(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ګډ حکومت د ناکامۍ لاملونه

[27.Aug.2015 - 17:23]

 لیک: سید نظیم سعیدي

د تیرکال د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې کله چې یو نوماند هم ونه شوای کولای پنځه جمع یو رایې پوره کړي ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې چې په دویم پړاو کې دوه غوره نوماندانو ډاکتر اشرف غني او ډاکترعبدالله عبدالله چې د نور نوماندانو په پرتله یې ډیرې رایې درلودې سیالۍ ته ملا وتړله خو په خواشینې سره باید ووایم چې په دویم پړاو کې ټاکنیزې لانجې دومره لوړې کچې ته ورسیدې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپلواکي او د ټاکنو پروسې بهیر ترپوښتنې لاندې راغی چې له ډیرو لانجو او حتا د موازي حکومتونو د جوړښت ګواښونو ته خبره ورسیده چې بلاخره د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کري په منځګړیتوب ګډحکومت رامنځته شو چې نوم یې ورته د ملي یوالي حکومت کیښود. خو زمونږ عام وګړي یې اوس هم د دوه سري حکومت په نوم یادوي، زه په دې لیکنه کې په ټاکنیزو لانجو او د ټاکنو په بهیرنه غږیږم په دې لیکنه کې به زه یواځې هغو ټکو ته اشاره وکړم چې د ګډ حکومت د ناکامۍ ډیرمهم لاملونه ګڼل کیږي او که شته ټکو ته د حکومت مشران پوره پوره پاملرنه ونه کړي کیدای شي د ناکامۍ ترڅنګ د شته حکومت د نسکوریدو لامل هم شي ځکه چې افغان ټولنه یوه سنتي ټولنه ده چې ډیرې وګړي یې ځوانان دي هغه ځوانان چې ډیره برخه یې له بې روزګارۍ زوریږي او بهرنیو هیوادونو ته یې د یوې مړۍ ډوډۍ د موندنې لپاره د تګ او یا تیښتې لاره غوره کړې ده او که د روان بهیر مخه ونه نیول شي هیواد به په نیږدې راتلونکې کې د ځوان پوړ له کمښت او حتې نه شتون سره مخ شي.

یوه ډيره مهمه خبره چې د ځینو لوستونکوسره به په ذهن کې هم پیداشوي وي چې ولې شته حکومت ته لیکوال د ناکام حکومت خطاب کړی دی (ځکه مې شته حکومت ته د ناکام حکومت خطاب کړی چې نیږدې یوکال یې له واکدارۍ تیریږي خو یوه بریا یې هم نه ده ترلاسه کړی چې دهغې ځینو غټو ټکو ته اشاره کوم لکه : د کابینې نه بشپړیدل، د والیانو نه معرفي کیدل، دکابل بانک د موضوع نه حل، داساسي قانون سره په ټکر کې د اجرائیه څوکۍ رامنځته کیدل او ۵۰ ـ ۵۰ سلنه دحکومت ویش، د دواړو مشرانو ترمنځ نه همغږي او په لوړه کچه د مخالفت شتون، د امنیتي وضعیت خرابیدل ، د ډآلرو پر وړاندې دافغانۍ راتیټیدل، په لوړو حکومتي څوکیو دغیرې مسلکي کسانو ګمارل او داسې نورې ناخوالې.

راځې چې اوس دا په ګوته کړو چې د ګډحکومت د ناکامۍ لاملونه څه دي؟

۱- د ګډ حکومت او اجرائیه څوکۍ رامنځته کیدل او د دوه سیالیو قدرت غوښتونکو ډلو ترمنځ د شته حکومت ۵۰-۵۰ سلنه ویش چې د هیواد له اساسي قانون سره په ټکرکې کړنه وه او د نړۍ په هیڅ هیواد کې دا ډول حکومت کله هم نه دی رامنځته شوی او په جوړښت سره یې دوه سیالۍ قدرت غوښتونکې ډلې واک ته ورسیدې او د حکومتي څوکیو په ویش یې سره پیل وکړ چې ددې ویش له امله د نیږدې یوکال په تیریدو سره د ګډ حکومت کابینه لاهم پوره نه ده او د هیواد ډیرې ولایتونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي.

۲- د ګډ حکومت له ویش وروسته د افغان وګړو ارمانونه او هیلې له خاورو سره خاورې شوې او خلک له شته حکومت څخه ناهیلي شول ځکه چې د مشرانو ژمنې د یخ پرمخ لیکل وه چې د ژمنو نه پلې کیدو ناهیلۍ ورځ تربلې ډیرې کړي او اوس هم د لوړیدو په حال کې دي چې دغه ناهیلي کیدو پرحکومت د خلکو شته باورته ډیر زیان رسولی.

۳- لکه څنګه چې دواړو مشرانو د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال په هیواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت او له وسله والو ډلو سره د خبرو اترو ژمنه شوې وه خو دادې چې اوس د شته حکومت نیږدې یوکال تیریږي نه یواځې د سولې څرک نه ترسترګو کیږي بلکه امنیتي وضعیت ترپخوا لاپسې خراب شوی او افغان وګړي په ډیربد اقتصادي او امنیتي وضعیت کې شپې سبا کوي.

۴- د ګډ حکومت دواړو مشرانو په ټاکنیزو منډو ترړو کې له ځوانانو سره د کارموندنې او بې رزوګارۍ د لمنځه وړو په موخه له خپلې وسې پورته ژمنې کړی وی چې اوس یې د پلې کیدو څرک هم نه ترسترګو کیږي بلکه له هیلو خلاف ډیر افغان ځوانان د امنیتي وضعیت، دکارد نه شتون او په هیواد کې د بې روزګارۍ له امله د هیواد پريښودو ته اړشوي دي او هڅه کوي څو اروپايي او نور بهرنیو هیوادونو ته وتښتي چې ډیر دغه ځوانان د سفر پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

۵- په یوه اداره کې دوه مشران، له تیرحکومت څخه پاتې ناخوالی، د نظام دننه د بیلابیلونو هیوادونو او تریوې کچې خپلو ګټو ته ژمن کسان، له واکه د ګوښه شو کسانو په ډاګه لاسوهنې، دځینو کړیو لخوا پټې لاسوهنې، په درغلۍ د حکومتي نظام بنسټ ايښودنه، د کورني او بهرني سیاست پر وړاندې له ډير نرمښت څخه کاراخیستنه او د کره بهرني سیاست نه شتون هم هغه لاملونه دي چې ګډ حکومت یې له ناکامۍ سره مخ کړ.

۶- ډیری افغان وګړي د دواړو مشرانو ترمنځ مخالفتونه، بې اتفاقي او په حکومت کې د بهرنیو هیوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران لاسوهنه د ګډ حکومت د ناکامۍ اصلي لامل بولي.

خو بیا یو شمیر نور افغانان دولسمشر په کمزوري مدیریت نیوکه کوي او نوموړی تورنه وي چې د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال یې چې له خلکو او ولسونو سره کومې ژمنې کړي هغه یوه ژمنه یې هم تردې مهاله نه ده پوره کړی او ډیرې افغان وګړي چې د دواړو مشرانو خفه او خواشیني دي د ملي یوالي حکومت ترنامه لاندې د رامنځته شوي حکومت لامل بولي ، چې د دواړو مشرانو، پلویانو نه غوښتل ایتلافي حکومت چې اوس ورته د ملي یوالي حکومت نوم ورکړ شوی رامنځته شي خو په خواشینې سره د افغان وګړو د غوښتنې خلاف کار وشو چې ډیرې افغان وګړي په دې کړنه خفه شول او له شته حکومت څخه یې واټن واخیسته چې دغه کار هم د حکومت د ناکامۍ لامل بلل کیږي.

۷- بله ډیره مهمه مسله چې ډیرې هیوادوال ورته خواشیني دي هغه په حکومتي څوکیو د سیاسي او شخصي اړیکو پربنسټ د غیرې مسلکي کسانو ګمارل دي.

۸- بله مهمه مسله چې د حکومت د ناکامۍ لامل بلل کیږي په واک کې د پاتې کیدو په تړاو د دواړو مشرانو هڅې دي ځکه هر یو هڅه کوي څو په حکومت کې اغیزناک رول ولري او په خپله سلیقه او دخپل سیاسي اړخ ملګري په مهمو دولتي څوکیو وګماري چې دغه لړۍ ددې لامل شوه څو کابینه په یوکال کې هم بشپړه نه شي.

۹- بله مهمه مسله داده چې ډاکټر عبدالله عبدالله په دې هڅه کې دې څو په راتلونکې ولسي جرګه کې لوړ اکثریت ولري او له دې لارې د صدراتي نظام رامنځته کیدو ته نسبي لاره هواره کړي او هم په راتلونکې لویه جرګه کې برلاسې اوسي څو لویه جرګه د نظام په بدلون کې د نوموړي غوښتنې ته چې د صدراتي نظام رامنځته کول دي مثبت ځواب ووايي چې زما له نظره دغه کار به لږ څه ناڅه ستونزمن وي خو له ستونزو سره سره اجرائیه رئیس هڅه کوي څو خپل هدف ته ورسیږي. خو له بلخوا ولسمشر غني په دې هڅه کې دې څو په اساسي قانون کې د بدلون او د صدارتي نظام درامنځته کیدو مخه ونیسي چې پردې بنسټ ولسمشر هم هڅه کوي څو د ملي شورا د ډیرو غړو د پریکړې واک به خپل لاس کې ولري او په لویه جرګه کې د اساسی قانون د بدلون او د صدارتي نظام د رامنځته کیدو مخه ډب کړي. چې دغه ټولې سیاسي لانجې ددې لامل شوی چې نه ولسمشر خپلو مسوولیتونو ته متوجه شي او نه هم د حکومت اجرائیه رئیس چې ډیرې خلک په دې آند دي چې حکومتي مشران دخپل سیاسي واک د راتلونکې په فکر کې دي نه د اوسني حکومت د بریا په فکر کې چې دغه ستونزه ترډیره د حکومت د نه بریا لامل بلل کیږي.

زما په آند حکومت په نیږدې یوکال کې په بشپړ توګه ناکام وه ځکه چې حکومت دنیږدې یو کال په لړکې ونه شوای کولای د افغان وګړو مشروع غوښتونو ته ځواب وايي او دواړو مشرانو هغه ژمنې چې د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال یې له افغان وګړو سره کړی وی یوه هم نه ده پوره کړی او دخپلو ژمنو په پلې کیدو کې ګډ حکومت ناکام وه.

اصلي لاملونه:

د اساسي قانون خلاف د ملي یوالي حکومت ترنامه لاندې د ایتلافي یا ګډ حکومت رامنځته کیدل.

د اساسي قانون سره په ټکر کې دولسمشر واک ترپوښتنې راتلل.

د دواړو مشرانو لخوا د سیاسي واک د ساتنې لپاره بې دریغه هڅې

د سولې نه ټینګښت او له وسله والو مخالفینو سره ناکامې خبرې اترې.

ورځ تربلې د هیواد دامنیتي او اقتصادي وضعیت خرابیدل

په هیواد کې دبیکارۍ او بې روزګارۍ د کچې لوړیدل

د کابل بانک د مسلې نه حل چې ترډیره د کډ حکومت یوه اساسي ژمنه وه او هم د کابل بانک د ډیرو غلو او پوروړو نه مجازات.

د دواړو مشرانو او سیالو ټاکنیزو ډلو ترمنځ د ګډ حکومت له پیله د آندونو مخالفت او د حکومتي څوکیو پر ویش سره نه جوړیدل.

د دواړو مشرانو کمزورې مدیریت او په حکومت کې د ننه د واک پر سرمخالفتونه او ځینې وخت د ځینو څیرو پر ګمارنه مخالفت.

د حکومت او ولس ترمنځ ورځ تربلې د واټن رامنځته کیدل او له حکومت سره د خلکو نه همکاري.

د حکومت لخوا د سولې د ناکامې پروسې پرمخ بیول.

د ولسمشر او اجرائیه رئیس نمایشي او ننداریز سفرونه او ننداریزې رسنیزې کړنې چې افغان ولس ته یې هیڅ ګټه نه ده رسولې .

د حکومت او په ځانګړې د ولسمشر متزلزله فرمانونه او له حکومت څخه بهر د غیر رسمي سازمانو او ډلو ټپلو پر وړاندې کمزورې دریځ.

د څو فرصت طلبو او ناوړه سیاسي څیرو له ګواښونو څخه دولسمشر ډاریدل.

پر افغان ولس د ولسمشر نه تکیه او باور.

د ولسمشر ترڅنګ د یوه پیاوړي، استعداد لرونکي او ژمنې ډلې نه شتون.

په ارګ کې د بې شماره مشاورینو، بیکاره او فرصت طلبو خلکو شتون چې د ولسمشر او ولس ترمنځ د وآټن یواځینې لامل هم همدغه ډله ده. اوداسې نور………….

ددې ترڅنګه به په شته ګډ حکومت کې نورې ډیرې ستونزې هم وي خو د ټولو یادونه به نه زما د قلم له وسه وي او نه هم د لوستونکو د لوستلو له وسه.

خو زما غوښتنه او هیله له حکومت څخه داده څو خپلو شته ناخوالو او نیمګړتیاو ته پام وکړي او د حکومت او ولس ترمنځ شته واټن له منځه یوسي او په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

په درنښت

- سید نظیم سعیدي
بېرته شاته