(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولې شورا منشي: د پاکستان له لارې سوله ...

[10.Aug.2015 - 17:47]

 د سولې شورا منشي: د پاکستان له لارې سوله کول د جنګ اخيستل دي

د افغان سولې په اړه په يوه علمي او څېړنیزه ناسته کې ډېرى ګډونوالو په دې پروسه کې پاکستان د يوه باوري ملګري پر ځاى ماهر لوبغاړى وباله او ټینګار یې وکړ، چې د سولې کیلي په افغانستان کې له افغانانو سره ده، نه له پاکستان سره.
دغه ناسته د سبا فکر ټولنې له خوا د" د افغانستان سوله؛ پاکستان باوري ملګري که ماهر لوبغاړی" تر سرليک لاندي په کابل کې جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې، د یو شمېر پوهنتونونو استادانو، علمي او څېړنیزو مرکزونو څېړونکو سربېره، د پوهنتونونو یو زیات شمېر محصلینو هم برخه اخېستې وه. له هغه ځایه، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د سولې هنګامه توده وه او په دې برخه کې بیا هم د ابتکار او نوښت رسۍ د تېر په څېر پاکستان ته سپارل شوې، نو دې ټکي ته پام سره، اړینه ده چې یاده موضوع د افغانستان په چارو کې د پاکستان د تېرو او اوسنیو لوبو د څرنګوالي په رڼا کې وڅېړل شي. له همدې امله، سبا فکر د یادې موضوع د هر اړخیزې او بشپړ څېړلو په موخه خپله څلورمه علمي ناسته راوبلله.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د غونډې لومړی ویناوال، د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند د افغانستان په تړاو د پاکستان تېرو تګلارو او په سېمه کې د نړیوالو لوبغاړو تګلارو ته په پام سره دې ته اشاره وکړه، چې پاکستان په سیمه کې د سترو قدرتونو د استخباراتي لوبو په مسیر تګ کوي.  ښاغلي ځلاند وویل: ((افغانستان له ډېر پخوا راهيسې د نولسمې پېړۍ له پېل راهيسې، د انګرېزانو د ښکېلاک په وخت کې د ګرېټ ګېم په لوبه کې د بفر زون په توګه د کشمکشونو ښکار وو. افغانستان په شلمه پېړۍ کې بيا د ناټو او وارسا تړونونو ترمنځ د سړې جګړې ميدان وو. په ګريټ ګېم وخت کې، استعمارګر هڅه وکړه چې د ايسټ کمپنۍ په مټ افغانستان له تزاري روسيې سره په تقابل کې هدف ونيسي، چې د دريو انګلیس-افغان جګړو لامل شو. ))
ښاغلي ځلاند دې ته په پام سره، چې نړیوال ښکیلاکګر قدرتونه په سېمه کې خپلې ګټې او اهداف لري زیاته کړه، د همدې ګرېټ ګېم په پایله کې وه چې FCR تر چوکاټ لاندې يې پښتنې سيمې د ايسټ کمپنۍ تر اغېز لاندې په جنجالي ساحو واړولې.
د کابل پوهنتون دغه استاد، دې ته په اشارې سره، چې په سېمه او په ځانګړې توګه د نړیوالو سترو قدرتونو لوبه جریان لري، څرګنده کړه چې تر بریتانیا وروسته، د نړۍ د هماغه مهال سترو قدرتونو امریکا او شوروي د سیالیو لړۍ پېل شوه.

 ښاغلي ځلاند وویل: ((شوروي هڅه کوله، چې افغانستان تر خپل واک لاندې راولي،  هڅه يې کوله چې دا مقوله تطبيق کړي، چې د چا چې اوبه په کنټرول کې وي، ځمکه يې هم کنټرول کې دي)).

پر پاکستان باور دتېرو  تېروتنو تکرار:
له هغه ځایه، چې پاکستان د نړیوالو استکباري قدرتونو د ګټو د خوندیتوب له پاره رامنځته شوی، نو په سیاسي ډګر کې پرې باور یوه تېروتنه ده؛ ځکه طبیعي ده، چې دغه هېواد د هغوی د ګټو او موخو په مسیر حرکت کوي. ډاکټر ځلاند دې ټکي ته په اشارې سره وویل: ((د سړې جګړې په دور کې، له افغانستان څخه په جګړه کې د ميدان په توګه کار اخيستل يوازې هغه مهال شونی و، چې پاکستان د اسلام په نامه رامنځته شي؛ کنه محمد علي جناح يو سيکولر وو. پاکستان خپل نظامي قوت له غربه واخيست. يعني د غرب په مرسته يو نظامی قوت جوړ شو، او د خپلو اهدافو له پاره دا کار غرب وکړ. وسلې يې ورکړې، پوځ يې ورته جوړ کړ، د پوځ مصرف يې ورکوي او پنځم نظامي قوت يې کړ)).
له بلې خوا، که څه هم په سېمه کې د سترو لوبغاړو لوبې او سیالۍ دوام موندلی، خو د پاکستان ګټې هم پکې ساتل شوې، دا یوازې افغانستان دی، چې د دغو لوبو قرباني ګرځي. پاکستان د افغان جهاد په نامه ښه ستراتیژیکی مالي او پوځي مرستې ترلاسه کړي، خو افغانستان په کڼدواله بدل شو او بیا چا نه یوازې د ودانولو غم و نه خوړ، لا  پسې د شخړو او لانجو پر ډګر بدل شو. ښاغلی ځلاند د پاکستان همدغو تګلارو ته په اشارې سره زیاته کړه:  ((پاکستان د افغان جهاد د ثمرې د له منځه وړلو عمده عامل او مسول دی. دا لوبه له ۸۶ راهيسې روانه ده.  په ۱۹۸۹  کې په جېنوا کې ترسره شوی کنفرانس پر دې خبره شاهد دی. همدا راز جهاد افغانستان دفاع پاکستان په نامه يو غټ کنفرانس په هغه وخت کې پاکستان کې جوړشو. دافغانانو جهاد يې يرغمل کړ. په پينډۍ کې چې څه وشول د بون غونډې کې يې تکرار وشو، چې مهم لوبغاړي پکې شامل نه وو)).
پر دې بنسټ، په پاکستان باندې باور، د تېرو تېروتنو تکرار دی. ښاغلی ځلاند د دغه ټکي په پام کې نیولو سره وايي: ((پر پاکستان باندې په سياسي مسايلو کې باور کول، هغه څه چې اوسنی دولت يې کوي، هغه تېروتنه ده، چې له شلمې پېړۍ وروسته په يوويشتمه پېړۍ کې بيا تکرارېږي)).

ځلاند له افغانستانه پرته د نورو هېوادونو او ولسونو په وړاندې هم د پاکستان د بې باوره کړنلارو یادونه کوي او وايي، يو ځل بنګاليانو د خپلواکي ګټلو له پاره د اسلامي قضیې له مخې، له پاکستان سره مرسته وکړه، بيا هغه و، چې پاکستان په بنګاليانو پسې راواخيسته او يو باوري همکار يې پاتې نه شو، ترڅو په ۱۹۷۱  کې بنګله ديش مجبور شو، چې وجنګېږي او له دغه هېواده جلا شي. بيا يې د افغان جهاد پرمهال د افغانانو په وړاندې همدا لوبه  تکرار کړه. دوه مياشتنی حکومت يې د د ځینو افغان اړخونو په غياب کې جوړ کړ، چې تشنج رامنځته کړي. د دغه ډول حکومت خصوصا په هماغه قومي تشکيلاتو او د تنظيمونو په سياق کې د مجاهدينو د کمزوري کولو او په جنګ اچولو له امله و. تاسي په دنيا کې دوه میاشتنی حکومت نه شئ ليدلی. دا خپله د پاکستان د شرارت او تفرقې اچونې د ګېم یوه برخه و.

افغان سوله باید افغانیزه شي:
د افغانستان د سیاسي جریاناتو په تړاو د پاکستان وروستیو تګلارو ته په پام سره، داسې ښکاري، چې دغه هېواد بیا غواړي، د تېر په څېر  هر څه د خپلو ګټو او موخو له مسیر سره سم مدیریت کړي، خو مهمه دا ده، چې موږ باید پاکستان ته د ابتکار موکه په لاس ورنه کړو، ښاغلي ځلاند دې ټکی ته په پام سره وویل:  ((د پينډۍ او ژنيو تجربه اوس بيا تکرارېږي. پاکستان غواړي د طالبانو انګېزه او مقاومت اغوا کړي، او د هغوی په ګوښه کولو کې معامله خپله پاکستان وکړي)). د ده په وینا، افغان سوله چې تر څو افغانيزه نه شي، تر څو چې د ملي حاکمیت او ارزښتونو په پام کې نیولو او د يو اسلامي-افغاني منځګړي له لارې ونه شي، بله هره سوله به يوه دسيسه وي. د طالبانو نوي امير ويلي، چې د سولې تازه اوازې هسې بابيزه دي، په دې معنا چې په پاکستان کې د مرې خبرې هسې يوه ډرامه وه، د امارت رسمي موقف نه دی.

د سولې روان بهیر یوه بې اساسه پروسه :
د ځلاند په باور، د داعش مساله هم همدا ډول یوه لوبه ده،  دا داسې یو ډله ده، چې د سولې له تحولاتو سره يې ظهور تړلی. دوی وايي خراسان رامنځته کوو. که دوی رښتيا وايي ولې يې د کراچۍ له بندره نه شروع کوي؟  له مومندو، شينوارو، نازیانو او چپرهاره او اورکزو یې ولې شروع کوي؟ دا ګلوبل جهاد نه دی، يوې مشخصې سېمې ته د پاکستان د نظاميانو او استخباراتو يوه پايله ده،  ښاغلی ځلاند په پای کې، د سولې روان بهیر، چې پاکستان پکې مهم او بنسټیز لوبغاړی ګڼل کېږي او په افغان رسنیو کې ورسره تړلي  خوشباورې، یوه بې اساسه پروسه بولي.  هغه زیاتوي، تر څو د جګړې عمده او اصلي عوامل او دلايل معلوم نه شي، تر هغه پورې سوله نه راځي.

ولي د پاکستان ګاونډيتوب د لانجو مرکز دی:
د سبا فکر بل ویناوال د د سولې عالي شورا منشي، د البيروني پوهنتون استاد او د مشرانو جرګې پخوانی منشي، پوهنوال امين الدين مظفري وو. هغه هم پر پاکستان باور، یوه تاریخي تېروتنه وبلله. هغه وايي، اوسمهال، چې موږ د سولې نوښت د پاکستان په لاس ورکړی، په حقیقت کې سولې ته نه بلکې د بلې جګړې پر خوا ګامونه اخلو.

ښاغلی مظفري د دغه دري متل په وړاندې کولو سره، چې (( حقا که با عقوبت دوزخ برابر است – رفتن به پای همسایه به بهشت)) پر پاکستان اتکاء ستره تېروتنه بولي.

مظفري وايې، دا د نن خبره نه ده، پاکستان د تاریخ په بهیر کې د افغانستان دوست او خواخوږی نه دی پاتې شوی او د خپل هېڅ ګاونډي سره يې ښه ګاونډیتوب نه دی پاللی، نو پر دې اساس افغانستان ته په کار نه ده، چې د خیر هیله ترې ولري.

ښاغلي مظفري وویل: ((پاکستان له بېلابېلو اړخونو سره په لانجو کېوتی، د پاکستان مهارت په دې کې دی، چې خپل ګاونډي هېوادونه د لانجو پر مرکز بدل کړی، نه خپل هېواد. که له هند سره ستونزه لري، په کشمېر کې ورسره خپلو سیاليو ته دوام ورکوي، او همدارنګه د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه زموږ هېواد یې د جګړو پر ډګر بدل کړی دی)).

د سولې کیلۍ له افغانانو سره ده:
پورتنیو ټکو ته په پام سره مظفري څرګندوي، موږ باید د دې هیله و نه لرو، چې نور کسان راځي، او زموږ لخ پاره سوله راولي. د سولې کیلۍ په افغانستان کې او له افغانانو سره ده. په دې توګه افغانان باید په خپله سره کیني او د خپلو دودیزو جرګو له لارې سره یوځای شي او سوله راولي.
د ده په وینا، دغه شعار ته په پام سره، چې دوی یې ورکوي، چې هېڅ افغان تر بل افغان لوړ او ټیټ نه دی، طالب هم د دې خاورې دی او افغان دی، باید له خپلو سیاسي حقونو څخه برخمن شي. هغه وايي، سوله یو دوه اړخیز تړون دی، هېڅکله داسې نه شي کېدای، چې یوازې د تړون یو اړخ دې ګټه وکړي؛ پر دې بنسټ، باید د تړون د دواړو لورو ګټې او غوښتنې په پام کې ونیول شي.
د غونډې په پای کې یو شمېر ګډوانو هم د خپلو نظرونو او پوښتنو په مطرح کولو سره، پر دې ټینګار کاوه، چې پاکستان د افغانستان بې باوره ملګری او په دې برخه کې افغان دولت هم د سولې په تړاو چندان  ژمن نه ښکاري. د غونډې یو ګډونوال عبدالله کامه وال وویل، ماته ښکارې چې  افغان دولت سولې ته ډېر ژمن نه دی.
کامه وال وویل: پاکستان د سيمې له سياسي حالاتو استفاده کړې او مهم رول يې لوبولی. مهمه دا چې امریکا ته يې هم قناعت ورکړی، چې دوی چې کوم رول لري دا ارزښتناک رول دی. هغه دا پوښتنه وکړه چې: افغان دولت او سياستوالو ولي د نړۍ مخورو ته قناعت نه دی ورکړی چې خپله تګلاره او خپل ځان په دې برخه کې وړاندې کړواو هميشه پاکستان زموږ پرځای غږېږي؟
د ناستې د ټولو ګډونوالو له بحثونو او نظریو څخه داسې پایله راوتله، چې د سولې په روانه پروسه کې  افغان حکومت ابتکار د پاکستان په لاس کې ورکوي، او پاکستان یو بې باوره ملګری دی، چې هېڅکله يې له خپل هېڅ ګاوندي هېواد سره په رښتینې توګه ګام نه دی اخیستی، پر دې بنسټ،پر پاکستان دغه باور، نه یوازې روانې ستونزې ته د پای ټکی نه شي اېښودلی، بلکې د پاکستان تېرو تګلارو او کړنو ته په پام سره کېدای شي، په افغانستان کې د بل بحرا ن لامل وګرځي. د غونډې ګډوانوالو همدا راز په دې برخه کې پر افغان دولت هم نیوکه کوله، په خپل لاس ، د دغه موضوع ابتکار یې د پاکستان په لاس کې ورکړی. دوی ټینګار کاوه، چې سوله د افغانستان له پاره ده، باید د افغانستان په دننه د افغانانو په وسیله راشي ، هېڅ پردی نه شي کولی د افغانانو لپاره د سولې د ټینګښت جوګه شي.
د سبافکر د بحثونو فورم، چې د یو شمېر کابل مېشتو ځوان افغان څېړونکو له خوا پېل شوی، وخت ناوخت د هېواد د روانو پېښو، سیاسي، امنیتي او څېړنیزو بدلونونو په اړه څېړنیزې او تحقیقي غونډې جوړوي او د یادو موضوعاتو د علمي څېړلو او سپړلو په موخه د پوهنتونونو، علمي مرکزونو استادان، سیاسي ګوندونو لوړپوړې چارواکي، لیکوالان او ژورنالستان خپلو ناستو ته د ویناوالو په توګه رابولي.
کابل - افغانستان

- د سبا فکر
بېرته شاته