه خاطره دې؟

کله چې د انتخاباتو پایلې اعلان شوې، دا راته ډېره جالبه وه چې په ۲۱مه پېړۍ کې د یوه قانون جوړوونکي ارګان د غړي په توګه را باندې خلکو اعتماد وکړ.

وخت مو پوره دی او نور خلک ویښ شوي دي. بیا به درباندې څوک باور و نه کړي، دا به درته ستونزمنه نه شي؟

نه، خلک نه دي ویښ شوي، دا یوه خوشباوري ده. ته وګوره، همدا اوس د هر ظالم او خاین تر شا حتی تحصیل یافته قشر هم ولاړ دی. خپل ذهن د هغوی د جنایتونو په توجیه کولو لګوي.

میډیا یې خدمت کې ده. دا خلک نه ویښېږي. بله دا چې موږ خپل اولادونه په نوي ورژن کې را وړاندې کوو، نو چېرته چې زموږ زوی یا ورور ولاړ وي، څوک به یې ترې وګټي؟ دومره زور او زر بل څوک لري؟ د ولایتي شورا ټاکنې دې هېرې شوې؟

مننه کوم.

ګوره، زه بازاري عادت نه لرم، د زړه خبرې مې درته وکړې، خو پام چې نور څوک ترې خبر نه شي. نشر یې نه کړې!

اندېښنه مکوه، هماغه ستا خبره ده، خلک لا نه دي ویښ شوي. که نشر هم شي، درته ضرر نه کوي.

امممم، دا خو ده. بس ورځه پرې نر غوندې یې نشر کړه. موږ جهاد او مقاومت کړی، دومره بزدله نه یوو چې له ویدو خلکو وډار شوو

- محمد نعمان دوست
بېرته شاته