(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان د تاريخ په هنداره كښې

[27.Aug.2015 - 17:46]

لیک: اورنګ زېب کاسی

                        زۀ د خپلې مقالې پيل د رهبر تحريک خان عبدالولي خان د کتاب "باچاخان او خدائي خدمتګاري" د دوېم جلد له پينځمې پاڼې د څو کرښو څخه کوم  ((ا ګر چې پېرنګيانو د خپلو مفاداتو د تحفظ دپاره او د روس د نظرياتي او جنګي يلغار د مخنيوي دپاره د اسلام قلعې په حېث د پاکستان حېثيت قبول کړو او مونږ ولېدل چې پېرنګيانو د دې مقصد د حاصلولو دپاره د مسلم ليګ سره نېغ په نېغه پوره مرسته وکړه))

دباچاخان شخصيت:

                        خان عبدالولي خان چې د فخرافغان باچاخان په نوم مشهور دی د پښتونخوا وطن د چارسدې په کلي اتمانزو کښې پيدا شو، دی ديوۀ لوی زميندار خان بهرام خان زوی ؤ، له ځوانۍ څخه په خپله علاقه كښې دسترو اخلاقو، پاک کردار، يو رښتني انسان او په مذهبي توګه د يو ښۀ مسلمان په حېث ئې خپل يو دروند مقام درلود. هسې خو دۀ د کال ۱۹۱۰ څخه د اولس د خير په باب هلې ځلې  کولې خو د تاريخ له مطالعې څخه څرګندېږي چې باقاعده هلې ځلې ئې د کال    ۱۹۲۱ څخه پيل كړې دي، د انګرېزانو د ناروا عملياتو په ضد د چارسدې کلي ترنګزۍ حاجي صاحب ترنګزی چې تعلق ئې له ديوبند تحريک سره ؤ. د انګرېزانو په ضد ئې پښتنو ته د جهاد تبليغ کاوۀ او ورسره ئې د اسلامي مدرسې په نوم د علم رڼاوې خورولې، په  كښې باچاخان د حاجي صاحب ترنګزي له تحريک سره تړون وکړئ اوپه  هم دغه لړ كښې ئې د ديوبند له مشرانو سره هم اړيکې جوړې شوې. حاجي صاحب ترنګزي ته د ديوبند مشرانو مولانا محمود الحسن صاحب او مولانا عبيدالله سيندهي  هدايت وکړو چې تاسو قبايلي سيموته هجرت وکړئ او له هغه ځايه جهاد پيل کړئ.

                        چونکې قبايل غېر منظم وو او د يووالي په كښې کمي وه نو باچاخان حاجي صاحب ته مشوره ورکړه چې لومړی په کار دا دی چې تر يوۀ تنظيم لاندې دوئ راغونډ کړو ولې په موجوده صورتحال كښې به ئې نتيجې ښې نۀ وي. حاجي صاحب د دۀ له دې مشورې سره اتفاق و نۀ کړو، نو ځکه باچاخان له دې تحريک څخه ځان ګوښه کړو او په خپله ئې دانګرېزانو خلاف د مبارزې په حقله کوششونه وکړل.

انجمن اصلاح الافاغنه:

                        باچاخان اول ځل د انجمن اصلاح الاافاغنه په نوم يو تحريک  کړ او ورسره ئې د آزادو مدرسو په نوم کار  پيل کړ. له دې لارې ئې اصلاحي کارونه  کول.

افغان جرګه(افغان يوتهـ ليګ)

                        په کال ۱۹۲۹ كښې باچاخان په اتمانزو كښې د افغان جرګې په نوم يو تنظيم جوړ کړ چې په دې كښې د اسلاميه کالج او نورو تعليميافته ځوانانو بشپړه برخه واخيسته پروګرام ئې دا ؤ چې د اجلاس کاروائي به په پښتو کېږي، د تحريک مقصد به په پرامن توګه آزادي تر لاسه کول وي. هر ځوان به له مذهب او ملت له تفريق بغير د دې غړى جوړېدی شي خو شرط ئې دادی چې هغه به تعليم يافته وي. د غونډې پر وخت به هر غړی دکهدر جامې اغوندې او هر غړی به د هر ډول فرقه ورانه جګړ و څخه ځان پاک ساتي، دې جرګې په ډېره منظمه توګه کار روان کړو.

                        د همدغه کال د دسمبر په مياشت كښې باچاخان سره د ملګرو په لاهور كښې د آل انډيا کانګرس په غونډه كښې ګډون وکړو د اجلاس منظمه کاروائي، له نارينوو سره د زنانو په منظمه انداز پرېټ کول. ساده لباس او ساده خوراک د باچاخان پر ذهن ډېرښۀ اثرات واچول.

د عدم تشدد فلسفه :

باچاخان هغه يوازينی مشر ؤ چا چې د خدائي خدمتګارانو يو داسې ګوند تشکيل کړ چې هر غړی به ئې هر ډول قربانۍ ته تيار او اماده وو او هر کار به ئې بې غرضه کوئ، د وطن د آزادۍ سره سره ئې يو اوچت هدف هم مخته پروت ؤ هغه دا چې د يوې پر امنه ټولنې جوړښت. باچاخان وپښتنو ته د نورو قامونو سره  دوستۍ، شريکې مبارزې او يو بل ته د احترام شعور ورکړ.

باچاخان هغه افغان سياست مدار ؤ چې په هند كښې به ئې هغۀ ته سرحدي ګاندي وئېل او د ګاندي جي غوندې برابر احترام به ئې ورکاوۀ. همدغه وجه ده چې نن هم د هند په هره لائبريري،  ميوزيم او تاريخي ځايونو كښې د باچاخان مجسمې او عکسونه د دۀ د عظمت او د احترام په سوب لېدل کيږي.

د باچاخان په ژوند كښې د عدم تشدد ټکی ډېره لويه معنی لري باچاخان به وئېل چې عدم تشدد زما نظريه نۀ ده. دا زما عقيده ده او عقيده هيڅ بدلون نۀ لري، تشدد په انسان كښې وهم او وېره پيدا کوي او وام او وېره انسان کمزوری کوي. باطني کمزوري د انسان جرات او زړ ور تيا ختموي. په دې لاره كښې تښتېدل شته او شکست شته. احساس جرم په انسان كښې پيداکوي. هم په دې وجه يو مکمل انسان مات شي. په  عدم تشدد كښې خوف، ويره، کمزوري او شکست نۀ شته. حق پرستي، رښتيا، صبر و برداشت انسان ته يو باطني قوت بخښي. په دې وجه د دۀ په شخصيت او کردار كښې استقامت پيدا شي. او د عدم تشدد لويه ګټه داوي د هغه سړي خپل ځان، کور، قبيله او ګوند له بدو څخه په امان ساتي. باچاخان وائي زما تجربه ده چې کوم سړی په عدم تشدد عقيده لري هغه ډېر جرات مند وي. او و هغۀ ته شکست ورکول ډېر ګران وي. هغه مخ په وړاندې فکر کوي، برداشت، درګزر او په امن اوسېدل د هغۀ د فطرت برخه جوړه شي.

خدائي خدمتګار تحريک:

                        د کانګرس په غونډه كښې تر ګډون وروسته دۀ په اتمانزو كښې د افغان جرګې غونډه راوبلله او د غړيتوب په باب ئې د تعليم يافته شرط له مينځه يووړ او هر چاته ئې د غړيتوب دروازې خلاصې کړې او  هم په دغه غونډه كښې دا پرېکړه وشوه  چې يو اولسي تنظيم به جوړوو او تر ډېر غور او فکر وروسته ئې د خدائي خدمتګار تحريک په نوم يو تنظيم جوړ کړو.

د غړيتوب حلف نامه:

                        خدائي خدمتګار تحريک د غړيتوب دپاره دا لازمه شوه چې هغه به د څو کرښو سوګند پورته کوي.

زۀ خپل نوم د خدائي خدمتګاري دپاره په ډېر صداقت او ايمانداري وړاندې کوم.

زۀ به خپل ځان، مال او ارام په ايماندارۍ سره د خپل قوم د خدمت او د وطن د ازادۍ دپاره قربانوم.

زۀ به په تنظيم كښې اختلافي مباحثې چې تحريک له نقصان رسوي او د کمزورۍ سبب ئې جوړېږي نۀ څېړم.

زۀ به د بل تنظيم غړی نۀ جوړېږم د ازادۍ په جنګ كښې به نۀ معافي اخلم او نۀ به ضمانت کوم.

زۀ به د خپل مشر هر جائز حکم منم.

زۀ به همېشه د عدم تشدد په اصولونو باندې ثابت قدم پاتېږم.

زۀ به د خدای ټول مخلوق خدمت په يو شان کوم، زماهدف به د وطن ازادي وي.

زۀ به همېشه نېک او ښۀ عمليات (کارونه) کوم.

زۀ به د خپل خدمت په بدل كښې د يوۀ څيز طمع يا لالچ نۀ لرم.

زما ټوله مبارزه به د خدای د رضا دپاره وي او نمائش به په كښې نۀ وي.

خدائي خدمتګار تحريک يو مذهبي، سياسي او اخلاقي تحريک ؤ او چې بنيادي مقصد ئې د بني نوع انسان خدمت ؤ. د تنظيم له لحاظه يو مثالي کارکردګي ئې درلوده، دروغ، ضد، ډله بازي او بدل اخيستل په دې كښې نۀ وو هفته واره ناسته به په باقاعده ګۍ سره کېدله چې پكښې به تنظيمي اصولونه او فوجي تربيت ورکول کېدو، په ميلو ميلو به دپښو تګ پكښې ؤ، په کېمپ كښې به د تربيت او غونډې په دوران به يوازې د ستو د خوراک او د اوبو د څښلو اجازه به پكښې وه له دې بغير دبل څۀ اجازه نۀ وه، په تنظيم كښې به له سپاهي څخه تر جرنېل پورې عهدېداران وو. او دا لازمي وه چې کشر به د مشرحکم حتماً مني.

خدائي خدمتګار تحريک د کال ۱۹۳۰څخه ئې نيولې تر ۱۹۴۷ پورې د انګرېزانو په ضد ډېره منظمه مبارزه، جلسې او جلوسونه منځني رابطې او د نظم وضبط يو دروند تاريخ ئې جوړ کړی دی چې شايد د دنيا په يوۀ قامي تحريک كښې د دۀ مثال نۀ وي. په دې حقله  ډېر کتابونه ليکل شوي دي. چې د هر سياسي غړي دپاره د هغه لوستل ډېر ضروري دی او د کمال خبره داده چې په يوه ډېره وروسته پاته ټولنه كښې د انګرېز د ظلم، جبر، د قيدخانو، بند، د جائيدادونو نيلامي، د زنانو او بچو بې حرمتي او د وسايلو د کمي بغير د انګرېز په شان د طاقتور دښمن مقابله ئې په ډېره زړورتيا او منظم اندازه وکړله. هر ليکوال چې په  دې حقله تاريخ ليکلى نو هغه دا وائي چې مالا ترا وسه مکمل تاريخ نۀ دی ليکلی په لومړي ځل په کال ۱۹۳۰د اپريل د مياشتې پر ۱۹، ۲۰مه نېټه دوه ورځنۍ کلنۍ تاريخي جرګه وشوه چې پكښې په زرګونو خدائي خدمتګارانو چې سرې جامې ئې په تن وې پرېټ ئې وکړو او هم په دې موقع يوه ستره مشاعره وشوه چې پكښې انقلابي نظمونه او ترانې ووئېل شوې، او پكښې انقلابي شاعر ګل احمد لومړی انعام واخستو. د عبدالاکبرخان ليکل شوې ډرامه پر سټېج وړاندې شوه ودې سترې جرګې ته باچاخان په خپله وينا كښې ووئېل چې له ډېرې مودې نه زما دا خواهش ؤ چې زۀ خدائي خدمتګار تنظيم په دغه شکل كښې ووينم او نن خدای پاک زما دا ارمان پوره کړو او زما يقين دی چې د ازادۍ منزل ډېر نزدې شو د دې جرګې وينا وي او داولس له طرفه ګډون انګرېزسرکار ډېر وار خطا کړ. له دې ځای څخه دوی دا فيصله وکړه چې دا تحريک ختمول غواړي، له دې وروسته انګرېزانو د قصه خوانۍ  د اتمانزو او د ټکر هغه ناورينه واقعات له پښتنو سره وکړل چې په تاريخ كښې ئې مثال نۀ  موندل کېږي چې له يوې سياسي ډلې سره دي دموره زيات ظلم او بربريت وشي. داسې وخت هم راغلی چې په يوه زندان كښې به له پنځه زره څخه تر اووۀ زره پورې خدائي خدمتګاران بنديان وو او په ټوله صوبه كښې ئې شمېر تر ۳۵۰۰۰ پورې ورسيدی.

متحده هندوستان، ازاد پښتونستان، صوبه پښتونستان او لويه پښتونخوا:

                        د باچاخان د زرګونو خدائي خدمتګار انو او د لکهونو پښتنو د اوږدې مبارزې او مثالي او تاريخي قربانيو په برکت هغه ورځ نزدې ښکارېده چې د برصغر د نورو قامونو په څير پښتانۀ به  هم ازادي تر لاسه کړي او د انګرېز دا پليت ګامونه به له دې خاوري څخه خيژي. په دې لړ كښې د برصغير بېلابېلو سياسي ډلو لکه خدائي خدمتګار، آل انډيا کانګريس مسلم ليګ، ديوبند او نورو ډلو د خپلو تګلارو په رڼا كښې فکرونه کول، ولې بلې خواته انګرېزد خپل مستقبل د خپلو  مفاداتو په  رڼا كښې له برصغير څخه د تګ منصوبې جوړولې د انګرېز په نظر كښې دا خبره ډېره مهمه وه چې ترتګ وروسته له افغانستان څخه بېله کړې مځکه باندې به زمونږ د مفاداتو او د روس نظرياتي او جنګي يلغار  مخنيوی به څنګه کېږي، په برصغير كښې چې کله په کال ۱۹۴۶ كښې انتخابات وشو د هغې نتيجې انګرېز له ډېرو سوچونو سره مخامخ کړ ولې چې په پښتونخوا صوبه كښې خدائي خدمتګارو د پنځوسو  په اسمبلۍ كښې ۳۳ چوکۍ ګټلې وې هم په دغه وخت په برطانيه كښې د کنزروېټيو پارټۍ يا ګوند حکومت ؤ او چر چل ئې وزير اعظم ؤ د هغوئ سوچ دا ؤ چې په متحده هندوستان كښې دې يو مرکزي حکومت جوړ شي او بيا دي په درې زونو نو كښې تقسيم شي هم پردغه وخت د برطانيه لېبر پارټۍ انتخابات وګټل او ايټلې ئې وزيراعظم شو او د دوئ سوچ په دې باب بدل شو هغوی د برصغير د انتخاباتو په نتيجه كښې دا محسوسه کړله چې په متحده هندوستان كښې حکومت به د کانګريس جوړېږي په دغه ډول په صوبه پښتونخوا كښې به هم دخدائي خدمتاګارانو حکومت راځي او بيا به مونږ ته د پښتنو په سيمه كښې هغه اختيار نۀ وي چې کوم نن دی. اخر پای انګرېز په دې نتيجه ورسېدی چې برصغير بايد په دوو (۲) برخو كښې تقسيم شي او دا علاقې تر يوۀ داسې مرکزي حکومت لاندې راشي چې زمونږ وفاداران او تنخواه داران پكښې واکمن وي او ظاهره خبره ده. چې دغه خلګ مسلم ليګيان وو د همدغه د برصغير تقسيم منصوبه پای ته د رسولو دپاره لارډ مونټ بيټن ئې راولېږو لومړی خو د چرچل ديوۀ مرکزي حکومت خيال ؤ او په دې حقله ئې د ائين ساز اسبملۍ انتخابات کړي وو او باچاخان هم د اسمبلۍ غړی ؤ ولي چې اېټلې وزيراعظم شو نو خبره د تقسيم په كښې راغله چې د ائين ساز اسمبلۍ اجلاس راوغوښتل شو نو مسلم ليګ د انګرېزانو په اشاره د اجلاس بائيکاټ وکړو دا د ټولو ګوندونو دپاره د حېرانۍ خبره وه کانګريس اجلاس وکړو او باچاخان ته ئې اختيار ورکړو چې له مسلم ليګ له مشرانو سره دي خبري وکړي او تسلي ورکړي چې په ائين كښې هغه ټولي خبري ځای شي چې مسلم ليګ ئې غواړي خو مسلم ليګيان په دې راضي نۀ شو، وروسته باچا خان خپل وطن له راغلی، لارډ مونټ بيټن بياد کانګريس له مشرانو سره وليدل او دا خبره ئې ورته په ډاګه وکړه که د برصغير د تقسيم فارموله تاسو نۀ منئ نو بيا د دوو خبرو اندېشه ده يوه داچې د برصغير د ازادۍ او زمونږ د تلو خبره به شاته پاته شي او دوېمه دا چې د مسلمانانو او هندوانو په مينځ كښې به خانه جنګي پيل، شي،  دوی ئې په دغو خبرو ووېرول. بل اړخ ته د مسلم ليګ له خوا په ځينو ښارونو كښې د مسلمانانو او هندوانو تر مينځ جنګونه  شول د کانګريس مشران په دې پوهـ شول چې مسلم ليګ ولې د ائين ساز اسمبلۍ بائيکاټ وکړو هغوی پوهـ شول چې انګريز به حتماً برصغير تقسيم کوي او که ئې مونږ نۀ منو د آزادۍ لاره نوره اوږديږي دا رنګه دوی له باچاخان سره د مشاورت بغير په اصولي توګه د تقسي فارموله ومنله هم په دې وخت په کال ۱۹۴۷ د جون پر درېيمه نېټه د کانګريس د کميټۍ دوېم اجلاس راوغوښتل شو او د تقسيم د منصوبې پاسولو دپاره ئې ايجنډا وړاندې کړه او چې کله ګاندي جي د دې په حق كښې وينا وکړه نو باچاخان ډېر حېران شو او په سوچونو كښې ډوب شو او اجلاس هغه وخت د دلچسپۍ سبب وګرځېدی چې باچاخان ګاندهي جي،  نهرو او سردار پټيل ته وکتل او وئې وئېل چې ډېره د افسوس خبره ده چې تا سو د تقسيم په حق كښې ياست ماخو د ازادۍ په رڼا كښې دکانګريس سره اړيکې ساتلې وې، مبارزه مي کړې وه او اوس تاسو زما د مشورې بغير دافېصله منلې ده خو زۀ تاسوته داخبره ښکاره کوم چې ستاسو په جماعت د کانګريس په منشور كښې دا ليکلي دي چې که يو قوم خپله ژبه، خپل کلتور، خپله جغرافيه او مځکه لري هغه به دا اختيار لري چې په سياسي توګه ازاد او خود مختيار وي خو اوس تا سو خپل د منشور خلاف ورزي وکړه، باچاخان خوابدی بېرته خپل وطن له راغلی او خپل ملګري ئې په دا ټول صورت حال خبر کړل، بلې خواته لارډمونټ بيټن اعلان وکړو چې د برصغير منتخب اسمبليانې په دافېصله کوي چې هغه په پاکستان كښې ګډېږي که په هندوستان كښې ګډېږي. نو بيا په ۲۲ جون کال ۱۹۴۷ كښې باچاخان په بنو كښې د خدائي خدمتګارانو جرګه راوغوښته چې صدارت ئې امير محمد خان هوتي وکړو او په دې جرګه كښې يو قرارداد پاس شو چې پښتانۀ نۀ په پاکستان كښې او نۀ په هندوستان كښې ګډون غواړي بلکې خپل ځان له ازاد پښتونستان جوړول غواړي چې بيا دا قرار داد  د قرار دا د بنو په نوم مشهورشو، په دې حقله باچاخان وائسرای هند ته يو ليک ولېږلو خو لارډ مونټ بيټن له هغي سره اتفاق و نۀ کړو او ورسره ئې دا خبره وکړه چې په صوبه پښتونخوا كښې به اسمبلۍ دا اختيار نۀ لري هلته به ريفرنډم کيږي. باچاخان بيا بل ليک وروليږلو چې ريفرنډم مو قبول دی خو د پښتونستان خبره دي پکښې وي دا خبره هم لارډ مونټ بيټن و نۀ منله. او و ئې وئېل چې خبره به د پاکستان او هندوستان تر مينځ وي په دې صورت حال كښې خدائي خدمګارانو په ريفرنډم كښې د برخي نۀ اخيستلو پرېکړه وکړه دا ډول په ۱۴ اګست ۱۹۴۷ كښې تقسيم وشو او دوه ملکونه پاکستان او هندوستان جوړ شول دلته د حېرانۍ خبره دا ده چې په کال ۱۹۴۶ كښې چې ديوۀ مرکزي حکومت او د دروو (۳) زونونو خبره راغله نو محمد علي جناح و برطانوي حکومت ته ووئېل چې د صوبو د منتخبو حکومتو د ختمولو، د مرکزي حکومت اختيار دي په ائين كښې ختم شي چې و زونو ته آئيني تحفظ حاصل وي. برطانوي حکومت دغه کار وکړو خو چې پاکستان جوړ شو بيا جناح صاحب و وائسرای هندته دا تجويز وړاندې کړ چې په صوبه پښتونخوا كښې چونکې په ريفرنډم كښې اولس فېصله د مسلم ليګ په حق كښې وکړه اوس تاسو د ډاکټر خان صاحب وزارت ختم کړئ وائسرای هند خو لا  له دې خبرې سره اتفاق وکړو،  ولې چې خبره برطانوي حکومت ته ولاړه هغوی اتفاق ورسره و نۀ کړو. او وئې وئېل چې د ريفرنډم ديو ټاکلي حکومت سره څۀ کار دی. که څوک دا حکومت ختمول غواړي هغه دې د عدم اعتماد تحريک وړاندې کړي ولې چې بيا جناح صاحب ګورنر جنرل شو دۀ بيا په ائين كښې تر ميم وکړو او دا اختيار ئې تر لاسه کړو او د صوبې ګورنر ته ئې حکم ورکړ چې د ډاکټر خان صاحب حکومت ختم کړه نو په ۲۲ م اګست۱۹۴۷ په يوه غير ائيني او غير جمهوري طريقه د صوبې ګورنر سر جارج کننګم د ډاکټر خان صاحب حکومت ختم کړو د ائين له رويه به حکومت د ګورنر تابع ؤ، ولې جناح صاحب قيوم خان ته چې په اسمبلۍ كښې ئې يوازي د اوولس(۱۷) کسانو اقليت ؤ، وزيراعلی جوړ شو خو په دې باندې خدائي خدمتګارانو څۀ خاص رد عمل و نۀ کړ او فېصله داوشوه چې في الحال به ئې جائزه اخلو په فروري کال ۱۹۴۸ په کراچۍ كښې د پاکستان د ائين ساز اسمبلۍ اجلاس راوغوښتل شو له ملګرو سره د مشورې وروسته دافيصله وشوه چې باچاخان دې په دې كښې ګډون وکړي او خپل نظر دې پكښې بيان کړي، باچاخان په اسمبلۍ كښې د پاکستان وفادرۍ حلف واخيست او په خپله وينا كښې ئې ووئېل چې د تقسيم پر وخت زمونږ خپل نظر ؤ او په متحده هندوستان كښې دمسلمانانو دګټې دپاره مونږ دا کار ښۀ ګڼو خو اوس چې دا ملک جوړ شو او ما حلف واخيست او د تېرو شپو فکري اختلاف به هېر کړو او د راتلونکي نسل دپاره به د ښو فکر و کړو په دې وينا ډېر غړي حېران شول او له باچا خان څخه ئې سوال وکړ چې د پښتونستان په حقله څۀ وائې؟ باچاخان ورته ووئېل، چې دنورو علاقو په څېر زمونږ د علاقې نوم دې هم پښتونستان کښېښول شي چې زمونږ يو شناخت موجود وي دشپې جناح صاحب ټولو غړو له ډوډۍ وکړه او د باچاخان سره ئې يوازې اوږد ملاقات وکړ باچاخان ورته د سر درياب د کيمپ د دورې  بلنه ورکړه او هغۀ ومنله، او چې په مارچ ۱۹۴۸ كښې جناح صاحب پېښور له راغلو نو په ګورنر هاوس كښې باچاخان ورسره ملاقات وکړ د ملاقات څه وروسته خان عبدالولي خان چې له باچا خان سره په موټركښې ملګری ؤ پوښتنه ئې ځينې وکړه چې جناح کله کيمپ له راځي، باچاخان جواب ورکړ چې جناح صاحب خو اوس څۀ بېل ډول خبره کوي هغه وائي زۀ کيمپ له نۀ درځم ښۀ به داوي چې تاسو په مسلم ليګ كښې شامل شئ. له دې ځای څخه دوی سردرياب کيمپ له ولاړل او د جرګې ملګرو ته ئې د خبرو اترو حال ورکړ. جرګې په يوه خولۀ د جناح صاحب تجويز ردکړئ او وئې وئېل چې جناح صاحب ته به خط ليکو چې مونږ خپل سياسي سوچ او ګوند نۀ شو بدلولى، البته د اولس په مفاد كښې له تاسو سره مرسته کولى شو خو مونږ دا حق له ځان سره ساتو چې د حکومت د غير آئيني او د غير قانوني ګامونو او فېصلو باندې تنقيد وکړو باچاخان او ملګري د ډېر سوچ او فکر وروسته په دا نتيجه ورسېدل چې خبره نۀ د صوبې د حکومت ده، نۀ اختيار د دې صوبې د مسلم ليګيانو دى بلکې انګرېز مونږ د خپل سياسي سوچ او د دې تنظيم په  شکل كښې په هيڅ ډول نۀ زغمي. او مونږ د خپلو مفاداتو په مخ كښې خنډ ګڼي او باچاخان ټولو ملګرو ته ووئېل چې ماته معلومه ده چې د جناح صاحب د خبرو څخه به تاسو ډېر مايوسه شوي ياست او زړۀ به مومات وي خو زۀ تاسو ته دا باور او يقين درکوم چې له مشکلاتو باوجود زمونږ د مبارزې سفر نۀ دی ختم شوی زمونږ هدف پر خپل ځای موجود دی او س به د نوې جذبې او په هم هغه زاړۀ جرات او مېړانه خپله قامي مبارزه مخ په وړاندې بيايو،زمونږ منزل راڅخه خطا شوی نۀ دی، خو يوه خبره ده چې سفر او ږد شو. له دې وروسته چې جناح صاحب له پېښور څخه ولاړ او ايجنسيانو د باچاخان فکر ورورساوۀ نو سم دلاسه خدائي خدمتګارانو دا محسوسه کړه  چې د صوبې حکومت چې مشرئې قيوم خان ؤ ته هدايت شوی دى. چې په هره توګه دى دا تحريک ختمول غواړي. سم دلاسه پرامنه خدائي خدمتګارانو ګرفتارياني پېښ شوې او بيا د باچاخان، خان عبدالولي خان، امير محمد خان هوتي، سالار امين جان، سردار يعقوب جان، ميا عطا لله خان  او په زرګونو خدائي خدمتګاره ګرفتارياني  شوې او د مارچ کال ۱۹۴۸ څخه چې راواخلې ترکال ۱۹۵۳ پورې دا دور د ظلم او بربريت ناروا عملونو، د جائيدادونو د ضبطولو او په زندانوكښې د ظلم داسې تاريخ قيوم خان جوړکړ چې د انګرېزپه وخت كښې ئې هم مثال نۀ ؤ.

دخدائي خدمتګارانو  رهائي

                        په نومبر کال ۱۹۵۳ كښې د پنجاب يو مشهوروکيل ميا محمود علي قصوري اېډوکيټ په فيډرل کورټ كښې د خان عبدالولي خان پينځۀ کلنه نظر بندي چيلنج کړه چونکي څۀ قانوني توګه باندې الزام ورباندې نۀ ؤ، نو خان عبدالولي خان ازاد شو په دې وخت كښې قيوم خان په مرکز كښې وزير ؤ او د صوبې وزير اعلی سردار عبدالرشيد خان وو، خان عبدالولي خان له هغۀ سره وليدل او ورته وئې وئېل چې قيوم خان ولاړ ستا  سوهم هغه پاليسي ده هغۀ ورته وئېل چې نه، نو خان عبدالولي خان ورته ووئېل چې له باچاخان سره په زرګونو خدائي خدمت ګاران ولې بنديان دي هغۀ ورته وئېل تۀ کوشش وکړه چې له مرکزي حکومت سره رابطه وکړې زۀ به په دې كښې له تا سو سره ولاړيم له دې څخه وروسته خان عبدالولي خان لاهور  له ولاړ چې د محمود علي قصوري مننه وکړي هلته له سردار شوکت حيات سره ئې  هم ملاقات وشو هغۀ ورته مشوره ورکړه چې زۀ له مرکزي حکومت سره ستا د مزاکراتو لار جوړوم نن سبا نواب مشتاق احمد ګورماني چيف وزير داخله دی په لاهور كښې دى، د ملاقات بندوبست کوم دګورماني سره په ملاقات كښې خان عبدالولي خان  ورته ووئېل چې د تېرو پينځو شپږو کلو نو څخه ما باچاخان نۀ دی ليدلی زۀ غواړم چې ورسره ملاقات وکړم او له مرکز سره دخبرو اترو په حقله مشوره ورسره وکړم ګورماني ورته وئېل چې زۀ اجازت نامه درکوم تۀ باچاخان ووينه زۀ د وزيراعظم محمد علی بوګره سره خبره کوم له باچاخان سره چې د خان عبدالولي خان ملاقات وشو باچاخان ورته وئېل چې تۀ له دوئ سره ووينه چې دا مونږ ئې اخر قيد کړي پر څۀ يو له دې اجازت وروسته له وزير اعظم سره ملاقات وشو خان عبدالولي خان وائي چونکې  بوګره يو بنګالی ؤ او دوېم داچې هغه د برطانيه پر ځای د امريکې په سفارت كښې کار کړی ؤ. نو د هغۀ ذهنيت د مهاجر و او د پنجابي مسلم ليګيانو څخه بېل وو. هغه ډېر حېران شو چې باچاخان خو حلف هم واخيست بيا دا دونه ظلم ولې وشو نو هغه خان عبدالولي خان ته ووئېل چې د دې اختيار له ګورنر جنرل ملک غلام محمد سره دی. زۀ او تۀ دواړه به له هغه سره ملاقات وکړو خو چې دوی ملاقات له ورغلل او بوګره ورته  د باچاخان او ملګرو د رهايي خبره وکړه چونکې اول لا پر هغۀ باندې د فالج حمله شوي وه او پرپلنګ پروت ؤ چې د باچاخان د رهايي خبره ئې واورېده نو ولړزيد او يوه دوره باندې راغله او ترپلنګ کښته رايله شو، بوګره وماته ووئېل چې راځه اوس د ډاکټرانو کار دی او بيا ئې ورته ووئېل چې زۀ د نورو ملګرو سره مشوره کوم تاته به حال درکم له دو (۲) ورځو وروسته په ملاقات كښې بوګره صاحب خان عبدالولي خان ته ووئېل چې د ايجنسيانو دا رپورټ دی چې باچاخان له رهايي وروسته هندوستان له ځي.له هغه ځای څخه به دی د پاکستان خلاف سياسي عمل کوي اوس تۀ مونږ له څۀ ضمانت راکوې چې باچاخان به داسې نۀ کوي خان عبدالولي خان په جواب كښې ورته ووئېل چې د دې هيڅ ضمانت نۀ شم درکولى چې د رهايي وروسته به باچاخان څه کوي البته دايوه خبره درته کوم تراوسه خو مونږ هيڅ نۀ دي کړي خو اوس زمونږ صبر له زغم څخه وزي که د سولي لار نۀ باسئ بيا به مونږ مجبوره يو د ملګرو د رهايي دپاره څۀ وکړو، بوګره د دوېمي ورځې ملاقات بيا کښېښود او ورته وئې وئېل چې حکومتي خلګ به له تا سره په دې حقله ملاقات وکړي. خان عبدالولي خان ورته ووئېل چې ښۀ به داوي چې له باچاخان سره خبره وشي. نو د پروګرام له مخې ډاکټر خان صاحب چې په اېبټ اباد كښې نظر بند ؤ پنډۍ جېل ته ئې راوست، هلته باچاخان موجود ؤ د حکومت له اړخه وزير داخله ګورماني، وزير مواصلات سردار بهادر خان او وزير اعلی عبدالرشيد خان تر مينځ مذاکرات وشول. په نتيجه كښې باچاخان او ملګري راخلاص شول او ټوله ضبط شوي جائيدادونه ئې بېرته ورکړل باچاخان چې کله په ۱۹۵۴ كښې راخلاص شو، نو جرګې فېصله وکړه چې د اټک پر پل به د باچاخان استقبال کېږي او په کننګم پارک كښې به لويه جلسه کېږي.دا جلوس او جلسه په تاريخ كښې مثال نۀ لري.

سيټو معاهد او ون يونټ

                        د کال ۱۹۵۴ د ستمبر په مياشت كښې په منيلا كښې يو کانفرنس وشو. چې پكښې برطانيه، امريکه، فرانس، اسټريليا، نيوزي لېنډ، تهائي لېنډ او فلپائن د ملکونو غړو ګډون پكښې وکړو او د پاکستان له اړخه وزير خارجه سر ظفر الله خان برخه واخيستله. دا يوه فوجي معاهده وه چې د روس د کيمونسټ بلاک او عربو او د افريقې د انقلابي حکومتونو خلاف يو محاذؤ. بل اړخ ته په پاکستان كښې مهاجر حکمرانه ډله، پنجابي  فوجي جنريلانو،  نوکر شاهي  او سرمايه دارانو يو تړون سره وکړ چې بنګال په ملک كښې په اکثريت كښې دی په مستقبل كښې داسې ښکاري چې بنګالي  قام پرست انتخابات ګټي نو په کار دی چې د دې مخنيوی وشي. نو د ون يونټ منصوبه مينځ له راغله. يعني صوبه مشرقي پاکستان او دا نورې څلور صوبې مغربي پاکستان يوه صوبه جوړه شي. که څۀ هم جناح صاحب او لياقت علي خان له بنګال څخه د آئين ساز اسمبلۍ غړي جوړ شوي وو. خو اوس د هغوی مهاجرو ملګرو دوه کارونه وکړل يو ئې کراچۍ دارالحکومت کړه او بل ئې اردو قومي او سرکاري ژبه وګرځوله. د کال ۱۹۴۷ څخه رانيولې تر ۱۹۵۴ پورې په صوبه پښتونخوا كښې ډاکټر خان صاحب حکومت ختمول، د جناح صاحب و باچاخان ته په مسلم ليګ كښې د ګډون خبره کول د قيوم خان  د ظلم، جبر، او بربريت څلور پينځه کاله دوره، په بلوچستان كښې فوج کشي په سندهـ كښې د مهاجرو راتګ او د صوبې حېثيت ختمول د ټول داسې واقعات وو چې د ملک د هرې علاقې قام پرسته، مترقي، او په ازاده خارجه پاليسي يقين لرونکو  سياست مداران په دې خبره مجبور کړل چې يوه شريکه مبارزه وکړي.چې په نتيجه كښې ملک د سيټو معاهده، د ون يونټ له ګرفت څخه ځان ازاد کړي په حقله باچاخان پيل وکړ او په نتيجه كښې ئې لاندې کار وشو.

دنېشنل عوامي پارټۍ جوړښت:

کله چې د ون يونټ په خلاف د بېلابېلو صوبو سياسي مشران را يو ځای شول  نو ټول و دې نتيجې ته ورسېدل چې د ټولو دې په ګډه يو ګوند وي. نو په کال ۱۹۵۶ كښې د خدائي خدمتګار تحريک مشران باچاخان او امير محمد خان هوتي، له سندهـ څخه د سندهـ محاذ جي اېم سيد،  د سندهـ هاري کميټۍ مشر حيدر بخش جتوئي، له بلوڅو علاقو څخه شهزاده عبدالکريم بلوڅ،  د پښتنو له علاقې څخه د ورور پښتون مشر خان عبدالصمد خان اڅکزی، له پنجاب د ازاد پاکستان پارټۍ مشران ميا افتخار الدين او ميا محمود علي قصوري يوه ګډه  غونډه وشوه. او د نېشنل پارټۍ په نوم ئې يو ګوند جوړ کړ. تر يو کال وروسته په ۱۹۵۷ كښې دغو مشرانو د مشرقي پاکستان د عوامي ليګ له مشر مولانا عبدالحميد بهاشاني سره رابطه وکړه. په ډهاکه كښې د دواړو ګوندونو د مشرانو غونډه وشوه او يو نوی ګوند د نېشنل عوامي پارټۍ په نوم جوړ کړل شو. چې د منشور خاص نقطې ئې داوې چې د سامراجي معاهدو څخه به ځان خلاصوو او ازاده خارجه پاليسي به خپلوو. په ملک كښې به د جاګيردارانه نظام خاتمه کوو. د کوشنيو قامي سرمايه دارانو د مفاداتو تحفظ او د زيار کشو اولسونو دپاره له هر ډول استحصال څخه يوه  پاکه ټولنه جوړول، د صوبو مکمله خود مختاري، يو سيکولر نظام حکومت او د قامي وحدتونو د ژبي، کلتور، جغرافيه،  او د تاريخ په رڼا كښې بېرته جوړول.

د دې ګوند تر جوړښت وروسته په ملک كښې حکمرانان ډېر پريشانه شول، تر دې انده چې امريکه هم ددې قوتونو  پر يوۀ مرکز راغونډيدل په سيمه كښې د خپلو مفاداتو دپاره يوه خطره محسوسه کړه چونکې د دې وخت حکمرانان په خپله د چوکۍ په جګړو كښې  بوخت وو او يو د بل په ضد ئې سازشونه کول نو له دې حالاتو څخه فوجي جنريلانو فائده واخيستله او په نتيجه كښې ئې مارشل لاء ولګيده او جنرل ايوب خان بې تاجه بادشاه شو. په دې عمل امريکه زياته خوشحاله شوه چې د يوۀ کمزور حکومت په مقابل كښې يو ټينګ فوجي حکومت راغلو چې له هغه څخه اړيکي جوړول او هغه د مخالفو قوتونو خلاف په کار اچول به اسانه وي خو د ملک د جمهوري قام پرسته او مترقي ډلو د اوږدې مبارزې او قربانۍ وروسته  ايوب خان کمزوری  شو. او واک و اختيار ئې جنرل يحيی په لاس  كښې واخيست خو د ملک په جمهوري اولسي تحريک كښې دومره زور ؤ چې يحيی خان  هم ون يونټ مات کړ او هم ئې انتخابات وکړل. په نتيجه كښې يو کار وشو چې د بلوچستان په شکل كښې د بلوڅو او پښتنو يوه ګډه صوبه جوړه شوه. او دوېمه خبره دا چې د دې صوبې اولسي فيصلې به د جرګې غړو کولې. او س و هر وګړی ته د ووټ حق ورسېد د كال ۱۹۷۰ انتخاباتو په نتيجه كښې هم هغه وشو. چې کمه اندېښنه د ون يونټ د جوړښت په وخت مهاجرو او پنجابيانو ته وه. يعني د مرکزي حکومت واک او اختيار له بنګاليانوسره ولاړ خو هم دغه خلګو واک او اختيار بنګاليانو ته ور نۀ کړ لېکن په نتيجه كښې بنګاليانو يو ازاد او خود مختار ملک د بنګله ديش په نوم تر لاسه کړو. په نيمګړي پاکستان كښې د پيپلز پارټۍ حکومت  په مرکز، سندهـ او پنجاب كښې جوړ شو. په پښتونخوا او بلوچستان كښې د نېشنل عوامي پارټۍ او جمعيت علما اسلام شريک حکومتونه جوړ شول اوس دا مسئله پېښه شوه چې د څه مقصد دپاره پاکستان جوړ شوی ؤ او عوامي ليګ ته د اقتدار په مقابله كښې بنګله دېش ورکول شوی ؤ. امريکه او د هغه اتحاديان د نېپ په حکومت ډېر خفه ؤ په پای كښې د بهټو له لارې په کال ۱۹۷۳ كښې بيا ئې د خدائي خدمتګارانو د سوچ او فکر حکومتونه ختم کړل او مشران ئې په حيدراباد جېل كښې بنديان کړل خو دلته امريکه او د هغه ملګري په دايوه کار كښې کامياب شول چې په ۱۹۵۶ او ۱۹۵۷ كښې د قام پرستو کوم شريک ګوند جوړ شوی ؤ. د حيدر اباد سازش کېس  تر ختمېدو وروسته په يوه  مرکز راغونډ نۀ شول. او بيا ئې اثر تر خپلو خپلو سيمو پاته شو.

لويه پښتونخوا

                        تر ۱۹۷۳ وروسته بياباچاخان د ژوند تر وروستۍ لمحو پورې  په دا نظر سياست او مبارزه کوله چې د جنا ح صاحب پاکستان په ۱۹۷۰ كښې ختم شو. اوس که پنجاب يو نوی پاکستان جوړه وي نو له نورو قامو سره دي كښېني يو کنفېډرېشن دي جوړ کړي. خو عملاً چې به هغه د پښتني سيمو دوره کوله نو د هغه  په موقف كښې زيات شدت راغلی ؤ. هغه به پښتنو ته مخاطب ؤ. او وئېل به ئې چې زۀ د احمد شاه بابا پښتونخوا غواړم او دا به ئې وئېل چې کله احمد شاه بابا له ډهلي څخه راستون شو نو د جهلم پر درياب ئې پړاؤ واچوۀ او خپلو سالارانو ته ئې ووئېل. چې له دې جهلم څخه واخلې بيا تر امو درياب پورې د پښتنو وطن او سيمه ده. او د دې تاريخي نوم پښتونخوا ده.

د خان عبدالولي خان په دې باب موقف

زۀ د خپلي دې مقالې په پای كښې بيا د رهبر تحريک خان عبدالولي خان د کتاب "باچاخان او خدائي خدمتګاري " له دوېم جلد پاڼه۶۱۸ څخه يو څو کرښي رانقلوم او خپلې مقالې ته  د پای ټکی ورباندې ږدم ((زمونږ دا تجزيه ته چې تر څو پورې دا شل واړه ټوټې بيا يو ځای نۀ شي او دا لوی کور د افغان بيا راټول نۀ شي نو تر هغې به پښتون هغه خپل مقام ته و نۀ رسي، دغه مو هدف دی او دغه مو مرام دی. زۀ ځانته  قطعاً پښتونستانی نۀ وايم  ولې چې داخو به زۀ د پېرنګي هغه نسخه خپله کړم چې افغان جدا دی او پښتون جدا دی. دغه شی نۀ تسليموم او همدا وجه ده چې مونږ د پېرنګي د غلامۍ نه ځان ازادوو نو په دې اراده چې په دې طريقه به د  پېرنګي دا پليت اثر د افغانستان نۀ  هم بيرته شي او افغانستان به په حقيقت كښې ازاد شي او د پښتون دا لوی کور به  بيا راټول شي. او په يوۀ نغري او يو ټغر به د خپلو بچو سره شريک کښېني او هغه د مخفي صاحب ترانه هم راياده شوه چې :

کشمير نه تر هرات پوري
بلوچستان نه تر دورې
داټول پښتون دی هر چيري
څه رنګه پروت دی ذرې ذرې
د يو وجود په شاني کړې
خدايه! دا ذره ذره

يادونه: دا مقاله  د باچاخان په سيمنار كښې وړاندې شوې ده چې د پښتو څانګي بلوچستان پوهنتون له خوا پر ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۱ كښې شوی ؤ.

- اورنګ زېب کاسی
بېرته شاته