(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مفتاح الدین ساپي په

[14.Aug.2015 - 11:38]

د ښاغلي مفتاح الدین ساپي  پر یوه داستاني  ټولګه چې  د (رژیدلي ارمانونه) په نامه یادیږي یو څو لنډې خبرې

لیک:انجنیرعبدالقادرمسعود

زموږ په تاریخي، لرغوني او ادب پاله هیواد افغانستان کې پښتو ژبهد نورو ژبوپه څنګ کې یوه اصالت لرونکې، تاریخي، پیاوړې او دعلمد پراخو سر چینو لرونکې اود سترو لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو ژبهده .

که چیرې د علم، ادب، هنراو شعر غوړیدلي، ویاړلي او رنګین تاریخته په غور سره وګورو، له نیکه مرغه زموږ د هیواد زیاترو پوهانو،څیړونکو، عالمانو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د خپلې لوړې پوهې،ژورو خیالونو او فکرونو په وسیله د علم، کلتور، ادب او هنر رنګینهنړۍ، روښانه او ځلانده ساتلی ده . 

ښاغلی مفتاح الدین ساپي له هغو علمي او ادبي سټو څخه دی چېزموږ د پښتو ادب  د پرمختګ او پراختیا په برخه کې یې د خپلوعلمي، کلتوري او فرهنګي اثارو له لارې ګټوره او اغیزناکه ونډهاخیستې ده .

ښاغلی مفتاح الدین ساپي د خدای بخښلي اباخان زوی دی، چېپر(۱۳۱۵) لمریز کال د کنړ ولایت په مزار دره کې په یو درنه کورنۍ کې زیږیدلې دی .

ده خپلې زده کړې په کونړ، کابل اوامریکې کې پای ته رسولې دي ،او له خپلو لوړو زده کړو وروسته  په بیلابیلو دولتي دندو کې بوخت وُ .

ساپي صاحب یو پیاوړې لیکوال، خوږ ژبې شاعر، غښتلی او پوخ داستان لیکونکی ، تکړه   ډرامه لیکونکې او وتلې ژباړونکې دی .

ده دیوشمیرغربي شاعرانو اولیکوالو اثار په پښتو ژبه ژباړلياوخپاره کړي دي . د ده ادبي اوفرهنګي سټه نه یوازی په هیواد کېد ننه بلکې په بهر کې هم پیژندل شوې ده دی په انګریزي ژبه همشعرونه او لیکنې لري .

دساپي صاحب چاپ شوي اثار دا دي :

-   نړیوالې سندرې (ژباړه)

-  سپیدې- نړیوال شعرونه ( ژباړه)

-  مات وزرنړیوال لنډې کیسې ( ژباړه)

-  ادبي او هنري څیړنې

-  نیمګړي انځورونه – (شعري ټولګه)

-  رژیدلي ارمانونه  د ( لنډو کیسو ټولګه)

او همداسې د هیواد په ورځپاڼو، مجلو او مطبوعاتو کې  د ده ګڼشمیر چاپ شوې مقالې خپرې شوې دي .

د ښاغلي  مفتاح الدین ساپي د ( رژیدلي ارمانونهپه نامه د لنډو کیسو ټولګه پر (۲۰۱۵ زیږدیز کال کې چاپ شوې ده .

ښاغلي ساپي  په  ډیر اخلاص سره د خپل دغی کتاب یو ټوک ماتهډالۍ کړ ، ماهم په ډیره مینه او پاملرنې سره دا اثر ولوست .

په دې کتاب کې (۶)  غمجنې او دردونکې کیسې لیکل شوې دي . ده  په خپلو  کیسو کې  زموږ  په جګړه ځپلي ، کړیدلي او ځوریدلي هیواد کې د لوټمارو، تالنګرو، ظالمانو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې او د دوی وحشت او دهشت، وژل ، ترور او بې پتي،  جنایت او ظلمونه  ، د مادي او معنوي شتمنۍ لوټول، د مظلومانو مظلومیت، د رنځیدلو او ځوریدلو هیوادوالو فریاد، اوښکې، ویرونه، سلګې او زګیروي ، اتلولي او میړانه او همداسې  د افغانانو په منځ کې د یو شمیر نورو زړه  بوږنوونکو پیښو تصویرونه  چې د بشریت په تاریخ کې ساری نه  لري په ډیرو ښکلو فکرونو، خیالونو، تصویرونو او سیمبولونو کې داسې انځور کړي دي ، چې په لوستلو یې د هر لوستونکي په زړه، ذهني او رواني حالاتو کې جذبې، ولولې، انساني، اخلاقي عواطف  او احساسات راپاروي .

د ادب  قدرمنو او درنو  مینه والو !  

دا داستاني ټولګه   زموږ د هیواد په سیاسي، ټولنیز اوفرهنګي ډګر کې لکه  د نورو لیکوالو اثارو په څیر،  هغه  اغیزمن او ارزښتمن  اثر دی، چې په څو واره  لوستلو ارزي .

زه ښاغلي  مفتاح الدین ساپي ته  د دې  ګټور  اثر د چاپولو له کبله مبارکي وړاندې کوم اود ده دلا نورو  بریوو او هستونو په هیله یم .

په ډیره مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود

 
- انجنیرعبدالقادرمسعود
بېرته شاته