(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپروفیسر نیاز په مړینه دغمرازۍ پیغام

[18.Sep.2015 - 20:33]

دپروفیسر جهانزیب نیاز په مړینه دPSDP غمرازۍ پیغام

د باچا خان بابا دعدم تشدد  خدایي خدمتګارو دغورځنګ فعال غړی، د پښتو ژبې نامتولیکوال، شاعر، ادیب، سیاستوال ،دغني خان د ادبي او تحقیقي جرګې بنسټ ایښودونکی ، د پښتو عالمي کانګرس مشر ،ددستار پښتو مجلې چیف ایډیټر، دپيښور پوهنتون د پښتو ډیپارټمنټ پخوانی چئیرمین   دخان عبدالغفار خان ( فخر افغان / باچا خان بابا) خوریی او د اسفندیار ولي خان سکه ماما پروفیسر جهانزیب نیاز د روان  ۲۰۱۵ ع کال د سپټمبر د میاشتې په اتلسمه نېټه د جمعې په ورځ د ورپیښې ناروغۍ له امله د 88 کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره  سترګي پټې کړې .
انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد پروفیسر جهانزیب نیاز  د 1927 ع  کال د جون د میاشتې په دویېمه نېټه د اشنغرد چارسدې د رځړو په سیمه کې د رځړو دخان ارواښاد برهان خان په کور کې سترګې پرانستې وې. لومړنۍ  زده کړې یې په رځړو کې اولوړې زده کړې  ئې پښتو او جغرافیا په څانګه کې ترسره کړي

ارواښاد پروفیسر نیاز هم د باچا خان بابا د کورنۍ د نورو غړو په شان د قیوم خان د حکومت په دور کې د سیاسي هلو ځلو له امله څوڅو ځل جیلونو ته اچول شوی ؤ.
ارواښاد پروفیسر جهانزیب نیاز  پښتو، پښتونولۍ  سره د بې کچه مینې له امله د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سر نزدې اړیکي لرلې ، څو وارې جرمني ته دګوند د مشرانو سره د نظریو دبدلون لپاره راغلی وو. دغه راز د پښتنو لیکوالانو ، شاعرانو او پوهانو سره ئې هم  راشه درشه لرله او د ډیرو ادبي غونډو کوربه پاتې شوی دی. 
له ارواښاد پروفیسر نیاز څخه مونږ ته د نورو  کتابونو سربیره ګبین اؤ زما دنیا په نوم د شاعرۍ دوه ټولګې، 
زما د ژوند قیصه په نوم د سیاسي ، پوهنیز اؤ ادبي ژوند احوال په کتابي بڼه ، 
غني غني دی د مقالو ټولګه، 
 درهبر تحریک  خان عبدالولي خان هاغه لیکونه چې د خپل بند په دوران کې ورته ولي خان دبیلابیلو زندانونو څخه رالیږلي ؤ  د سوغات په نوم په کتابي بڼه چاپ کړي او مونږ ته راپاتې دي

ارواښاد پروفیسر نیاز د ستر فلسفي شاعر غني خان ډیر شعرونه او نظمونه هم په یادو زده و . 
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاد پروفیسر جهانزیب نیاز مړینه پښتون ملت ته یونه جبرانیدونکی زیان بولي ، دارواښاد د کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، سیاسي او ادبي ملګرو سره په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼي او ارواښاد ته د لوی خدای له دربار  د جنت فردوس غوښتنه کوی.
روح دې خاد وي

- PSDP
بېرته شاته