(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جنګسالارانو ځای ناستي او...

[10.Sep.2015 - 16:27]

د جنګسالارانو ځای ناستي او د ښه حکومتوالۍ او د سولې د تینګښت په وړاندې خنډونه

لیک: صداقت علي

په 2001 کال کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته او د نوي حکومت راتګ سره افغانان یوې سالمی او دیموکراټیکې فضا رامنځته کېدو ته هیله من شول. ډېری افغانان په دې فکر وو چې پخواني جنګسالاران به د خپلو ناوړه کړو (وژنو) چې په 1990مه لسیزه کې یې کړي و محاکمه شي. خو د محاکمه کېدو پرځای دوی د کرزي په حکومت کې لوړو رتبو ته ورسېدل. سیمه ییزو جنګسالاران او زورواکو لکه په شمال کې عطا نور، په جنوب او ختیځ کې شېرزی او په لویدیځ کې اسماعیل خان؛هېواد د تباهۍ او بربادۍ خوا ته ټمبول. داراز که چېرې دولت د دوی د ګټو پر ضد ګام اخیسته، دوی به د دولت د کمزورۍ هڅې کولې. د جنګسالارانو دغو فشارونو ډېری افغانان ناهیلي کړل.

کله چې اشرف غني د هېواد ولسمشرۍ ته نوماند شو دې سره افغانان یوځل بیا هیله من شول. خو له بده مرغه د اشرف غني واک ته رسیدو سره د هېواد داخلي او سیاسي حالات د ښه والي پر ځای لا نور خراب شول. د بېلګې په توګه کله چې پېژندل شوی جنګسالار او د مخکینۍ ولسمشر لومړی مرستیال مارشال فهیم ومړ، ډېرو خلکو یې نمانځنه وکړه او مېلې یې پرې جوړې کړې. افغانانو فکر کاوه چې دا به د فهیم خیلو د پای ټکی وي.

خو د ملي یووالي حکومت چې اشرف غني يې په سر کې ځای لري، د ده زوی (ادیب فهیم) د ملي امنیت د لوی ریاست د مرستیال په توګه وټاکه. د ده د ګومارنې اصلي لامل دا وو چې نوموړی د یو جنګسالار زوی دی. دا خبره جوته ده چې نوموړی به له خپلې رتبې څخه په ګټه اخیستو د افغانستان ملي ګټو پر ځای د نظار د شورا ګټو ته ژمن پاتې شي.

نه یوازې ځای ناستي، بلکې د جنګسالارانو ساتونکي، ډریوران او آشپزان هم د دوی له زور څخه خوند او ناوړه ګټې اخلي. د بېلګې په توګه د یو بل جنګسالار د زوی او د افغان پارلمان مرستیال ویاند د افغان پولیسو یو افسر په کابل کې وواهه مګر چا یې په وړاندې هېڅ ډول غبرګون ونه ښود. د پولیسو د افسر د ډبولو لامل دا و چې پولیس غوښته د ده باندې قانون پلي کړي، خو دا کار د نوموړی د زغم او منلو وړ نه و. له دې څرګندېږي چې د افغان جنګسالارانو نوی نسل تر قانون لوړ دی. د دې ناورین اصلي لامل د افغانستان د قضایي سیستم نیمګړتیا او کمزورتیا ده چې دوی ته یې د زورواکۍ زمینه برابره کړې.

جنګسالارانو خپل نفوذ په ملي پولیسو کې هم کړی؛ د دوی نوی نسل به د دوی ځای ناستي شي. د هېواد د قانون د پلي کولو پرځای دغه افسران د خپلو مشرانو جنګسالارانو د ګټو په خوندي کولو کې دي، په داسې حال کې چې تنخوا له ملي بودجې ترلاسه کوي. که دا بهیر همداسې روان وي د قانون واکمني به په هېواد کې لا نوره هم کمزوری شي. حال کې چې د جنګسالارانو نوی نسل پر دې ښه پوهېږي چې څه ډول په دیموکراتیک نظام کي ځان قدرت کې وساتي. دوی له خپلو پلرونو څخه زده کړي چې څه ډول په ټاکنو کې له زور زیاتی کار واخلي او بریالي شي. له دې کبله عام وګړي جنګسالارانو سره ټاکنیز سیالي نه شي کولای مګر د بل زور واک په ملاتړ.

د نظامي سکټور سیاسي کېدل، د سیاستوالو نظامي کېدل او تعصب هغه لارې دي چې له امله یې جنګسالاران خپل زور نوي نسل په ځانګړې توګه زامنو ته لېږدوي. د خپلو پلرونو د سیاست او مفکورې پلي کولو سره به د جنګسالارانو دا نوی نسل په واک کې د پاتې کېدلو لپاره له بېلابېلو چارو ګټه واخلي. دا کار  په افغانستان کې د رښتني ډیموکراسئ د بډاینې او په هیواد کي د سولی د راوستو مخه ونیسي.

د قانون نه پلي کېدل، د زورواکانو نه محاکمه کېدل او په قدرت کې د دوی پاتي کېدل هغه لاملونه دي چې له امله یې باسواده او لوستي افغان ځوانانو لپاره په سیاسي او دولتي چارو کې هېڅ ځای پیدا نشته. دا کار نه یوازې د ډیموکراټیکو نورمونو خلاف دی، بلکې دا به د هېوادوالو د ناهیلي کېدو او بېلتون لامل وګرځي او عام وګړي به وهڅوي چې د دولت ضد ډلو ملاتړ  وکړي.

په دودیز ډول ملي حکومت قضا ته مخالفین ورپېژني او ټولو هېوادوالو ته د دوی له مخینې پرته په برابره توګه زمینه برابروي چې د هېواد په چارو کې ګډون وکړي. مګر د افغانستان په دولت کې ستونزه دا ده چې په خپله متضاد او مخالف دی! د اوسني دولت جوړښت خپله ستونزمن دی. له اشرف غني پرته ټول لوړپوړي چارواکي د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په ګډون واک ته د تاوتریخوالي او  دخپلو شخصي ملیشو په زور رسېدلي دي، نه د خلکو د ملاتړ پر مټ. په بله معنا د دوی د واک سرچینه سوله نه، بلکې تاوتریخوالی دی.

له دې کبله اړینه ده چې افغاني او نړیوالې مدني ټولنې او همداراز د افغانستان رسنۍ پر دولت فشار راوړي چې زورواکان او جنګسالاران محاکمه کړي، دوی ته هېڅ ډول دولتي څوکۍ ډالۍ او یا هم په میراثي توګه ورنه کړي، بلکې د وړتیا او استعداد په پام کې نیولو سره دولتي چارواکي وټاکي.

دې کار  سره به لوستو افغان ځوانانو ته لاره هواره شي چې په بشپړه توګه د هېواد په چارو کې ګډون وکړي او د هېواد د خپلوۍ احساس وکړي. دې کار سره به دولت دوې ګټې وکړي، لومړی دا چې پر دولت به د افغان ولس باور زیات شي او بل دا چې له طالبانو سره به د سولې په پروسه مثبته اغیزه وکړي او له بل پلوه به له پاکستان سره په اوسنۍ ستونزمنه اړیکه کې هم نرمښترامنځ ته شي.

حوالی:

http://www.rferl.org/content/afghanistan-report-atrocities-war-accountability/24656163.html

 http://thediplomat.com/2015/02/the-narco-state-of-afghanistan/

 http://articles.latimes.com/2010/jan/09/world/la-fg-afghan-warlord9-2010jan09

 http://www.rferl.org/content/afghan-government-militia-commander-beating-police-qadir/24790339.html

 https://books.google.co.uk/books?id=92C1TyY2YQwC&pg=PA131&lpg=PA131&dq=adib+fahim+an+batur+dostum&source=bl&ots=GxSHhsWhWv&sig=7BYdmokVN5VIk0gjh1B7GzGaWTg&hl=en&sa=X&ved=0CCgQ6AEwAWoVChMIvfjlt4nDxwIVyLoUCh1-UwUA#v=onepage&q=adib%20fahim%20an%20batur%20dostum&f=false

 http://www.latimes.com/opinion/op-ed/la-oe-chayes-afghanistan-elections-20140923-story.html

 http://www.nytimes.com/2015/03/19/world/asia/afghan-first-vice-president-an-ex-warlord-fumes-on-the-sidelines.html?_r=0

 http://www.rawa.org/massoud_ussr.htm

 

- صداقت علي
بېرته شاته