(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښادعبدالملک خان ساپي د مړینې شلم کال

[13.Aug.2015 - 18:30]

لیک: ډاکټر حمیدالله ساپی « زړه ور»

                         ( د ارواښاد مدیرصاحب عبدالملک خان ساپي د مړینې شلم کال ) (۹سنبله = وږي ۱۳۹۴ش هـ.)

لڼډ ژوندليک:

زما ارواښاد پلار(دادامې)، د مرحوم جګتورن میرزا عبدالرحیم خان ساپي زوی،د مرحوم حاجي سکندر خان ساپي(مشهور په خاکي بابا) لمسی، د نوراحمد خان ساپي کړوسی، د عبدل بابا( ادوخیل!) له پښته.. م. عمر بابا (د لغمان عمر زاېي مشربابا) ته رسیږي. د ادوخیلو په بر کلي کې په ۱۳۰۷ش.ه.=۱۹۲۸م. کال کې په یوه خانه کورنۍ کې زیږیدلی وء. پلار یی هغه وخت د مرحوم وزیر صاحب محمد ګل خان مومند بابا سره د ڼنګرهار تنظیمیه کې جګتورن وء.مور بيبي ېې چې د ارواښاد غلام حسن خان ساپي مشره خور وه، او هغوی به ورته (بی بی خورې)ویلې ،د عبدالمتین او عبداله په نومونو ۲ زامن او یوه لور د ورپیښو ناروغیو له کبله په وړکوټوالي کې له لاسه ورکړي ول، په ټول پښتني غیرت او اسلامیت سره وروسته د خاوند د شهیدیدلو ېې، په همدا ۱ زوی(عبدالملک ) په سر کوڼډتون وکړ،د هغه په څنګ کې ېې د لمسیانو، خپلوانو، کلیوالو او ګاوڼډیانو سره هم له روزنې او پاملرنو ډډه نه کوله .حتی د لغمان د هغء مهال نامتو حکیم "ملا جمعه" څخه یی ځینې درملنې زده کړې وې او په کلي کې به ېې تطبیقولې.

 عبدالملک، کلیوالي یا دهاتي مکتب په "مهترلمک " ښوونځي کې ولوست او د لوړو زده کړو لپاره د ماما (غلام حسن خان)سره کابل غازي لیسه په اعلی درجه پای ته ورسوله. که څه هم طب ته بریالی شوی وء خو د فولبرایټ موءسسې له خوا د زراعت(کرهڼې) په رشته کې د امریکې وایومنګ   ته لاړ،پاتې فاکولته ېې د هند ه الله آباد یونیورسیټۍ کې د بي.اِص آف اګریکلچر کې زده کړه.یو څه وخت ېې د هلمند وادي کې کار کړی وو چې د ماسټرۍ لپاره بیا د امریکې  مشیګن نه یی اِیم.اِص   په حارټیکلچر( میوه جاتو او ځنګلونو) په څانګو کې راوړله او راساََ د کابل زراعت او انجنیری پوهنځي کې چې نوې جوړه شوې وه د استاذ په حیث تر" پوهنمل" رتبې پورې دنده اجراء کړه. د دکتورا لپاره هم ورته بورس راغلی وء، حتی تر تهرانه هم تللی وء خو تصادف د هوا د خرابوالي له کبله الوتکه بیرته قندهار ته ستنه شوې وه، او زابل کې ېې د ماما زوی مرحوم غلام حسین خان ساپی والي وء،له هغء نه ېې د کور احوال پوښتنه کړې وه، هغء ویلي وء چې ماشومان دې واړء دي او مور دې هم بیچاره یواځې؛ نو همهاغه و چې خاوره ېې مچو کړې وه او وییلي وء" چې دا ټوله امریکه هم راته راکړي ، زما په کار نه ده، همدا خپل وطن ته خذمت کوم".

بیا مرهوم ډاکټر م.انس خان د وخت د معارف وزیر، چې د دادا د غازی لیسې د ریاضي معلم ېې هم وء، ترینه غوښتي چې د ڼنګرهار د معارف لوی مدیر په حیث وظيفه قبوله کړي. له ۱۳۴۳-۱۳۴۵ پورې د مدیریت تر څنګ ېې د ڼنګرهار طب محصلینو ته د بوټانیک=بوټي مضمون درس هم ورکاوء،د هغې دورې شاګردانو له جملې څخه یی ،ډ.خدایداد بشرمل، ډ. احمد سیر، مرحوم ډ.حسین یار ،پوهاند ډ. عبدالرشید جلیلي ا.د.ن. ؛د ڼنګرهاردارالمعلمین شاوخواونې او بوټي ټول دادا پخپل لاس کینولي اوروزل ېې.

د یوې میاشتی لپاره فلیپین ته د معارف د مدیرانو د یوء هیاءت د ریاست نه وروسته،؛ له ۱۳۴۵-۱۳۴۷ د زابل د پوهنې مدیر، ؛۱۳۴۸-۱۳۴۹ د ءابن سیناء د لیسې مدیر(دا مهال زده کوونکو اعتصابونه کول او هیڅ یو مدیر جرءات نه شو کولی چې مکتب ته داخل شي؛مګر دادا د هغې اداري او مسلکي تجربو په کارولو سره لیسه آرامه کړله. حتی پاچا ظاهر خان وېلي وء"غیر از ساپي صاحب اي مکتبه کسې دیګرې اداره کرده نمیتانه!"؛ په زابل کې ېې هم د یو ښونځي چې نوم ېې خلکو ورته " خاکِران" بالء په "خاک افغان" بدل کړی وء.!د ۱۳۴۹-۱۳۵۱ تر مینځ د هرات د پوهنې لوی مدیر په حیث وټاکل شو. زء(لیکوال) هغه مهال د حبيبېې لیسې په لسم ټولګۍ کې وم او د ژمي رخصتیو لپاره هرات ته تللی وم دادا څخه.هغوی به ویيل" د هرات زده کوونکې تمامه ورځ مدیریت ته راځي چې ایران ته د تګ اجازه نامه ورکړو!، مګر زء دوی ته وایم ءچې ولې قندهار، کابل، مزار، ڼنګرهار او د خپل وطن نورو ولایتونو ته نه ځئ؟ ،همهاغه وو چې بیا ډیرو کمو هلکانو ایران ته د تګ زړه ښه کاوء.

ارواښاد دادا مې،له ۱۳۵۲ تر ۱۳۶۸ د پوهنې وزارت د تفتیش، تاءلیف او ترجمې او دښوونکو د روزنې(تربیهء معلم) دریاستونو علمي او مسلکي غړي په حیث په پوره صداقت، ایماندارۍ او جدیت خپله وظیفه اِجراء کوله، په داسې حال کې چې د لا ډیرو تجربو سره ېې غوښتل تر آخر دعمره وطن ته کار وکړي ،د خپل یو ... شاګرد له خوا ېې چې وزیر معارف شوی وء ،تقاعد ته سوق کړای شو.۱۳۶۸ش۰ه

ارواښاد د ځوانۍ له وختونو نه ، د وزیر صاحب محمدګل خان بابا، او د غلام حسن خان په شمول د ټولو ويښ زلمیانو دغورځنګ لارویانو سره همغږی او هر وخت ېې د پښتو او پښتونولۍ لپاره  کار کاوءپه ډول ډول اخبارونواومجلوکې ېې مقالې ليکلې.ارواښاد فخر افغان باچاخان عبدالغفارخان بابا ته به هر اختر کې ورتء او مونږ چې هغه وخت ماشومان وو له ځان سره بیولو.

د نورو وروڼو ملیتونو لکه بلوڅ، ترکمن، هزاره، تاجک، ازبک، پشه يي ،هندو سره ېې ډیرې ښې او دوستانه اړیکې درلودلې، مګر له خپل ساپي(ساپی) توب نه به ېې هر ځای او هر چا سره دفاع کوله او دا به ېې ویل" تاسو وګورۍ ! افغانستان کې کوم قوم پخپل نوم باندې غر لري؟..لاکن ي"کوهِ ساپي" هاغه دی له لېرې او نيزدې نارې وهي چې دا نیم وطن د ساپیانو دی!!.یعنې له بلخ نه ېې راونیسه تر ودیرستان(وزیرستان)،او آن تر هندوستان، او له هراته تر ترکستان .او د ساپي څلور زامن وو: ۱-ودیر،۲-مسعود،۳-ګربز،۴-کندهاری!!!!."...

له بده مرغه د کابل کورنیو جنګونو کې تر ډیر وخته خپل کورکې(د شهاده قلا) پروت وء، او د شورای-ء نظار او هزارهګانو ډول ډول هتک-حرمتونه ېې پر ځان تیر کړل لکه: د تقاعدي معاش پسې د افغانستان بانک دروازو کې د لڼډغرو په ټوپک-قنداغونو وهل کیدل، د سپکو سپورو اوریدل؛ د په ایران خرڅ شویو (مهسنی او مزاري ) هزاره ګانو د کور د تخلیه کولو ګواشونه، حتا په نانوایانو کې د ډوډۍ پټول او افغان ته نه ورکول، د ښاري ترانسپورت کرایه لس چنده زیاته اخیستل ا.د.ن. غیر انساني او غیر اسلامي او غیر افغاني اعمالو له لاسه ورته ۳ مزمن مرضونه د عصبي ډپریشن، د معدي کینسر او د زړء عدم کفایه پیدا شوي ول، که څه هم ما د ۱۳۷۳ د قوس=لیندۍ میاشت کې په ډیرو سختو لارو نیمه زوندی تر جلال آباده راورساوء او ځايي ډاکټران لکه: حسین یار؛ ظفرزی، ناصر جبارخیل؛ سید جلال آغا؛ سید شکراله وهیدي؛ خواجه سیف اله  قریشي ا.د.ن. مې پرې ستړي کړل او ورته مې وویل چې پاکستان ته به دې بوځو، خو نه ېې منله. پوهیږئ څه ېې ویلې آخرو کې:" د هندوستان شفاخانې ماته معلومې دي، تر څوډېرې پیسې ونلرې ډاکټران درته ګوري هم نه ؟ او په هسپټال کې دې هم نه شاملوي؛اوس خو زء او تء پیسې هم نلرو،او دا پاکستانیان هم د همهغه هندوانو اولاده دي، سبا به زء په بستر کې پروت یم او تا به داسې ډبلې نخسې دوا پسې ولیږي چې نه به یی اخیستلی شې او نه به څوک قرض درکوي!. پریږدئ چې همدا خپل کور کې یا اخوا شم یا دیخوا. او راساََ مې بابا صاحب (مهترلام بابا) ته د خپل پلار څنګ ته ښخ کړئ!".او په پای کې د ۱۳۷۴ کال د وږۍ یا سنبلې په نهمه د جمعې په شپه د لا ډیرو ارمانونو سره له دې فاني سترګې پټې کړې، خدای دې ورته قبر د جنتونو باغچه وګرځوي او د ټولو مړو حقدارانو سره په جنت کې اروا یوځای کړي .آمین.

یادونه: د مرحوم دادا نه  زما په شمول ۷ اولادونه پاتې دي:

۱- میرمن فاطمه ساپۍ،ملهم

۲-میرمن ملالۍ ساپۍ،امین

۳-ډ اکترحمیدالله ساپی "زړءور"

۴-ډ اکترعبدالمتین ساپی

۵-ډاکټر رحیم ساپی

۶-انجنیر باډیل ساپی

۷-انجنیر خیبر ساپی

د پورته لیکنې نه مې موخه، د ارواښاد د یاد تازه کول او د ارواء ښادول؛ ځینو دوستانو چې د هغوی نوم اوریدلی وي او لا زیات معلوماتو ته ېې تلوسه وه؛ او همدا رنګه نوی ځوان کهول (د هغوی د لمسیانو، کړوسیانو...) په شمول د هغوی له ژوندلیک څخه یو څه زده کول..

همدارنګه د افغانستان د معارف او زراعت د وزارتونو ، یا د لغمان د ولایت چارواکو څخه زما هیله دا ده چې د دادا غوندې په خلکو، خاوره او وطن میېنو  تللو شخصیتونو په یاد  که شونې وي د هغوی په نوم یو مکتب یا  یوه سیمه ونوموي تر څو د هغوی نوم د تاریخ په پاڼو کې په زرینو ټکو یاد شي.

والسلام. په درناوي،

- زړه ور
بېرته شاته