(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پاکستان په وړاندی د افغانانو شک

[06.Sep.2015 - 20:19]

د پاکستان په وړاندی د افغانانو شک! 
لیک: جمال رحمان
 مطمئن

 

 

 

 

 

د ریکا په کنفرانس کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز حضور او د ولسمشر په ګډون د یو شمېر افغان چارواکو سره د هغه له کتنې وروسته پاکستاني چارواکو د پخوا په شان یوځل بیا د افغانستان په چارو کې د نه لاس وهنې، په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې د خپل تعهد او مرستې ادعا وکړه. عزیز د افغانستان له حکومته وغوښتل چې په عامه افکارو کې د پاکستان ضد احساساتو مخنیوې وکړي. خو اوږدې جګړې او زموږ په چارو کې د پاکستان دوامداره مداخلې د دغه هېواد په وړاندې افغانان دومره حساس کړي چې د پاکستان هر عمل، هرې معاملې، هرې کرښې او هر لغت ته د شک په سترګه ګوري. د پاکستان په وړاندې د افغانانو شک دومره ژور دي چې که ددی هېواد سره د افغانستان اړیکي عادی هم شي، بیا به هم د شک او بی باورۍ له منځه وړل ډیر وخت او پرله پسې کار ته ضرورت ولري. د جګړې دوام، د مجاهد، طالب او اوس د داعش رامنځ ته کیدلو ته افغانان د پاکستان او ځینو نورو ځواکونو د مقته یې پروژو په سترګه ګوري. پرته د شکه د مجاهد، طالب او ممکن اوس د داعش په روزنه، پالنه، تجهیز او تمویل کې د پاکستان د رول نه سترګې نشي پټېدی. پاکستان دغه پدیدې په افغانستان او سیمه کې د خپلو اقتصادي او ستراتیژیکو اهدافو له پاره کاروي. خو په عین وخت کې په افغانستان او سیمه کې هم ددغه پدیدو د رامنځ کیدو او ودې له پاره دلایل موجود ؤ چې پاکستان او ځینې نورو سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو تري استفاده وکړه او لایې هم د خپلو اهدافو له پاره کاروي. پاکستان ته د سولې او ښه ګاوند له پاره لاس وړاندی کول یو په ځاۍ کار دی. دغه هېواد ته د ښو اړیکو او ښه ګاونډ له پاره د افغانانو لاس د تیرو څوارلسو کلونو او حتی د هغي مخکې هم وړاندی شوی ؤ. خو نه د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند حکومت، نه د مجاهدینو حکومت او نه هم د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وشو کړي چې د دغه هېواد سره د ګډ سوله ییز ژوند او ښه ګاونډیتوب د شرایطو په رامنځ ته کولوکې کوم برې ترلاسه کړي. د سولې له پاره د ولسمشر غني تلاش یو په ځاۍ او باجرئته اقدام ؤ خو د ا اقدام له یوې خوا د لومړۍ ورځې نه د ولس د ژور شک او تردید سره مل ؤ او له بلې خوا دغه نوې پیل ته ښه تیارې نه ؤ نیول شوې چې د ډیرې خوشباورۍ په نتیجه کې غیر واقعی توقعات خلق شول. د ولسمشر غني د متواترو هڅو باوجود زموږ امنیتی حالت ورځ په ورځ خراب شو. په لوګر، کابل او د هېواد په نورو سیمو کې وروسیو پېښو د پاکستان په نیت او صداقت شک خپل وروستي حد ته ورساوه. زموږ په سیاسی کړیو او عامه افکارو دغه ذهینیت حاکم دی چې موږ د ډیرې - او له وخته مخکې خوشباورۍ په وجه په پاکستان باندی د فشار د موجودو وسایلو نه کار وانه خیست او یا مو د دغه وسایلو زیاته برخه له لاسه ورکړه. په داسی حال کې چې پاکستان نه یوازې د فشار ټول وسایل وساتل، بلکې د هغو نه یې استفاده هم ونه دروله، چې اوسنې ناوړه امنیتي حالت یې نتیجه ده. افغانستان لا هم د پاکستان سره د ښه ګاونډ او متقابل احترام په بنا د ښو اړیکو هدف ته وفادار دي. خو افغان ولسمشر او حکومت هم اوس دی نتیجې ته رسیدلې چې پاکستان د افغانستان په وړاندې په خپلو کړو کې صادق نه دی او نااعلان شوي جنګ ته ادامه ورکوي. نو ددغه هېواد سره د سولې او ښه ګاونډ له پاره هڅې که بییخي له منځه نه وي تللي لږ ترلږه په ټپه درېدلي دي. د پاکستان له خوا د څرګندو باوري او د وامداره اقداماتو په صورت کې به بیا هم ډیر وخت، باورمند سیمه ییز او بین المللی منځګړي په کار وي چې دغه پروسه بېرته پیل شي. خو بیا به هم ترهغه نتیجه ورنه کړي ترڅو موږ ددغه هېواد په وړاندې هم دننه په هیواد کې، هم په سیمه او نړۍ کې د فشار موجود وسایل و نه کارؤ. د کړکیچونو حل او سوله د نړۍ په هرځاۍ کې د یوې اوږدې، پیچلې، حساسي، د پرمختګ او په شاه تګ نه ډکې پروسې د تکمیل نه وروسته ممکن کیږي. که څه هم چې د افغانستان بحران پراخ کورني او بهرني ابعاد لري، خو زموږ خواص او عوام اکثره په دی عقیده دي چې زموږ د ټولو بدبختیو عامل پاکستان دي او دغه هېواد هیڅکله هم زموږ سره د دښمنۍ نه لاس نه اخلي. نو موږ ته په کار ده چې په روحي، سیاسی، اقتصادی، امنیتي لحاظ فوق العاده ناوړه، د افغانانو د زخمي غرور، درد او احساساتو نه ډک، د شک او ژورې بې باورۍ په شرایطو کې ددغه هېواد سره خپلې راتلونکې اړیکې له سره تنظیم کړو. زموږ په وړاندې به د پاکستان په عمل کې ترهغه بدلون را نشي، تر څو چې د دغه هېواد په وړاندې د فشار وسایل پیدا نه کړو. په عام ولس او او تعلیم یافته قشر کې پاکستان ضد احساسات او ترممکن حده د پاکستاني توکو تحریم د فشار یوه وسیله ده چې د افغانستان حکومت نه بلکې زموږ په وړاندې د پاکستان دریځ خلق کړې. د دغه وسیلې نه باید د پاکستان په عمل کې د څرګند بدلون د رامنځ ته کیدو پورې کار واخیستل شي. د فشار د وسایلو پرته که موږ هرڅومره پاکستان ته نږدې کیږو په هماغه اندازه د پاکستان لاسوهنه زیاتیږي. نو ځکه باید زموږ سیاسی، اقتصادي، کلتوري او سوداګریز میلان د مرکزي اسیا، روسیې، چین، منځني ختیځ او په سیمه کې د نورو هېوادونو لور ته زیات شي. په اقتصادی او صنعتي برخه کې باید د خودکفایې په لور ګامونه پورته شي او د امنیتي ځواکونو په تیره د خپلو استخباراتو د تقویې له پاره کار وکړو. څنګه چې د پاکستان په هکله زموږ اذهان متفاوت دي، په هغه هېواد کې هم داسی حلقې او قوتونه شته چې د افغانستان په هکله متفاوت فکر کوي. موږ باید په پاکستان کې ددغه شان قوتونو سره د همکارۍ په لټه کې شو. لنډه دا چې د پاکستان سره د ښه ګاونډ هدف ته د وفادارۍ ترڅنګ باید اوسنې شک او تردید په خپل ځاۍ پاتي شي او موږ باید یو ځل بیا د پاکستاني چارواکو د تشو خبرو او وعدو ښکار نه شو. موږ د پاکستان په وړاندې د فشار وسایلو ته ضرورت لرو او دغه وسایل باید لومړې په کور دننه، بیا په سیمه او جهان کې ولټؤ. موږ د پاکستان په وړاندي یو ملي تفاهم ته ضرورت لرو او ددغه تفاهم د تقویې له پاره باید کار وکړو. .

- جمال رحمان
بېرته شاته