(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچاخان عدمِ تشدد اود انساني تهذيب ...

[07.Sep.2015 - 18:15]

د باچاخان عدمِ تشدد اود انساني تهذيب د بقاء او ارتقاء ضمانت

    لیک: خان زمان کاکړ

د بدلېدونکې نړۍ د مزاج ساينسي ادراک لرونکي ذهنونه پوهېږي، چې باچاخان يوازې د تاريخ يو مهم ماخذ نۀ دی بلکې د جبر او استبداد په اوسني دوزخي صورتحال كښې نجات دهنده حواله هم ده، رښتيا خبره دا ده، چې باچاخان تر خپل ټاکلي زمانِ حيات په موجوده حالاتو كښې ډېر زيات  relevant  دی. د لروبر افغان د  ذهني انتشار، پلنې مايوسۍ او غوړېدلې بداعتمادۍ په غرقو شېبو كښې دا وخت دوه ډېر زيات حوصله افزا نکات بايد چې زمونږ په وړاندې روښانه وي.

۱. د انسان دوستۍ او امن پسندۍ په پراخ تناظر كښې باچاخان يو نړېوال حيثيت خپل کړی دی.

۲. د تاريخ پر دې اوسني پړاؤ د افغانانو او جهاني ټولنې مفادات يوې مشترکې نکتې ته رارسېدلي دي.

د نن بنيادي سوال دا دی، چې مونږ د انساندوستۍ او امن پسندۍ په جهاني تناظر كښې د باچاخان له مفکورې سره په خپل کمټمنټ کومې ګټې تر لاسه کولی شو او د نړۍ او افغان يو او بل ته په رانژدې شوي سوچ كښې مونږ څۀ ډول برخورد کولو ته اړتيا لرو؟

دا مقاله هم دې بنيادي سوال ته د ځواب وئيلو هڅه کوي او ددې مقالې ليکوال دا يقين او عقيده لري، چې د باچاخان پېژندنې په پروسه كښې د نويو زوايو په معرفي کولو يو نوی او نتيجه شيندونکی قامي ډسکورس پرانستل کېدلی شي. په باچاخان پېژندنه كښې بنيادي تېروتنه دا شوې، چې د عدم تشدد د مفکورې  علمي او تاريخي بنيادونو ته په رسايي كښې اکثر خلګ ناکام شوي دي. د باچاخان ټول تاريخي اهميت او احترام د عدمِ تشدد د  مفکورې په وجه دی، څوک چې د عدمِ تشدد له مفکورې  سره يو واضح علمي کمټمنټ نۀ لري، هغوی ته پکار ده، چې له باچاخان سره پر خپل عقيدت نظرِ ثاني وکړي.

انسان د بهترين دماغي صلاحيت تحت د ژبې د استعمال په قوت له نورو مخلوقاتو ممتاز دی، د ژبي د درست استعمال قوت د عدمِ تشدد قوت دی، دليل عدمِ تشدد دی، بحث و مکالمه عدمِ تشدد دی، جرګه عدمِ تشدد دی، انتخابات عدمِ تشدد دی او جمهوريت عدمِ تشدد دی، دا ټول هغه خويونه او روئې دي، چې په سترو انسانانو او پرمختللو ټولنو كښې وي او دا هغه خويونه او روئې دي چې د انسانانو او ټولنو د تهذيبي او علمي وزن تول پرې کېږي.

ښۀ سړيتوب څۀ دی؟ خپله ګټه د يو وسيع اجتماعيت د ګټې برخه ګڼل دي، د خپلې رائې دپاره يو مضبوط دليل او بنياد کتل او د بل د رائې د اورېدلو دپاره برداشت لرل دي، احساسِ شراکت او پر تکثيريت يقين د يو مهذب سړيتوب بنيادي خصوصيت دی، د مختلفو ثقافتونو، عقايدو او نظرياتو رنګيني ته احترام جمهوريت دی، دا د باچاخان مفکوره ده، چې د تشدد او زورزياتي پكښې هيڅ ګنجايش نۀ شته، دا عدمِ تشدد دی.

مذهبي رواداري، په دين كښې له جبر څخه اجتناب چې د نړېوالو قوانينو او انساني حقوقو يوه ډېره مهمه برخه جوړوي، په بنيادي توګه دا سبق د عدمِ تشدد دی.

سيکولرېزم لادينيت نه بلکې بقائې باهمي او صُلحِ کل دی، دا د يو  پرُسکون او سوليز ژوند تر ټولو بهترينه پاليسي ده، چې پكښې هر څوک  د خپلې عقيدې مطابق د ژوند تېرولو حق لري خو په كښې يو څوک د بل په عقيده كښې د مداخلت يا د خپلې عقيدې د جبري نفاذ حق نۀ لري، د صُلحې دا روايت د عدِ م تشدد دی.

د ظالم زور د بې حسه او بې علمه مظلوميت په مُټو كښې وي، چې مظلوميت له بې حسۍ او بې علمۍ ازاد کړل شي او خپلې مُټې په خپل واک كښې ورکول شي، ظالم به د ظلم له کار څخه په خپله ولوېږي، له ظلم څخه د نجات دا طريقه عدمِ تشدد دی.

عدمِ تشدد په خپل برداشت او حوصله د ظالم هوس او بربريت رسوا کوي، په ټولنيزه توګه ئې تنها کوي او له اخلاقي  جواز (Moral Authority) څخه ئې بې برخې کوي، د ظالم رسوا کېدل، تنها کېدل او له اخلاقي جواز څخه بې برخې کېدل د هغه ماتې ده، دا د عدمِ تشدد قوت دی.

جهالت د تشدد يو انتهايي بدترين شکل دی، همدا جهالت دی چې په جنګونو كښې شدت او طوالت پېدا کوي، د جهالت مخنيوی د تشدد مخنيوی دی، مکتبونه د عدمِ تشدد بنيادي خښته وي، باچاخان د خپلې مبارزې خښته د مکتبونو دخښتې په ايښوولو کښېښووله.

د تشدد او شدت پسندۍ په جنم كښې بنيادي کردار د غربت دی بلکې حقيقت دا دی، چې غربت يو ډېر زړۀ لړزونکی تشدد دی، غربت چې کله داسې يوې کچې ته راورسي، چې بل ته په لاس غزولو څوک مجبور شي، دلته عزتِ نفس قتل شي يعني غربت پر عزتِ نفس تشدد کوي، د عزت نفس د قتلېدلو په لمحه كښې څوک تشدد ته هم لاس اچولی شي، د بل په لاس هم استعمالېدلی شي، اوسنۍ سروګانې او رپورټونه څرګندوي، چې د ځانمرګو بريدونو دپاره د يو چا له چينجن غربت څخه په استفاده پر هغه څه داسې خاص sentiments کارول کېږي، چې هغه په خوښۍ د ځان چاودلو ته حاضر شي، يعني غربت ځان چاودنه ده او د غربت مخنيوی د ځان چاودنې مخنيوی دی، همدا عدم تشدد دی.

اجرتي قتلونه په دنيا كښې د يو لوی تجارت په توګه رواج لري، مضبوط معيشت او ورسره لازم اخلاقي تعليم د کرائې د قاتلانو مخه نيسي، دا عدمِ تشدد دی چې پر معاشي خوشحالي او اخلاقي تعليم زور راوړي.

په ځان كښې د انتقام ماده ساتل خپله انرجي د ځان خلاف استعمالول دي، يو چيني متل دی "څوک چې انتقام اخيستل غواړي، هغه دي دوه قبرونه تيار کړي"، د باچاخان د قام انرجي د کلونو انتقامونو او بديو خوړلې وه، هغه  د عدمِ تشدد په ذريعه ددې انرجي د  عبث او خطرناک استعمال مخنيوی وکړ او هر کس ته ئې دوې ګهنټې په خپل لاس د کار کولو درس ورکړ، هغه ډېر کبرجن لاسونه په کوڅو كښې پر جارو وهلو مجبور کړل، د ټولنې طبقاتي کبر ئې مات کړ.

يوه ټولنه په طبقاتو، قبيلو او عقيدو وېشل تشدد غواړي، خو يوه ټولنه د اتفاق په سانچه او ډانچه كښې اچول د تشدد کار نۀ دی بلکې دا د عدمِ تشدد له لارې ممکن ده، باچاخان خپله ټولنه د تاريخ په ارتقايي پروسه كښې له قبيلويت څخه قوميت ته ستنول غوښت، ددې دپاره عدمِ تشدد لازمي پاليسي وه.

په پدرسري سماج كښې سخت صنفي او جنسي امتياز د تشدد يو بل خطرناک ډول دی، ددې امتياز خلاف مبارزه کول او ښځې ته خپل اصلي حېثيت او حق ورسپارل عدمِ تشدد دی، دا کار د باچاخان د مبارزې په بنيادي نکاتو كښې شامل ؤ.

ادبيات او مطبوعات داسې څۀ دي، چې  اشاعت ئې څرګندوي، چې په الفاظو كښې د بدلون راوستلو بې پناه قوت موجود دی، دا د زړونو او ذهنونو د ګټلو ډګر دی، په لويو لويو انقلابونو كښې ئې بنيادي رول مسلم دی، د يو قام د فکري او تهذيبي بنياد د جوړولو دپاره تر ټولو لازمي عنصر دی، دا د ادبياتو او مطبوعاتو کار له تشدده خلاص کار دی، د باچاخان تحريک د اديبانو او شاعرانو يوه لويه ډله وروزله، کتاب او مطبوعات ئې دود کړل،  دا د باچاخان په نزد تر ټولو مهم قامي مسووليت او رسالت دی، دا عدمِ تشدد دی.

د کېميايي وسلو د مخنيوی دپاره يو نړېوال کمپاين روان دی، نړېوالې معاهدې او ضابطې موجودې دي، انسانيت ته له دې تباه کُنو وسلو څخه نجات ورکول د عدمِ تشدد پاليسي ده.

د خود ساخته دښمنيو په نوم زيات شمېر رياستونه د خپلو عوامو پر حق ډاکې اچوي اود دفاعي بوديجې په نوم په بيلنونو روپۍ وړي، د عدمِ تشدد پاليسي ددې ډاکو او شوکو مخه نيسي او دا پېسې د عوامو پر خوراک، تعليم او علاج لګول غواړي.

عدمِ تشدد د سيکورېټي سټېټ خلاف احتجاج دی، عدمِ تشدد د ملټري اکانومي په ضد بغاوت دی او عدمِ تشدد دفاعي بجټ د مخنيوي اعاده کوونکې پاليسي ده.

د عدمِ تشدد فکر څرګندوي، چې بهترين تحفظ په متوازن خوراک، معياري تعليم او علاج كښې دی، دفاع د خپلې خاورې د دولت په استعمال كښې ده، د باچاخان امن د دوو جنګونو تر مينځ يوه لنډه فاصله نۀ ده او نۀ د دوو لاشونو د راتللو تر مينځ يوه لنډه وقفه ده، بلکې دا امن د يو خاص تاريخي پړاؤ نوم دی، د معاشي خوشحالۍ، قامي ازادۍ، سماجي انصاف او طبقاتي برابرۍ په موجودګي كښې چې کوم صورتحال جوړېږي، دې ته امن وائي. امن په فرياد، قرارداد، منت او زاري نه راځي بلکې ددې دپاره د خاص معاشي او سماجي حالاتو راپېدا کول ضروري دي، د باچاخان مبارزه ددې خاص حالاتو د راپېدا کولو دپاره مختص وه.

همدا وجه ده، چې نن غربت، لوږو او ناروغيو ځپلی انسانيت د خپل نجات دپاره د چيني کلاسيک جنګي ماهر سن زو کتاب "THE ART OF WAR" نه بلکې د باچاخان کتاب "زما ژوند او جدوجهد" په غېږ كښې ګرځوي، د جنګ زده ټولنو دپاره پر باچاخان ليکل شوي کتابونه دا ډول تلوسه لرونکي دي، څۀ ډول چې په کيڼ لاسو مزاحمتي تحريکونو كښې "د چې ګويرا ډايري" تلوسه لرونکې ده.

په تاريخ كښې د باچاخان اهميت په دې دی، چې دې سړي پر جوړولو لارو (established ways) باندې سفر نۀ دی کړی بلکې د پښتنو د تاريخ دهار او لاره  ئې بدله کړې ده، په ټولنيزو نفسياتو كښې ئې د فوري بدلون يوه انقلابي هڅه کړې يعني د عدمِ تشدد د نوي رجحان په معرفي کولو ددې سړي قدوقامت يو بې ساري معيار ته اوچت شو، دا په صحيح مانا يو tendentious character ؤ.

په Advanced learner’s English dictionary Collins Combuild  كښې د   Tendentious  تعريف داسې شوی:

 Something that is tendentious expresses a particular opinion or point of view very strongly, especially that many people disagree with. (1)

باچاخان د هم دې تعريف په تول پوره خېژي، رجحان وړاندې کونه زښت تخليقي او مزاحمتي عمل وي، په لومړي سر كښې ټولنيزه سائيکي له دې سره نااشنا وي، غالب تصورات ئې په ضد سخت عکس العمل ښکاره هم کړي، خو پياوړی او توانا څوک اخر کار يو لوی اکثريت د خپل رجحان په منلو قايل کړي، د پښتنو د خطې، تاريخ او حالاتو په جوړ شوي خاص يو مزاج كښې عدم تشدد  بېخي يو  نوی رجحان و، خو د باچاخان غوندې سړي په خپل محنت او مبارزه عدمِ تشدد د خپل تحريک شناخت وګرځاوۀ او يو عمومي پاليسي ئې ترې جوړه کړه، د باچاخان د عظمت راز هم په دې ځای كښې دی، خو تر اوسه چا ورته صحيح پاملرنه نۀ ده کړې، باچاخان د عدمِ تشدد پر نوې لار د تګ دپاره تر يو لک زيات انسانان په داسې وخت كښې روان کړي و، چې د نوابادياتي نظام په سبب د پښتنو  ټولنه د قبيلوي شکست وريخت د يو بدترين دور څخه تېرېده، يو سياسي او سماجي رجحان معرفي کول چې څومره ګران کار دی نو ددې دپاره د يو ټهوس سماجي بدلون په پار انسانان منظم کول تر دې هم ګران کار دی، باچاخان د تنظيم کارۍ(Organization) انتهايي ستونځمن او کړاوجن کار هم په خپله کړی، په دنيا كښې داسې مثالونه ډېر کم دي، کارل مارکس وائي چې فلسفيانو صرف د ژوند تشريح کړې ده، اصل کار ددې بدلول دي، باچاخان هم دې اصل کار ته متوجه ؤ او دلچسپه خبره دا ده، چې ټول تاريخي اسناد ثابتوي چې د باچاخان پر خپل دې کار ايمان ؤ، هغه کنفيوزډ نۀ ؤ، برداشت پكښې ؤ، د سختيو تېرولو ته ئې ځان اماده کړی و او  په خپل تحريک كښې د خلګو په وړاندې د کلکې ارادې او هوډ يو عملي رول ماډل هم ؤ. هغه داسې يو کار ته څوک نۀ رابلل کوم چې به ئې پخپله نۀ کاوه، د هغه پېغام به اکثر د هغۀ د عملي کار په ذريعه تر خلګو رسېدو، د هغۀ عمل د هغۀ ګفتار ؤ، د هغۀ په راپاتې ټولو تقريرونو او بائيوګرافي كښې هيڅ سخت او ثقيل الفاظ او د اصطلاحاتو بهرمار نۀ شته، بلکې د خلګو په ژبه ئې خلګو ته خبرې کړي، همدا د رښتيني قامي رهبر او انقلابي تر ټولو لوی خصوصيت وي.

د پيارې لال مطابق: "تر اپرېل ۱۹۳۰ پورې د خدائي خدمتګارانو شمېر تر پينځه سوه زيات نۀ ؤ خو په ۱۹۳۸ كښې دا تعداد تر يو لک اوښتی ؤ".(۲)

د هغه وخت د آبادۍ په تناسب د سخت رياستي او سماجي فشار باوجود د اتۀ کاله په لنډه موده كښې تر يو لک زيات کسان په تحريک كښې راغونډول کومه وړه خبره نۀ ده بلکې دا د تاريخي نوعيت يو ټولنيز ذهني بدلون او تاريخ سازه تنظيم کاري ده.  

راج موهن ګاندي ليکي: "له خپلې شل کلنۍ څخه تر نوييمو کلونو پورې که په زندان كښې ؤ، يا بهر ؤ، ناجوړه ؤ، يا صحتمند ؤ، يا په برطانوي هند، پاکستان او يا افغانستان كښې ؤ، باچاخان هميشه د مرګ  پر بالښت ويدۀ کېدی، دۀ چې کوم ځواک ګټلی ؤ، هغه ئې د خپلو شخصي کارونو او کورنۍ د شتمنۍ دپاره نۀ کاروی بلکې هر څه ئې د پښتنو دپاره کول او په دې باره كښې خورا روک او سپين و". (۳)

د مرګ  پر بالښت په ژوند كښې د بدلون، اصلاح، جديديت، امن او ترقۍ د ليدلو ارمان ته وفادار دې سړي په خپل تحريک او مبارزه يوه خاص ضابطه مرتب کړه، چې په روانو کړکېچنو حالاتو كښې د ستم ځپلو ملتونو دپاره د يوې سترې مدرسې حېثيت لري. که څۀ هم د افغان په خاوره كښې د جنګ، جګړې او جهالت عناصر له بهره پيچکاري شوي دي، خو د اوسني جهان منظمې دستاويزي څېړنې په هيڅ لحاظ دا د افغان د خاورې پېداوار نۀ ګڼي، چېري چېري چې په دې اړوند مغالطې خورول شوي دي د هغوی د ختمولو دپاره له مونږ سره دا دليل پروت دی، چې داسې قام ته فطرتاً متشدد قام وئيل يوه  لويه علمي اشتباه ده، په کوم قام كښې چې نژدې يوه پېړۍ وړاندې تر يو لک زيات انسانان په خدائي خدمتګار تحريک كښې د عدم تشدد  حلفيه غړيتوب تر لاسه کوي او دا هوډ څرګندوي چي: "که باچاخان عدمِ تشدد پرې هم ږدي، نو هم به مونږ پر عدم تشدد ولاړ يو". (۴)

خدائي خدمتګار تحريک د پښتنو يوازينی منظم تحريک ؤ، چې په خپله خاوره كښې ئې مضبوطې رېښې لرلې او هم ئې د غړيتوب بنياد خالص د ذهني اطمينان په واسطه تشکيل شوی ؤ، هيڅ جبر، مفاد، وزارت او قبيلويت پكښې کارفرما نۀ ؤ، مونږ نړۍ ته خواست نۀ کوو بلکې د خپلې خاورې له بطن څخه د زېږېدلي غېرمتشدد خدائي خدمتګار تحريک په دليل ورته دا موقف په وړاندې ږدو، چې نړۍ دې د جبر او جنګ پردي علامتونه زمونږ په خاوره پورې نۀ تړي بلکې چې چېري ئې توليد شوی دی، هم په هغه چوکاټ او تناظر كښې دي ئې مطالعه کړي، مونږ منو، چې د جنګ او تشدد په عمل كښې زمونږ وطن تر ټولو زيات برباد شوی دی خو د جنګ او تشدد د پرورش او افزايش نظرياتي نهال خانه او تربيتي مېدان زمونږ له وطنه بهر واقع دی.

مونږ په پوره وثوق، ثبوت او پخو حوالو سره نړېوالي ټولنې ته دا معلومات وړاندې کولی شو، چې کوم چا پرون په جېلونو، ټارچر سېلونو او اذيت خانو كښې خدائي خدمتګاران  ورستول او وژل، هم هغه خلګ دي چې نن د لروبر افغان په خاوره د دهماکو او خودکش حملو کلچر توانمن او فعال ساتل غواړي.

په تاريخ كښې يوازې خدائي خدمتګار تحريک دی، چې د عدم تشدد پر تګلاره تل روان پاتې شو او په هيڅ ډول خونړيو حالاتو كښې ئې تشدد حمايه نۀ کړ، ګاندي جي او نېلسن منډېلا په نړېواله کچه د عدم تشدد په حواله انتهايي مشهور کرېکټرونه دي، خو تاريخي حقيقت دا دی، چې نه هم ګاندي او نه هم نېلسن منډېلا عدمِ تشدد ته په هغه اهميت قايل و، کوم اهميت چې باچاخان عدم تشدد ته ورکړی دی، باچاخان چې د عدم تشدد په هکله په ذهني لحاظ څومره واضح و،   ګاندي او منډېلا کله هم دومره واضح نۀ دي پاتې شوي، خدائي خدمتګار تحريک تر پايه پر عدم تشدد ټينګ پاتې شوی خو انډين نېشنل ګانګريس او افرېقن نېشنل کانګريس ددې تګلارې څخه اخر پر شا شوي.

جواهر لال نهرو په خپله آټو بائيوګرافي كښې ليکي: "زمونږ دپاره يا په مجموعي توګه د کانګريس دپاره عدمِ تشدد کوم مذهب يا مستقل مسلک نۀ ؤ او نۀ کېدلی شو، دا صرف يوه حکمتِ عملي وه او له دې څخه د ځينو نتايجو توقع وه او ددې نتايجو په کاڼي هم دا تلل ؤ. اشخاص خو له دې څخه يو مذهب يا مستقل مسلک جوړولی شي لېکن کوم سياسي نهضت چې تر څو پورې ځانته سياسي وائي داسې نۀ شي کولی. د چوراچوري پېښو او د هغې نتايجو مونږ ته دا موقع راکړه، چې مونږ د عدم تشدد پر لوړو ژورو غور وکړو او مونږ دا محسوسه کړه، چې که چېري د تحريکِ التوا په معامله كښې د ګاندي جي دلايل درست وي نو بيا به زمونږ مخالفينو ته همېشه دا اختيار وي چې کله وغواړي داسې صورت راپېدا کړي چې له کبله ئې جنګ خامخا درول ضروري شي، دا د عدمِ تشدد خامي وه، يا د ګاندهي جي د تشريح؟ په هر حال هغه ددې موسس او موجد ؤ". (۵)

د ګاندي له عدمِ تشدد څخه د ګانګريس انحراف اخر نور هم ډېر واضحه شو، تر دې هم يو دلچسپ بدلون نېلسن منډېلا په افريقن نېشنل کانګريس كښې رامينځ ته کړ، هغه په خپله اټو بائيوګرافي (Long Walk To Freedom) كښې ليکي: "ما داسې فکر کاوه، چې په قانوني او غېرقانوني دواړه ډول احتجاج به ډېر زر ناممکن شي، په هندوستان كښې ګاندي له يو بهرني خو حقيقت پسند او دوراندېش دښمن سره لاس او ګرېوان ؤ، په سهيلي افريقا كښې د افريکنرانو دا ډول کيسه نه وه، د عدم تشدد غېر متحرک مزاحمت تر هغه وخته پورې موثر وي، تر څو چې ستا دښمن د هغو اصولونو پابندي کوي، پر کومو چې ته ولاړ ئې لېکن که د سوليزې مبارزې ځواب په تشدد سره ورکول کېږي، نو ددې تاثيري قوت ختم کېږي، زما په نيزد عدمِ تشدد يو اخلاقي اصول نۀ دی بلکې يوه حکمتِ عملي ده، د يو غېر موثر هتيار په استعمال كښې هيڅ اخلاقي ښېګړه نۀ وي لېکن په دې هکله زما په خيالاتو كښې لاتراوسه پختګي نۀ وه  او تر وخت له مخه مي يو تود تقرير کړی ؤ". (۶)

عدم تشدد ته غېرمتحرک مزاحمت او غېرموثر هتيار  وئيل يوه ډېره لويه فکري نارسايي ده يوازې دا نۀ بلکې د عدم تشدد پېروکار منډيلا اخر د ګوريلا سرتېرو مشري کوله او وسله وال تنظيم( ايم کې)  ئې جوړ کړی ؤ، د جنګي لټرېچر پراخه مطالعه ئې کوله او جنګي منصوبې ئې جوړولې ، خو د حيرت خبره دا ده، چې هم دې افريقايي قامي مشر نېلسن منډېلا پر ۲۹ جنوري، ۲۰۰۷ء  په هند كښې د ګاندي جي په هکله جوړ شوي يو کنفرانس ته د سټيلايټ له لاري په خپله وينا كښې ووئيل :"ددې پېړۍ پر موړ، چې کله له ما څخه ټايم مجلې پوښتنه وکړه، چې په شلمه پېړۍ كښې تر ټولو موثرو خلګو كښې د يوۀ سړي نوم راته وليکه، ما د ګاندي د نوم په انتخاب كښې هيڅ باک و نۀ کړ، ما هغۀ ته يو سپېڅلی جنګيالی ووئيلو ځکه چې هغه يوه داسې طريقه وضع کړه، چې  پكښې اخلاقيات ئې له يوې ټينګې تګلارې سره تړلي وو او دې له حاکم سره مصلحت کول رد کړل". (۷)

ښکاره خبره ده، چې له ګاندي جي سره د منډېلا دا عقيدت د عدمِ تشدد له کبله دی او د ګاندي ټول موثريت هم د عدم تشدد په سبب دی، لېکن تاريخي حقيقت دا دی، چې د عدم تشدد د پاليسۍ په حواله د باچاخان کنټريبيوشن له ګاندي څخه ډېر زيات دی، د عدم تشدد دپاره يو ناموزون صورتحال باچاخان په خپل محنت او خواري دومره سازګار کړ، چې پكښې د تاريخي نوعيت يو غېر وسلوال سياسي نهضت رامنځته شو، باچاخان او د هغه تحريک ټول عمر د عدم تشدد پر پاليسي کاربند، د ګاندي او منډېلا تحريکونه له عدم تشدد څخه منحرف، خو په ۱۹۹۳ كښې د نوبل امن انعام نېلسن منډېلا ته ورکول کېږي؟، "وېش د بل په لاس دی که تۀه ژاړې او که خاندې"، باچاخان دا وخت په جلال اباد كښې تر تورو خاورو لاندې و، څه وشو، که نوبل انعام يافته لېډر نه شو  د خپل وطن فخر افغان خو شو، دا دومره لوی انعام دی، چې زر نوبل انعامونه دې ورباندې  قربان شي. د سخت ذهني او جسماني تشدد او بې کاره خوراک په وجه ئې په جېلونو كښې د بدن وزن ورځ په ورځ  په کمېدو روان ؤ، خو بهر د خپلو خلګو په ذهنونو كښې ئې وزن د خپلو غرونو هومره دروند ؤ،  په جېلونو كښې د اخلاقي بنديانو په سي کلاس کمره كښې و خو د خپلو خلګو په ذهنونو كښې تر ټولو پر لوړه کرسۍ ناست ؤ، په  جېلونو كښې ئې تر دېرش کاله زيات وساتلو خو د خپلو خلګو په ذهنونو  كښې ئې تر ابده استوګن کړ، ټولنيز يادداشت او تاريخ په پېړيو پېړيو كښې خال خال چا ته د تل دپاره د اوسېدنې او استوګنې چانس ورکړي، باچاخان نن د انساني تاريخ د انتهايي موثرې برخې باشنده دی.

باچاخان د عدم تشدد په تګلاره د تاريخ پر يو خوني پړاؤ په يوه جان لېوا غلامي كښې د خپل قام بقاء (survival) يقيني کړه، باچاخان په خپل کار كښې کامياب شو، هغه چې څۀ غوښتل، تر ډېره حده ئې تر لاسه کړل.

باچاخان څۀ غوښت؟ د قبيلويت په تبر مات د پښتنو اندام اندام وجود ئې په يوه قامي سانچه كښې اچول غوښت، دا د پښتنو د قامي سوالونو او نېشنلزم اولنی رښتينی مفسر او شارح  ؤ، د قامي مقدمې اولنی مدعي او وکيل ؤ، د پښتنو د منظم او سياسي نېشنليزم باني همدا سړی دی، په تاريخي لحاظ په نړۍ كښې د نېشنلزم انقلابي ترويج د پرېس د ايجاد په سبب ممکن شو، باچاخان دې حقيقت ته متوجه څوک ؤ، د خپل قامي نهضت د پېل کولو لومړنی قدم د مطبوعاتو او مکتبونو  په توګه اخلي.

د سويډن يو محقق ارنلډ جانس دې حقيقت ته پاملرنه کړې:"عبدالغفارخان د هند په نيمه وچه كښې يو پېژندل شوی ملتپال مشر ؤ، د دۀ  نهضت په مسلمانانو كښې يوازينى نهضت ؤ، چې وګړيز بنسټ ئې درلود او د ډېرې مودې دپاره ئې دوام وکړ، همدا راز دا په هند كښې د مسلمانانو يوازينی وګړيز نهضت ؤ، چې په پرله پسې توګه د برطانوي حکمرانۍ په ضد وجنګېدو، له هرڅۀ نه مهمه دا ده چې عبدالغفار خان په دې معنا يو لوی ملتپال دی، چې زيار ئې ويوست او تر يوه بريده پورې بريالی هم شو، چې خپل خوارۀ واره خلګ په يو ملت كښې سره راټول کړي، چې وکړی شي، په يو ږغ د ګډو سياسي او ټولنيزو موخو دپاره کار وکړي". (۸)

ددې حقيقت ثبوت تر پخوا نن په څو چنده واضح دی، چې د پښتنو دښمن تر  يو وسلوال پښتون يو سوليز پښتون د ځان دپاره ډېر خطرناک ګڼي، ټول ويني چې د لوی افغانستان په تسلسل په پښتونخوا او قبايلي سيمو كښې نن د امن او ورورولۍ له علامتونو سره څۀ ډول دوزخي او شېطاني سلوک روا ګرځول شوی دی، او هغوی ددې شېطاني قوتونو خلاف په څۀ ډول پاخة عزم او اراده سره ټينګ ولاړ دي، د حالاتو بداعتماديو ځپلو ذهنونو ته ډاډ ورکوم، چې د باچاخان تحريک نن هم د قامي تحريک په حېث د سر دبقاء په مبارزه كښې ولاړ دی، د باچاخان فکر او پاليسي تر پرون په څو چنده مهمه شوې، غوړېدلې او تائيد شوې ده، د باچاخان تحريک د انسان دوستۍ تحريک دی، دې ته حرفِ اخر نۀ راځي، دا يوه دوامداره پروسه ده، د انساني ژوند د بقاء او ارتقاء دوام دی. د مذهبي نارواداريو او فرقه بازيو په لوېدلي انډوخر كښې د باچاخان انساندوست عدمِ تشدد د برداشت، زغم، احترامِ باهمي او مساواتو يوازينۍ لار ده، باچاخان نن يو مائنډ سېټ او سکول اف تهاټ دی، چې د نړۍ يوه لويه برخه احاطه کوي، خصوصاً په جنوبي اسياء كښې خو دا نن د يو داسې بلاک صورت لري، په کوم كښې چې د ظلم، جبر، تشدد او ترهګرۍ خلاف د انسانانو د اشتراک، اتفاق او اتحاد يو انتهايي منظم صورت رامنځ ته کېدونکی دی، افغان تناظر د باچاخان د وضع کړل شوي حل ملي پخلاينې او لوئې جرګې پر محور راڅرخي، څوک چې له دې محور څخه دباندې دي يا په ضد ئې برخورد کوي، هغوی د سيمې د توازن او امن تخريب کوونکي او د افغانستان دښمنان دي.

راج موهن ګاندي رښتيا وائي: "د مسکينو او کمزورو خلګو دپاره د باچاخان مبارزه يوازې د هند تر نيمې وچې پورې محدوده نه بلکې دۀ د ټول بشر دپاره سوله غوښته او د توپک او بمونو د اغېزې په اړه د نوموړي شکمنتوب او د واکمنو او عادي خلګو په وړاندې سپينې خبرې کول هغه يو مثال وګرځاوۀ. دۀ او د دۀ  زاړۀ ملګري ګاندي نۀ يوازې خپل معاصر نسل ته، بلکې راتلونکو نسلونو ته دا پېغام پرېښود، چې وسله، يعني تشدد د انسان ضمير او جرات له مينځه وړي". (۹)

باچاخان د خپلې زمانې او منطقې ضمير دی، د هغه په هکله هيڅ د روايتي لويو دعوو او مبالغه اميزه تصوراتو تبليغ نۀ کوو بلکې معروضي حالات داسې ښيي، چې د دنيا امن پسنده او انسان دوسته حلقې په دې سيمه كښې کوم څۀ ته متوجه دي، هغه په باچاخان پورې مربوط څۀ دي، کوشش دا روان دی، چې د خطې د توازن او امن د بحالۍ دپاره پر  يوه مضبوطه او کاميابه منصوبه باندې کار وشي، د ډېر زيات سوچ او فکر پس ددې خطې له سياست سره مربوط نړېواله اکېډميا دې نتيجې ته رسېدلې ده، چې يوازې د باچاخان د فکري بنيادونو په ترويج او ترقي باندې ممکن ده، چې د جنګ مدهوشه او بې هوشه نفسيات د هوشمندۍ فرېم ورک ته واچول شي.

د تشدد او ترهګرۍ په سبب نن انساني تهذيب پر يو خطرناک پړاؤ ولاړ دی، تهذيب د خپلې بقاء او دفاع په مبارزه كښې مصروف دی، تهذيب د ښکلا او شائستګۍ نوم دی، تهذيبونه کله هم له يو بل سره جنګونه او جګړې نۀ کوي بلکې انساني ښېګړې، ښكلاګانې او نوښتونه عالمګير ګرځوي، انسان د خپلو ارفع او اصلي اهدافو په لور روان او ګړندی ساتي، نن چې د انسانيت دښمنان ددې عمل مخنيوی کوي او د جنګونو په کار كښې ئې له خپلو اصلي کارونو راګرځوي، نو په داسې حال كښې د باچاخان د عدمِ تشدد اهيمت زياتېدل يو فطري امر دی، انساني تهذيب عدمِ تشد د ته په خپله سينه كښې د  خپلې معشوقې غوندې ځای ورکوي، نژدې ده چې داسې وخت وليدل شي، چې عدمِ تشدد د يو انساني وقار، عزت او غېرت شکل خپل کړي او په ټوله نړۍ كښې يو قانوني حېثيت ورکول شي، دا حقيقت اوس پر  حساسو او دردمنو ذهنونو په ډېره ژوره توګه منکشف شوی دی او چې دا  حقيقت څومره څومره انکشاف کوي، هغومره هغومره به د باچاخان په لويي او عظمت باندې خلګ قايل کېږي، له دې عمل سره دا ګټه رسېږي، چې د افغان د خاورې يو درست امېج او نقطه نظر به پر نړېواله کچه قايم شي، په دې عمل كښې پر مونږ ډېر زيات قامي مسووليتونه راځي، ددې علمي ادراک لرل او په ايماندارۍ او ديانتدارۍ تر سره کول لازمي دي، يوه خبره په پای كښې بايد ياده کړل شي، چې له باچاخان سره د دانشورانه روايت د قايمولو ضرورت دی، نور بايد د انساني تاريخ تر دې مهم کرېکټر کليشه يي او روايتي طبقې چاپېره پاته نۀ شي، که د باچاخان مفکوره په خپل صحيح شکل كښې وړاندې کړل شي او عملي شي، د مفاد پرستو ډلې به يو په بل پسې ټولې شي، قبيلويت خورونکي او روزونکي به د خپلې بدنامۍ او رسوايۍ اعتراف په خپله وکړي، په دې وخت كښې يوازې د باچاخان  د  redefinition  ضرورت نۀ دی بلکې د هغۀ په نوم پورې د مربوط تحريک د   refinement ضرورت هم دی.

حوالې

1. Collins Cumbuild Advanced Learner’s English Dictionary. Harper Collins publishers Westerhill road bishop Briggs Glasgow Great Britain, 2006, P.1492

۲. لال، پيارے، گاندى جی بادشاخان کے ديس ميں، فکشن ہاوس، ۱۸ مزنگ روڈ لاہور،  ۲۰۰۶ء، ص ۵۳،

۳.ګاندي، راج موهن، غفار خان د پښتنو د عدم تشدد پاچا، د غلام ولي نوري ژباړه، ميهن خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۹ ل م، مخ ۲۵۹ 

۴. لال، پيارے، گاندى جی بادشاخان کے ديس ميں، ص ۷۳

۵.نہرو، جواہر لال، ميرى کہانى، تخليقات على پلازه مزنگ روڈ لاہور، ۲۰۱۰ء، ص ۱۱۴

6. Mandela, Nelson, Long Walk to Freedom, Back Bay Books, little, brown and company New York Boston London, 2008, P 217

7. http://www.peaceworkmagazine.org/mandela-nonviolence-holds-key-survival

۸.جانسن، ارنلډـ هند، پاکستان که پښتونستان؟ د عبدالکريم رحيم ژباړه،  د افغانستان د سيميزو مطالعاتو مرکز او د ختيځ بيا رغوانې موسسه، ۱۳۸۹ هه ش، مخ ۶۲

۹. ګاندي، راج موهن، مخ ۲۷۳

- خان زمان کاکړ
بېرته شاته