(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژوندیو هدیره

[17.Sep.2015 - 16:32]

لیک: خوشحال آصفی                                              

په داسې حال کې چې لا هم په هیواد کې دننه د ځوانانو،‌ ماشومانو او ښځو په منځ کې اعتیاد مخ پر ډیریدو دی او حکومت د هغې د مخنیوي له پاره کومه ځانګړې حل لاره نه لري؛ د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان، برما او مکسیکو په شمول د نړۍ ۲۲ هیوادونه د مخدرو موادو د تولید او ترانزیت ستر مرکزونه وبلل. اوباما وویل چې افغانستان له تېرو ۱۶ یا ۱۵ کلونو راهیسي د نړۍ د کوکنارو تر ټولو ستر تولیدوونکی هیواد دی. دا په داسې حال کې ده چې یوازې ځوانان د نشو قربانیان نه دي، بلکې په وروستیو کلونو کې د میندو او ماشومانو په منځ کې هم دغه شمیره لوړه شوې ده. په یو شمیر ولایتونو کې هغه میرمنې چې په کرکیله کې په کار بوختې وي خپلوماشومانو ته تریاک ورکوي او دغه څه د عمر په زیاتیدو سره د ماشومانو په نشو د روږدي کیدو سبب ګرځي.

په ښکاره د نشه يي توکو خرڅلاو، د ځوانانو بیکاري، خراب امنیتي وضعیت، بهرنیو هیوادونو ته کډوالي، کورنی تاوتریخوالی، له روږدو کسانو سره ناسته پاسته او مخدره موادو ته اسانه لاسرسی؛ هغه اساسي عوامل دي چې په نشه یي توکو د خلکو روږدیدا کې مرسته کوي. د نشه یې توکو پرضد د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې د معتادینو او هغو کسانو شمېر چې په بدن کې یې د مخدره توکو استعمال مثبت ارزول شوی درې نیم میلیونو ته رسیږي. ددغه روږدو کسانو ډيره برخه يي له ایران او نورو بهرنیو هیوادونو را ستانه شوي افغان کډوال، په کور کې ناستې ميرمنې، کلیوال ځوانان او بې سرپرسته ماشومان دي.

- خوشحال آصفی
بېرته شاته