(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون وطن مارغان هم په ختمېدو دي

[30.Sep.2015 - 16:47]

خدای نور ناصر 

په بېلا بېلو پښتون مېشتو سیمو کې د نایابه او قیمتي مارغانو شکار لا هم دوام لري. دا شکار نه یواځې د بهرنيو خلکو له خوا کېږي، بلکې خپله ددې وطن وګړي هم له کلونو راهیسې ددې مارغانو شکار کوي، او تر نیولو وروسته يې بیا د نورې نړۍ په شتمنو پلوري. زموږ همکار خدای نور ناصر د بلوچستان په یوه پښتون مېشته  سیمه کې له يوه شکاري سره خبري کړې دي.

د غرمې وخت دی، او عالم خان له خپلو ملګرو سره د غره په لمن کې شکار کوي. له عالم خان سره درې مارغان، دوه موږکان، دوې کوترې، يو موټرساييکل، دوربین او په پتکي کې د څښاک اوبه دي. کوم مارغان چې ورسره دي، او دوي پرې د نورو قيمتي مارغانو شکار کوي، د هغوي سترګي يې ورګنډلې او مشوکې ورتړل شوې دي. دا شکاريان ټوله ورځ په دوربین کې اسمان ته ګوري، او کله چې په هوا کې کوم مارغه وويني، نو خپل هغه مارغان چې سترګې يې ورګنډلې دي، همدلته ورته والوزوي.

؛ دغه سترګي چې مو ورګنډلې دي، دا ددې لپاره چې دوي بد نه کوي او له موږ څخه لرې نه ځي. دا سترګې يې موږ خپله ورګنډو په ستن او سپڼسي باندې. او کله چې اصلي مارغه راشي نو موږ دوي دلته ورته والوزوو، او هغه باندې نیسو؛.

د شکاري عالم خان په خبره له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې همدا د قیمتي مارغانو شکار کوي او تر پخوا ددې قيمتي مارغانو په شمېر کې بېخي زیات کموالی راغلی. عالم خان په سهېلي پښتونخوا کې د قيمتي مارغانو نومونه اخلي.

؛ دلته قيمتي مارغان بارۍ او چرخونه دي، چې د بارۍ قیمت له اته تر لس لکه پاکستانيو پورې دی او د چرخ له شل لکه نیولې بیاتر پنځوس لکه قیمت لري. مخکې دلته دا مارغان بېخي زیات وو خو اوس بېخي زیات کم شوي دي؛.

شکاري عالم خان زیاتوي، دوي له مځکې په اسمان کې الوتی مارغه پېژني، چې دا کوم مارغه او د نیولو طریقه يې څه ده. او بیا په هم هغې طریقې ددې مارغه د نیولو هڅه کوي.

که څه هم په بلوچستان کې د حکومت له خوا د مارغانو په شکار بندیز دی او حکومتي چارواکي هڅه کوي، چې له بهر څخه راغلي څوک دې شکار ته پرې نږدي، خو خپله ددې صوبې په شاوخوا ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د همدې سیمې د وګړيو له خوا ددې قيمتي مارغانو شکار لا هم د پخوا په څېر دوام لري.

بلخوا د ګوادر (ګودر) بندر په هکله  شاهین بونیری وائې چې : لیکوال ستار علوي په ایکسپریس ټریبون ورځپانه کې په یوه مقاله کې لیکلي دي چې باید موږ ټول دا رشتیا ومنو چې د هند په سمندر کې ګوادر د چین لپاره یوازینۍ لار نه ده.

ستار علوي لیکي ، په پاکستان کې په حکومتي کچه دا خبره کیږي چې د چین او پاکستان تر مینځ د اقتصادي راهدارۍ او ګوادر بندرګاه د جوړیده به پاکستان له دولت او خوشالي راوړي او د ملک سیمه ییز اهمیت به ومنل شي.

د لیکوال په خبره د دې امکانات ځکه ډیر نشته چې دا پروژه کلکه اراده غواړي چې په پاکستان کې د حکومتونو سره نشته.

لیکوال وړاندې لیکي ـــ دا د ګوادر خبره موږ له تیرو ډیرو کالونو نه کوو خو تراوسه په کې لا بریالي شوي نه یو. په تیرو وختونو کې موږ کتلې دي چې کله حکومتونه یو کار سر ته نه شي رسولې نو په نیمه کې يي پریږدي.

په کال ۲۰۰۶ م کې چین د پاکستان په خواست د ګوادر د لومړۍ برخې لپاره یو سل اته نوي میلیونه ډالره ورکړل خو تر هغه وروسته پر دې پروژه نور کار ونه شو. دا پروژه درې برخې لري.

دویمه دا چې پاکستان ته د کاشغر ګوادر د اقتصادي راهدارۍ په وسیله د سړکونو، پآیپ لاین او ریلوې د جوړولو وړاندیز کړیدې.

منصوبه داده چې له مینځني ختیځه به تیل راځي ، په ګوادر کې به رفاینرو کې خوندي کیږي او بیا به د سړکونو د جال په وسیله چین ته وړل کیږي خو ددغه سړکونو او ریلوې د جوړولو لپاره به د چین له خوا سرمایه کارۍ ته اړتیا وي. او که چرې په پاکستان کې د امنیت وضع داسې خرابه وي نو چین به دې ته زړه ښه نه کړي.

دریمه دا چې په بلوچستان کې یاغیتوب دوام لري او بلوچ قبایلي مشران په بلوچستان کې په لویه کچه د بهر ملکي سرمایه کارۍ مخالفت کوي. هغوي د خپلواکۍ غوښتنه کوي. چین ته ځاي خلک د یو استحصال کوونکي هیواد په سترګه ګوري.

ستارعلوي لیکي ـــ د هند په سمندرګي کې ګوادر د چین لپاره یواځینې لار نه ده. بیجینګ له وړاندې په سري لینکا کې د همبانتوته بندرګاه او په بنګله دیش کې د چټاګانګ په بندرګاه کار کړیدی. په میانمار کې چین د کیاکپویو او سیتوي بندرګاه ته د رسیدو لپاره ډیمونه جوړوي او سړکونه او پایپ لاینونه غزوي

مشال راډیو

 

- خدای نور ناصر
بېرته شاته