(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د انتخاباتو د اصلاحاتو دکمیسون د دوه غړو...

[29.Aug.2015 - 22:06]

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

د انتخاباتو د اصلاحاتو د خاص کمیسون د دوه غړو کاوون کاکړ او شاه محمود میاخیل نظر او وړاندیزونه

سریزه :
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د رئیس د ۴۰ګڼې د ۲۵/۴/۱۳۹۴ نیټې د فرمان په اساس، د انتخاباتو د اصلاحاتو لپاره خاص څوارلس کسیز کمیسون وټاکه. مونږ د دغه کمیسون د غړو په توګه تعین شوچې حکومت ته د انتخاباتو د اصلاح لپاره لنډ مهال، منځمهال او اوږد مهال وړاندیزونه وړاندی کړو. مونږ د ملی وحدت د حکومت د مشرتابه نه مننه کوو چې په مونږ یې اعتماد وکړ اومونږهم د افغانستان د ملی منافعو په رڼا کې د دغه کمیسون غړیتوب چې یوه افتخاری او بی له کوم مادی امتیازه دنده وه قبوله کړه.
مونږ په تیرو پنځو اونیو کې چې د دی لوی مسوولیت د تر سرته رسولولپاره ډیر کم وخت دی د انتخاباتی نظام د اصلاح لپاره غونډي وکړي. د ابتدایې مشورو لپاره ولایتونو ته مو سفرونه وکړل ترڅو دا سی یوه جامعه طرحه حکومت ته وړاندی شي چې د هیواد موجوده واقعیتونه په نظر کې ونیسې او د افغانستان په شرایطو کې قابل د تطبیق اوسی ،عملی جنبه ولری، د افغانستان اکثریت ولس ته د منلو وړ وی او د هیڅ یوه قوم، سمت او یا ډلې په ضررنه وی. خو متاسفانه زمونږ د کمیسون زیادتره غړي چې د مشخصو احزابو پوری تړلی دی لیواله وو چې د پارلمانې تعطیل نه د فرصت او د دی کمیسون د احزابود نا متناسبه غړیتوب نه په استفاده په عاجله توګه دا سي فیصلي وکړي چې د دوی په ګټه وي.
د کمیسون د کار پیل :
د دی لپاره چې مونږ ته د ولس یوڅه نظرونه معلوم شوی وي او د انتخاباتو په هکله زمونږ وړاندیزونه د ولس د غوښتنو او ستونځو سره برابري وی نو کمیسون تصمیم ونیوه چې د افغانستان د لویو ولایتونو مرکزونو ته چې د زونونو په سطحه نمایندګې کولی شي سفرونه وکړي او تر کومه حده چې ممکنه وي د قومی مشرانو، مدنی ټولنو، علماو، علمی او جهادی شخصیتونو، فرهنګیانو، د ښځو د ټولنو، د صلحی د شوراګانو او د ولایتې شوراګانو د غړو، د سیاسی احزابو د نمایندګانو، د انتخاباتو او بشر د حقوقود کمیسونو، د ولسی جرګه او مشرانو جرګه د غړو او مشرانو سره د انتخاباتو په هکله ابتدایې او عاجله سلامشوری وکړي. مونږ د ملی او بین المللی ټولنو چې د انتخاباتو په هکله تجربه لري هم وکتل په اکثره زونو کې ولس په لاندي ټکو تاکید کاوه.
1. د ولس اعتماد په انتخاباتو او هم د انتخاباتو په کمیسونوباندې کم شوی او داسی اصلاحات وشي چې د افغانستان د ولس اعتماد بیرته په انتخاباتو او هم د انتخاباتو په کمیسونو باندې زیات شي.
2. د انتخاباتو حوزي باید وړی شي. د افغانستان د اساسی قانون په اساس په ۲۵۰ حوزو وویشل شي تر څو هره حوزه خپل یو استازی په پارلمان کې ولري. دا غوښتنه د ننګرهار، پکتیا، کابل، غزنی، کندهار، هرات او کندوز په ټولو زونو کې عامه غوښتنه وه. 
3. جعلی کارتونو او د تقلب مخه باید ونیول شي. په غټو حوزو کې د تقلب زمینه زیاته ده
4. د هیواد اکثریتې موجوده سیستم چې په تخنیکې لحاظ ورته SNTV سیستم وایې باید اصلاح شي ځکه په دغه سیستم کې د ولس او دهغوی د استازو ترمنځ رابطه ضعیفه ده.
5. ملی احزابو ته دی د رشد زمینه مساعده شي.
6. د انتخاباتو مصارف هم حکومت ته او هم کاندیدانو ته ډیر زیات دي نو داسی طرحي باید وړاندي شي چې د انتخاباتو مصارف راټیټ کړی.
د پورته موخو د عملی کیدو لپاره مونږ د انتخاباتو په قانون او هم د کمیسونو په تشکیلاتو او وظایفو باندی کار وکړ او په هغه مواردو کې چې د انتخاباتو دکمیسون استقلالیت تامین شي، د انتخاباتو د تخلف، تخطی او تقلب مخه ونیول شي، مونږ پوره ملاتړوکړ. اما چې کوم انتخاباتی سیستم د افغانستان په شرایطو کې د تطبیق وړدی چې د اساسی قانون په اساس، سراسری، مستقیم او عادلانه ونډه د ټولو سیمو خلکوته چې واجد د رایه ورکولو وی تامین او د ملی احزابو لپاره د رشد زمینه مساعده شي، موافق نه و اوجدي اختلاف درلوده.
په عمومی توګه په نړي کې تقریبا دری ډوله انتخاباتی سیستمونه شته چې تناسبی، مختلط او اکثریتی سیتومونو په نامه یادیږي. چې بیا د هر سیستم ډولونه سره فرق لري. زمونږ وړاندیز دا و چې مونږ تدریحی اصلاحاتو ته لاره باید هواره کړو ځکه د افراطی وړاندیزونو پایلي همیشه سمي نه وي. که ډیر ښه سیستم وی او په ډیرو وړو هیوادونو کې تطبیق شوی هم وی خوکه په افغانستان کې تطبیقی جنبه ونه لري، د افغانستان لپاره ګټه نه لري.
د دی خبری یادونه ضروری ده چې هر سیستم ښه والی او بدوالی لري او هیڅ یو داسی سیستم په نړی کې نشته دی چې نیمګړیتاوی ونه لري. د دغه دوستانو وړاندیز په دوه خبرو څرخیدو: یو احزابوته باید سهم ورکړل شوی او یا په بل عبارت احزابو ته باج او امتیاز ورکړل شي او دویم دا چې په اوسنې اکثریتی سیستم کې ډیري رایه ضایع کیږي.
د دوی د استدلال په مقابل کې زمونږ دلایل دا و چې ملی احزاب باید په تدریجې او طبیعی توګه رشد وکړي نه دا چې احزابو ته امتیازورکړل شي او یا دموجوده شرایطو په رڼا کې یوازی هغه احزاب هر څه په انحصار کې ونیسي کوم چې زر او ټوپک لري، د هیچا لپاره حساب دهی نه لري، پخپله د حزب په منځ کې هم په دیموکراتیکو اصولو پابند نه دی او هر څه د حزب د مشراو دهغه په شاو خوا د څو کسانو په منځ کې په کنترول کې وی او هم د دوی د عایداتو مدرک نه وی معلوم. دا سمه ده چې په اوسنې اکثریتی سیستم کې زیاتی رای ضایع کیږي خو په حقیت کې دا سمه نه ده ځکه د انتخاباتو په پروسه کې ګډون پخپله د رایو حسابیدل دي.
زمونږ په اند که د دوی دا تصامیم که چیری دافغانستان د ملی وحدت حکومت له خوا ومنل شی د دیموکراسی پروسی ته اوهم د نظام د ثبات لپاره په داسی حالت کې چې نظام د ډیرو نورو ستونځو سره مخامخ دی یوه لویه ضربه وارده کړي.
د کمیسون طرحه په لاندی ډول ده .

نو ولس دی پخپله قضاوت وکړي چې ایا د دوی طرحه عادلانه ده او که نه او هم دا طرحه څومره عملی جنبه لري :
دوی غواړي چې د افغانستان ټاکنیز نظام دی په موازی تناسبی سیستم باندی بدل شي چې په تخنیکي لحاظ دی سیستم ته Parallel Proportion System وایی. دی سیستم ته مختلط سیستم هم وایې.
1. دا سیستم په عین وخت کې دوه قسمه انتخابات پشنهاد وی چې د موجوده ۲۵۰ وکیلانو نه باید سل سیتونه احزابو ته چې په سلو کې ۴۰ سلنه کیږي ورکړي. همداشان ټول افغانستان باید د احزابولپاره یوه حوزه وی. دی سیستم که بیا دوه ډوله لستونه ترتیبیدلای شي چې یوته یې بند لستونه وایې او بل ته یې خلاص لستونه وایی.
2. که لست خلاص وی او سل سیتونه احزابو ته ورکړل شي او کم ترکمه ۵۰ احزاب وی نو د دوی د کاندیدانو شمیره ۵۰۰۰ کسانو ته رسیږي. نو په دی توګه د رایو اچونو لست به د یو لوی کتاب په شکل وی.
3. مګر دوی بند لست تاید کړی نو په دی توګه احزاب به مشخص کسان چې د دوی خوښه وي تعین کړي.
4. د مستقل کاندیدانو باقی پاتی سیتونه هم باید په حوزو وویشل شي.
5. د کوچیانو دسهم لپاره باید د اوس په شان حوزوی سیستم وي.
6. یوازی هغه احزاب دا سیتونه ګټلی شي چې د افغانستان په سطحه یې په سلو کې څلورسلنه رایه ګټلي وي.
7. د دی نه برسیره دا احزاب کولی شي چې په مستقلو توګه هم ځانونه کاندید کړي او په پارلمان کې مطلق اکثریت تر لاسه کړي.

د پورته وړاندیزپه هکله ډیر سوالونه شته او د دی سیتسم نواقص په لاندی توګه دي:

1. په راتلونکي دوه کلونو کې هم دا سیستم عملی جنبه نه شي نیولی او دا موجوده پارلمان به په خپل ځای پاتی وی.
2. په عینې وخت کې څلور ډوله انتخاباتو ته اړتیا ده. د احزابو لپاره، د مستقل کاندیدانو لپاره، د ښځو لپاره او هم د کوچیانو لپاره. که مونږ یو رای ورکونکی ته دوه دری قسمه د رایه اچولو لستونه ورکړو ایا دوی به وپوهیږی چې مستقل نوماند یا حزب ته څنګه رایه ورکړي؟
3. د دی اوږد لستونو شمیرنه به څنګه کیږي او څومره وخت به نیسی ایا کمیسون په تخنیکی لحاظ د داسی یو مغلق سیستم عملی کولو ته چمتو دی او که نه؟
4. په دی سیستم کې به یوازی هغه احزاب چې زیات امکانات، مسلح ګروپونه او ډلي لري ټول ۱۰۰ سیتونه وګټي. مترقی، ملی او دیموکراتیک احزابوته په دی ډول سیستم کې د بریا او رشد چانس ډیر کم دی ځکه دا ډول احزاب دومره پیسی او امکانات نه لري چې د ټول هیواد په کچه انتخاباتی کمپاین وکړي او څلور سلنه ارا وګټي.
5. مونږ لا تراوسه د هیواده په کچه ملی او دیموکراتیک احزاب نه لرو. احزاب تر اوسه قومی او سمتی بڼه لري.د احزابو نوماندان به د دی احزابو د مشرانو په خوښه په سلیقوی توګه ټاکل کیږي.
6. د افغانستان ټاکنی هغه وخت بحران ته لاړی کله چې په ولسمشریزو ټاکنو کې افغانستان یوه حوزه وه. که افغانستان یوه حوزه وی نو د تقلب چانس ډیردی. په پارلمانی ټاکنو کې هم ستونځي وی خو هغه ستونځي افغانانوپخپله حل کړي.
1. په دی سیستم کې به د مؤکلینو او وکیلانو ترمنځ هیڅ رابطه نه وی. د ډیرو سیمواکثریت ولس به په پارلمان کې هیڅ استازي ونه لري. همدا اوس چی د ولسی جرګی د وکیلانو لپاره ولایت یوه انتخاباتی حوزه ده د موکلینو او وکیلانو لپاره ستونزمنه ده چی له وګړو ښه استازیتوب وشی ، اوس که دا انتخاباتی حوزه ټول هیواد شی له بده به بدتر شی .
2. په مالی لحاظ څو قسمه رایه چاپول، او دڅو ډوله ټاکنو سرته رسولو مصارف نه د حکومت په وسه کې پوره دي او نه فکر کوم چې بین المللی ټولنه هم دومره مصارف ورکړې شي.
که مونږ پورته ستونځو ته وګورو، د کومو اهدافو لپاره چې دا سیتسم باید عملی شي یو هدف هم نه عملی کیږی. ملی احزاب رشد نه شي کولی، د رایو ضایع کیدلو څخه مخه و نه نیول شی چی درغلی به زیاته شی ځکه د درغلی لپاره به انګیزه زیاته شی، مغلق سیستم دی اود افغانستان په شرایطو کې عملی جنبه نه لري، اود افغانستان سیاسی ثبات د خطر سره مخامخ کوی. دا باید یاده شي چې د دوی دا طرحي پخوا هم د افغانستان د ملت د استازو او حکومت له خوا رد شوی دي.
مونږ غواړو چې خپل تشویشونه د افغانستان حکومت او ولس سره شریک کړواوهیله لروچې حکومت پری پوره غور وکړي ځکه د دوی دا طرحه د افغانستان د انتخاباتو د اصلاحاتو لپاره هیڅ ګټه نه شي رسولی او په دی عقیده یو چې راتلونکی ټاکنی او سیاسی نظامونه به نورهم بحران وزیږوی اوعواقب به یې ډیر خطرناک وي. د دوی دا طرحه عملی او تطبیقې جنبه نه لري. د دوی طرحه زمونږ په فکر د افغانستان اکثریت ولس ته چې په احزابو کې نه دي د منلو وړبه نه وي او د دوی دا طرحه د ملی او دیموکراتیکو احزابو د رشد سره هیڅ تړاو نه لري.
قوانین همیشه د محیط، سیمې او یا هغه هیوادونو نه الهام اخلې چې د کوم هیوادونو سره د یو هیواد اړیکي زیاتې وي. د دوی طرحه په ډیرو محدودو څو کوچنیو هیوادونو کې چې جغرافیوی او قومی ستونځي پکې نه شته دی او هم د سواد کچه ډیره اوچته ده شتون لري خو د دغه هیوادونوسیستم هم په تدریجي توګه انکشاف کړيدی ځکه د دیموکراسی پروسه یوه انکشافی پروسه ده. د دوی طرحه د افغانستان غوندی هیواد کې چې د سواد کچه یی ټيټه ده، امنیتې ستونځې لری، د انتخاباتو د کمیسونو اعتبار او وړتیا ډيره ټيټه ده، جغرافیوی اوبودجوی ستونځې شته، غیر عملی ده. خو زمونږ طرحه د نړي په اکثروهیوادونولکه هندوستان چې د نړي لویه دیموکراسی ده هلته د تطبیق وړده. همداشان نورومهمو هیوادونو کې چې دیموکراسی هلته عمیقه ریښي لري لکه فرانسه، انګلستان، کانادا، امریکا او داسی نورو هیوادونو کې رواج لري. په دغه هیوادونو هم احزاب شته اوهم قومونه او هم دیموکراسی رشد کړی دی.

د پورتنی شيږو هدفونو ته د رسیدو په موخه مونږ لاندی طرحه وړاندی کوو.
زمونږ وړاندیز دا دی چې د افغانستان موجوده اکثریتی سیستم دی په وړوحوزوی سیستم باندی بدل شي چې په تخنیکې لحاظ ورته First Past The Post (FPTP) وایې. یعنې د افغانستان ۲۵۰ استازو سیتونه دی د ښځو، کوچیانو او یو سیت د هندوانو د سهم نه په غیر په وړو حوزو باندی وویشل شي ترڅو د هری سیمی استازیتوب په پارلمان کې خوندی وی او هیڅوک د خپل حق نه محروم نه شي. په دی سیستم کې تقریبا پورته ټولوشيږو موخو ته چې اکثرو کسانو غوښتنه ده رسیدلی شو. 
د دی سیستم ښه والی په لاندی ډول دی :

1. د هری حوزی استازی به معلوم وی نو په دی توګه به د مؤکلینو اود دوی د استازو ترمنځ مستقیمه رابطه موجوده وی.
2. په وړو حوضو کې د تقلب مخه نیول کیدې شي ځکه هر کاندید کولی شي چې د یوی وړی حوزه لپاره ښه ناظرین وټاکي خو د یو ولایت لپاره د سل ګونو ناظرینو ټاکل او د تقلب مخه نیول اسانه نه دی.
3. د هری حوزی لپاره د رای ورکونکو لستونه جوړیدی شي تر څو د تقلب مخه لا ښه ونیول شي.
4. په دی سیتم کې ولس پوهیږي چې چاته یې رایه ورکړه او د دوی د توقعاتو سره سم چا انتخابات وګټل ځکه د کاندیدانو د نفوذ نه پته لږیږي.
5. که د امنیتې ستونځو په اساس په یوه حوزه کې کمو کسانو ثبت نام وکړ، بیا هم هغه ولس د استازیتوب نه نه محرومیږي. او یا که د امنیتې ستونځو په اساس یو یا څو حوزو کې ټاکنې ونه شولی نو کله چې امنیت تامین شو، وروسته هم ټاکنې تر سره کیدی شي او د دغه حوزی ولس د استازیتوب نه نه محرومیږي.
6. د کاندیدانو لپاره د لګښتونو کچه ډیره زیاته راټيټږي نو په دی توګه د متوسط اقتصاد لرونکې کسان هم ټاکنو کې ګډون کولی شي.
7. په دی سیستم کې احزاب هم په طبیعی او تدریجې توګه رشد کولی شي. په هره انتخاباتی حوزه کې احزاب هم ځانونه کاندیدولی شي او که احزاب فعاله شي، خپله اجندا ولس ته تشریح کړي، په خپلو منځو کې ائتلافونه وکړي نو کولی شي احزاب کافی سیتونه وګټي او په پارلمان کې کافی بلاک جوړ کړي.
8. د دی سیستم سره ولس اشنایې لري او د عامه پوهاوی زیاته اړتیا نشته دی.
9. د دی سیستم انتخاباتی مدیریت او د رایو شمیرل اسانه دي.

دا سیستم هم ستونځي لري خو د د غه ستونځو لپاره د حل لاره پیداکیدلی شي:

1. لمړۍ ستونځه دا ده چې دا طرحه هم وخت ته او زیاتو مشورو ته ضرورت لري ترڅو ټول تخیکي اړخونه یې وڅیړل شي.
2. د ښځو او کوچیانو لپاره سیتونه څنګه تقسیم شي؟ د دی ستونځي د حل لپاره زمونږه وړاندیز دا دی چې هغه ښځي چې غواړي په یو ولایت کې ځانونه کاندید کړي نو د هغوی نومونه دی د یو ولایت په ټولو حوزو کې شامل شي او چا چې د اوسنی سیستم په شان زیاتي رای وګټلي هماغه کسان دی ګټونکي وشمیرل شي. د کوچیانو حوزي دی په خپل حال پاتی وی ځکه هغوی د اوسنی حوزوی سیستم سره اشنایې لري.
3. د حوزو تقسیم باید څنګه وشي؟ زمونږ پیشنهاد دا دی چې په اوسنې وخت کې مونږ د ولاتیونو د وکیلانو شمیر کم یا زیاتولای نه شو ځکه مونږ لا تر اوسه پوری سر شمیرنه نه ده کړي او د هر ولایت دقیقه احصائیه نه لرو. نو په دی توګه هماغه معیار چې د ولسوالیو او ولایتونو په هکله چې کله ۲۵۰ سیتونه تعیندل، ونیول شي. په هغه وخت کې دافغانستان نفوس ۲۵میلیونه محاسبه شوی و چې د سل زرو کسانو په اساس یو استازی باید په پارلمان کې ګډون وکړي. نو اوس هم کولو شو چې هر څو ولسوالیو کې چې سل زره کم او زیات شمیرنه پوره کړه هماغه دوه یا دری ولسوالي دی یوه ټاکنیزه حوزه وټاکل شي.

4. د ولایتی شورا او ولسوالیو شوراګانو لپاره دی هم همدا پورته معیارونه په نظر کې ونیول شي.

مونږ کمیسون ته خپل ورتګ تر هغی پوری تحریموو تر څو د ملی وحدت حکومت زمونږ په لاندی وړاندیزونو غور ونه کړي ځکه دا لوی تاریخی مسوولیت دی او مونږ نه غواړو چې زمونږ تصامیم د افغانستان د بی ثباتې باعث شي.

1. د دی کمیسون اوسنی وړاندیز چې احزابو ته امتیازی سیتونه ورکوی باید ونه منل شي. 
2. د انتخاباتو د قانون تغییر د افغانستان د اساسی قانون نه وروسته د یو نظام تر ټولو نه مهم قانون دی چې ډیرلوی سیاسی او ژور تخنیکي بحثونو، مشورو او وخت ته اړتیا لري ترڅو په ملی کچه داسی یوه اجماع رامنځته شي چې ټولو خواو ته د منلووړوی. زمونږ وړاندیر دا دی چې د انتخاباتې نظام د تغیرموضوع ته دی زیات فرصت ورکړل شي.
3. د حوزو وړول د خلکوعامه غوښتنه ده او مونږ یې ضروری بولو.
4. د اوسنی کمیسون په ترکیب باندی تجدید نظر وشي چې یو شمیر نور کسان چې بیطرفه او د مستقل فکر خاوندان وی اضافه شي.

په درناوی
کاوون کاکړ او شاه محمود میاخیل

- Shahmahmood Miakhel
بېرته شاته