(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولسمشره! ناوخته نه دی

[30.Aug.2015 - 20:35]

ولسمشره! ناوخته نه دی،‌ تر دې ځان مه تحقیروه

 لیک:  عبدالستار سعادات
ولسمشر کرزي اساسي قانون ته یو پوښ ورکړی و؛ د ضرورت په وخت کې به یې خلاص کړ او د خپل خوښې او ضرورت ماده به یې ترې راواخېسته. ولسمشر غني اساسي قانون ته څو پوښونه ورکړل او په المارۍ کې یې قفل کړ. باور لرم چې پنځه کاله وروسته به یو لوېشت خاورې پرې ناستې وي.
په ځای یې د جبر په طلا لیکل شوی سیاسي هوکړه لیک، حکومت کوي.
د واک وېشل او نورو ته سهم ورکول، د هر ولسمشر مشروع حق او واک وي.‌ خو؛ په کوم ډول چې ولسمشر غني د خلکو په رایو معامله وکړه، تاریخ به یې په یاد ولري. هغه د ولس هغو رایو ته په سپکه وروکتل چې د ګوتو څه چې د سر د پرېکولو خطر یې په غبرګو سترګو منلی و.‌ د ټاکنیز اصلاحاتو ناقانونه کمېسیون په رامنځته کولو یې د هغو ټولو خلکو رایې تر پوښتنې لاندې یوړې او خپل مشروعیت ته یې هم سخت ګوزار ورکړ.
پرون د دې کمېسیون دوه تنه غړو چې په ۱۵ کسانو کې یوازې همدا دوه تنه پښتانه وو، د بې واکۍ له امله یې د حقارت احساس وکړ او کمېسیون یې تحریم کړ ( چې باید له پیله نه وای ورغلي).
د ټاکنیزو اصلاحاتو ناقانونه کمېسیون،‌ د ناقانونه چارواکي عبدالله په لاس کې دی. په ټوله نړۍ کې لومړی ځل دی چې؛ د دوه کمېسیونونه او د راتلونکو ټاکنو یا د هېواد د برخلیک ټاکلو واک بایلونکي کاندید ته ورکول کېږي.
ما په هېواد کې ډېر کمزوري او ډارن چارواکي ولیدل چې د هغوی د ډار او بېوسۍ له امله ځینې ځانونه فرعونان بولی؛‌ خو،‌ د ولسمشر غني په وجود کې د شته وېرې په شان ډار، تر اوسه نه دی تجربه شوی.
جالبه به دا وي، هغه ورځ‌ چې دا کمېسیون د ولسواکۍ فاتحه واخلي او د افغانستان د یو اکثریت په ضد خپله توطئه د ولسمشر غني په لاسلیک عملي کړي؛ لاسلیکونکی (ولسمشر غني) ته به دا لاسلیک،‌ د خپلې استعفا تر لاسلیکولو ګران تمام شي. نور به هغه د هېواد ولسمشر نه وي؛ بلکې په ټوله مانا به د تقلب نتیجه وي.
واقعیت دا دی چې ماته اوس د ولسمشر غني مشروعیت دومره مهم نه دی( د هغه خپل د بې تفاوتۍ او بې کفایتیو له امله)؛‌ ماته د هغه ولس رایه مهمه ده چې د مرګ او وحشت په منلو سره راووتل؛
ماته د جواس خان رایه مهمه ده چې د خپلې لور جنازه یې له خلکو پټه کړه چې د رای ورکونې لړۍ ټکنۍ نه شي…. د دې تقنیني فرمان تر لاسلیکولو وروسته به نه یوازې غني د افغانستان ولسمشر نه وي؛ بلکې په راتلونکې کې به دا رایې هېڅ ډول مشروعیت ونه لري او که یې کله بیا د ولسمشر د ټاکلو وس پیدا کاوه،‌ بیا به ناولې وي او په همدې لاسلیک به استناد کېږي.
زه ولسمشر غني ته یو څه ورپه یادوم!
ته د هغه چا نه ډارېږې چې هغه په هر میدان کې ستا پلویانو ته مات شوي دي.‌ تا دې د خپلو پلویانو مینه او اعتماد لیدلی، د هغوی د سترګو غوسه دې نه ده لیدلې. د دې نورو که وس کېدای، ته به په دې څوکۍ ناست نه وې، خو؛ که دې خپل ولس درته غوسه شو، بیا به د ارګ دېوالونه درباندې راولوېږي.
افسوس چې د خپل موقف دفاع (څوکۍ ساتلو) یو نامقدس جنګ دی؛ که زه څه وایم،‌ نو بیا به په دې تورن کېږم چې د ځان بقا لپاره دا هر څه کوم (البته هغه کسان مې چې پېژني، هغوی هېڅکله داسې فکر نه کوي) کنه نو ما به ستا په وړاندې دا جګړه اعلان کړې وه.
ناوخته نه دی،‌ تر دې ځان مه تحقیروه او تر دې دې د خلکو په منځکې د پښو خاپونه مه ورکوه.
 abdul sattar saadat

-
بېرته شاته