(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د استاد روهي سیاسي لار

[29.Aug.2015 - 13:29]

دا لیکنه په خوست کې د کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي د ۸۰- یمې زېږکلیزې په مناسبت سیمینار ته لیکل شوې و

لیک: محمد یار یار

کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي د افغانستان د ادبیاتو په معاصره دوره کې د ویښتیا او اوښتون پړاوونو لوی څو اړخیز عالم، محقق او تر دې لا ډېر مهم چې متفکر وو؛ زه یې دلته یوازې د علمي کار ساحې په نښه کوم او بیا پر خپله ټاکلې موضوع یو څه زیات مکث کوم:

۱-  د پښتو ادبیاتو تاریخ ته یې د نوو علمي روشونو په رڼا کې له سره عصري انسجام او منطقي لوری ور کړ.

۲-  د اول وار لپاره یې په افغانستان کې ادبپوهنه او د هغې اصلي و فرعي څانګي د هغې په نړیوال مفهوم معرفي، تعریف او تعمیم کړې.

۳-  د ختیځ و لویدیځ نوي و زاړه فکري، سیاسي او فلسفي سیسټمونه او له هغو سره په تړاو یې هنري مېتودونه یا مکتبونه توضیح، تشریح او د لزوم په صورت کې په علمي صلاحیت سره نقد کړل.

۴-  د نوې ښوونې و روزنې فلسفه یې د ماسټرۍ تر سطحې د تخصص اصلي ساحه وه.

۵- اولین افغان پوه وو چې په افغانستان کې یې د ټولنپوهنې په باب د علم په واقعي معنا عالمانه لیکنې وکړې.

۶-  د نوې ارواپوهنې په باب یې په لومړي ځل د ژورو بحثو دروازه پرانیسته.

۷-  د معاصرې دورې اولین عالم وو چې د نوې علمي څېړنې نړیوال روشونه یې په خورا دقیقه و عمیقه توګه زده، را معرفي او په خپلو لیکنو کې وکارول.

۸-  لومړنی محقق وو چې فولکلور پېژندنه یې د نوو نړیوالو موازینو پر بنسټ په عالمانه قوت سره را و پېژندله.

۹-  اولین ادیب او ادبپوه وو چې د اوښتون پړاو هنر ته تږی نسل یې له نوي شعر او نوي هنر سره د نوي په رشتیني مفهوم آشنا، په دې برخه کې یې د تیورۍ او تطبیق پاخه اساسات کښېښوول او په دې توګه یې د هنریت و شعریت څرنګوالی و اهمیت لکه لمر و ځلاوه.

۱۰ –  په اول وار یې ډېرې پېچلې فلسفې مقولې و مسئلې په داسې روانه ژبه و څېړلې او را وپېژندلې چې د لږ لوستي کس لپاره هم د فهم وړ دي.

۱۱ – د ژبپوهنې په برخه کې یې په پوره علمي صلاحیت او دقت سره نوي مسایل را برسېره او حل کړل.

۱۲ – د سیاستپوهنې په حصه کې يې دید، تحلیل، تجربه، نتیجه ګیرې او پېشبینې د خاصې توجه وړ ده.

که څه هم د ادبیاتو د یوه کوشني زده کوونکي په صفت مې د ذوق تقاضا دا ده چې دغه سیمینار ته مې د استاد روهي له ادبي– هنري اړخ سره په تړاو موضوع انتخاب کړې وای خو زموږ ډیر ترخه عیني سیاسي واقعیتونه، چې زموږ ټول علمي، هنري او ښوونیز نظام یې د فاجعې تر بریده متاثر کړی، حکم کوي چې له سیاسي بعد سره یې ډیر پاته شو او د دغه سترګور سیاستپوه د ژور سیاسي لید لوري په رڼا کې خپل وحشت و جهالت ځپلي ژوندانه ته د ملي- انساني معراج پر خوا لوری ور کړو.

 تاسو به په خپل سیاسي محیط کې ډیر متعصبترین انسانان ووینئ چې په عمل کې به یې ماهر قصاب غوندې د تعصب تېره ساتول په لاس او خپل تاریخي ملت به پر قومو، قبیلو، سیمو، ژبو، نژادو او مذهبو سره ټوټه کوي، خو په نظر کې به یې شعار دا وي چي (پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او… ټول یو دي، موږ تعصب نه منو او دا نور دي چې زموږ سره تعصب کوي) مګر استاد روهي له دې ناحیې څخه بېخې یو استثنایې انسان وو، هغه د افغانستان په بشپړه ثابته سیاسي جغرافیه کې د یوه ځواکمن افغان ولس پر هستۍ ایمان درلود او تر دې په راټیټو تمایلاتو کې یې د افغانستان د تباهۍ بلا لیده.

محترم عثمان په جرمني کې د ارواښاد روهي د پنځم تلین په غونډه کې وویل: «استاد روهي تل دا ویل، که چېري زموږ ګډ کور (افغانستان) خراب شو نو پښتون به تل غلام او د بل توپکچي وي، تاجکان به پردۍ سندرې وایي او هزاره ګان به د بي طریقې شیخانو مریدان وي.» (عثمان، د روه ستوری، مخ ۱۲۵)

هغه پېشبینې چې استاد کړې وه، خو په افغانستان کې یې د اورېدو غوږونه نه ول، رشتیا شوه، د دغه واقعیت زهر موږ د خپل وجود په ذره– ذره درک کړل خو له بده مرغه چې همدا اوس هم دغه حقیقت زموږ د يو شمېر هغو کسانو لپاره د احساس وړ نه دی چې د سواد، روشنفکرۍ، مدنیت، وطندوستۍ او ملتپالنې ادعاوې کوي.

کله چې استاد روهي زموږ له نابودې دنیا څخه د پردېسۍ و ناروغۍ په حالت کې رخصتېده نو د ده وړاندوینه رشتیا شوې وه؛ د ده ټول تاریخي وطن د خپل اوچت عظمت له اسمانه د تباهۍ په تورو خاورو- ایرو کې مکوټ- مکوټ پروت وو او مرحوم پوهاند ډاکټر محمد رحیم الهام د ده د وفات مهال د ده د وطنپالنې د یادونې په ترڅ کې پر دغه لویه غمیزه داسي اوښکې توی کړې چې بدبختانه دا اوښکې بیا هم د دوی ور پسي نسل و نه لیدلې او لایې هم نه ویني:

 «… د افغانستان د خلکو پر ضد داسې توطیې روانې دي چې نه شي کولای ځانونه افغانان و بولي، داسي زهرجن تبلیغات روان دي چې دوی دې باید ځانونه پښتون، تاجک، ازبک، ترکمن، نورستاني او د مذهب پر بناء شیعه، سني، دا او هغه و بولي او چې دوی یې ښه سره بې اتفاقه کړل، بیا دوی هم له منځه یوسي او د افغانستان نوم د نړۍ له نقشې نه پاک کړي.

 زموږ ځیني تنګ نظره، کوتاه بینه، نامنهاده پوهان، تعلیمیافته ګان او لیکوالان هم د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو او د افغانستان د ملي منافعو او علیا مصالحو او د افغانانو د ملي یووالي او اتحاد پرضد، د افغانستان پر ضد، د افغانستان د دښمنانو په لمسون او پارونه بې درېغه فعالیت کوي.

دا دغسي یو پراخ او کرغېړن (ترریزم) دی چې زموږ د وطن او وطنوالو پر ضد جریان لري، زموږ ملي او اخلاقي ارزښتونه تباه کوي، زموږ ملي، سیاسي او علمي شخصیتونه وژني یا یې بې آبه کوي.

ارواښاد روهي په دغو خبرو پوهېده نو یې ملا تړلې وه چې د خپلو علمي او تحقیقي هڅو او فعالیتونو په څنګ کې د افغانستان د ټولو خلکو تر منځ د اتفاق، اتحاد او وطنپالنې جذبې ته قوت ور کړي، د افغانستان د ټولو خلکو په خوښه یو قوي، مضبوط، مرکزي او ملي حکومت جوړ شي او افغانان د اسلامي او ملي ورورګلوۍ په فضاء کې د خپل وطن د بیا ودانولو لپاره په شریکه کار وکړي او د خپل وطن دغلیمانو غیر اسلامي او غیر انساني شوم او کرغېړن ارمانونه له خاورو سره خاورې کړي.»

(د استاد روهي یاد، پوهاند ډاکټر محمد رحیم الهام، مخونه: ه – و)

خو له بده مرغه د افغانستان د غلیمانو ارمانونه پوره او داستاد روهي دا د ده د وجود غوندې له خاورو سره خاورې شول، څوک څه پوهیږي چې مرحوم روهي به ممکن د دغه ناپایه ملي ګروم له امله د ناروغۍ په وړاندې ځان بایللی وي؟

کله چې موږ پر استاد روهي بحث کوو، که رشتیا د هغه فکرو و ارمانو ته معتقد یو نو باید د هغه په څېر بې طرفانه او په صراحت سره واقعیتو ته تسلیم شو ځکه له علمي حقایقو سره مصلحتي چلن ځای نه لري او د څېړندوی عبدالغفور لېوال له خوا له کمپیوټر سره د استاد روهي تشبیه ډیره راته جالبه وه، هغه یې وجه شبه دا وښوده چې کمپیوټر هم د سم و ناسم ښوولو لپاره مصلحت نه مني او دغه لوی عالم هم ټیک همدغه خصوصیت درلود.

 نن چې د یوې متزلزلې ډیموکراسۍ په نتیجه کې د افغانستان د قومو تر منځ د تبا کوونکو ناندریو لمبې د زیات شمېر بې کنټروله رسنیو له چینلو د هر کور د اوسېدونکو زړونه او ذهنونه داغوي او هاغه د مرحوم الهام خبره چې له دغې فاجعي څخه زموږ ځیني تنګ نظره، کوتاه بینه، نامنهاده پوهان، تعلیمیافته ګان او لیکوالان هم، د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو… بې درېغه فعالیت کوي او دا فعالیت یې د ډیموکراسۍ په نوم تر سپین سترګۍ هم په را ټیټ نا انساني او بد اخلاقه حد کې دی.

 په دې ټکي مو باید سرونه سره خلاص وي چې زما د انتقاد ګوته، د یو شمېر معامله ګرو غوندې په احساساتي توګه، یوازې غیر پښتنو ته نه بلکې مستقیماً پښتنو ته هم ده او دا هغه زهرجن واقعیتونه دي چې که یې د واقعبین روهي د څېړلو په ترڅ کې سره بیان نه کړو نو دوه لوی زیانه کوو: یو داچې د استاد روهي له روح سره اخلاص نه لرو بله دا چې افغانستان به نور هم د بدبختۍ کندې ته ور لویږي.

 تاسو څه فکر کوئ که مرحوم استاد ژوندی وای او له ژوندون ټلویزیونه یې د «ژور لیدونه» په نوم ګردي میز کې، چې استاد محمد اسماعیل یون، سناتور بسم الله افغانمل او جنرال عبدالواحد طاقت یې ګډونوال ول، د افغانیت او اسلامیت په دفاع کې د محترم طاقت دا مرغلرې اورېدلې وای، څه احساس به یې کاوه:

«پښتانه د افغانستان اصلي واکداران دي او اصلي اوسېدونکي دي او افغانستان یعنې پښتانه، یعنې پښتونستان، موږ وایو چې افغانستان یې بولو، د دې له خاطره چې په دې کې تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، دا ټول را شریک کړو؛ موږ کولای شو چې ورته ووایو چې پښتونستان، فاریاب هم پښتونستان، بدخشان هم  پښتونستان، ټول پښتونستان، دما ملک ده، زه د دې خطې اصلي بادار یم، مشر یم او دا دما په وینو اباد شوی دی دا وطن، دتا قربانۍ هم نادیده نه نیسم، د افغان په جمله کې دې را شریکوم او ته نا اهله، نا خلف، حرامي او له بل جي (ځایه) راغلی او ځان چې په دغه پاک مقدس نوم کې نه را شریکوې، زه دې هم نه منم! ځه! په مخه دې ښه! له کوم ادرسه چې راغلی یې، بیرته دې هماغه ادرس ته ولاړ شه!»

 اوس د دغه ډول ادبیاتو او نظریاتو په مقابل کې باید د څه ډول غبرګون هیله ولرو؟ او د دې ډول مبارزې، حق غوښتنې او افغانیت و اسلامیت د شعار نتیجه به افغانستان او افغان انسان ته څه وي؟ آیا دا په واضحه توګه د دښمن، خاصتاً ایران و پاکستان د ګټو پر ژرندو د مفتو اوبو ور خوشي کول دي که نه؟ کله چې د پاکستان پخوانی دکتاتور ولسمشر پرویز مشرف په ښکاره وایي چې له ۲۰۰۱ کال وروسته موږ پښتانه د هند په مقابل کې د نیابتي جګړې لپاره انتخاب کړل او هند هم زموږ په مقابل کې نور قومونه، نو ایا موږ په دغه ډول بېلتونپالو تظاهراتو او مظاهراتو سره په خپل وطن کې د هند و پاکستان لپاره د خپل هیواد و لوی ملت په قیمت وړیا و رضاکاره عسکرې نه کوو؟

 د مرحوم استاد روهي دانشمند زوی محترم ډاکتر خوشال روهي له توکمیز توپیر، تبعیض او تعصب څخه د خپل پلار د بېزارۍ په باب لیکي:

«… دوی د توکمېز توپیر او کرکې څخه بېزار وو، د دوی د زړه او ذهن پاڼې د تبعیض او تعصب له ټکو سره آشنا نه وې، د هغوی په وړاندې یې کلکه مبارزه کوله او هغه یې د ملي وحدت لپاره زهر قاتل ګڼل او ځکه خو لیکي: (مترقي بشریت د نژادي تفوق او اتنو سنټریزم

 نظریه د علمي او اخلاقي موازینو له مخي د تل لپاره رد کړېEthnocentrism

ده، په دې اساس د یوه رښتیني محقق لپاره دا خبره بې تفاوته ده چې څوک په کوم توکم او ملت پورې مربوط دی.)»

(د روه ستوری، مخ ۹۹)

له بده مرغه چې موږ او ډاکتر خوشال روهي ډېر ښه سره پوهیږو، یو شمېر کسان، چې خپله ښاغلي ډاکتر ته ډېر نژدې دي او نژدې ده ووایم چې آن دی پخپله هم، په علنې توګه د نژادي تفوق، اتنوسنټریزم، تعصب، تبعیض او کرکې پر لار د لوی افغان ملت په واحد تاریخي وجود کې د خطرناکو درزونو جوړولو ملت ضد او وطن ضد هڅې کوي؛ له یوې خوا د لوی افغانستان شعارونه ور کوي، له بلي خوا د موجود افغانستان جنګزده وجود ته نه جبرانېدونکي ضربې.

 موږ که له یوه اړخه د پروېز مشرف په مقابل کې عکس العمل ښیو چې هغه د خپلې نیابتې جګړې له پاره د پښتنو د انتخاب په ادعا سره د پښتنو سپکاوی کړی دی نو له بله اړخه، پرته له دې چې ځان و جهان ته مو فکر شي، په خپلو ناسنجول شوو سیاستو سره د هغوی په ګټه نیابتي سیاستونه کوو؛ لږ هوښیار هم اسانه پوهېږي چې نیابتې جنګ یوازې دا نه دی چې د پاکستاني پوځ وردۍ په غاړه کړې، بیرغ یې په لاس کې واخلې او د راحیل شریف په قومنده مارش وکړې بلکې اصلي نیابتې جګړه هغه ده چې جنرال طافت غوندې یو شمېر کسانو د فومي تفرقې اور ته په ښکاره پیک وهلو سره روانه کړې ده.

دا د استاد روهي مرحوم لار نه ده، د هغه لار خپله ډاکتر خوشال روهي راښیي او د هغه له خولې د سپین تمان دا خبره راته لیکي:

«زه هر وخت ټینګار کوم چې بدې اندېښنې ته اجازه مه ور کوئ چې ستاسو د ذهن اقلیم ته ننوزي، زما لار دا ده: ښه اند، ښه وینه او ښه کړنه.» ډاکتر خوشال زیاتوي:

او رښتیا د دوی لار همداسې وه.

 او هغوی چې د استاد روهي له لارې منحرف دي نو ستر سلیمان لایق یې د مرحوم روهي د ستاینې په ضمن کې داسې رسوا کوي:

اوس ښیو او کیڼو توطیه سره وېشلې ده
اوس د طالب تبه روښانفکرو ته وتلې ده
توره مساله پر سره برغولي څڅېدلې ده
توره نېکټایې د مولوي مندیل خوړلې ده
اوس پروني ځوان د امارت توره تړلې ده
لو ببره ږیره یې پر مخ را ځړېدلې ده
لار پاکستاني ده بیرغونه افغاني لري
زموږ ننګي وطن ته تصمیمونه د وراني لري
دا روښنفکران اوس د تیارې ترجمانې کوي
توره شپه پالي خو په سحر بدګمانې کوي
زر کاله زاړه دي لاپې شافې د ځوانې کوي
زړه یې د پنجاب دی خو خبرې افغانې کوي
پالی د اکبر توره لمونځونه روښانې کوي
واک یې له شیطان سره اکټونه رحمانې کوي
هر ډول ته ګډیږي دا د ورځو د نرخو زمن
دا د هر ساعت د بدلېدو را بدلېدو زمن
دوی غواړي چې خپله د پرون برخه بدله کړي
تله د تاریخ په خپله ګټه بله تله کړي
خپله پخوانۍ څېره د وخت په خوښه بله کړي
موږ ته په کنځلو، یوه خېرنه لاره خپله کړي
ځان پسې د ځان په څېر بې شرمه کسان ډله کړي
ګوندې په دې لوبه د ډوډۍ برخه ډبله کړي
پرېوزي د چا پښتو ته د ننګونو لاره خوشي کړي
سم د چا مریي شي د پلرونو لاره خوشي کړي
موږه د روهي په یادو ستایو د روهي وطن
دغه د هوډ مارو افغانانو ابدالي وطن
دا د غورځنګونو پاڅونونو افغاني وطن
دا د قربانیو، سربازیو او ځواني وطن
دا د سړیتوب او تمدن اریاني وطن
دا د آسیا زړه د افغانانو ارماني وطن
دا به بیا اوچت شي د بقا نوی مثال به شي
دا به روهي لمر شي د تاریخ نوی جمال به شي

میرویس میدان- کابل

۲۰/۱۲/۱۳۹۳

- محمدیار یار
بېرته شاته