(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قاضی القضات امرالله خان یوسفزی

[01.Aug.2015 - 20:54]

  لیک: محمد داود صدیقي یوسفزی
دخپلواکی ملی اتل مبارز ارواښاد قاضی القضات امرالله خان یوسفزی د خدای بښلی قاضی القضات میرجمال الله یوسفزی پشدی زوی د غازی امان الله خان دسلطنت په موده کی دترکیی په هیواد کی لومړنی افغان سفیراو ‌‌‌‌‌‌‌‌دیپلومات چی بیا وروسته له هغی د کندهار د قاضی القضات په توګه په دنده وګمارل شو . کله چی شاه امان الله خان د طلب العلم فریضه علی کل مسلم ومسلمه حدیث شریف ته په احترام او درناوی سره افغانی مسلمانو میرمنو ته په حجاب او پرده کی د تعلیم او زده کړی اجازه ورکړه او قاضي القضات. ته هدابت وشو د جوړی شوی بلوا د دفعی په خاطر دی تاسو ولس ته د الهی ارشاداتو په رڼا کی د تعلیم او زده کړی فضیلت او ګټی روښانه کړی چی په همدی زمان کی د کندهار ښارد شهیدانو په څلور لاری کی ‌د خپل ګران زوی او نایب ارواښاد قاضی حمیدالله یوسفزی سره یو ځاي په ‌‌‌‌دیر بی رحمانه دول په شهادت ورسیدل انالله وانا الیه راجعون. ط چی وروسته له شهادته په تشریفاتی توګه د انحصاراتو په دولتی ودانی کی خاورو ته وسپارل شو. چی په عین زمان کی د شهیدانو دایثار او قربانیوو ستاینه شوي وه چی د امیر د ځانګړی فرمان په اساس د نوموړی زوی قاضی صدیق الله خان یوسفزي دلغمان د قاضی په توګه نوي په دنده وګمارل شو چي په دیرلږ وخت کي د عدل اوانصاف په مقدسو چارو کي د کافی پوهي او تجربی په درلودلو سره د ننګرهار ولایت په مربوطاتو اود کونړولایت دمرافعي د ریس په توګه په پوره اخلاص او ایمانداری خپله مقدسه دنده سر ته رسولي ده چی همدا اوس د ارواښاد کورنی په خاص کونړ کی د تنر په کلي کی کي د قاضیانو په کورنی شهرت لری. د غفور او رحیم ذات سپیڅلی دربار ته د دوی دمغفرت لپاره لاسونه,لپه کوو روح. یی ښاد او جنت فردوس دی ځایی شی امین یارب العالمین

- محمد داود صدیقي یوسفزی
بېرته شاته