(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعدم تشدد فلسفه او په پښتني ټولنه دهغې اثرات

[02.Sep.2015 - 18:31]

د باچاخان د عدم تشدد فلسفه او په پښتني ټولنه د هغې اثرات

لیک: پروفېسر جاوېد اقبال اقبال

د خان عبدالغفار (باچاخان) سياسي، سماجي او اصلاحي كارنامې او هلې ځلې د برصغير د سياسي تاريخ يو اهم باب دى. د هغۀ په عملي جدوجهد او غرزو پرزو كښې چې كومه خاص خبره د توجه وړ ده هغه د هغۀ د عدم تشدد د فلسفې ده. د باچا خان ټول ژوند د قربانو، تكليفونو او مصيبتونو نه عبارت دى او د هغۀ د دغو ټولو عملي هڅو بنيادي مقصد د پښتنو سياسي او سماجي حالت ښۀ كول او هغوئ ته د غلامۍ د ژوند نه نجات وركول وو. خپل دې مقصد دپاره باچاخان د مختلفو تحريكونو د سيوري لاندې هلې ځلې كړې دي. قربانۍ ئې وركړې دي او د قيد و بند سختې ئې زغملې دي خو د ژوند په يو موړ هم د خپل موقف نه په شا شوى نۀ دى.

د باچا خان د سياسي او سماجي هلو ځلو مركزي نكته د عدم تشدد فلسفه وه. هغۀ چې څۀ هم كړي دي، د دغه فلسفې د سيوري لاندې ئې كړي دي. هغۀ د عدم تشدد فلسفه د يو طاقت په توګه استعمال كړې ده او د پښتون اولس په سياسي هلو ځلو كښې ئې د دغه فلسفې نۀ يواځې خورونه كړې ده بلكې په دغه فلسفه ئې عمل هم كړى دى او خپل قام او اولس ته ئې په دغه فلسفه د تللو تلقين هم كړى دى.

د عدم تشدد فلسفه څۀ ده؟. او د دې پس منظر څۀ دى؟ دې لړ كښې دا وضاحت ضروري دى چې دا په اصل كښې فلسفه نۀ ده بلكې يوه نظريه، يوه مفكوره يا يو سوچ دى چې باچاخان پېش كړى دى. او پښتنو دې ته د باچاخان د عدم تشدد فلسفې نوم وركړى دى. د نظرئې او فلسفې په حقله به هم دومره ووايو چې د يو ليكوال ذاتي سوچ چې لا حقيقت ته نۀ وي رسېدلى نو هغه محض نظريه وي كومې نظرئې چې د حقيقت په رڼا كښې ثابتې شي او مثبت نتيجې مرتب كړي نو د فلسفې شكل واخلي. په دې حقله د باچاخان او د هغۀ د عصر د نورو دانشورانو او سياستدانانو د رايو په رڼا كښې ځان يوې نتيجې ته رسول غواړو او دغسې دا څرګندول هم ضروري دي چې د باچا خان د عدم تشدد فلسفې د پښتنو په سياسي او سماجي ژوند كوم اثرات مرتب كړي دي.

لكه چې د برصغير د سياسي منظرنامې نه جوته ده چې د باچاخان تحريك او هلې ځلې د پښتنو په سيمه د انګرېز سامراج د ظالمانه او غاصبانه روئيو خلاف وې نو په دغه لړ كښې باچا خان دا تاثر عام كول غوښتل چې د انګرېز مقابله د تشدد په ذريعه ممكنه نۀ ده هغه د برصغير د محكومو اولسونو په مقابله كښې زيات طاقتور دى ځكه ضروري ده چې پښتون اولس د انګرېز حكمران مقابله د عدم تشدد په زور وكړي او هم دغه تاثر عام كولو او دغه فلسفې خورولو او پرې عمل كولو دپاره باچا خان ټول ژوند عملي جدوجهد كړى دى.

د باچا خان نه مخكښې هم د عدمِ تشدد يا پرامن جدوجهد مثالونه د نړۍ په تاريخ كښې موندى شي. په خصوصي توګه د انساني فلاح او اصلاح په خاطر په ځنو مذهبونو كښې د مصلحينو (پېغمبرانو) په كردار او روئيه كښې د عدم تشدد عنصر زيات شامل لېدى شي. دې لړ كښې د بدهـ مت فلسفه ډېره مشهوره ده چې په كښې هر ژوندي څيز ته تكليف نۀ رسول خصوصي خبره وه خو په مذهبي تاريخ كښې د حضرت عيسٰى عليه السلام سره دا خبره منسوب ده چې د هغۀ په تعليماتو كښې دا خبره شامله وه چې څوك درته په يو مخ څپېړه دركړي نو ورته بل مخ هم ونيسئ او په دغه انداز د خپل مقصد د تكميل هڅه كوئ او بيا د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ټول ژوند خو د امن، ورورولۍ او مينې علامت دى. د مذهبي تاثر نه پرته په سياسي تاريخ كښې دا فلسفه د موهن داس كرم چند ګاندهي جي سره منسوب ده چې هغۀ به ورته په خپله ژبه كښې آهنسا وئيل.

د فخر افغان عبدالغفار خان په حقله دا تاثر عام دى چې هغۀ د عدم تشدد په فلسفه د ګاندهي جي د مشن په تكميل كښې مرسته كوله خو باچا خان د دغه تاثر رد كړى دى او په ګڼو موقعو ئې دا وضاحت كړى دى چې د هغۀ د عدمِ تشدد فلسفه د حضورص د كردار نه متاثره ده خو بيا هم دې كښې هيڅ شك نۀ شته چې باچاخان دغه فلسفه د سياسي مقاصدو د حصول دپاره استعمالوله، په سياسي معاملو كښې هسې خو باچا خان د حاجي صاحب ترنګزي نه متاثر ؤ او د شېخ الهند مولانا محمود الحسن او مولانا عبيدالله سندهي د پاليسو مرسته ئې هم كوله خو فرق په كښې دا ؤ چې حاجي صاحب ترنګزى، مولانا محمود الحسن او مولانا عبيد الله سندهي درې واړه د ظلم او جبر او د انګرېز سامراج خلاف د تشدد د فلسفې قائل وو او باچاخان په هرحال د عدمِ تشدد په لار روان ؤ. باچاخان د عدم تشدد د فلسفې خورونه وړومبۍ خو د مدرسو د قيام او اصلاحي تحريكونو شروع كولو په شكل كړې وه او بيا ئې د انجمن اصلاح افاغنه د سيوري لاندې د دغه فلسفې خورونه شروع كړه. په منظمه توګه د باچاخان د عملي او تنظيمي سرګرمو ابتدا د انجمن اصلاحِ افاغنه د قيام نه كيږي. د دې تنظيم د قيام په حقله باچاخان په خپل كتاب "زما ژوند او جدوجهد" كښې ليكلي دي:

"مونږ په 1921ء كال كښې د دوستانو په امداد په اتمانزو كښې د ازاد سكول بنياد كښېښودۀ چې په دې سكول كښې قاضي عطاؤ الله، ميا احمد شاه، حاجي عبدالغفار خان، محمد عباس خان، عبدالاكبر خان اكبر، تاج محمد خان عبد الله شاه او خادم محمد اكبر زما ملګري وو. د مدرسې تر څنګه مونږ د پښتنو د غلطو رسمونو او رواجونو د اصلاح كولو د تشدد نه د منع كولو او په كښې د قامولۍ، د مينې او محبت د پيدا كولو په غرض د اصلاحِ افاغنه په نامه انجمن جوړ كړو"(1)

د انجمن اصلاح الافاغنه د اصلاحي تحريك نه پس باچاخان د خدائي خدمتګار تحريك د سيوري لاندې د عدم تشدد د فلسفې په اهميت او ضرورت زيات زور راوړو. امريكني ليكوال ايكنات سواران د باچا خان په فلسفه يو كتاب ليكلى دى چې غني خټك ئې په پښتو كښې ترجمه د "حضرت باچا خان ژوند او فلسفه" په نوم كړې ده. دغه كتاب كښې ليكوال د كال 1929ء د وخت د باچا خان د يو تقرير حواله وركړې ده او بيا ئې د عدم تشدد د فلسفې جائزه هم وړاندې كړې ده. هغه په دې لړ كښې ليكي:

"د باچاخان فكر جوړ شو دۀ يو داسې فوځ، چې په عدم تشدد عمل كوي د دې فوځ به پرېډ وي، تنظيم به ئې وي، افسران به لري، وردۍ به اچوي، بېرغ به ئې وي او د ګائيډز د رسالې په شان به ئې خپل بېګل او ډرم وي. دا فوځ به جنګ كوي خو د ټوپكو او ګولو جنګ به نۀ كوي دوئ به بې وسلې وي او عدم تشدد به د دوئ وسله وي. باچاخان ته دا علم ؤ چې داسې فوځ چرته وړاندې وجود كښې نۀ دى راغلى. د تربيت يافته، پېشه ور د عدم تشدد د سپايانو فوځ دا يو فكر او نوى خيال ؤ..... يو پښتون داسې كېداى شي چې د عدمِ تشدد لاره خپله كړي ولې چې داسې كار يو بهادر او مړنى اولس كولى شي. پښتون مړنى دى حوصله لري او اخلاقي جرات لري او په دا وجه مونږ دا يقين كولى شو چې په عدم تشدد به عمل وكړى شي او ښۀ په كاميابۍ سره.

باچا خان دا باور هم څرګنده كړو چې پښتون به په تش لاس د دښمن مقابله كوي.... باچاخان زياته كړه چې پښتون كښې د مېړنتوب ټولې خوبۍ شته. دوئ صرف پوهول غواړي كه شپږ كسانو هم په دې عمل وكړى شو نو دا به د ټول پښتون اولس دپاره د يوې ودې كار وي"(2)

باچا خان د خدائي خدمتګار تحريك د سيوري لاندې د عدم تشدد د فلسفې خورونه باقاعده د يو تنظيم په شكل كوله او لكه چې د اېكنات سواران د حوالې نه څرګنده شوه چې هغۀ دې مقصد دپاره په باقاعده توګه يو غير وسله وال فوځ تيار كړى ؤ چې بغير د جنګ او جګړې او بغير د طاقت د استعمال نه به ئې د عدم تشدد په زور د خپل مقصد په لور قدمونه اخستل.

ايكنات سواران د عدمِ تشدد د فلسفې د علمبردارو د دغه فوځ خصوصيات هم بيان كړي دي او د يو رښتوني خدائي خدمتګار د اصلي او بنيادي هدف تعين ئې هم كړى دى. هغه په دې حقله ليكي:

"يو تنظيم جوړ كړى شو. د دې تنظيم نوم "خدائي خدمتګار" ؤ. د الله تعالٰى خدمت كوونكي. د دوئ مرام ازادي، مقصد د مخلوق خدمت كول او د هغوئ په كار راتلل. چونكې الله تعالٰى د انسان د خدمت حاجتمند او مو تازه نۀ دې په دا وجه د هغۀ د مخلوق خدمت كول. د هغۀ يعني د الله د خدمت درجه لري.

خدائي خدمتګاران د باچاخان په مشرۍ كښې په وجود كښې راغلل. دا په نړۍ كښې وړومبى پېشه ور او بې وسلې فوځ ؤ. نۀ د دې نه اګاهو داسې مثال چرته موجود ؤ او نۀ به مستقبل كښې د نړۍ اولسونه داسې مثال پيدا كړي. دا د باچا خان معجزه وه چې د پښتون په شان په وسله مئين قام ئې تش لاسى كړو او ښۀ په كاميابۍ سره ئې پرې عمل وكړو.

(1)زۀ يو خدائي خدمتګار يم او خدائ ته د خدمت څۀ ضرورت نۀ شته خو د هغۀ د مخلوق خدمت كول او په كار راتلل د هغۀ يعني د الله خدمت دى. په دې وجه زۀ د الله په نوم د هغۀ د خدمت كولو لوظ او اقرار كوم.

(2) زۀ د تشدد او جنګ جګړې نه د څنګ كولو او ځان ساتلو لوظ كوم او بدل يا انتقام به نۀ اخلم. زۀ دا اقرار كوم چې هغه څوك به معاف كوم چې زما سره زور زياتى يا راباندې ظلم كوي.

(3) زۀ جنګ جګړو كښې  د برخې نۀ اخستو لوظ كوم او دښمني به نۀ پيدا كوم.

(4) زۀ به هر يو پښتون خپل دوست، ملګرى او ورور ګڼم.

(5) زۀ به اولس دښمن رواجونو كښې برخه نۀ اخلم او نۀ به خپله وده وركوم.

(6) زۀ به ساده ژوند تېروم. د نېكۍ كارونه به كوم او د غلطو كارونو نه به څنګ كوم.

(7) زۀ د ښو اخلاقو او ښۀ سلوك كولو لوظ كوم او فضول او بې كاره كارونو كښې به وخت نۀ بربادوم. زۀ به روزانه كم نه كم دوه ګهنټې د اولس كارونه كوم.

د پښتون دپاره سوګند كول څۀ معمولي يا وړوكې خبره نۀ ده. پښتون په اسانه د سوګند په پړي ځان نۀ تړي ولې چې يو ځل سوګند وكړي نو بيا دغه سوګند ماتېدلى نۀ شي. د پښتون يو دښمن هم دا باور كولى شي چې پښتون به خپل سر وركړي ولې خپله خبره خپل لوظ يا سوګند به مات نۀ كړي. عدمِ تشدد د سوګند او د تنظيم روح ؤ. دا نۀ يواځې د انګرېز د تشدد خلاف يوه وسله وه بلكې دې سره سره د پښتون په ژوند كښې چې كوم تشدد ؤ د هغې هم خلاف ؤ. د عدمِ تشدد په بركت سره دوئ ازادي هم موندلى شوه، عزت او درناوى هم"(3).

ډاكټر وارث خان د برصغير د ازادۍ د تحريكونو يو بل نوميالى غړى دى هغۀ په خپل كتاب "د ازادۍ تحريك" كښې د باچاخان د كال 1931ء د يو تقرير حواله وركړې ده او د انګرېز د ظلم او جبر خلاف د هغۀ د عدم تشدد د فلسفې په زور او طاقت ئې خبره كړې ده.

ډاكټر وارث خان په دې حقله ليكي:

"ورپسې باچا خان تقرير ته اودرېدو د تقرير غټې غټې خبرې دا وې:

زما پښتنو وروڼو! تاسو ته دا وايم چې دا ملك پېرنګي په ټګۍ ټورۍ مونږ نه لاندې كړى دى. دې د اوو زرو مېلو لرې نه راغلى دى. زمونږ دولت ټول لندن ته ځي. د پېرنګي سپي كچونه او ډبل روټۍ خوري. ورشئ رسالپور كښې د دوئ بنګلې وګورئ. د دوئ بچي ووينئ. او دې خپلو بچو ته وګورئ. په سر سرتور او پښو پښې ابلې ګرځي. چې ملك ازاد شي نو ستاسو بچې به هم په تن پټ او په ګېډه ماړۀ شي. اوس به مونږ ازادي اخلو. پېرنګي ته مونږ يو ښكر مات كړى دى. د شګو په كمر ولاړ دى. يوه ديكه ورته په كار ده. د ازادۍ دغه بېړه مونږ د هشنغر نه پورته كړې ده. نوښار او دا كلى هشنغر سره لګي نو تاسو به هم د ازادۍ په جنګ كښې مونږ سره مخكښې صف كښې روان شئ. مونږ تيږه ايښې ده. جنګ روان دى. ازادي څۀ د خټو ګوګوشتو نۀ دى چې په سړه ډوډۍ كيږي. قربانۍ وركول غواړي. تشدد، جنګ، جګړه به نۀ كوئ. دا ځل چې قيد شو جېل كښې به هيڅ مشقت نۀ كوو"(4).

د پاكستان د ازادۍ تروخته د باچاخان د عدمِ تشدد فلسفه په ټول هندوستان كښې خوره شوې وه. سره د دې چې د صوبه سرحد (خېبر پښتونخوا) ځنې مسلم ليګي مشرانو او په خپله قائد اعظم محمد علي جناح هم داسې ګڼله چې د پاكستان د ازادۍ نه پس به د باچاخان سياسي قوت ختم شي خو داسې بيا هم و نۀ شوه. د پاكستان د ازادۍ په وخت د باچاخان د فلسفې په پښتون اولس او پښتونخوا د اثراتو وضاحت د باچاخان نزدې ملګرى عبدالخالق خليق په دې الفاظو كوي:

"د مانكي شريف پير صاحب دي خداى وبخښي. ما ته ئې قصه كوله چې څۀ وخت جناح صاحب د سرحد دوره وكړه او واپس لاړو نو يوه ورځ زما په مخكښې ترې چا تپوس وكړو چې تاسو چې د سرحد دوره وكړه نو دا ووائئ چې عبدالغفارخان نن ورځ په څۀ حال كښې دى؟ نو جناح صاحب په ډېره بې پرواهۍ سره ووئېل چې "وه ختم ہوچكا ہے" نو ما بل وخت ورته ځان ته ووې چې دا رائې تاسو څنګه قائمه كړې ده چې عبدالغفار خان ختم شوى دى؟ نو جناح صاحب ووې چې ما په خپله د سرحد په دوره كښې يو سرخپوش و نۀ ليدو. پير صاحب وائي چې ما ورته ووې چې حقيقت دا نۀ دى. زۀ درته په دعوٰى سره وايم. چې د سرحد لسمه حصه د مسلم ليګ سره ده او په باقي خلګو د عبدالغفار خان اثر دى. په دې خبره جناح صاحب څۀ خفه غوندې شو او ما ته ئې ووې چې "پير صاحب! تا ته خو څۀ احساس كمتري غوندې شوې ده. خېر دا خبره تېره شوه خو چې عام انتخابات وشو او مسلم ليګ شكست وخوړو نو يوه ورځ ما ته جناح صاحب ووې چې پير صاحب ستا هغه خبره ما اوس منله، واقعي چې صوبه سرحد په عبدالغفار خان پسې دى. خو اوس دا كوشش وكړه چې عبدالغفار خان ما سره ملګرى شي. ځكه چې زۀ اوس خپل ځان د پارټو نه بالاتر ګڼم. ما ته د تمام پاكستان اعتماد حاصلول په كار دى. (غالباً دا خبره د هغې وخت وه چې پاكستان جوړ شوى ؤ"(5).

د انجمن اصلاح الافاغنه اصلاحي تحريك چې د سياسي مقاصدو په لور وړاندې قدمونه واخستل او د باچاخان عملي سرګرمۍ تېزې شوې نو د هغوئ تحريك هم ورسره وسعت وموندو او دغسې د انجمن نه د خدائي خدمتګار تحريك په لور ئې سفر وكړو. د انجمن نه پس د خدائي خدمتګارۍ دپاره هم باچاخان هم هغه د عدمِ تشدد په فلسفه عمل كولو او د دې فلسفې مزيد وضاحتونه ئې هم وكړل. د 21اګست 1940ء په مياشتنۍ مجله "پښتون" كښې د باچاخان يو تقرير چاپ شوى دى چې په كښې ئې د خدائي خدمتګارۍ بنيادي مقصد د عدمِ تشدد د فلسفې خورونه ګڼلې ده. باچاخان په دې حقله ليكي:

"د ظالم ملګرتيا به نۀ كوي. د مظلوم ملګرى به وي او هره خبره چې پېښه شي دى به رښتيا وائي. د دروغو او هر قسم بدو كارونو نه به ځان ساتي. د ملك د ازادۍ كوشش به كوي او د غلامۍ د ذلت نه به خپل قوم نه بلكې د تمامې دنيا د مظلومانو د ازادۍ كوشش كوي. نۀ به د ځان دپاره غلامي خوښوي او نۀ به د دنيا د نورو قومونو دپاره غلامي خوښوي. لنډه دا چې خدائي خدمتګاري يو پاك او روحاني تحريك دى"(6).

د وړومبي ستمبر په پښتون مجله كښې باچاخان د عدمِ تشدد د فلسفې نور وضاحت په دې ټكو كوي:

"د عدمِ تشدد دا مطلب نۀ دى چې مونږ به هر چا ته بس لاس جوړه كړې وي او هر څوك دې زمونږ په سر كښې پښې ږدي او مونږ به سر پورته كوو نه، د بعضو خلګو دا هم خيال دى چې مونږ د عدمِ تشدد په لاره ځكه چليږو چې مونږ كمزوري يو. زمونږ وس نۀ شته او څۀ وخت چې په مونږ كښې طاقت پيدا شي نو بيا به تشدد كوو. دا بالكل غلطه خبره ده مونږ چې دا كوم څيز روان كړى دى نو دا زمونږ اصول دي. زمونږ د خدائي خدمتګارۍ لاره يوه اصولي لاره ده. دا د څو ورځو دپاره نۀ ده بلكې دا يوه د همېشه لاره ده. په دې كښې به هيچرې تبديلي نۀ كيږي. كه نن مونږ بې طاقته يو هم او كه سبا را كښې طاقت راشي هم. مونږ د عدم تشدد لار نۀ پرېږدو او تاسو په دې هم پوه شئ چې عدم تشدد د كمزورو خلګو كار نۀ دى. په دې اصولو هغه قوم عمل كولى شي چې هغه يو مقصد حاصلولى شي. د يو كمزوري قوم په مقابله كښې ئې ډېر زر حاصلولى شي نو ځكه زۀ تاسو ته وائم چې تاسو په دې خبرو ځان پوهه كړئ او د خدائي خدمتګارۍ اصول وپېژنئ"(7).

دغسې د باچا خان د عدمِ تشدد فلسفه د برصغير په سياسي منظرنامه كښې د بحثونو مركز وګرځېده. او د هندوستان په غټو غټو سياسي تحريكونو، مركزونو او لويو شخصياتو كښې په دې فلسفه خبرې اترې شروع شوې. ځنو خلګو د دې فلسفې په مرسته كښې دلائل وړاندې كړل او ځنو ئې مخالفت كښې، د باچاخان د عدمِ تشدد فلسفې ته دومره لوئ اهميت ترلاسه شو چې د برصغير لوئ سياسي مبارز ګاندهي جي هم د باچا خان په هڅو او په پښتون اولس كښې د عدم تشدد د فلسفې د اثراتو په حقله بحثونه وكړل. ګاندهي جي د هندوستاني دانشور پيارې لال د كتاب "گاندھى جى بادشاه خان كے ديس ميں" په ابتدائي خبرو كښې ليكلي دي چې:

"خدائى خدمتگار كچھ بھى ہوں اور بعد ميں كچھ بھى نكليں مگر اس ميں كوئى شك نہيں كہ ان كے راه نما، جن كو انہوں نے بادشاه خان كا خطاب ديا ہے، خدا كے ايك سچے خادم ہيں، ان كا عقيده ہے كہ خدا حى و قيوم ہے اور انہيں معلوم ہے كہ ان كى تحريك صرف اسى كى مرضى سے كامياب ہوسكتى ہے. انہوں نے اپنے آپ كو اس مقصد ميں فنا كرديا ہے اس لئے اب آگے كى انہيں كوئى پروا نہيں رہى، وه سمجھ گئے ہيں كہ عدم تشدد كو اپنائےبغير پٹھانوں كے لئے نجات كا كوئى راسته نہيں اور يہ ان كے لئے كافى ہے، وه اس بات پر فخر نہيں كرتے كہ پٹھان بہت اچھا لڑنے والا ہے، وه اس كى بہادرى كى قدر كرتے ہيں ليكن ان كے خيال ميں اسے ضرورت سے زياده تعريف كركے بگاڑ ديا گيا ہے، وه نہيں چاہتے كہ پٹھان سماج كا غنڈه بنے. وه مانتے ہيں كہ پٹھان كو جاہل ركھا گيا ہے اور اس كى جہالت سے ناجائز فائده اٹھايا گيا ہے. ان كى خواہش ہے كہ پٹھان اور بھى زياده بہادر بنے اور اس كے ساتھ سچا گيان (علم) بھى حاصل كرے اور ان كے نزديك يہ چيز صرف عدم تشدد سے حاصل ہوسكتى ہے"(8).

ګاندهي جي د خپل سياسي فكر او باچاخان د نظرئې په يووالي او نزدېكت هم خبرې كړې دي او ليكلي ئې دي:

"چونكہ بادشاه خاں ميرى اہنسا پر اعتقاد ركھتے ہيں، اس لئے ان كى خواہش تھى كہ جتنے دن ہوسكے ميں خدائى خدمت گاروں ميں رہوں وہاں جانے كے لئے مجھے كوئى لالچ دينے كى تو ضرورت تھى ہى نہيں كيوں كہ ميرى تو خود ہى يہ خواہش تھى كہ خدائى خدمت گاروں كو جان لوں. ميں ان كے دلوں تك پہنچنا چاہتا تھا. ميں يہ نہيں كہتا كہ ميں اس ميں كامياب ہوگيا، ہاں اس كى كوشش ضرور كى ہے"(9).

د عدم تشدد د فلسفې د دومره زيات مقبوليت باوجود د باچاخان د ابتدائي هڅو په وخت كښې هم او لاتراوسه پورې په دې فلسفه ځنې اعتراضونه او تنقيدونه هم مخې ته راغلل، په دغه اعتراضونو كښې ځنې خو داسې وو چې په مجموعي توګه د عدم تشدد فلسفه د پښتون قام د مزاج خلاف ګڼلى شوه او ځنې نېغ په نېغه د باچاخان د سياسي سوچ او د هغۀ د عدم تشدد په فلسفه اعتراضات وو. دې لړ كښې د باچاخان د عدم تشدد فلسفه د پښتنو د عام جنګجو صلاحيتونو او مزاج خلاف ګڼلى شوه. هغې دپاره په ثبوت كښې د ببري ګل وزير يوه حواله وړاندې كولى شي په كومه كښې چې هغۀ د باچاخان د فلسفې حواله هم وركړې ده او د هغۀ د عدم تشدد فلسفه ئې د پښتون قوم د مزاج خلاف ګڼلې ده. ببري ګل وزير په خپل انګرېزي كتاب The Faqir of Ippi كښې ليكي:

"Khan Abdul Ghafar Khan (1890- January 1988) Constantly Criticized the tradition of revenge and its negative impact on the integrity and progress of the Pashtoon society. He founded Anjuman –e- Afaghana (The Association for reformation ofn Afghans) in 1921, besides a private school at Utmanzai the same year, with intention of weeding out evil tradition from the society. Unfortunately he could not achieve the objective of abolishing the centries old, tradition of "Badal Akhistal" because the tribal leader’s clergy as well as the government exploited this tradition, like other evil traditions for their own nefarious designs (10)   

د پښتون د عمومي مزاج نه علاوه د برصغير د سياسي منظرنامې په تناظر كښې هم د دې نظرئې سخت مخالفت شوى دى. دغه مخالفت د باچاخان د سياسي هلو ځلو په ابتدئي دور كښې د كميونسټ نظرياتو حامي دانشورو او سياستدانانو په خصوصي توګه كړى دى چې د ټولو نه اهمه نامه په كښې د كاكاجي صنوبر حسېن مومند ده. حنيف خليل په خپل اردو كتاب "كاكاجى صنوبر حسين شخصيت اور فن" كښې د عبدالباقي د يو ناچاپ كتاب په حواله د كال 1930ء په واقعاتو كښې د باچاخان او كاكاجي صنوبر حسېن د دوو مختلفو تقريرونو ذكر كړى دى كوم چې په اسلاميه كالج پېښور كښې كړي وو. د عبدالباقي بيان ډاكټر حنيف خليل په دې ټكو قلم بند كړى دى.

"مارچ 1930ء ميں اسلاميہ كالج پشاور كے ہاسٹل ميں ديگر طلباء كےساتھ رہتا تھا.ان دنوں اسلاميہ كالج كا پرنسپل ايك امريكى مارٹن تھا. خان عبدالغفار خان اپنے سياسى مشن كے سلسلے ميں اسلاميہ كالج پشاور كے طلباء كو خطاب كرنے كے لئے آئے تھے. عبدالغفار خان نے اپنى تقرير ميں كہا كہ اس كالج كا پرنسپل ايك آزاد ملك كا باشنده ہے، مجھے افسوس ہے كہ اس نے مجھے اپنے پشتون بھائيوں اور بچوں سے مخاطب ہونے كا موقع بہت مشكل سے اور رات كے وقت ديا. ہميں اس وطن ميں غلام بنايا گيا ہے. يہ وطن ہمارا ہے ليكن انگريز سامراج اس پر غاصب ہوگيا ہے. انگريز كو چاہيے كہ وه ہمارا وطن چھوڑ كر واپس چلا جائے اور ہميں سكھ كا سانس لينے كا موقع دے".

"اس جلسے ميں كاكاجى صنوبر حسين مہمند بھى موجود تھے، عبدالغفارخان كى تقرير ختم ہونے كے بعد انہوں نے طلباء سے مخاطب ہوكر كہا كہ عبدالغفار خان كا موقف يہاں تك تو درست ہے كہ انگريز ظالم ہيں اور ان كو يہ وطن چھوڑنا چاہيے. ليكن عبدالغفار خان نے يہ نہيں كہا كہ انگريز كے جانے كے بعد اس سرمايہ دار طبقے كا كيا علاج ہوگا جو ظالم كى پشت پناہى كرتا ہے اور مظلوم و مفلس عوام كا خون چوستے ہيں. اس موقع پر كاكاجى صنوبر نے واضح الفاظ ميں كہا كہ ہميں ہر ظالم كے خلاف مسلح ہوكر لڑنا ہے خواه وه انگريز ہو يا انگريزوں كے پرورده سرمايہ دار طبقہ. كاكاجى نے گاندھى جى اور عبدالغفار خان كے عدم تشدد كے بارے ميں كہا كہ يہ فلسفہ پشتون قوم كے مزاج كے خلاف ہے. اور يہ انگريزوں كو تسلط جمانے كا موقع دينے كے مترادف ہوگا"(11).

د ازادۍ په تحريك كښې د كاكاجي صنوبر حسېن يو بل پښتون ملګري سالار فريد خان د باچاخان د عدمِ تشدد فلسفه په دې ټكو غندلې ده:

"كاكاجى عدم تشدد كے سخت خلاف تھے. وه زبانى اور تحريرى طور پر اكثر عدم تشدد كے فلسفے پر چوٹ كرجاتے اور اكثر ايسے پيرائے ميں كہ بات سننے اور پڑھنے والے كے دل نشين ہوجاتى. وه فرماتے عدم تشدد ہندوؤں كيلئے تو موزون ہے. مگر مسلمانوں كيلئے نہيں اور خاص كر پشتونوں كيلئے بالكل ہى موزون نہيں. پہلے ہى لفظ جہاد كے مٹانے كى كوشش ہورہى ہيں. اگر عدم تشدد پر عمل شروع ہوگيا تو پھر دنيا ميں مسلمان قوم كسى كام كے نہيں رہے گى. كفار جو پہلے ہى انہيں پامال كر رہے ہيں، پھر تو بڑى آسانى سے انہيں ملياميٹ كرديں گے"(12).

كله چې د باچاخان د عدم تشدد په فلسفه دغه واضح اعتراضونه مخې ته راغلل او بيا په خصوصي توګه د پښتنو دانشورو له خوا دغه فلسفه وغندلى شوه، نو باچاخان مجبور شو چې د دغو اعتراضونو جواب وكړي او يو ځل بيا د عدم تشدد د فلسفې وضاحت وكړي ځكه چې د عدم تشدد په فلسفه عمل كوونكو او د دې فلسفې د مخالفينو مقاصد مشترك وو. د دواړو ډلو اصلي هدف دا ؤ چې د انګرېز سامراج نه نجات ترلاسه كړي او په خپله خاوره ازادۍ او خودمختارۍ سره ژوند وكړي صرف د دواړو ډلو لارې جدا وې، انداز او طريقه ئې بېل بېل وو خو هدف ئې يو ؤ. په دې وجه باچاخان چې د ذكر شوو اعتراضونو او مخالفتونو په نظر كښې ساتلو سره د دې فلسفې كوم وضاحتونه كړي دي هغې كښې ئې د عدم تشدد فلسفه د پښتون د كمزورۍ په ځائ د دې قوم يو طاقت ګڼلى دى او زيات زور ئې په دې خبره وركړى دى چې د مقاصدو حصول څومره په نرمۍ كښې او د عدم تشدد په زور كښې كېدى شي. دومره په زور، جنګ، جګړو او تشدد سره نۀ شي كېدى ځكه هغۀ د ابتدا نه تر اخره پورې پښتون قام ته د دغه فلسفې د خپلولو تلقين كولو او په دې فلسفه د تللو او عمل كولو درس ئې وركولو. باچاخان د ذكر شوو معترضينو جوابونه په خپلو تقريرونو كښې هم كړي دي چې يوه حواله ئې وړاندې د پښتون مجلې د يو تقرير په ضمن كښې تېره شوې ده او په خپلو تحريرونو كښې هم هغۀ نۀ يواځې د معترضينو جوابونه كړي دي بلكې ځائ په ځائ او په مختلفو موقعو ئې د ضرورت تر مخه د دغه فلسفې مزيد تشريحات هم كړي دي او په هره موقع ئې دغه فلسفه د كمزورۍ په ځائ د يو طاقت په توګه څرګنده كړې ده.

د عدم تشدد په فلسفه د باچاخان وروستي وضاحتونه د هغۀ په كتاب "زما ژوند او جدوجهد" كښې محفوظ دي. دا كتاب هغۀ په 13 جولائي 1981ء كښې مكمل كړى دى او تر دغه وخته د خپل سياسي او عملي جدوجهد تفصيلات ئې په كښې ليكلي دي. په دې كتاب كښې باچاخان د عدم تشدد د فلسفې مزيد وضاحتونه كوي او د مخالفينو اعتراضونه هم په نظر كښې ساتي هغه د خدائي خدمتګارۍ اصلي بنياد د عدم تشدد فلسفه ګڼي او ليكي چې:

"زمونږ دې خبرو په خلګو ډېر اثر وكړو او مونږ چې به هر چرته لاړو نو ښځي، نر، واړۀ، زاړۀ به ټول راسره روان شول. نو ملايانو دا فتوٰى وكړه چې باچاخان دجال دى. د دجال په هكله دا مشهوره وه چې دى راشي نو ښځي، نر او ماشومان به ورپسې وي. ملايانو به خلګو ته وئېل چې تاسو نۀ ګورئ چې نر، ښځي، زاړۀ، واړۀ ورپسې دي. د  عدم تشدد په حقله خلګو كښې عجيبه عجيبه خيالات دي د دې په حقله ډېرې پروپېګنډې كيږي او په خلګو كښې غلط فهمي پيدا كوي څوك وائي چې كه څوك په يو مخ څپېړه دركړي نو تۀ ورته دا بل مخ هم ونيسه، چا به وې چې تۀ ورته پروت اوسه او بل به درباندې ګرځي، چا به وې چې تۀ به ورته پروت ئې او هغه به دي وهي ته به لاس پښه نۀ خوځوې، چا به وې چې پښتون يو بهادر او زبردست قوم دى غفارخان ئې بزدله كوي. لنډه دا چې قسم قسم خبرې وې. دراصل عدم تشدد يو طاقت دى څرنګه چې تشدد يو طاقت دى د عدم تشدد هم دغه شان فوج دى لكه څنګه چې د تشدد دى. خو د عدم تشدد وسله تبليغ دى او د تشدد وسله ټوپك دى. عدم تشدد په خلګو كښې محبت پيدا كوي، همت پيدا كوي او جرات پيدا كوي او تشدد په خلګو كښې نفرت پيدا كوي او ويره پيدا كوي او بزدلي پيدا كوي. بعضې خلګ وائي چې د ډيفنس (دفاع) دپاره خو تشدد په كار دى. دوئ دې ته فكر نۀ كوي چې تشدد دې وكړو نو د عدم تشدد لاره دې پرېښوه حالانكې عدم تشدد كښې خپله دفاع شته. عدم تشدد كښې شكست نۀ شته او تشدد كښې شكست شته. څنګه چې د تشدد يو نظام دى. دغه شان د عدم تشدد هم مكمل نظام دى. تشدد اسان دى او په دې لاره تلل هم اسان دي او عدم تشدد هم مكمل نظام دى. تشدد  اسان دى او په دې لاره تلل هم اسان دي او عدم تشدد ډېر ګران دى او په دې لاره تلل هم ډېر ګران دي. يو سړي له د پړق جواب كښې پړق وركول اسان كار دى خو پړق زغمل ګران كار دى"(13).

خلاصه:

د عدم تشدد د فلسفې په حقله په تېر بحث كښې چې څومره حوالې وركړى شوې دي د هغې نه د دې فلسفې د تاريخي پس منظر وضاحت هم كيږي او د دې فلسفې په مذهبي، سياسي او سماجي اړخونو هم وضاحتونه مخې ته راځي. او دا هم څرګنده ده چې د باچاخان د سياسي فكر وارثان او پېروكار نن هم د دې فلسفې خبرې كوي او په دې فلسفه د تللو او عمل كولو تلقين كوي خو سوال دا پيدا كيږي چې په عملي توګه په پښتني ټولنه كښې د پښتنو په سياست د دې فلسفې اثرات څۀ دي او هغه كومې نتيجې دي چې د دې فلسفې په پېروۍ كښې ترلاسه كړى شوي دي. په كامله توګه خو د دې سوال جواب نۀ شي كېدى البته دومره وئيلى كېدى شي چې د پښتون اولس يوه غټه طبقه دې فلسفې متاثره كړې ده او د ډېرو زياتو مخالفتونو باوجود دا فلسفه نن هم ژوندۍ ده خو تر كومه حده چې د نتائجو د حصول خبره ده نو دې كښې هيڅ شك نۀ شته چې د فلسفې د ځنو منونكو په قول او عمل كښې د تضاد عنصر هم شامل دى او د دې فلسفې د مخالفينو دا اعتراض هم په خپل ځائ مستحكم ولاړ دى چې د پښتنو سياسي او سماجي تاريخ د دې فلسفې مرسته نۀ كوي. د تاريخ نه علاوه د پښتنو ثقافتي اقدار هم د دې فلسفې په عام كولو او په خلګو منلو كښې يو لوئ خنډ جوړيږي. ځكه مونږ دا خو نۀ شو  وئيلى چې د باچاخان د عدم تشدد فلسفې خپلې نتيجې په كاميابۍ سره په صحيح توګه مرتب كړې دي. البته دا ضرور وئيلى شو چې دغه فلسفې د برصغير په سياسي او سماجي تاريخ كښې خپلې جرړې دومره مضبوطې كړې دي چې څوك ئې بنياد متزلزل كولى نۀ شي.

د برصغير په سياسي تحريكونو چې كله هم بحث كيږي او په دې حقله څومره هم تحقيقات كيږي نو د باچاخان د عدم تشدد فلسفه به په كښې د يوې ژوندۍ فلسفې په حېث خپل وجود ثابتوي.

حوالې

(1) عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، دولتي مطبع كابل، 1362هـ ش، 1983ء، مخ 183، 184.

(2) سواران ايكنات، حضرت باچاخان ژوند او فلسفه (مترجم غني خټك) پښتو ادبي سوسائټي اسلام اباد، 1993ء، مخ 213، 214.

(3) هم دغه، مخ 216، 219.

(4) وارث خان، ډاكټر، د ازادۍ تحريك، د چاپ ځائ پېښور، جون 1988ء، مخ 94.

(5) خليق، عبدالخالق، د ازادۍ جنګ، اداره اشاعت سرحد پېښور، 1972ء، مخ 164.

(6) عبدالغفار خان، د فخر افغان صاحب دوېم تقرير، مشموله اووۀ ورځنۍ پښتون، 21اګست 1940ء، مخ 6.

(7) عبدالغفار خان، د فخر افغان صاحب درېم تقرير، مشموله اووۀ ورځنۍ پښتو، ستمبر 1940ء، مخ 5، 6.

(8) گاندھى، موھن داس كرم چند، خدائى خدمتگار اور بادشاه خان، مشموله گاندھى جى بادشاه خان كےديس ميں، (از پيارے لال) مترجم ڈاكٹر سيد عابد حسين، فكشن ھاؤس لاہور، 2006ء، ص 7.

(9) ايضاً، ص 7.

(10) Wazir, Babri Gul, The Faqir of   (ppi), p 11.

(11) خليل، حنيف، كاكاجى صنوبر حسين، شخصيت اور فن، اكادمى ادبيات پاكستان 2006ء، ص 17، 18.

(12) سالار، فريد خان، كاكاجي صنوبر حسېن مهمند، مشموله كاكاجى صنوبر حسين مھمند مرحوم. دانشوروں كى نظر ميں، (مرتبه انور خان ديوانه) اكتوبر 1993ء، مخ 68.

(13) عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، مخ 357 تا 359.

- پروفېسر جاوېد اقبال اقبال
بېرته شاته