(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جـواب دیـتـه وایي

[15.Aug.2015 - 09:38]

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار 

[email protected]

 

لکه نور ډیر افغانان، زما یو افغان دوست  د خپلې کورنۍ سره جرمني ته کډ وال شوی و. هـلته د رسیدلو په مهال یې لور ۸ کلنه وه. هغه یې په  جرمني کې په ښوونځې کې داخله کړه. په ښونځې کې یوه ورځ د دې د ټولګي یو جرمن نژاد ښوونکي کډوالو زده کونکو ته نصیحت وکړ چـې جرمني ته کډوال شوي بهرنیان باید د جرمني دموکراسي او عیسوي- لویدیز تمدن خپل کړي. هغې افغانې پیغـلوټې همغه ښوونکي ته په جرمني ژبه کې داسې غبرګون وښود:«دموکراسي له یـونان نه راغلې ده او عـیسوي  لـویـدیز تمـدن د منځني ختیـزنه د یوه« یهـود» [عـیسی (ع)] له پیغام نه راوتلی دی!». دغې عالمې پیغلې تیر کال په حقوقـوکې ډاکتري لاسته راوړه او د جرمني په کومه فـدرال محکمه کې کارکوي. مایې په ۲۰۱۴کې د ډاکترې تیـزس لوستلی و او له تحـلیـل نه یـې ما ډیـر خـونـد واخیـست. هغـه ډیرو کنفرانسونو ته میلمه شوې ده.ښای افغانستان ته هم د یـو کـنـفـرانس لپاره لاړه شي

پـرون د ۲۰۱۵ د می په ۱۶نیټه،  زما  ځیرکیاریو سخي او ماړه افغان دوست  په لاس انجلس ښارکې د ماښامي تابیا کړې وه. له ټـیکلې (ډوډۍ) مخکې هـر ډول افغانان راغـلل. د ډیرو سره مې پیژنـدګلوي وشوه. هـر چا به ماته کتل ځکه ما پښتني پـټکی او  جـامـې اغـوستلي وو. کوربه رانه په ټـوکـوکې پوښتنه وکړه چې د موټـر د چـلـولو په مهال مـېهـم پـټکی وهـلی و؟ ورغـبرګـه مې کړه چې «نـه» ځان مې د خبرونـو خوراک کولی نـشـو؟! 

وروسته له ماښامي، د چای څښلو وار راورسید او ورسره  نـاڅاپـي سیاسي بحـث هـم را منځـته شـو. ما ځیـرکیار د ډاکتـر محّمد داود میره کي سره په ټـلـفـون کې زما د یـوبحـث موضوع وړانـدې کـړه. مـوږ دواړو د اسـلامي ټـروریـزم (اِسـلامـیک ټـروریـزم) په اړه داسې استـدلالوړانـدې کـړی و: که د لـویـدیـزې نـړۍ ( په ځان ګړي ډول د امریکې) پـه مـطـبـوعاتـوکې او د سیاسي محافـظه کارو ک‎ړیـو  پـه ویـنا ګانـوکې معـمولا د «اسـلامي ټـروریـزم» کارول مـشروع  وي، نه « د مسلمـانانو ټـروریـزم»، نـو مـوږ به د افـغـان مسلمانانو په حــيث د «اسـلامـي ټـروریـزم» مفهـوم ومنـو - خو په دې شرط چې لـویـدیـزه مـتمـدنـه نـړۍهم خپل ګریـوان ته وګوري او د خپلو خوځښتونو د نـومونو سره «عـیسوي یـا مسیحي ټکـې» ورزیات کـړي، په دې ډول:عـیسـوي کـپـیـټـلـیـزم، عـیسـوي کلـونـیالیزم،عـیسوي اِمپریـالـیزم عـیسوي فـاشیـزم، عیسوي نـازیـزم، عیسوي ملیـټاریـزم

ما ځیرکیار پورتنۍ لیکنه د می ۲۰۱۵ په ۱۷ یا ۱۸ لیکلې وه، خو رانه هیره شوې وه چې خپره یې کړم.

 

 

 

- ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار
بېرته شاته