(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان او آلمان د دوستۍ سلمه کلیزه

[30.Aug.2015 - 20:26]

د افغانستان او آلمان د دوستۍ سلمه کلیزه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضورکې، نن له غرمې مخکې په ارګ کې ولمانځل شوه.

په دې غونډه کې جمهور رئیس غني، ګډون والو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې له افغانستان سره د آلمان د همکاریو د تاریخچې په اړه خبرې وکړې، وې ویل چې د اعلیحضرت محمد نادرشاه په وخت کې او له هغه څخه را وروسته د افغانستان او آلمان اړیکې نوي پړاوته داخلې شوې، چې په عمده ډول په پوځي او اقتصادي برخو کې په بنیادي ډول د آلماني پوهانو له مفکورو څخه کار اخیستل کېده.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې افغانستان د آلمان په مرسته په زیز بنایي برخو، برېښنا او نساجۍ او همدا راز د ملي بانک د تاسیس او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د صنعت او کرنې په برخوکې ډېر مهم پرمختګونه وکړل.

جمهور رئیس غني وویل چې د اعیحضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال د آلمان درې سترو کمپنیو د افغانستان په صنعتي وده کې مهمه ونډه ولرله، د زمنس کمپنۍ د سروبي د برېښنا بند جوړ کړ، د هو خست شرکت په افغانستان کې د درمل جوړولو د صنعت بنسټ کېښود او هوختیف د خښتو د تولید په برخه کې همکاري وکړه.

په دې مراسمو کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک شټاین مایر هم خبرې وکړې او د دغو مراسمو د جوړولو له امله یې له جمهور رئیس غني څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې آلمان له افغانستان سره د خپلو اوږدمهالو همکاریو دوام ته ژمن دی او له هغو هر ډول پرمختګونو او فرصتونو څخه چې د افغانستان د انکشاف سبب شي، ملاتړ کوي.

ښاغلي شټاین مایر، په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت د آلمان د دولت اساسي غوښتنې وبللې، او له دغه بهیر څخه یې د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د هغه هېواد دولت هڅه کوي چې په آلمان کې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو لپاره لا ډېره زمینه برابره کړي.

په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړو او په کابل کې د دوستو هېوادونو ځینو سفیرانو هم ګډون کړی و.

- Arg
بېرته شاته